د شوروي اتحاد ړنګېدل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شوروي اتحاد ړنګېدل د شوروي اتحاد د دننۍ تجزيې بهير و، چې په پايله کې يې د يو خپلواک دولت په توګه د هېواد او د هغه د فدرالي حکومت شتون پای ته ورسېده، چې په دې ډول د ۱۹۹۱ زکال د ډسمبر په ۲۶ اساسي جمهوريتونو بشپړه خپلواکي تر لاسه کړه. دې ړنګېدلو د سرمنشي ميخايل ګوربجوف (چې وروسته ولسمشر هم و) هغه هڅه پای ته ورسوله، چې د سياسي کړکېچ او اقتصادي شاتګ په موخه يې د شوروي د سياسي او اقتصادي نظام د سمون لپاره کوله. شوروي اتحاد کورنی ولاړ حالت (رکود) او توکميزه بېلتون پالنه زغملې وه. د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد يا “USSR” که څه هم يو خورا متمرکز دولت و، له ۱۵ جمهوريتونو څخه جوړ شوی و، چې د بېلابېلو توکميزو ډلو لپاره يې د ټاټوبو په توګه ونډه ولوبوله. د ۱۹۹۱ز کال په وروستيو کې د ګواښونکي سياسي کړکېچ په منځ کې چې بېلابېل جمهوريتونه په کې وار له مخه له اتحاد څخه د بېلېدلو او متمرکز ځواک د پای ته رسولو په حال کې وو، د اتحاد د جمهوريتونو له ډلې د درې بنسټګرو جمهوريتونو مشرانو اعلان وکړ، چې شوروي اتحاد نور شتون نه لري. اته نور جمهوريتونه له ياد اعلان څخه لږه موده وروسته ورسره يو ځای شول. ګوربچوف د ۱۹۹۱ ز کال ډسمبر کې له دندې لاس واخېست او د شوروي د پارلمان پاتې حق يې د خپلې دورې د پای ته رسولو په موخه وکاروه. په ختيځ بلاک کې د ۱۹۸۹ ز کال اوښتونونه او د شوروي اتحاد ړنګېدلو دواړو په ۱۹۹۱ ز کال کې د سړې جګړې پای په نښه کړ.

د ړنګېدلو بهير د اتحاد په بېلابېلو تشکيلونکو ملي جمهوريتونو کې د ګډوډۍ په راپورته کېدلو سره پيل شو او د دوی او مرکزي حکومت تر منځ يې پرله پسې سياسي او مقننه شخړې ته وده وکړه. استونيا لومړنی شوروي جمهوريت و، چې د ۱۹۸۸ زکال د نومبر په ۱۶ نېټه يې د اتحاد دننه د دولت خپلواکي اعلان کړه. لتوانيا لومړنی جمهوريت و چې د ۱۹۹۰ ز کال د مارچ د ۱۱ نېټې د قانون له مخې يې د خپلو بالتيک ګاونډيانو سره يو ځای له شوروي اتحاد څخه بشپړه خپلواکي اعلان کړه او د جورجيا د سويلي قفقاز جمهوريت ورسره په دوه مياشتنۍ دوره کې يو ځای شو.

د ۱۹۹۱ ز کال اګست کې کمونيستي سخت دريځو او پوځي اشرافو د يوې بې پايلې کودتا له مخې هڅه وکړه، چې ګربجوف راوپرځوي او د بې پايلې سمونونو مخه ونيسي. ګډوډي د دې لامل شوه، چې حکومت په مسکو کې خپل ډېری نفوذ له لاسه ورکړ او زياتره جمهوريتونو په راتلونکو ورځو او مياشتو کې خپلواکي اعلان کړه. د بالتيک دولتونو بېلتون د ۱۹۹۱ ز کال سپټمبر کې په رسميت وپېژندل شو. د بيلووېژ “Belovezh” تړونونه د روسيې د ولسمشر بوريس يلتسين، د اکراين د ولسمشر ګرافچوک او د بېلاروس د مشر شوشکيويچ له لورې د ډسمبر په ۸ نېټه لاسليک شوي وو، چې له مخې يې د هر يو خپلواکي په رسميت پېژندل کېدله او د شوروي اتحاد پر ځای يې د خپلواکو دولتونو د ګډو ګټو دولت “Commonwealth of Independent States (CIS)” رامنځته کړ. قزاقستان د اتحاد پرېښودلو له مخې وروستی هېواد و او د ډسمبر په ۱۶ نېټه يې خپلواکي اعلان کړه. د شوروي ټول پخواني جمهوريتونه له ګرجستان اون بالتيک دولتونو څخه پرته د ډسمبر په ۲۱ له “CIS” سره يو ځای شول او د الما-اټا تړون “Alma-Ata Protocol” يې لاسليک کړ. ګربچوف د ډسمبر په ۲۵ استعفا ورکړه او د اتومي وسلو د پيل خپرونو د واک په ګډون يې خپل ولسمشريز واکونه يلتسين ته ولېږدول، چې اوس د روسي فدراسيون لومړنی ولسمشر و. په همغه ماښام د روسيې بېرغ له کرملين څخه ښکته او پر ځای يې د روسيې درې رنګه بېرغ پورته کړای شو. په بله ورځ د شوروي د سوسياليست جمهوريت اتحاد د پورتنۍ جرګې ستر شوروي “Supreme Soviet of the USSR” يانې د جمهوريتونو شوروي “Soviet of the Republics” په رسمي ډول اتحاد له منځه وېوړ. [۱][۲]

