تطبيقي ارواپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
 

عملي ارواپوهنه يا تطبيقي ارواپوهنه (انګلیسي: Applied psychology)کوم چې د ریښتینې نړۍ ستونزې حل کولو لپاره د بېلابېلو رواني اصولو کارولو تمرکز کوي. لکه حقوقي ارواپوهنه، د کار چاپېریال ارواپوهنه او صنعتي - سازماني ارواپوهنه د پلي شوي يا تطبيقي ارواپوهنې موضوعاتو مثالونه دي. پدې برخه کې څیړونکي د ورځني ستونزو د حل کولو په هدف پلي شوي څیړنې ترسره کوي. ډیری نور ارواپوهان هم د معالج په توګه له خلکو سره د دوی د رواني ، چلند او احساساتي اختلالاتو په لرې کولو کې مرسته کوي.

عملي ارواپوهنه د رواني میتودونو کارول او د ساینسي ارواپوهنې موندنو ته ویل کیږي ترڅو د انسان او حیوان چلند او تجربې عملي ستونزې حل کړي. رواني روغتیا ، سازماني ارواپوهنه، د سوداګرۍ مدیریت ، تعلیم، روغتیا، د محصول ډیزاین ، ارګونومیک او قانون یوازې ځینې هغه برخې دي چې د ارواپوهنې د اصولو او موندنو په کارولو سره اغیزمن شوي. د پلي شوي ارواپوهنې په ځینو برخو کې شامل دي کلینیکي ارواپوهنه ، د مشورې ارواپوهنه ، پرمختیایي ارواپوهنه ، صنعتي او سازماني ارواپوهنه ، حقوقي ارواپوهنه، عصبي ارواپوهنه، حرفوي ارواپوهنه، بشري عوامل، حقوقي ارواپوهنه، انجینري ارواپوهنه، د ښوونځي ارواپوهنه او طبي ارواپوهنه، سپورت ارواپوهنه او طبي ارواپوهنه. .

سرچينې[سمول]