کميتي ارواپوهنه
ښکارېدونکې بڼه
د | ||
ارواپوهنې لړۍ يوه برخه | ||
---|---|---|
![]() | ||
| ||
کمیتي ارواپوهنه یو ساینسي ډسپلین دی چې د ریاضيکي ماډلینګ ، څېړنې ډیزاین او مېتودولوژي او د انسان یا حیواني رواني پروسو احصایوي تحلیل تر څېړنې لاندې نيسي. په دې برخه کې ، د انسان وړتیاوو اندازه کولو لپاره بېلابېلې ازموینې او اوزار کارول کیږي. [۱] کمیتي ارواپوهان د څېړنې پراخه مېتودونه ډیزاین او تحلیلوي ،له هغې ډلې د سایکومیټریک ، هغه ساحه چې نظري او پلي شوي علوم د رواني اندازه کولو لپاره کارول کیږي، يادولی شو. [۲]
د ارواپوهنې په ساینس کې، احصایوي او ریاضيکي ډیټا ډېره کارول کیږي او د هغې کارول اوږد تاریخ لري، او اوس د کمیتي ارواپوهنې ساحه د امریکا د ارواپوهنې ټولنې لخوا په ځانګړې توګه د دې ډول څیړنو لپاره معرفي شوې.
سرچينې
[سمول]- ↑ "Quantitative Psychology". American Psychological Association. بياځلي په 13 December 2014.
- ↑ "Classification of Instructional Programs – Psychometrics and Quantitative Psychology". The Integrated Postsecondary Education Data System. بياځلي په 19 January 2015.