د سړې جګړې په پايله کې د شوروي بېلابېلو پخوانيو جمهوريتونو له روسيې سره نږدې اړيکې ساتلي او د اقتصادي او پوځي مرستې په موخه يې د “CIS”، د ډله ييز امنيت د تړون سازمان “Collective Security Treaty Organization (CSTO)”، د يوروشيا اقتصادي اتحاد “Eurasian Economic Union (EAEU)” او د متحد دولت “Union State” په څېر ګڼ اړخيز سازمانونه جوړ کړي دي. له بله پلوه بالتيک دولتونه او د وارسا د تړون زياتره پخواني دولتونه د اروپايي ټولنې برخه شول او ناټو سره يو ځای شول، په داسې حال کې چې د اکراين، ګرجستان او مالديف په څير د شوروي ځيني نور پخواني جمهوريتونه په عمومي ډول له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې له ورته تګلارې سره لېوالتيا څرګندوي.

شاليد[سمول]

۱۹۸۵ز کال: د ګربچوف ټاکل[سمول]

ميخايل ګربچوف د مخکيني عمومي منشي کونستانتين چيرنينکو “Konstantin Chernenko” په ۷۳ کلنۍ کې له مړينې څخه يوازې څلور ساعته وروسته د ۱۹۸۵ زکال د مارچ په ۱۱ د سياسي بيورو “Politburo” له لورې عمومي منشي وټاکل شو. ۵۴ کلن ګربچوف د سياسي ادارې تر ټولو ځوان غړی و. د سرمنشي په توګه يې لومړنۍ موخه د شوروي د ولاړ اقتصاد بيا ژوندي کول وه او نوموړی وپوهېده، چې د دې چارې تر سره کول به د بنسټيزو سياسي او ټولنيزو جوړښتونو سمون ته اړتيا ولري. سمونونه د بريژنيف د دورې د هغو لوړ پوړو چارواکو په بدلونونو سره پيل شول، چې د نوموړي په اند ښايي د اقتصادي بدلون مخه يې نيوله. د ۱۹۸۵ زکال د اپرېل په ۲۳ ګربچوف د يګور ليګاچيف او نيکولای راېژګوف په نومونو دوه تر لاس لاندې اشخاص د بشپړو غړو په توګه سياسي ادارې يا بيورو ته راوړل. نوموړي د واک وزارتونه له نوماندۍ څخه بشپړ غړيتوب ته د کی جي بي د مشر ويکتور چيبرېکوف د پورته کولو او د سياسي ادارې د نوماند په توګه د دفاع وزير سرګي سوکولوف د ګومارلو له مخې غوره وساتل. [۳][۴][۵]

په هر حال دې ازادي غوښتنې په شوروي اتحاد کې ملتپالو خوځښتونو او توکميزو شخړو ته وده ورکړه. همدا راز په نامستقيم ډول د ۱۹۸۹ز کال د اوښتونونو لامل شوه، چې د شوروي له لورې د وارسا د تړون تپل شوي سوسياليست نظامونه په کې په سوله ييز ډول له رومانيا څخه پرته ړنګ شول، چې دې حالت په خپل وار ګربچوف باندې فشار زيات کړ، چې د شوروي اتحاد د جوړونکو جمهوريتونو لپاره ستره ديموکراسي او خپلواکي ورکړي. د شوروي اتحاد کمونيست ګوند په ۱۹۸۹ ز کال کې د ګربچوف تر مشرۍ لاندې د ولسي استازو کانګرس “Congress of People’s Deputies” په نوم نوې مرکزي قوې ته د سيالۍ ټاکلې (محدودې) ټاکنې وړاندې کړې؛ که څه هم پر نورو سياسي ګوندونو باندې بنديز لا تر ۱۹۹۰ زکال پورې نه و لرې شوی. [۶][۷][۸][۹]

