ځیرکتیا
ځیرکتیا (په انګلیسي: intelligence) په بېلابېلو ډولونو تعریفېږي: د تجرید، منطق، پوهاوي، باخبري، زدهکړې، احساسي پوهې، استدلال، پلانجوړونې، نوښتګرۍ، انتقادي فکر او د ستونزې د حلولو لپاره وړتیا. په لا ټولیزه توګه، کولای شو ځیرکتیا د معلوماتو د نومېرنې او استنتاج وړتیا په توګه، او په یوه چاپېریال یا څانګه کې د انطباقي چلندونو لپاره پلي کېدونکې پوهې په توګه وګڼو.
ځیرکتیا، په ټولیزه توګه، په انسانانو کې مطالعه کېږي، خو دا چې ایا د موجوداتو ځینې نورې بڼې هم ځیرکتیا لري او که نه، د نظر اختلاف له شتون سره، سره، ځیرکتیا په غیرانساني ژویو او نباتاتو کې لیدل شو ده. په کمپیوټرونو یا نورو ماشینونو کې شته ځیرکتیا ته «مصنوعي ځیرکتیا» ویل کېږي.[۱][۲]
آرپوهنه
[سمول]د «Intelligence» وییکی له لاتین نومونو «intelligentia» یا «intellēctus» څخه اخېستل شوی دی، چې په خپل وار سره یې ریښه د «intelligere» کړ (فعل) ته ورګرځي او معنی یې پوهېدل یا نومېرل دي. په منځنیو پېړیو کې، د «intellectus» وییکی د یوې علمي-تخنیکي ګړنې په توګه په پوهاوي کې او د یوناني فلسفي ګړنې «nous» د ژباړې لپاره کارول کېده. سره لهدې، دغه ګړنه په وار، وار سره د اروا د تلپایښت او د فعال عقل (چې د فعالې ځیرکتیا په توګه هم پېژندل کېږي) په شمول سره، د الهیاتپوهنې ښوونیزې فلسفې په مېتافزیکي او کیهانپوهنیزو تیوريګانو کې کارول شوې وه. د طبیعت د مطالعې لپاره دغه تګلاره، د فرانسېس بېکن، ټوماس هابز، جان لاک او دېوېد هیوم په څېر لومړنیو نومهالو فیلسوفانو لهخوا په کلکه رد شوه، او واړو خپلو انګلیسي فلسفي لیکنو کې (د «intellectus» یا «intelligence» پر ځای) له «understanding» څخه کار اخېسته. د بېلګې په توګه: هابز خپل په لاتیني اثر «De Corpore» د «intellectus intelligit» عبارت کاروي، چې انګلیسي معنی یې «پوهاوی پوهېږي» ده، او دا د منطقي «اپلتو» یو بېلګهییز مثال دئ. لهدې امله په انګلیسي ژبې فلسفه کې د «intelligence» وییکي کارونه کمرنګه وه، خو وروسته بیا په لا نومهاله ساپوهنه کې (له مدرسي تیوريګانو سره چې دممهال دغه وییکی کاروي) د وییکي د کارونې ډګر لا پراخ شو.[۳][۴][۵][۶]
انساني ځیرکتیا
[سمول]انساني ځیرکتیا د انسانه هغه فکري/عقلاني پیاوړتیا ده چې د پېچلي ادراکي تکړهوالي او د خوځښت او باخبرۍ د لوړو کچو په توګه پېژندل کېږي. ځیرکتیا انسان ته وړتیا وربخښي ترڅو د څیزونو په هکله یو انځور په ذهن کې ولري او له هغه انځور څخه په راتلونکو چلندونو کې ګټه واخلي. دا یوه ادراکي بهیر دی او انسان ته ادراکي وړتیاوې ورکوي ترڅو د نښو نښانو نومېرلو، نوښتګري، پلانجوړونې، ستونزو حلولو، د اړیکې ټینګولو په موخه د ژبې کارونې په شمول، زده کړي، جاجونه جوړ کړي، پوه شي او استدلال وکړای شي. ځیرکتیا انسان ته وړتیا ورکوي ترڅو «تجربه واخلي» او «تفکر وکړي».[۷][۸][۹]
مصنوعي ځیرکتیا
[سمول]د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکي د ځیرکتیا په هکله ځیني تعریفونه وړاندې کړي دي، چې په هغو کې د ماشینونو لهخوا ښودل شوې ځیرکتیا هم شاملېږي. ځیني دغه تعریفونه تر هغې کچې ټولیز دي چې کېدای شي د انسان او نورو ژویو ځیرکتیا پهکې راونغښتل شي. یو ځیرک عامل کولای شو د هغه سیسټم په توګه تعریف کړو چې خپل چاپېریال په هکله پوهېږي او هغسې عمل کوي ترڅو خپل د بریا احتمال تر ټولو لوړې کچې ته اوچت کړي. کپلان او هانلین مصنوعي ځیرکتیا داسې تعریفوي: «مصنوعي ځیرکتیا، د بهرنۍ ډېټا د تفسیر/ژباړلو، له هغو څخه زدهکړه ترلاسه کول او د یوه انعطافمنونکې پلي کېدنې له لارې د ځانګړو دندو ترسره کولو او غوښتنو ترلاسه کولو په موخه د نوموړو زدهکړو د کارونې لپاره د یوه سیسټم وړتیا ده». د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ کېدای شي د کمپیوټري لوبو او په عملي توګه د پروټین قاتپهقات کولو په څېر بېلګو له لارې ښکاره کړل شي. اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا (د ځیرکتیا له ټولیز اړخه) تر انسان دمخه شوې ده، چې کله ناکله یې په تعریف کې داسې ویل کېږي: «د یوې پراخې ټولګې د دندو ترسره کولو په هکله د زدهکړې وړتیا».