بوروس فردریک سکینر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بوروس فردریک سکینر (B. F. Skinner؛ زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د مارچ ۲۰مه – مړینه: د ۱۹۹۰ زکال د اګست ۱۸مه) امریکايي ارواه پوه، چلن پېژندونکی، لیکوال، مخترع او ټولنیز فیلسوف و. نوموړی د چلن پوهنې پلار ګڼل کېږي چې له ۱۹۵۸ زکال څخه یې په ۱۹۷۴ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله د هاروارډ پوهنتون د ارواه پوهنې په پوهنځي کې د اډګار پیرس په څوکۍ تدریس وکړ.[۱][۲][۳][۴][۵]

سکینر د یو خیال یا وهم په توګه د ازادې ارادې په ګڼلو سره د انسان عمل د هغه د پخوانیو اعمالو پایلو ته اړوند باله، هغه نظریه چې نوموړی یې د پیاوړي کولو اصل بولي؛ د دغه اصل له مخې که چېرې د یوې چارې پایلې ناسمې وي، ډیر زیات احتمال شتون لري چې دغه چاره بیا تکرار نه شي، خو که چېرې یې پایلې سمې وي د دغې چارې د تکرار احتمال لا پیاوړی کیږي. [۶]

سکینر د چلن په ځانګړې توګه د راډیکال چلن پالنې د فلسفې تجزیې او تحلیل ته پراختیا ورکړه او په دې سره یې د ارواه پوهنې د تجربوي څېړنو د مکتب یا د چلن د تجربوي تحلیل او تجزیې بنسټ کېښود. نوموړي همدارنګه له فعالې شرطي سازۍ څخه د چلن په پیاوړي کولو کې ګټنه وکړه او د غبرګون کچه یې د غبرګون د پیاوړتیا د اندازه کولو تر ټولو اغېزمن  معیار وباله. نوموړي د فعالې شرطي سازۍ د مطالعې په موخه د فعالې شرطي سازۍ خونه (د سکینر په بکس باندې شهرت لري) او همدارنګه یې د غبرګون د کچې د اندازه کولو په موخه تجمعي ثبت کوونکې وسیله اختراع کړه. له دغو وسایلو څخه په ګټنې هغه او چارلز فرسټر د سکینر تر ټولو اغېزمنه تجربوي چاره تولید کړه چې ۱۹۵۷ زکال ته په اړوند د پیاوړي کولو د جدولونو (Schedules of Reinforcement) په نامه د هغه په اثر کې ورته نغوته شوې.  [۷][۸][۹][۱۰]

سکینر فعاله لیکوال و؛ هغه ۲۱ کتابونه او ۱۸۰ مقالې خپرې کړې دي. نوموړي د یوې انساني ټولنې د طراحۍ په برخه کې له خپلو نظریاتو څخه ګټنه د والډن ټو (Walden Two) تر عنوان لاندې تخیلي ناول کې انځور کړې، په داسې حال کې چې له انساني چلن څخه یې تحلیل د کلامي چلن (Verbal Behavior؛ ۱۹۵۸ زکال) په نامه اثر پر مټ شهرت وموند. [۱۱][۱۲][۱۳]

سیکنر، جان بي. واټسون او ایوان پاولف د معاصرې چلن پالنې له مخکښانو څخه ګڼل کېږي. د ۲۰۰۲ زکال په جون میاشت کې د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پر بنسټ سکینر په شلمه پېړۍ کې تر ټولو اغېزمن ارواه پوه وبلل شو. [۱۴]

بیوګرافي[سمول]

سیکنر د پنسلوانیا په ساسکوهنا کې د ګریس او وکیل ویلیام سکینر په کورنۍ کې وزیږېد. سکینر وروسته له هغه ملحد شو چې د هغه د مذهبي چارو یوه ښوونکي هڅه وکړه له زړه څخه یې د دوزخ اړونده هغه ویره وباسي چې انۍ یې ورته توصیف کړې وه. د هغه کوچنی ورور اډوارډ چې له ده څخه دوه نیم کاله کشر و، د ۱۶ کلنۍ په عمر د مغزي خونریزۍ له امله ومړ. [۱۵][۱۶]

