کارل یونګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کارل ګوستاو یونګ (زوکړه: د ۱۸۷۵ زکال د جولای ۲۶مه – مړینه: د ۱۹۶۱ زکال د جون ۶مه) سویسي ارواه پوه او اروايي درملګر و چې د تحلیلي ارواه پوهنې بنسټ یې کېښود. د یونګ آثارو د اروايي درملنې، وګړپوهنې، لرغونپوهنې، ادبیاتو، فلسفې، ارواه پوهنې او مذهبي مطالعاتو په برخو کې ځانګړی اغېز لرلی. نوموړي د زوریخ د اروايي ناروغیو په بورګولزلي روغتون کې د اویګن بلویلر تر نظر لاندې د څېړونکي په توګه کار وکړ. یونګ په خپل مهال کې ځان د یو اغېزمن کس په توګه ثابت کړ او د تحلیلي ارواه پوهنې له بنسټګر زېګمونډ فروید سره یې ملګرتیا جوړه کړه؛ دوی له یو بل سره اوږده لیکونه تبادله کول چې د دوی د ګډ نظر له مخې د انساني ارواه پوهنې په برخه کې مهم وو. نوموړی په تاریخ کې یو له اغېزمنو ارواه پوهانو څخه ګڼل کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

فروید نه یوازې ځوان یونګ خپل هغه وارث باله چې د هغه له خوا د ارواه پوهنې د «نوي رامنځته شوي» علم چارې یې مخته وړې، بلکې هغه یې خپل کار ته مشروعیت بخښونکی باله ځکه چې فروید او د هغه مهال نور اروایي تحلیلګران ټول یهودان و او په اروپا کې له مخ پر ودې یهودیت ضد باورونو سره مخ و په داسې حال کې چې یونګ عیسوي و. په دې سره فروید، د اروايي تحلیل په برخه کې د خپل نوي تاسیس کړي نړیوال بنسټ مشرۍ ته د یونګ ټاکنه تضمین کړه. ورته مهال د یونګ څېړنې او شخصي لیدلوري لامل وګرځېدل څو هغه د خپل پخواني ملګري له دوکتورینو څخه په پیروي کې له ستونزو سره مخ شي او په دې سره د دوی لار له یو بل جلا شوه. دغه جلاتوب شخصا د یونګ لپاره خواشینونکې چاره وه چې له امله یې هغه اړ شو د موجود اروايي تحلیل پر ځای د یونګ د تحلیلي ارواه پوهنې جامع سیسټم رامنځته کړي. عالم  یوسف حاییم یروشالمي باوري و چې د هغه د عمر په وروستیو کې یهودیت ضد باورونه کېدای شي د هغه د دغه جلاتوب لامل ګرځېدلي وي. [۶][۷]

د هغه د تحلیلي ارواه پوهنې په اصلي مفاهیمو کې فردیت شامل دی – د ټول عمر په اوږدو کې هغه اروايي بهیر چې د فردي اګاهانه او غیر اګاهانه عناصرو توپیر په ځان کې رانغاړي. یونګ دغه چاره د انساني ودې اصلي دنده بولي.

یونګ همدارنګه یو غښتلی هنرمند، صنعتګر، جوړونکی او پیاوړی لیکوال و. د هغه ډیری اثار د هغه تر مړینې پورې خپاره نه شول او یو شمېر نور یې آن له خپرېدو څخه پاتې شول. [۸]

ژوند لیک[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

ماشومتوب[سمول]

کارل ګوستاو یونګ د ۱۸۷۵ زکال د جولای په ۲۶مه د سویس په تورګاو کانتون کې وزیږېد. نوموړی د پاول آشیل یونګ (۱۸۴۲- ۱۸۹۶ زکال) او املي پرېزورک ( ۱۸۴۸- ۱۹۲۳ زکال) لومړنی ژوندی پاتې شوی ماشوم و. د هغه له زیږون وړاندې د دوی دوه ماشومان مړه وزیږېدل، وروسته له هغو یې د پاول په نامه بل ماشوم په ۱۸۷۳ زکال کې وزیږېد، خو یوازې څو ورځې ژوندی و. [۹][۱۰][۱۱]

