ارواپوه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دا معلومول چې د ارواپوه اصطلاح چا ته تطبیق کیږي کومه اسانه خبره نه ده. ستونزې د دې حقیقت له امله رامینځته کیږي چې ځینې دا ويوکی هغه خلکو لپاره ځانګړی کويد ارواپوهنې څانګه کې زده کړې کوي ، ځينې يې بيا هغه کسانو ته راجع کوي چې په دې برخه کې په عملي ډول کار کوي، ځینې یې د تدریس له امله او ځینې یې د څېړنې له امله. چېرې چې رسمي تعریف وړاندې کیږي، دا معمولا د ځینې عملي یا قانوني مسلو د پوره کولو لپاره وي؛ د مثال په توګه، د ډېری دولتي ادارو په وینا چې د ارواپوهانو تصدیق کنټرولوي، یو ارواپوه باید د یوې معتبرې ادارې څخه پرمختللې درجې (لږترلږه د ماسټرۍ سند، او ډېری وختونه دوکتورا) بشپړه کړي، د یو یا ډېرو کلونو څارل شوي انټرنشپ بشپړ کړي، او تحریري ازموینه تېره ورکړي. دا ډول معیارونه اکثرا هغه وخت کارول کیږي کله چې یو چاته د هغې د دندې له کبله د ارواپوه خطاب کيږي. لکه کلینیکي ارواپوهنه ، مشوره ورکوونکي ارواپوهنه، عدلي ارواپوهنه، د ښوونځي ارواپوه، او داسې نور. په هرصورت، کله چې دا ارزونه راځي چې ایا څوک چې د ارواپوهنې درس ورکوي یا تحقیق کوي د سرلیک مستحق دی، شیان دومره روښانه ندي. د مثال په توګه، د ارواپوهانو لپاره د منلو وړ ځانګړتیاوې دي چې (الف) لږترلږه د ماسټرۍ سند ولري یا په غوره توګه دوکتورا ولري او (ب) د رواني پروسې مطالعه وکړي. د درجې درلودل د ستونزو لامل کیږي. [۱]
کله ناکله زمونږ له يو رنګ يا يو چا څخه بد راځي، خو په علت يې نه پوهيږو، چې ولې مو بد راځي، په حقيقت کې چې مونږ ارواپوهنه مطالعه کوو، نو خپل رفتار او کړنې مطالعه کوو او په همدې ډول د نورو کړنې هم مطالعه کوو، په دې اساس ارواپوه هر هغه څوک دی، چې خپ او د نورو رفتار(کړنې) مطالعه کوي، البته ښه او غوره ارواپوه هغه څوک دی چې اول خپل ځان او بيا نور مطالعه کړي، اما تجربه لرونکې ارواپوهان ډېر ښه پوهيږي [ې هر فرد له نورو سره فرق کوي، يعنې پوهيږي چې د هغه افکار، علايق، انګېزې، عواطف او قدرتونه هغه نه دي چې نور يې لري، تجربه لرونکی ارواپوه په دې پوهيږي چې کوم څه د ده په اړه صدق کوي، ممکن د نور په اړه صدق ونه کړي، ارواپوه هغه څه بيانوي چې نور يې ترسره کوي.{[۲]{سر د کرښې}} یو څانګوال رنځورپوه یا څېړونکي ته، چې د ارواپوهنې په څانګه کې په خدمت بوخت وي، «ساپوه يا ارواپوه» ویل کېږي. ځیني ساپوهان کېدای شي د ټولنیز، چلندي یا ادراکي ساینس‌پوهانو ډلو په توګه ووېشل شي. ځیني ساپوهان هڅه کوي ترڅو د وګړو او ټولنیز چلند کې د ذهني کارکړنو پر ونډه باندې پوه شي. ځینې نور بیا فزیولوجیکي او بیولوجیکي بهیرونه، چې د ادراکي کارکړنو او چلندونو بنسټ دی، راسپړي.
ايا سند اهميت لري؟ ایریک ایرکسن ، یو لوی ارواپوه او انسان دوست دی چې هیڅکله یې د کالج سند نه دی ترلاسه کړی، یا هربرټ سایمن، په اقتصاد کې د نوبل جایزې ګټونکی، چې د ادراکي ارواپوهنې یو مخکښ تیوریسټ دی، یا ژان پیاژه ، چې د بیولوژي په برخه کې يې زده کړې کړې دي، د پرمختيايي ارواپوهنې مخکښ ګڼل کيږي، یا ویلیم جیمز ته بايد په څه ووایو،هغه څوک چې د لومړي ځل لپاره یې د ارواپوهنې درس ورکړ؟ هغه خو د هيڅ کوم پوهنتون په ارواپوهنې څانګه کې درس نه و، ويلی، نو ايا هغه ته به مونږ ارواپوه نه وايو، په پای کې دې پايلې ته رسيږو چې هر هغه څوک چې د ارواپوهنې په برخه کې يې زده کړې کړې وي، يا يې په ياده برخه کې ځانګړې تجربه ترلاسه کړې وي يا دا چې په دې برخه کې يې عملي کار کړی وي، دې شخص ته مونږ اروپوه ويلی شو.
بله اړتیا چې ارواپوه باید د رواني پروسې مطالعه وکړي هم بې معنی ده. ځکه چې په ارواپوهنه کې هر نوی پرمختګ هغه پروسې شاملې دي چې یو وخت فکر کیده چې په نورو برخو پورې اړه لري. د ارواپوهنې په ساینس کې په زرګونو اصطلاحات شامل دي چې له ټولنپوهنې ، انتروپولوژي ، بیولوژي ، فیزیولوژي ، طب ، فلسفې ، کمپیوټر ساینس ، ژبپوهنې ، ریاضي ، کیمیا او فزیک څخه اخیستل شوي دي. هغه ساینس پوهان چې دا پروسې مطالعه کوي اکثرا فکر نه کوي چې دوی ارواپوهنه مطالعه کوي، خو په حقيقت کې دوی ارواپوهنه مطالعه کوي، نو دوی ته به مونږ په کوم نوم خطاب کوو؟ [۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ آرتور اس. ربر (۱۹۹۵). فرهنگ روان‌شناسی (توصیفی). د يوسف کريمي او ملګرو ژباړه (فارسي ته) (۱۳۹۰)، رشد خپرندويه ټولنه، تهران، ۷۴۲ مخ.
  2. کتاب=ارواپوهنه|مخ=۲|ليکوال=محمد طيب ببرک|ژباړن=قاري محمد حليم|چاپ کال=۱۳۹۲ لمريز|چاپوونکی=د تخنيکي او مسلکي زده کړو معينيت|خپروونکی=د تخنيکي او مسلکي زده کړو معينيت|وېب پاڼه=www.dmtvet.gov.af