په ځوانۍ کې د سکینر تر ټولو نږدې ملګری رافائل میلر و چې هغه به ډاک باله، ځکه چې پلار یې ډاکټر و. ډاک او سکینر د خپلو والدینو د مذهبي توب له امله سره ملګري شوي وو؛ دوی دواړو له پېچلو وسایلو او توکو سره لیوالتیا لرله. دوی د خپلو کورونو ترمنځ د تلګراف لین کش کړی و څو یو بل ته خپل پیغام ولېږي، خو د هغو د ناسم کیفیت له امله دوی اړ و څو بېرته په ټلیفون له یو بل سره اړیکه ونیسي. په یوه اوړي کې ډاک او سکینر دواړو د توتانو سوداګري پیل کړه، توتان به یې راټولول او بیا به یې کور په کور پلورل. دوی متوجه شول چې د پخو توتانو د را شکولو پر مهال خام توتان هم له ښاخ څخه راغورځي، همدا و چې د خامو او پخو توتانو د جلا کولو په موخه یې یوه وسیله جوړه کړه. دغه وسیله یوه کږه شوې فلزي تخته وه او په هغو کی یې ژورغالی رامنځته کړی و؛ دوی به ټول توتان په هغې کې واچول، بیا به یې اوبه پرې راخوشې کړې چې له امله به یې پاخه توتان په اوبو کې لاندې کښېناستل او خام به یې له ژۍ ګانو څخه بیرون ته تویېدل.[۱۷]

زده کړې[سمول]

سکینر د دې لپاره چې په راتلونکې کې لیکوال شي، د نیویارک د کلینټون سیمې په همیلټون کالج کې یې زده کړې پیل کړې. نوموړي په دغه کالج د زده کړو پر مهال د خپل روڼ آندي لید له امله ځان په ټولنیز زیان منونکي حالت کې ولید. هغه د لامبدا چي الفا په نامه د ورورګلوۍ د بنسټ غړی و. [۱۸][۱۹]

هغه د خپل کالج جریدې ته لیکنې کولې، خو د یو ملحد په توګه یې د هغو په سنتي ادابو او دودونو نیوکې لرلې. په ۱۹۲۶ زکال نوموړي د انګریزي ادبیاتو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او له دې ځایه د هاروارډ پوهنتون ته ولاړ، هلته یې بیا وروسته څېړنې وکړې او تدریس یې وکړ. په هاروارډ کې د زده کړو پر مهال، د هاروارډ بل زده کړیال فریډ اس. کېلر دی متقاعد کړ چې کولای شي د چلن د مطالعې لپاره یوه تجربي علمي کړنلار جوړه کړي. دغه چاره لامل وګرځېده چې سکینر د سکینر باکس لومړنۍ بېلګه اختراع کړي او له کېلر سره یې لاس یو کړ څو د کوچنیو ازموینو په موخه نور وسایل هم جوړ کړي. [۲۰]

له فراغت وروسته هغه مهال چې نوموړي له خپلو والدینو سره ژوند کاوه هڅه یې وکړه ناول ولیکي، هغه دوره چې نوموړي وروسته د خپل ژوند «تیاره کلونه» وبلل. هغه د مشهور شاعر رابرټ فراست له هڅونو سره هم وه نه توانېد خپلې ادبي وړتیاوې څرګندې کړي او دې پایلې ته ورسېد چې ډېره لږ نړیواله تجربه لري او د لیکنو لپاره هېڅ قوي شخصي لیدلوری نه لري. د جان بي. واټسون له چلن پالنې سره د هغه مخ کېدل لامل وګرځېدل، د ارواه پوهنې په برخه کې تکمیلي زده کړو ته مخه کړي او په دې سره یې له چلن پالنې څخه د خپلې نسخې د پراختیا پر لور ګام واخیست. [۲۱]

وروسته ژوند[سمول]

