مشاوره يي ارواپوهنه
نن ورځ اروا پوهنې پوره پرمختګ کړی او د انسان د سلوک او چلند پېژندنه کوی، په ستونزو کې موږ سره مرسته کوی، د انسان د خوشبینی او بد بینی مسایل را برسیره کوی، مثبت عادات پیاوړی کوي، دستونزو په وړاندی انسان ته دمقاومت لار ښيي، دخپلو کړو وړو په علت مو پوهوی او د یوبل چا دعمل او اعکس العمل په لاملونو مو خبروي، د عاداتو او چلندمنفی اړخونه اصلاح کوی او دا چې بد چلند او عادت څه دی، علت یی کوم دی او له زیانونو یی په څه ډول ځان وساتو او داسی نور مسایل هغه څه دی چی د ارواپوهنی د څیړنی اصلی ټکی جوړوی. نن ورځ له دغه علم څخه د ژوند په ټولو ډګرونو کې کار اخیستل کیږي، لکه اقتصاد کې د کار دانګیزی پیاوړی کول، په ښوونه او زرزونه کې د زده کړی دمهارت اوچتول، په سیاست کې د لیډر شیپ د رول تقویه، ډله، ټولنه او سازمان کې همغږی جوړول او د اخلاقو رعایت ته وګړو هڅونه او داسې نور.[۱]
په دې باندې پوهېدل چی آیا د پام وړ شخص ذهن کی څه ګرځی راګرځي، دا ټول د ځانګړو لارو – چارو او تخصصي پوهې په واسطه ترلاسه کیدای شی. هغه کسان چی په روحی اختلالاتو، له ټولنې سره په توافق کولو او دژوند په یو ډګر کې په ستونزو اخته وي، د ارواپوهننې متخصص یا دروانی درملنې مشورتی ګروپ ته مراجعه کوي. په نوره نړۍ کې د دغې څانګې متخصصین شته چې د ناورغ د فزیکی درملنی تر څنګ روحی درملنه هم مهم رول لري اود یو طبیب ترڅنګ خامخا یو ارواپوه ناست وي چې نیمه درملنه د ده په غاړه وي. په دغه ډول تخصص سره ارواپوه ستونزه باندی پوهیږی او د له منځه وړلو لپاره یی لاره لټوی او خپل مراجعه کوونکی (اروایی ناروغ) ته مشوره ورکوي، ناروغ ته د مشورې ورکولو ته اروا درملنه ویل کیږی. نو اروا درملنه څه ده؟[۲]
اروادرملنه
[سمول]دا چی آیا دغه دواړه، یعنې اروا درملنه او مشوره یو شی دی که نه، پوهان په دی هکله بیلابیل نظریات ورکوي، خو زیاتره د اروادرملنې له اصطلاح څخه کار اخیستل کیږي، خو په مجموع کی د ارواپوهنی ټول پوهان د مشورې او اروادرملنې هدف او موخه یوه بولي. له دواړو څخه موخه دا ده چی وګړی، آرام ژوند ولري، شخړې له منځه ولاړې شي، تساندو او مهربانی تقویه او عواطف نرم او خواږه شي، بشری نیک اخلاق ښه وده وکړي، له نوروسره مو چلند او تعاملات ډیر انسانی او عالی وی او په ورځنیو چارو کې مثبت اغیزمنتوب ولرو. اروا درملنه او مشوره ورکول یو بل سره توپیر لري: البته هغه څه چی له تجربی څخه ترلاسه شوی دی دا دی چی په روحی مشوری ورکولو سره وګړی وقایه کیږی، یعنی یو وګړی اصلاً د پېښو او ناوړه حالت څخه د بچ پاتی کیدو په خاطر، د قبلی چمتو والی؛ وقایې او زده کولو په موخه مشورې ته مراجعه کوی، خو اروادرملنه بیا اصلاً د توافق موندنې او بیرته رغاونې په موخه وي. مشوره (Counseling) په واقعیت کې د وګړو د روحی روغتیا، ودې او د لارې موندنې په خاطر د وګړو ملاتړ او پیاوړی کول دی.[۳] کله چی وګړي د مشورې لپاره روانشانس ته مراجعه کوي، دوی غواړي چی ځان کې بدلون او ښه والی راولی او په ژوند کی له اوسنی حالت څخه ښه حالت ته ورشی، نو ځکه په لومړی ګام کې په مشوره کې هڅه کیږي چې احساسات کشف شی او لیوالتیا، هیلې او د مشوره غوښتونکی آرمان وپيژندل شی او هغه څه چی باید بدلون ومومی درک شي، تر څو د پام وړ وګړی په ځانخبری(شعوري) توګه تصمیم ونیسی او آګاهانه اقدام وکړی. مشاوره د ارواپوهنی د علم پربنسټ یو حمایتی یا ملاتړ کوونکی اقدام دی چې د هغه چا ملاتړ وکړی چې یا زیانمن شوی دی یا د زیانمن کیدو او ناروغه کیدو په حال کی وی. مشاوره یوه مشورتی مرسته ده. مشوره ورکول یو فکری او معلوماتی لاره ده چی مشوره اخیستونکی د غوره کولو آزادي لري تر څو پخپله خوښه په درناوي سره هغه غوره کړي، یعنې د خپلې ستونزې د حل لاره وپيژني او ځان له خپل چاپېریال سره برابر کړای شی. مشاوران د مشورې او ارواپوهنې له بیلابیلو مهارتونو څخه په کار اخیستلو سره هڅه کوی چی خپلو روانی ناروغانو ته په هیجاناتو باندی د لاسبری، د ګُرومونو(عُقدو) د تشولو او منفی احساساتو باندی د تفوق او چاپېریال سره د توافق موندلو په هکله مرسته وکړي. مشاوران او د اروادرملنې متخصصین د کلامی او ارواپوهنې له مهارتونو څخه په استفادی سره د خپل ناروغ عزت نفس او مثبت تفکر لوړوی او د دوی روانی سلامتیا پیاوړی کوی او د روحی قدرت د ښه کولو په هکله یې پوهوی او غواړی چې پخپله د دوی په واسطه ستونزه حل کړی. مشاوره او د اروادرملنې متخصص د وګړی ځانګړی شرایط او فردی توپيرونه په پام کی نیسی او مرسته ورسره کوی.