د کارل پلار، پاول یونګ په بازل کې د طبابت د جرمني الاصله سویسي ښوونکي کارل ګوستاو یونګ (۱۷۹۴- ۱۸۶۴ زکال) زوی و. پاول هیله لرله چې شتمن شي، خو د هغه دغه هیله هېڅکله هم پوره نه شوه او د سویس د اصلاح غوښتونکو په کلیسا یا پروتستانت کلیسا کې یې د یو بېوزله کلیوالي کشیش په توګه ژوند وکړ. د کارل مور، املي پرېزورک هم یوې لویې کورنۍ ته اړونده وه چې له پنځو پېړیو راهیسې یې سویسي ریښه لرله. املي د بازل د کشیش او عالم ساموئل پرېزورک لور وه. پرېزورک انتیئست (د پروتستانت کلیسا مشر) و، دغه لقب په دغه ښار کې د اصلاح شوې کلیسا روحاني او همدارنګه د عبري ژبې لیکوال او تصحېح کوونکي ته ورکول کېده؛ نوموړی په بازل پوهنتون کې د پاول یونګ د عبري ژبې ښوونکی و.  [۱۲][۱۳]

هغه مهال چې یونګ شپږ کلن و پلار یې په لاوفن کې د نسبتا هوسا ژوند لرونکي کشیش په توګه وټاکل شو. دغه مهال د ده د مور او پلار ترمنځ ستونزه رامنځته شوې وه. د یونګ مور یوه عجیبه او له ژونده ستړې مېرمن وه. هغې به خپل ډیری مهال د خوب په کوټه کې تېراوه، هغه ځای چېرې چې هغې به ویل هلته د شپې له مهاله له ارواه ګانو سره خبرې کوي. یونګ څرګندوي چې هغه به د ورځې له مهاله په عادي حالت کې وه خو د شپې پر مهال به بل ډول عجیبه او راز لرونکې مېرمن ترې جوړېدله. هغه څرګنده کړې چې یوه ورځ یې لږ څرګندېدونکې او نامعلومه څېره ولېدله چې د هغې له کوټې راووته سر یې جلا و او په هوا کې په الوتونکي حالت کې روانه وه. یونګ له خپل پلار سره ښې اړیکې لرلې. [۱۴]

د یونګ مور د دغې ناڅرګندې جسمي ناروغۍ له امله بازل ته څېرمه په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شوه او له همدې امله څو میاشتې له لاوفن څخه لرې وه. د هغه پلار دغه ماشوم په بازل کې د املي یونګ نا واده شوې خور ته ولېږه څو پالنه یې وکړي، خو له څه مودې وروسته یې بېرته خپل کور ته راووست. د املي یونګ دوامدارې افسردګۍ او نه شتون پر ماشوم یونګ ژور اغېز وکړ او لامل وګرځېده څو هغه ښځې له «ذاتي بې باورۍ» سره اړوندې وبولي، په داسې حال کې چې هغه ته «پلار» د باور وړ، خو ناتوانه کس په معنی و. یونګ د خپلو خاطراتو په کتاب کې څرګنده کړې چې په ده باندې د والدینو دغه اغېز «هغه لامل و چې ده یې له مخې کار پیل کړ». وروسته بیا هغه په خپل دغه لومړني نظر کې بدلون راووړ او څرګنده یې کړه چې: «ما په خپلو نارینه ملګرو باور وکړ خو هغوی زه ناهیلي کړم، پر ښځو مې باور ونکړ او له همدې امله له هغوی ناهیلی نه شوم». په لاوفن کې له دریو کلونو ژوند تېرولو وروسته پاول یونګ له دغه ځایه د لېږد غوښتنه وکړه. همدا و چې په ۱۸۷۹ زکال نوموړی بازل ته څېرمه کلینهونینګن (Kleinhüningen) ته را وغوښتل شو چېرې چې د دوی کورنۍ د کلیسا د غړو په استوګنځي کې ژوند کاوه. دغه لېږد مرسته وکړه چې املي یونګ له خپلې کورنۍ سره بیا له نږدې اړیکه پیدا کړي او له خپلې اروايي درملنې څخه کور ته راغله. هغه مهال چې یونګ ۹ کلن و د هغه کوچنۍ خور، یوهانا ګرترود (۱۸۸۴- ۱۹۳۵ زکال) وزیږېده چې د دوی په کورنۍ کې د «تروډي» په نوم پېژندل کېده او بیا وروسته د خپل ورور سکرتره شوه. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د جګړې پر مهال پوځي خدمت[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یونګ د پوځي ډاکټر په توګه خدمت ته وغوښتل شو چې بیا ډېر ژر د بریتانوي افسرانو او سرتېرو د ساتنې د یوه کمپ مشر وټاکل شو. په دغه جګړه کې سویس بې پلوه و او یوازې دنده یې دا وه چې د جګړې دواړو غاړو ته اړوند سرتېري چې د تېښتې پر مهال به د دوی له پولو تېرېدل هغوی به یې نیول او بیا به یې ساتل. یونګ د دغو سرتېرو د ژوندانه د ښه کېدو لپاره کار کاوه او هغوی یې په پوهنتونونو کې زده کړو ته هڅول. [۲۰][۲۱][۲۲]