سکینر په ۱۹۳۱ زکال کې له هاروارډ پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ او د کلونو لپاره یې هلته د څېړونکي په توګه چارو ته دوام ورکړ. نوموړی په ۱۹۳۶ زکال کې میناپولیس ته ولاړ څخه په مینه سوتا پوهنتون کې تدریس وکړي. په ۱۹۴۵ زکال کې انډیانا پوهنتون ته ولاړ او هلته یې له ۱۹۴۶ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې د ارواه پوهنې د څانګې مشري پرغاړه لرله. نوموړی په ۱۹۴۸ زکال کې هاروارډ ته را وګرځېد او د دایمي استاد په توګه یې دنده واخیسته چې په دې سره د خپل ژوند تر پایه دلته پاتې شو. سکینر په ۱۹۷۳ زکال کې د انسان پالونکي دویم مانیفېست (Humanist Manifesto II) یو له لاسلیک کوونکو څخه و. [۲۲][۲۳][۲۴]

سکینر په ۱۹۳۶ زکال کې له یوان «ایو» بلو سره واده وکړ؛ دوی دواړو دوه لوڼې لرلې، جولي (وروسته وارګاس) او دبورا (وروسته بوزان؛ له باري بوزان سره یې واده وکړ). یوان په ۱۹۹۷ زکال کې مړه او د ماساچوست د کمبریج سیمې په مونټ اوبرن هدیره کې خښه شوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

له ۱۹۷۰مې لسیزې را وروسته سکینر تر ډېره په عامه محضر کې راڅرګندېده، آن په ۱۹۷۴ زکال کې د خپل تقاعد له مهال وروسته هم د مړینې تر مهاله فعال و. په ۱۹۸۹ زکال کې تشخیص شوه چې نوموړی د وینې په سرطان اخته دی، همدا و چې د ۱۹۹۰ زکال د اګست په ۱۸مه د ماساچوست په کمبرېج کې ومړ. له مړینې څخه یې لس ورځې وړاندې د امریکا د ارواه پوهنې ټولنې ورته د یوه عمر لاسته راوړنو جایزه ورکړه او هلته د هغه د چارو اړوند ویناوې وشوې. [۲۹]

نیوکې[سمول]

نوآم چومسکي[سمول]

