د چلند جینیټیک
د چلند جینیټیک د علمي څېړنو یوه برخه ده چې په چلند کې د فردي توپیرونو د ماهیت او سرچینې د څېړنې لپاره جینیټيکي مېتودونه کاروي. که څه هم «د چلند جینیټیک» نوم پر جینیټيکي اغېزو تمرکز ته اړوندېږي، خو دغه څانګه تر ډېره پر فردي توپیرونو د جینیټيکي او چاپېریالي عواملو د اغېزې کچه څېړي او د داسې څېړنیزو طرحو پر جوړولو متمرکزه ده چې د جینونو او چاپېریال اختلاط له منځه وړلی شي. د یوې علمي څانګې په توګه د چلند د جینیټيک بنسټ د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې «فرانسېس ګالټون» کېښود، خو د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې او تر هغه مخکې د نژادي اصلاح له خوځښتونو سره د اړیکې له لارې بېاعتباره شوه. دغه څانګه د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې هغه مهال برجسته شوه چې په انسانانو کې د چلند د وراثت او رواني ناروغۍ په اړه څېړنې په کې وشوې او د انتخابي روزنې له لارې یې د جینیټيکي معلوماتي ماډل ارګانېزمونه وڅېړل. د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې په مالیکولي جینیټيک کې ټکنالوژيکو پرمختګونو د جینوم د مستقیمې اندازهګیرۍ او اصلاح شونتیا برابره کړه. دغه چاره د ماډل ارګانېزمونو او انساني مطالعاتو په څېړنو کې د لویو پرمختګونو لامل شوه چې په پایله کې یې علمي اکتشافات وشول.
د چلند د جینیټیکي څېړنو موندنو پر چلند د جنیټيکي اغېزو د رول په اړه پر نوې پوهه پراخ اغېز کړی دی. په دې کې هغه شواهد شامل دي چې ښييي کابو ټول هغه چلندونه چې څېړل شوي دي، په پام وړ ډول تر جینیټيکي اغېزو لاندې دي او دغه اغېزې د اشخاصو د سن په لوړېدو سره ډېرېږي. پر دې سربېره ډېری څېړل شوي انساني چلندونه د ډېرو جینونو تر اغېز لاندې دي او د دغو جینونو فردي اغېزې ډېرې کمې دي. چاپېریالي اغېزې هم مهم رول ادا کوي، خو دغه ډول اغېزې د کورنۍ غړي د نږدې یا ورته کولو پر ځای له یو بله متفاوتوي.
تاریخچه
[سمول]انتخابي روزنه او د حیواناتو اهلي کول ښايي لومړني هغه شواهد وي چې د انسانانو دا نظر څرګندوي چې په چلند کې فردي توپيرونه کېدای شي طبیعي دلایل ولري. اپلاتون او ارسطو دواړو د وراثت پر بنسټ او میکانېزمونو د چلند د ځانګړنو په اړه فکرونه پنځولي دي. د بېلګې په توګه اپلاتون په خپل جمهوریت نومي اثر کې استدلال وکړ چې انتخابي روزنه باید یوې ایډیالې ټولنې ته د رسېدو په موخه د ځینو ځانګړنو یا چلندونو د پراختیا او د ځینو نورو د له منځه وړلو لپاره د وګړو تر منځ وهڅول شي او دا هغه څه دي چې موږ یې دا مهال نژادي اصلاح بولو.[۱][۲][۳][۴]
اوسنی د چلند جینیټيک له «سر فرانسېس ګالټون» سره پیل شو. ښاغلی ګالټون د نولسمې پېړۍ روڼاندی او د چارلز ډاروین د ترور زوی و. ګالټون هغه کس و چې د انسان د وړتیاوو او ذهني ځانګړنو د وروثیت په ګډون یې ګڼ موضوعات وڅېړل. د ګالټون په څېړنو کې یو هغه لوی شجرهلیک شامل دی چې د انګرېزانو د لوړې طبقې د ټولنیزو او فکري لاستهراوړنو په اړه دی. د نوعو د سرچینې په اړه د ډاروین تر کتاب ۱۰ کاله وروسته په ۱۸۶۹ کال کې ګالټون د ارثي نبوغ په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړې.