[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ Goh, C. H.; Nam, H. G.; Park, Y. S. (2003). "Stress memory in plants: A negative regulation of stomatal response and transient induction of rd22 gene to light in abscisic acid-entrained Arabidopsis plants". The Plant Journal. 36 (2): 240–255. doi:10.1046/j.1365-313X.2003.01872.x. PMID 14535888.
- ↑ Volkov, A. G.; Carrell, H.; Baldwin, A.; Markin, V. S. (2009). "Electrical memory in Venus flytrap". Bioelectrochemistry. 75 (2): 142–147. doi:10.1016/j.bioelechem.2009.03.005. PMID 19356999.
- ↑ Maich, Aloysius (1995). "A Hobbes Dictionary". Blackwell: 305.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Nidditch, Peter. "Foreword". An Essay Concerning Human Understanding. Oxford University Press. p. xxii.
- ↑ Hobbes, Thomas; Molesworth, William (15 February 1839). "Opera philosophica quæ latine scripsit omnia, in unum corpus nunc primum collecta studio et labore Gulielmi Molesworth ." Londoni, apud Joannem Bohn. خوندي شوی له the original on 5 November 2013 – via Internet Archive.
- ↑ This paragraph almost verbatim from Goldstein, Sam; Princiotta, Dana; Naglieri, Jack A., Eds. (2015). Handbook of Intelligence: Evolutionary Theory, Historical Perspective, and Current Concepts. New York, Heidelberg, Dordrecht, London: Springer. p. 3. ISBN 978-1-4939-1561-3.
{{cite book}}
: CS1 maint: multiple names: authors list (link) - ↑ Tirri, Nokelainen (2011). Measuring Multiple Intelligences and Moral Sensitivities in Education. Moral Development and Citizenship Education. Springer. ISBN 978-94-6091-758-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 August 2017.
- ↑ Colom, Roberto (Dec 2010). "Human intelligence and brain networks". Dialogues Clin. Neurosci. 12 (4): 489–501. doi:10.31887/DCNS.2010.12.4/rcolom. PMC 3181994. PMID 21319494.
- ↑ Bouchard, Thomas J. (1982). "Review of The Intelligence Controversy". The American Journal of Psychology. 95 (2): 346–349. doi:10.2307/1422481. ISSN 0002-9556. JSTOR 1422481.
- ↑ Russell, Stuart J.; Norvig, Peter (2003). Artificial Intelligence: A Modern Approach. Englewood Cliffs, N.J.: Prentice Hall. ISBN 978-0-13-790395-5. OCLC 51325314.
- ↑ "Kaplan Andreas and Haelein Michael (2019) Siri, Siri, in my hand: Who's the fairest in the land? On the interpretations, illustrations, and implications of artificial intelligence, Business Horizons, 62(1)".
- ↑ "How did a company best known for playing games just crack one of science's toughest puzzles?". Fortune (in انګليسي). 2020. بياځلي په 21 February 2021.
- ↑ Heath, Nick (2018). "What is artificial general intelligence?". ZDNet (in انګليسي). بياځلي په 21 February 2021.