امریکايي ژب پوه نوآم چومسکي په ۱۹۵۹ زکال کې د لنګوېج (Language) په نامه ادبي مجله کې د هغه د کلامي چلن په اثر بیاکتنه خپره کړه. چومسکي استدلال وکړ چې له چلن پالنې څخه په ګټنې د انساني ژبې د توضیح کولو په برخه کې د سکینر هڅې د کلماتو له لوبو څخه کوم زیات څه نه لري. د هغه پر باور شرطي ځوابونه نه شي کولای د بدیعي جملاتو په بې نهایت درک کې د یو ماشوم وړتیا توضېح کړي. د چومسکي دغه بیاکتنه په ارواه پوهنه او نورو برخو کې د ادراکي انقلاب رامنځته کوونکې ګڼل کېږي. ورته مهال سکینر په ډېر ندرت سره خپلو منتقدینو ته مستقیم ځواب وایه، همدا و چې هغه هېڅکله په رسمي ډول د چومسکي دغه نقد ته ځواب ورنکړ، خو د دغې بیاکتنې اړوند یې په ۱۹۷۲ زکال کې د کنېټ مک کورکوډیل ځواب تائید کړ. [۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Smith, L. D.; Woodward, W. R. (1996). B. F. Skinner and Behaviorism in American Culture. Bethlehem, Pennsylvania: Lehigh University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-934223-40-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Skinner, B. F. (1948). Walden Two. New York: Macmillan Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87220-779-X. The science of human behavior is used to eliminate poverty, sexual expression, government as we know it, create a lifestyle without that such as war. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Skinner, B. F. (1972). Beyond Freedom and Dignity. Vintage Books. OCLC 34263003. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-553-14372-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Skinner, Burrhus Frederic". History of Behavior Analysis. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Swenson, Christa (May 1999). "Burrhus Frederick Skinner". History of Psychology Archives. د اصلي آرشيف څخه پر April 4, 2007 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Schacter, Daniel L.; Gilbert, Daniel T.; Wagner, Daniel M. (2011). Psychology (الطبعة 2nd). New York: Worth Publishers. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429237192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Skinner, B. F. (1974). About Behaviorism. Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-394-71618-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Schacter, Daniel L.; Gilbert, Daniel T.; Wagner, Daniel M. (2011). Psychology (الطبعة 2nd). New York: Worth Publishers. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429237192. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Skinner, B. F. (1938). The Behavior of Organisms. New York: Appleton-Century-Crofts. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-58390-007-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ferster, Charles B.; Skinner, B. F. (1957). Schedules of Reinforcement. New York: Appleton-Century-Crofts. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-792309-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Smith, Nathaniel G.; Morris, Edward K. (2021). "Full Bibliography". B. F. Skinner Foundation. د لاسرسي‌نېټه July 29, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Also available as a PDF.
  12. Skinner, B. F. (1948). Walden Two. New York: Macmillan Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-87220-779-X. The science of human behavior is used to eliminate poverty, sexual expression, government as we know it, create a lifestyle without that such as war. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Skinner, B. F. (1958). Verbal Behavior. Acton, Massachusetts: Copley Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-58390-021-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Haggbloom, Steven J.; Warnick, Renee; Warnick, Jason E.; Jones, Vinessa K.; et al. (June 1, 2002). "The 100 most eminent psychologists of the 20th century". Review of General Psychology. 6 (2): 139–52. CiteSeerX = 10.1.1.586.1913 10.1.1.586.1913. doi:10.1037/1089-2680.6.2.139. S2CID 145668721. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Mahoney, Michael J. (October 1991). "B. F. Skinner: A Collective Tribute". Canadian Psychology. 32 (4): 628–635. doi:10.1037/h0084641. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Skinner, B. F. (1967). "B. F. Skinner". In Boring, E. G.; Lindzey, G. (المحررون). A History of Psychology in Autobiography. 5. New York: Appleton-Century-Crofts. د کتاب پاڼي 387–413. doi:10.1037/11579-014. Within a year I had gone to Miss Graves to tell her that I no longer believed in God. 'I know,' she said, 'I have been through that myself.' But her strategy misfired: I never went through it. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Skinner, B. F (1976). Particulars of My Life (الطبعة 1st). New York: Knopf. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780394400716. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Skinner, B. F (1976). Particulars of My Life (الطبعة 1st). New York: Knopf. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780394400716. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Bjork, Daniel W. (2013). B. F. Skinner: A Life. American Psychological Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781557984166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bjork, Daniel W. (2013). B. F. Skinner: A Life. American Psychological Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781557984166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bjork, Daniel W. (2013). B. F. Skinner: A Life. American Psychological Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781557984166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Establishment History". University of Minnesota. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Vargas, Julie. "Biographical Information". B. F. Skinner Foundation. د لاسرسي‌نېټه December 16, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Humanist Manifesto II". American Humanist Association. د اصلي آرشيف څخه پر October 20, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 9, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Skinner, Deborah. "About Skinner". Horses by Skinner. د اصلي آرشيف څخه پر May 30, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په March 12, 2004 باندې). I was not a lab rat.
  27. "Skinner, Yvonne, 1911-1997. Papers of Yvonne Skinner, ca.1916-1977: A Finding Aid". Harvard University Library. د اصلي آرشيف څخه پر July 3, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bjork, Daniel W. (2013). B. F. Skinner: A Life. American Psychological Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781557984166. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. The Famous People. (2017). B. F. Skinner biography
  30. MacCorquodale, Kenneth (1970-01-01). "On Chomsky's review of Skinner's Verbal Behavior". Journal of the Experimental Analysis of Behavior (په انګلیسي ژبه کي). 13 (1): 83–99. doi:10.1901/jeab.1970.13-83. ISSN 1938-3711. PMC 1333660. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Chomsky, Noam (1959). "Reviews: Verbal Behavior by B. F. Skinner". Language. 35 (1): 26–58. doi:10.2307/411334. JSTOR 411334. د اصلي آرشيف څخه پر September 29, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 20, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)