ویاړونه[سمول]

نوموړي ګڼ شمېر افتخاري دوکتوراوې ترلاسه کړې چې په لاندې ډول دي:

  • په ۱۹۰۹ زکال کې له کلارک پوهنتون
  • په ۱۹۱۲ زکال کې له فورډهام پوهنتون
  • په ۱۹۳۶ زکال کې له هاروارډ پوهنتون
  • په ۱۹۳۷ زکال کې له الله آباد پوهنتون
  • په ۱۹۳۷ زکال کې له بنارس پوهنتون
  • په ۱۹۳۸ زکال کې له کلکتې پوهنتون
  • په ۱۹۳۸ زکال کې له اکسفورډ پوهنتون
  • په ۱۹۴۵ زکال کې له جینوا پوهنتون
  • او په ۱۹۵۵ زکال کې د هغه د زیږون د ۸۰مې کلیزې په ویاړ د سویس د ټکنالوژۍ له فدرال انستیتیوت څخه.[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. اشرف غنیمتی
  2. کينډۍ:Cite EPD
  3. Darowski, Emily; Darowski, Joseph (1 June 2016). "Carl Jung's Historic Place in Psychology and Continuing Influence in Narrative Studies and American Popular Culture". Swiss American Historical Society Review. 52 (2). ISSN 0883-4814. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Carl Jung - One of the Most Influential Psychiatrists of All Time". 26 July 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2009-09-16 باندې). The Holy Grail of the Unconscious. The New York Times.
  6. Yosef Hayim Yerushalmi (1991). Freud's Moses. Yale University Press. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-05756-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Freud wrote, "[I]t was only by his appearance on the scene that psycho-analysis escaped the danger of becoming a Jewish national affair."
  7. Yosef Hayim Yerushalmi (1991). Freud's Moses. Yale University Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-05756-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Life of Carl Gustav Jung (1875–1961)", Carl Gustav Jung, London: SAGE Publications Ltd, د کتاب پاڼي 1–38, 2001, doi:10.4135/9781446218921.n1, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7619-6238-0, د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Schellinski, Kristina (2014). "Who am I?". Journal of Analytical Psychology. 59 (2): 189–210. doi:10.1111/1468-5922.12069. PMID 24673274. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wehr, Gerhard (1987). Jung: a Biography. Boston/Shaftesbury, Dorset: Shambhala. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87773-455-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Brome, Vincent (1978). Jung. New York: Atheneum. د کتاب پاڼې 28. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bair, pp. 8–13.
  13. Wehr, Gerhard (1987). Jung: a Biography. Boston/Shaftesbury, Dorset: Shambhala. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87773-455-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Memories, Dreams, Reflections. د کتاب پاڼې 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dunne, Claire (2002). Carl Jung: Wounded Healer of the Soul: An Illustrated Biography. Continuum. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Memories, Dreams, Reflections, p. 8.
  17. Bair, p. 25.
  18. Wehr, Gerhard (1987). Jung: a Biography. Boston/Shaftesbury, Dorset: Shambhala. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87773-455-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Hoerni، Fischer او Kaufmann 2019، ص. 233.
  20. Crowley, Vivianne (1999). Jung: A Journey of Transformation. Quest Books. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8356-0782-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hoerni، Fischer او Kaufmann 2019، ص. 260.
  22. Stepp, G. "Carl Jung: Forever Jung". Vision Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Wehr, Gerhard (1987). Jung – A Biography. تُرجم بواسطة Weeks, David. M. Boston: Shambala. د کتاب پاڼي 501–505. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87773-455-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)