ایریک ایرکسون
ایریک هومبرګر ایرکسون )د ۱۹۰۲ز کال د جون له ۱۵مې- د ۱۹۹۴ز کال د می تر ۱۲مې) یو المانی-امریکایي ارواپوه او رواني شنونکی و، چې د انسانانو د روانپوهنې د ودې د نظریې له امله وپېژندل شو. هغه د هویت د کړکېچ عبارت رامنځته کړ. سره له دې چې ایرکسون د پوهنتون سند نه درلود، خو بیا یې هم په ډېرو نامتو پوهنتونونو کې؛ لکه په هاروارډ، کلفورنیا، برکلی او ییل کې د پروفیسور په توګه دنده ترسره کړې ده. د عمومي ارواپوهنې بیاکتنه، چې په ۲۰۰۲ز کال کې یې خپره کړه؛ نو ایرکسون یې د ۲۰مې پېړۍ دولسم غوره ارواپوه معرفي کړ. [۱۰][۱۱] د ژوند په لومړیو کې[سمول]د ایرکسون مور کارلا ابراهامسن د ډنمارک په کوپنهاګن کې له یوې لوړې یهودۍ کورنۍ نه وه. هغې له یهودي سهام خرڅوونکي والدمار ایسیدور سالومونسن سره واده کړی و، خو د ایریک د زېږون پرمهال څو میاشتې تر جلا شوې وه. د ایریک د اصلي پلار په اړه ډېر لږ معلومات شته، هغه دا چې پلار یې یو نا یهودی ډنمارکی و. کله چې کارلا متوجه شوه چې امیدواره ده؛ نو د المان فرانکفورت ته وتښتېده، دلته د ۱۹۰۲ز کال د جون په ۱۵مه ایریک وزېږېد او د سالومونسن کورنی نوم ورکړل شو. هغه مخکې له واده نه امیدواره شوې وه او له همدې امله وتښتېده؛ نو د ایریک د پلار هویت هېڅکله هم روښانه نه شو. [۱۲][۱۳] د ایریک له زېږون وروسته، کارلا د یوې نرسې په توګه وروزل شوه او د المان کارلسروهه ته لاړه. هغې په ۱۹۰۵ز کال کې د اریک د یهودي ماشومانو له متخصص ټیوډور هومبرګر سره واده وکړ. په ۱۹۰۸ز کال کې د اریک سالومونسن نوم اریک هومبرګر ته بدل شو او په ۱۹۱۱ز کال کې د خپل میرني پلار له خوا د زوی په توګه ومنل شو. کارلا او ټیوډور ایریک ته وویل چې ټیوډور یې اصلي پلار دی او یوازې د ماشومتوب په وروستیو کې ورته ریښتیا په ډاګه شول؛ نو دا یې د ټول ژوند لپاره ورته د فریب ترخه خاطره وه. [۱۴][۱۵] داسې ښکاري، چې د هویت پراختیا د ایرکسون په ژوند کې د هغه لپاره لویه اندېښنه وه او په نظري چارو کې یې هم مرکزي ونډه لرلې ده. د یوه سپین ږیري په توګه یې د هویت د ګډوډۍ په اړه په اروپایي وختونو کې د خپلې ځوانۍ په اړه لیکنې وکړې. هغه ولیکل: «ځینې وختونه د ځوانانو د رواني او عصبي ناروغیو ترمنځ پوله موجوده ده». د ایریکسون لور ولیکل، چې د هغې د پلار ریښتینی شننیز هویت تر هغه وخته نه و ثابت شوی، ترڅو یې چې د خپل میرني پلار تخلص «هومبرګر» له خپل جوړ شوي نوم «ایرکسون» سره یوځای کړ. د کورني نوم د بدلولو پرېکړه یې هغه وخت وکړه، چې په ییل کې یې کار پیل کړ او د ایرکسون نوم یې د کورنۍ له خوا هغه وخت ومنل شو، چې دوی د امریکا تابعیت واخیست. ویل کېږي، چې ماشومان یې له دې حقیقیت نه خوند اخلي، چې هغوی ته به نور هومبرګر نه ویل کېږي. [۱۶][۱۷] د