د مشوری ډولونه:
[سمول]- مشوری بیلابیل اړخونه او ډولونه لري او په حقیقت کی د انسانانو د شمیر په اندازه دي(هر انسان خپل روحی خصوصیات لري). دلته به یې د مثال په ډول یو څو تشریح کړو :
- روزنیزه مشاوره: په روزنیزه مشاوره کې د تحصیل د دوام موضوعات، د زده کړی د خنډونو لری کول، آزموینه، تحصیلی استعداد، د حافظی او ذکاوت وضیعت، د تحصیلی څانګی غوره کول، د صنف دوستانو سره توافق او دی ته ورته مسایل تر بحث لاندی وی.
- د کورنۍ مشاوره: د کورنۍ د مشاورې موضوع هم ډیره پراخه ده. په دې کې د میرمن او خاوند اړیکې، د کورنۍ کلکوالی او دوام، د ماشوم روزنه، دوستان پالل، کورنۍ نشم ښه ساتل، د کورنۍ د اقتصاد سمون او داسې نور مسایل شامل دی.
- ) شغلی مشاوره: په شغلی مشاوره کې لکه څرنګه چی له نوم څخه یی ښکاری، د شغل او کار د غوره کولو، دکار موندل، له کارفرما سره اړیکی، د کار او جسمی فعالیت اوذهنی وړتیا، ذکاوت، علاقی، جسمی مهارت او د ژوند د شرایطو له مخې د دندې موندل تر بحث لاندی وی.
- د وړیتا اوچتولو مشاوره: په دې کې زیاتره هغه وړتیاوی تر بحث لاندې راوستل کیږی چې لا وګړی هغو ته ځیر نه وی، یعنی د پټو وړتیاوو وده او رابرسیره کول او په دنده کې لازیات پرمختګ ته پاملرنه کیږی.
- فزیولوژیکی مشاوره: په دې مشوره کې جنیتیکی موضوعات شامل دی، د بیلګی په توګه د واده کولو لپاره ارثی خواص باید تحلیل شی چی راتلونکی کی روغ رمټ ماشومان ولری، آیا یوه ناروغی چی پخوا په چا کی لیدل شوی آیا ماشومان به یی هم ورباندی اخته وی، آیا ارثی ناروغی څه دی؟ او دی ته ورته مسایل.[۴]
د مشوری موخی
[سمول]هغه ډیر مهم کار چی یو مشوره ورکوونکی یی کولای شی دا دی چی خپلو ناروغانو ته داسی شرایط چمتو کړی چی هغوی وکولای شی خپل چلند کې مناسب بدلون راولي، نو په دې توګه د مشورې ورکولو موخی په لاندی ډول دي:
- د چلند د بدلون آسانه کول؛
- د وګړو تر منځ د اړیکو د وړتیا اوچتول؛
- د سمې پریکړې او غوره تصمیم د لارو ښودنه؛
- د نه کارول شویو وړتیاوو غوړول او رابرسیره کول؛
- له پېښې یتونزې سره مقابله، دستونزې پېژندنه او د حل لارې یی او د دی امید چی ستونزه حل کیدونکی ده.