د ۱۹۸۵ز کال د جولای په ۱ ګربچوف له سياسي بيورو څخه د ګريګوري رومانوف په لرې کولو سره خپل اصلي سيال ګوښه کړ او بوريس يلتسين يې د مرکزي کمېټې سکرتريت ته راوست. ګربچوف د ۱۹۸۵ز کال د ډسمبر په ۲۳ نېټه يلتسين د وېکتور ګرېشين پر ځای د مسکو د کمونيست ګوند د لومړي منشي په توګه وګوماره.

۱۹۸۶ز[سمول]

ګربچوف د يو څه زياتې ازادي غوښتنې لپاره فشار ته دوام ورکړ. د ۱۹۸۶ز کال د ډسمبر په ۲۳ د شوروي تر ټولو نامتو مخالف اندري ساخاروف “Andrei Sakharov” د ګربچوف له لورې له شخصي تيليفوني اړيکې څخه لږه موده وروسته بېرته مسکو ته راستون شو؛ ګربچوف ورته په تيليفون وويل چې د چارواکو د سرغړونې له امله له نږدې اوه کالونو څخه وروسته يې کورنی تبعيد پای ته رسېدلی و. [۱۰]

۱۹۸۷: يو ګوندي ديموکراسي[سمول]

د ۱۹۸۷ زکال د جنوري له ۲۸-۳۰ پورې د مرکزي کمېټې غونډه کې ګربچوف په ټوله شوروي ټولنه کې د ديموکراسۍ نوې تګلاره وړانديز کړه. نوموړي وړانديز وکړ، چې د کمونيست ګوند راتلونکې ټاکنې بايد د ګڼو نوماندانو تر منځ غوراوی وړاندې کړي، چې د پټو رايو په واسطه ټاکل کېږي. که څه هم غونډه کې د ګوند استازو د ګربچوف وړانديز ونه مانه او کمونيست ګوند کې ديموکراتيک غوراوی هيڅکله د پام وړ عملي نه شو.

ګربچوف په بنسټيز ډول د “glasnost” په نوم د «څرګندوالي او روڼتيا» کړنلارې د عمل ساحه هم پراخه کړه او ويې ويل، چې هيڅ موضوع په رسنيو کې د ازاد بحث لپاره بريدونه (محدوديتونه) نه لري. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:In lang Declaration № 142-Н of the Soviet of the Republics of the Supreme Soviet of the Soviet Union, formally establishing the dissolution of the Soviet Union as a state and subject of international law.
  2. (په December 22, 1991 باندې). The End of the Soviet Union; Text of Declaration: 'Mutual Recognition' and 'an Equal Basis'. The New York Times.
  3. (په March 12, 1985 باندې). Chernenko is Dead in Moscow at 73; Gorbachev Succeeds Him and Urges Arms Control and Economic Vigor. The New York Times.
  4. "Михаил Сергеевич Горбачёв (Mikhail Sergeyevičh Gorbačhëv)". Archontology. March 27, 2009. د لاسرسي‌نېټه April 3, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Carrere D'Encausse, Helene (1993). The End of the Soviet Empire: The Triumph of the Nations. تُرجم بواسطة Philip, Franklin (الطبعة English). New York, NY: BasicBooks. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-09812-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. R. Beissinger, Mark. "Nationalism and the Collapse of Soviet Communism" (PDF). Princeton University: 5–6. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 28, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په April 1, 2009 باندې). Gorbachev's role in 1989 turmoil. BBC News.
  8. (په June 30, 1988 باندې). The Gorbachev Plan: Restructuring Soviet Power. The New York Times.
  9. (په February 8, 1990 باندې). The Third Russian Revolution; Transforming the Communist Party. The New York Times.
  10. (په December 23, 1972 باندې). 1986: Sakharov comes in from the cold. BBC News.
  11. (په February 8, 1987 باندې). Soviet Releasing Some Prisoners Under New Law. The New York Times.