د چلند د جینیټيک څانګه چې ګالټون یې بنسټ کېښود، بالاخره د ګالټون د یوې بلې فکري پنځونې یعنې د شلمې پېړۍ په ټولنه کې د نژادي اصلاح د غورځنګ رامنځته کولو کمزورې کړه. د نژادي اصلاح تر شا لومړنۍ نظریه یا ایډیا د انساني نوعې د ښهوالي لپاره د چلند د وراثت د اړوندې پوهې تر څنګ د انتخابي روزنې استفاده وه. د نژادي اصلاح خوځښت په نازي جرمني کې د نسل وژنې د اړوندو اقداماتو له امله بېاعتباره شو. له همدې امله د چلند جینیټیک هم ځکه بېاعتباره شو چې له نژادي اصلاح سره یې اړیکه لرله. دغه څانګه یو ځل بیا د یوې متفاوتې علمي څانګې په توګه هغه مهال ښه مقام ته ورسېده چې د چلند د جینیټيک په اړه لومړني متنونه خپاره شول چې د چلند د جینیټک په اړه په ۱۹۵۱ کال کې د کالوین هال د کتاب یو څپرکی د بېلګې په توګه یادولی شو. په دغه اثر کې ده د «سایکوجینیټيک» اصطلاح وکاروله چې په ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰یمو لسیزو کې یې محدود شهرت درلود. له دې سره سره، دغه اصطلاح هغه مهال له کاره ولوېده چې پر ځای یې «د چلند جینیټیک» اصطلاح رامنځته شوه.[۵][۶]
د یوې پېژندل شوې څانګې په توګه د چلند د جینیټيک پيل هغه مهال مشخص شو چې د چلندي جینیټیک په اړه په ۱۹۶۰ کال کې د «جان فولر» او «ویلیم رابرټ ټامپسون» کتاب خپور شو. دا مهال په پراخه کچه منل شوی نظر دا دی چې په انسانانو او حیواناتو کې ډېری چلندونه تر جینیټيکي اغېز لاندې دي، که څه هم د هر ځانګړي صفت یا چلند لپاره ښايي د جینیټيکي اغېزې کچه توپیر ولري. د ۱۹۷۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د چلندي جینیټيک د مجلې لومړۍ ګڼه خپره شوه او په ۱۹۷۲ کال کې د چلند د جینیټيک ټولنه جوړه شوه چې «تیودوسیوس ډوبژانسکي» یې لومړنی رئیس وټاکل شو. له هغه مهال را وروسته دغې څانګې ډېره وده کړې ده، ډېر بېلابېوالی په کې رامنځته شوی او پر ډېرو نورو علمي څانګو یې اغېز کړی دی.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
مېتودونه
[سمول]د چلند د جینیټیک اصلي موخه دا ده چې په چلند کې د فردي توپيرونو ماهیت او سرچینه وڅېړي. د چلندي جینیټيک په څېړنو کې ګڼې مېتودولوژيکې کړنلارې کارول کېږي چې یوازې څو یې دلته لاندې ذکر شوې دي.[۱۵][۱۶]
حیواني څېړنې
[سمول]څېړونکي د حیواناتو د چلند په جینیټيک کې چاپېریالي عوامل په دقت سره کنترولولی شي او په جنیټيکي بڼو کې په تجربوي ډول لاسوهنه کولی شي تر څو د استنجاج هغه لوړه درجه ممکنه کړي چې د انسان د چلندي جینیټیک په څېړنو کې د لاسرسي وړ نه ده. په حیواني څېړنو کې تر ډېره له انتخابي ازمېښتونو څخه کار اخیستل کېږي. د بېلګې په توګه لابراتواري کورني موږکان په پرانیستي میدان یا ساحه کې د چلند، د حرارتتنظیمو ځالو د جوړولو او خپلخوښي څرخښت لپاره روزل شوي دي. د چلند هغه جینیټیک پوهان چې ماډل ارګانېزمونه کاروي، د جینونو د بدلولو، اضافه کولو یا ایستلو لپاره ګڼ مالیکولي تخنیکونه کاروي. په دغو تخنیکونو کې نېکاوټ، فلاکسېنګ، د جین ایستنه او یا هم د ځینو مېتودونو په مرسته د جینوم اېډېټ یادولی شو. دغه تخنیکونه د چلند له جینیټیک پوهانو سره مرسته کوي چې د ماډل ارګانېزم په جینوم کې د کنترول بېلابېلې کچې د جنیټيکي بدلونونو د مالیکولي، فزیولوژيکي یا چلندي پایلو د ارزونې لپاره بشپړې کړي. هغه حیوانات چې په چلندي جینیټیک کې معمولاً د ماډل ارګانېزمونو په توګه کارول کېږي موږکان، زېبرا کبان او نماټډ الګانس نوعې دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ The Encyclopedia of Clinical Psychology. (2015). 1–11. DOI:10.1002/9781118625392.wbecp578. ISBN 9781118625392.

- ↑ Plomin, Robert "Behaviour genetics"..