یو څوک څه وخت مشاوری ته اړتیا احساسوی؟
[سمول]کله چې یو وګړی په دی پوه شی چی په یو ناوړه وضعیت کی دواقع کیدو، یوې ستونزی سره د مخامخ کیدو، دجسمی توان دبدلون یا نورو له امله یی عادی چلند کې بدلون راغلی، ناهیلی شوی، د نورو خلکو چلند دپخوا په پرتله ورسره بدل شوی، چاپیریال او ټولنه کی داسې بدلون راغلی چی د ده لپاره نوی او نااشنا دی او دی احساس کوی چی ده ته ګواښ متوجه دی یا ممکن نوی حالت سره توافق ونشی کولای او داسی ډیرو نورو ټولنیزو او جمعی حالاتو کې. هغه کسان هم مشاوری ته ضرورت احساسوی چی ګوری په چلند او عاداتو کی له نور عادی خلکو سره توپیر لری، ځان ورته ناکام، خپه، منزوي، قهرجن یا دې ته ورته ښکاری، د یوڅه کمښت احساسوی، له ډلې او ټولنی د مرور کیدو په حال کی دی، بی جراته دی، خبرو کی ستونزی لری، په یوه آسانه موضوع ژر نشی پوهیدای او داسی نور فردی حالات .[۵]
د یوه مشاور او اروادرملونکی ځانګړتیاوې
[سمول]مشاور هغه چاته ویلای شو چې له تخصصي زده کړو برسیره کافی تجربه ولری او فردی لاندنی ځانګړتیاوی هم ولری:
- هغه څوک چې مشورې ته ورته راځي د هغه انسانی کرامت ته درناوی وکړی او هغه خپل همنوع وبولی.
- باید پراخه حوصله، زغم او پرانیستی فکر ولری.
- له هغه چاپیریال څخه ځان ښه خبر کړي چې د ده ناروغ پکې ژوند کوی.
- د اخلاقی او انسانی ارزښتونو په وړاندی ژمن وی.
- د خپل شخصیت ټول اړخونه ورته څرګند اوسی او د خپلې تخصصی دندې په وړاندې ځان مسئول وبولی او خپلی دندې ته په درنه سترګه وګوري.
- .مشوره ورکول یی مسلک وی او دی برخه کې تحصیلی سرتیفکیت، تجربه او د کار قانونی اجازه ولری.
باید هیره نشی چې نن ورځ د ارواپوهنې اساسات او عمومی مسایل د زده کړو پر مهال په نصاب کې شامل دی او هر څوک څه ناڅه په پورته مسایلو پوهیږی او آن داچې د خپلې مطالعی له امله کولای شی په خپله ځانته مشاور وي. یعنی ضرور نده چې مشاور ولرو، زموږ خپله مطالعه او پوهه موږ سره لازیاته مرسته کوي.[۶]
کوم کسان مشاورې ته اړتیا لري؟
[سمول]مونږ ټول مشاوری ته اړتیا لرو. د تحصیل د څانګې په غوره کولو کې، د کار او شغل په غوره کولو کې، د ژوند د ښه دوام، د ژوند د ملګري په غوره کولو، ورځنیو خپګانونو، د ماشوم د روزنې، د دوستانو انتخاب، د دندې د بدلون، ناروغیو، له تشویش څخه د خلاصون، د یوه خپلوان د له لاسه ورکولو په حالت کې، له یو چا سره د پېښې شخړی په هوارولوکې، د کار د چاپېریال د ستونزو، بازار او اداره کی او لنډه دا چی د ژوند ټولو چارو کې مشورې ته ضرورت لرو. دا به ډیره غوره وی چی د یوه ښه مشاور په غوره کولو سره، کافی او لازمه مشوره ترلاسه شی او په پرانیستو سترګو سره یو ډیر د عملی کولو وړ او مطلوب انتخاب وپيژندل شی او د وګړی لپاره په ژوند کی د پرمختګ، هوساینې او اغیزمنتوب لاره پرانیستل شي.[۷]
د مشاورې وسایل او لارې چارې
[سمول]د خپلو مراجعینو لپاره د مشورې ورکولو کوم وسایل او لارې لرو؟ په مجموع کې هغه ټول تخنیکونه چې په مشوره ورکولو کې په کار ځي، هغه د هیلو راژوندی کول، د ژوند کولو د مهارت زده کړه، نورو خلکو او چاپیرایل سره توافق، د تصمیم نیولو په طرز پوهېدل او په ځان باندی د ویساوالی لارې – چاری دی.[۸] له بده مرغه افغانان دی وروستیو کې ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، خو د مشاوری امکانات ورته نشته یا ډیر کم دي، یا دوی ورڅخه خبر ندی اوپه اهمیت یې نه پوهیږی. نوره نړۍ کې له فردی مشاورینو پرته، د راډیو، مجلو او تلویزیونو له لارې د ژوند د هری برخی ستونزوته مشوره ورکول کیږی. داسې فکر کیږی چې تقریباً زیاته سلنه افغانان به د جګړې په سایکوز(روانی بد اغیز) اخته وي، فردی او ټولنیز اختلافات، تعصبات، تاوتریخوالی او د کسات اخیستو تنده او داسې نور هم د روانی ناروغی نښې دي، بُخل، د نورو دپرمختګ د مخې نیول، نورو ته خنډونه جوړل او د نورو په تکلیف خوښی، د یو چا بیځایه سپکول او بیا د خوښی احساس کول، د نورو په چاور کی ځانته د مداخلی دحق ورکول، چُغلی او شیطانی کول، نور بیځایه تحریکول ترڅو ورانی وکړی، عامه ملیکت زیانمنول او داسې بی شمیره ستونزی چی هره ورځ یی ګورو د رواني مشکلاتو له امله دي.[۹]
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)