رواني شننې تجربه او روزنه[سمول]کله چې ایریک ۲۵ کلن و، ملګري یې پیټر بلوس هغه وین ته راوغوښت، ترڅو د بورلینګهام-رزنفلډ په کوچني ښوونځي کې د هغو ماشومانو لپاره، چې بډایه مور او پلار یې د زیګموند فرویډ د لور انا فروید تر رواني شننې لاندې وو، ورته د هنر تدریس وکړي. انا متوجه شوه، چې اریکسون په ښوونځي کې د ماشومانو پر وړاندې حساسیت ښیي او هغه یې دې ته وهڅاوه، چې د وین د رواني شننې په موسسه کې دې د رواني شننې په برخه کې زده کړې وکړي، دا هغه ځای و، چې ډېرو غورو شنونکو لکه اګوسټ ایشهورن، هاینز هارتمن او پل فدرن په کې د هغه پر نظري مطالعاتو څارنه کوله. هغه د ماشوم په شننه کې تخصص درلود او له انا فروید سره یې د روزنې تحلیل وکړ. هلن دویچ او اډوارډ بیبرینګ له یو پاخه عمر لرونکي سره د هغه لومړۍ درملنه څارله. هغه په هممهالي ډول د مونته سوري تعلیمي مېتود مطالعه کړ، چې د ماشوم پر ودې او پر جنسي مراحلو یې تمرکز درلود. په ۱۹۳۳ز کال کې یې د وین د رواني شننې له موسسې نه خپل ډیپلوم ترلاسه کړ. دغه او د مونته سوري سند د ایرکسون د ژوند او کار لپاره یوازینی تحصیلي سند و. [۱۸][۱۹][۲۰] متحده ایالات[سمول]په ۱۹۳۰ز کال کې ایرکسون له موات سرسون سره واده وکړ، دا یوه کاناډایي نڅاګره او هنرمنده وه او له هغې سره یې په محفلي جامو کې لیدلي وو. ایرکسون د واده په لړ کې مسیحیت ته مخه کړه. په ۱۹۳۳ز کال کې په المان کې اډولف هټلر واک ته ورسېد، په برلین کې د فرویډ کتابونه وسوځول شول او اطریش ته د نازیانو له خوا ګواښ د دې لامل شو، چې هغه له خپلو دوو ماشومانو سره غریبانه وین پرېږدي او کوپنهاګن ته کډوال شي. د استوګنې د شرایطو له امله دغې کورنۍ ونه شو کولای، چې د ډنمارک تابعیت ترلاسه کړي؛ نو متحده ایالاتو ته لاړل او هلته یې له استوګنې سره هېڅ ستونزه نه لیده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵] ایرکسون د متحده ایلاتو په بوستون کې د ماشومانو لومړی روانپوه شو او د ماساچوست په عمومي روغتون، د قاضي بېکر د لارښوونې په مرکز، د هاروارډ په طبي پوهنځي او د ارواپوهنې په کلینیک کې یې مقامونه ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې، چې هغه د ډاکټر په توګه یو ځانګړی شهرت ترلاسه کړی و. ایرکسون په ۱۹۳۶ز کال کې هاروارډ پرېښود او د ییل پوهنتون له کارمندانو سره یوځای شو، دلته یې د ټولنیزو اړیکو په موسسه کې کار وکړ او ورسره په خوا کې یې په طبي پوهنځي کې هم تدریس کاوه. [۲۶] د شخصیت په اړه د ایرکسون نظریه[سمول]د ایرکسون د ژوند مرحلې په اتو برخو وېشل شوې، چې په هغوی کې یې ژوند راپېژندل کېدای شي. دا مرحلې په لاندې ډول فهرست شوي او د ځینو فضیلتونو یادونه هم کوي، چې ایرکسون له دغو مرحلو سره یوځای کړي دي.
