جنايي ارواپوهنه
ددې لپاره، چې پوه شو جنايي ارواپوهنه څه ده، لومړی به د عمومي ارواپوهنې تعريف ته يوه کتنه وکړو، د ارواپوهنې هدف روښانه کړو او هغه نورې څانګې، چې له جنايي ارواپوهنې سره اړيکې او تعامل لري بايد وپېژنو.
د ارواپوهنې تعريف
[سمول]د ارواپوهنې علم د ذهنې پروسې او کړو وړو مطالعه ده . کړه وړه:هر ډول ارګانيزم ځواب، چې د ننيو او بهرنيو حرکتونو پر وړاندې تر سره کېږې کړه وړه وايو، چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول د ليدو وړ وي . ذهني پروسې : هغه هيجانات، احساسات او نګيزې، چې خلک ېې تجربه کوي، ذهني پروسې وايي او د خلکو لپاره په مستقيم او غير مستقيم ډول د ليدو وړ وي . ارواپوهان هڅه کوي، چې انسانان د علمي لارو چارو په واسطه تر څيړنې لاندې ونيسي. ددې کار څخه د هغوی هدف دادی چې دغه کار د انسان د توصيف او وړاندوينې لامل کېږي .[۱]
د جنايي ارواپوهنې تعريف
[سمول]جنايي ارواپوهنه د جرمي شخصيت پيژندنه ،دلايل او د جرمي انګيزو مطالعه ده، چې دغه لايل او انګيزې په ټولنه منونکي، ټولنيز کيدل، د ماشومتوب د وخت تجربې، د ژوند چاپيريال او همدارنګه جنتيک رول په يوه جرمي شخصيت کې د هغه جرم پورې اړوندېږي . يا په لنډ ډول کولی شو داسې ېې تعريف کړو((د هغو رواني کړنو مطالعه ده، چې يو انسان په جرم کې رول لري )) هغو کړو وړو ته چې د ټولنې د قانون مخالف وي جنايي کړه وړه ويل کېږې . جنايي کړه وړه په خپله يو ډول ټولنيز کړه وړه دي.هر ډول کړه وړه، چې په ټولنه کې رامنځ ته کېږې او د ټولنيزې ارواپوهنې له زاوېې څخه تر څيړنې لاندې نيول کېږي ټولنيز کړه وړه ويل کېږي .[۲] زيات شمېر ځانګړي فکټورونه موجود دي، چې ټولنيز تعاملات رامنځ ته کوي .دغه فکټورونه په عمده ډول په پنځو برخو ويشل شوي دي :
- د نورو خلکو طبيعت او کړه وړه
- ټولنيزشناخت(فکرونه او د نورو خلکو په اړه زمونږ خافظه)
- د ځای بدلون.
- ټولنيز او فرهنګي فرصتونه چې ټولنيز کړه وړه ترې رامنځ ته کېږي
- د ژوند طبيعي اړخونه چې په ټولنيز رفتار پورې اړه لري.
د جنايي ارواپوهنې موضوعات
[سمول]جنايي ارواپوهنه په کلي ډول عمومي ارواپوهنه، کلينيکي ارواپوهنه، روانکاوي (تجزيه او تحليل) او د هغو برخو مطالعه، چې يو مجرم څنکه په يو جرم باندې اخته کېږي او مخنيوی ېې کېږي .[۳]
د جنايي ارواپوهنې هدفونه
[سمول]- د جنايي اروابوهنې لومړنی هدف د يوه کس هغه مطالعه، شناخت او علتونه دي چې هغه په جرم باندې اخته کوي .
- د احتمالي پيښو مخنيوی، په دې منظور، چې د يوه کس جرم د نور خلکو له خوا تکرار نشي او همدا ډول په خپله د مجرم له خوا هم داسې عمل ونشي، چې جرمي اعمال ېې تکرار شي چې لاندې موارد پکې شامل دی .
- بيا رغونه او د مجرمينو درملنه
- د ټولنې بيا منل او د درملنې دوام
- د ټولنيز جرم دلرې کولو هڅه
چې دا درې پړاوه بايد په يوه وخت د مسولې ادارې له خوا پلې شي .
- له قضايي ارګانو سره مرسته تر څو داسې ټولنيز، اروايي، فرهنګي، اقتصادي او د يني قوانين منځ ته راوړي، چې د مجرمينو په ښه والي کې مرسته وکړي.[۴]
جنايي ارواپوهنه او نور علمونه
[سمول]جنايي انسان پېژندنه: هغه علم دی، چې جسمي ځانګړتياوې او د بدن اعضا مطالعه کوي، کوم چې د جرم رامنځ ته کېدو په وخت کې رول لوبوي. جنايي ژوند پيژنده :د ژنتيکو اړخونو د څيړنې علم، د ژوند پيژندنې تولګی او د جرم پيښېدو په وخت کې د هورمونونو اثرات. جنايي ټولنپيژندنه: ډله ايزه جنايي ټولنپيژندنه، نژاد، چاپيريال او ټولنيز علتونه، اقتصادي، فرهنګي جرمونه او مجرمان تر څيړنې لاندې نيسي . جزا پېژندنه (د ساتنې علم) : دجرم پېژندل او د هغې کټګوري کول ، د زندانيانو مدريت او دمجرمينو لپاره سمه فضا رامنځ ته کول .[۵]
جرمپوهنه
[سمول]یو تخنیک چې پر بنسټ یې د مجرم یا رواني ناروغ (مجرم) ځانګړتیاوې او شخصیت د جرم په ترسره کولو کې د حقیقي چلندونو پر بنسټ وړاندوینه کیږي.[۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ https://www.nunn.asia/77671/%d8%ac%d9%86%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%af%d9%87-%d8%9f/
- ↑ https://www.nunn.asia/77671/%d8%ac%d9%86%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%af%d9%87-%d8%9f/
- ↑ https://www.nunn.asia/77671/%d8%ac%d9%86%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%af%d9%87-%d8%9f/
- ↑ https://www.nunn.asia/77671/%d8%ac%d9%86%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%af%d9%87-%d8%9f/
- ↑ https://www.nunn.asia/77671/%d8%ac%d9%86%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%da%85%d9%87-%d8%af%d9%87-%d8%9f/
- ↑ Rossi, D. (1982). Crime scene behavioral analysis: Another tool for the law enforcement investigator. Police Chief, 18(4),152–155.