شخصي ژوند[سمول]ایرکسون په ۱۹۳۰ز کال کې له امریکايي نڅاګرې او هنرمندې سره چې په کاناډا کې زېږېدلې وه، واده وکړ. د هغې نوم جان ایرکسون (د پېغلتوب کورنی نوم یې، سارا لوکرتیان سرسون و)، چې له هغې سره تر مرګه یوځای پاتې شو. [۳۰] ایرکسون څلور ماشومان درلودل: کای ټي ایرکسون، جان ایرکسون، سو ایرکسون بلولنډ او نیل ایرکسون. مشر زوی یې کای ټي ایرکسون یو امریکایي ټولنپوه دی. د دوی لور سو یوه رواني رغونکې او رواني شنونکې وه، چې خپل پلار یې د ټول عمر لپاره د بې کفایتۍ په احساس اخته وباله. هغې فکر کاوه، چې له خپل خاوند سره به د منابعو ترکیب جوړ کړي او له دې لارې به داسې پېژندنه ترلاسه کړي، چې ښایي ورته د کفایت احساس رامنځته کړي. [۳۱][۳۲][۳۳] ایرکسون د ۱۹۹۴ز کال د می په ۱۲مه د ماساچوست په هارویچ کې ومړ. هغه په هارویچ کې د ډله ییزې کلیسا په لومړۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۳۴] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11853078X — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901827b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Erik-H-Erikson — subject named as: Erik Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bv7fdz — subject named as: Erik Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/217119 — subject named as: Erik Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/erikson-erik-homburger — subject named as: Erik Homburger Erikson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
- ↑ پیوستون : 11853078X — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ https://www.nytimes.com/books/first/f/friedman-architect.html
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901827b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۶ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Haggbloom et al. 2002.
- ↑ "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Friedman 2000، ص. 29.
- ↑ "Erik H. Erikson". Sweet Briar, Virginia: Sweet Briar College. د اصلي آرشيف څخه پر 15 مې 2013 باندې. د لاسرسينېټه 30 اګست 2013. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Erikson Bloland 2005، صص. 62, 64.
- ↑ "Erik Erikson". Encyclopedia. 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Erik H. Erikson". Erikson Institute. د لاسرسينېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Hoare 2002، ص. 9.
- ↑ Schlein, Stephen, المحرر (2009) [2005]. "Stephen Schlein Erik Erikson Papers". Cambridge, Massachusetts: Harvard University. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مارچ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسينېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Olsen, Rodney D.; Friedman, Lawrence J. (December 2000). "Identity's Architect: A Biography of Erik H. Erikson". The Journal of American History 87 (3): 1112. doi:10.2307/2675414. ISSN 0021-8723. http://dx.doi.org/10.2307/2675414.
- ↑ (په 8 August 1997 باندې). Joan Erikson Is Dead at 95; Shaped Thought on Life Cycles.
- ↑ Hoare 2002، ص. 10.
- ↑ Stevens 2008، ص. 8.
- ↑ "Erik Erikson | American psychoanalyst | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ study.com https://study.com/academy/lesson/basic-trust-mistrust-erik-eriksons-theory.html. د لاسرسينېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ|title=
(مساعدة) - ↑ Rotenberg, Ken J. (1995-12-01). "The Socialisation of Trust: Parents' and Children's Interpersonal Trust" (in en). International Journal of Behavioral Development 18 (4): 713–726. doi:10.1177/016502549501800408. ISSN 0165-0254. https://doi.org/10.1177/016502549501800408.
- ↑ McLeod, Saul (2017). Erik Erikson. https://www.simplypsychology.org/Erik-Erikson.html.
- ↑ (په 8 August 1997 باندې). Joan Erikson Is Dead at 95; Shaped Thought on Life Cycles.
- ↑ Erikson Bloland, Sue (2015). "Show Me a Hero and I Will Write You a Tragedy". New Philosopher. العدد 10. مقابلة مع Boag, Zan. ISSN 2201-7151. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسينېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Leiter, Robert (29 November 1999). "The Corrosive Nature of Fame". Jewish World Review. د لاسرسينېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Erikson Bloland 2005، صص. 67.
- ↑ Scribner's Encyclopedia of American Lives
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 1994م وفاتونه
- 12 مې وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د خاصيت کارولو پاڼې P737
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ليکنې په کومو کې چي د لاطینی ژبې توري موجود دي
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- صفحات تحتوي مراجع ويب بدون عنوان
- صفحات تحتوي مراجع ويب برابط تشعبي فقير