وېليم جېمز

| وېليم جېمز | |
|---|---|
| [[language|]]: William James | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۱ جنوري ۱۸۴۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] |
| مړینه | 26 اگست 1910 (68 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲] |
| د مړینې لامل | زړه نابری |
| تابعیت | |
| رکن | امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي ، د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | هروارد پوهنتون |
| نامتو زده کونکي | ماري ویټون کالکینز |
| کار/مسلک | فیلسوف ، ارواپوه [۱۴]، طبیب ، ليکوال [۱۵] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۱۶] |
| د کړنې څانګه | فلسفه ، ساپوهنه |
| کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
| مؤثر | بلیز پاسکال ، رالف والډو ایمرسن |
| خوځښت | پراګماتيزم |
| سمول |
|
ویلیام جېمز (جنوری ۱۱، ۱۸۴۲ – اګست ۲۶، ۱۹۱۰ ز) یو امریکایی فیلسوف، تاریخپوه او ارواپوه دی چې په لومړي ځل يې په امریکا کې د ارواپوهنې درس ورکاوه. جېمز د ۱۹مې پېړۍ مخکښ مفکر بلل کېږي او د امریکا یوترټولو اغېزمن فیلسفوف دی چې "د امریکا د ارواپوهنې" پلار لقب يې هم ورکړی دی.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
له چارلس سندرېس پییرس سره یوځای، جېمز د پراګماتیزم په نامه د ارواپوهنې یو مکتب رامنځته کړ چې د عملي ارواپوهنې یو له بنسټګرانو هم ګڼل کېږي. د عمومي ارواپوهنې د بیاکتنې (Review of General Psychology) خپرونې یوه شننه چې په ۲۰۰۲ز کال کې خپره شوه، جېمز د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو وتلی څوارلسم ارواپوه بللی دی. د امریکايي ارواپوهانو (American Psychologist) خپرونې په ۱۹۹۱ز کال کې جېمز د تجربوي ارواپوهنې د بنسټګر ویلهېلم وونډټ څخه وروسته په دویم مقام کې راوستی دی. جېمز همدا ډول یو فلسفي لیدلوری لري چې افراطي تجربه پالنه (radical empiricism) یې بولي. د جېمز آثارو پر نورو فیلسوفانو او علمي شخصیتونو اغېز کړی دی، لکه: اېمیلي ډرکهېیم، ډبلیو اي ډي دو بوویس، اېډمونډ هسرل، برتراند راسل، لډوېګ وېټګېنشټاین، هیلري پوټنم، ریچارډ رورټي او مریلیان رابینسن. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
جېمز په یوه شتمنه کورنۍ کې وزېږېد او د سویدنبرګیزم الهیاتو عالم مشر هېنري جېمز زوی او د نامتو ناول لیکونکی هېنري جېمز او خاطره لیکونکي الیس جېمز ورور دی. جېمز طب ولوست او په هاروارډ پوهنتون کې يې اناتومي ولوسته، خو هېڅکله يې طبابت ونه کړ. پر ځای يې لومړی ارواپوهنې او بیا فلسفې ته مخه کړه. جېمز په ډېرو موضوعاتو لیکل کړي دي، لکه شناخت شناسی (epistemology)، تعلیم، میتافزیک، ارواپوهنه، مذهب ، عرفان او تصوف. د هغه د ډېرو اغېزناکو کتابو په لړ کې دا کتابونه راځي: د ارواپوهنې اصول (The Principles of Psychology)، د اراواپوهنې په څانګه کې مخکښه لیکنه، په افراطي تجربه پالنه کې مقالې (Essays in Radical Empiricism)، په فلسفه کې مهمه لیکنه او د دیني تجربې ګڼوالی (The Varieties of Religious Experience)، د مذهبي تجربو د بېلابېلو بڼو څېړنه، لکه: د ذهني درملنې نظریې. [۲۶]
دکوچنیوالي دوره
ویلیام جېمز په برازیل کې، ۱۸۶۵ز
ویلیام جېمز، د نیویارک ښار د اسټور په کور کې د ۱۸۴۲ز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه وزېږېد. هغه د مشر هېنري جېمز زوی و. مشر هېنري د سویدنبرکیزم الهیاتو یو پیژندل شوی او په خپلواکه توګه شتمن او د الهیاتو عالم و چې د خپل وخت د ادب او روڼ اندو غوره کسانو سره يې ملګري درلوده. د جېمز د کورنۍ اندېشورانه لاسبری او د دې کورنۍ د ډېرو غړو مکاتباتي استعدادونه تل د دې لامل شوي چې دا کورنۍ د تاریخپوهانو، ژوندلیک لیکونکو او منتقدینو د پام وړ وګرځي او د بحث موضوع يې واوسي.
ویلیام جېمز د اطلس سمندر ورهاخوا متنوع زده کړې ترلاسه کړې، جرمني او فرانسوي ژبه يې ښه پوره زده کړه. د جېمز په کورنۍ کې زده کړې نړیوالې وې. کله چې جېمز ماشوم و، کورنۍ يې اروپا ته دوه ځلې سفر درلود، خو وروسته په خپله جېمز اروپا ته د خپل ژوند په اوږدو کې دیارلس ځلې تللی دی. جېمز د رسامۍ سره مینه درلوده او د هنر سره د لېوالتیا له کبله يې د روډ ټاپو په نیوپورت کې يې د ویلیام موریس هانټ په سټوډیو کې شاګردي هم کړې ده، خو پلار يې پرې ټینګار کاوه چې د دې کارونو پر ځای باید ډاکټر شي. طبابت د جېمز له غوښتنو سره برابر نه و، نو ځکه یې وویل چې غواړي په فیزيولوژۍ کې تخصص ولري، خو ویې ولیدل چې فیزيولوژي يې هم په طبیعت برابره نه ده، نو ویې ویل چې: په عصبي سیسټم او ارواپوهنه کې به تخصص اخلي. جېمز په ۱۸۶۱ز کال کې د هاروارډ کالج په لاورېنس علمي ښوونځي کې علمي زده کړو ته مخه کړه.
په ځوانۍ کې، جېمز ډول ډول فزیکي ناجوړتیاوې درلودې، لکه: په سترګو، ملا، خېټه او پوټکي کې. هغه لږ په غوږونو دروند هم و. ډول ډول اروايي ستونزې يې هم چې هغه وخت يې نیوراستېنیا (neurasthenia) بللې او د ژور خپګان څو دورې يې هم تېري کړي چې په میاشتو میاشتو يې د ځان وژنې فکر هم کړی دی. د هغه دوه کشران وروڼه کارت وېلکېنسون (ویلکي) او رابرتسن (باب) په کورنۍ جګړه کې وجنګېدل. په خپله جېمز د سولې لپاره غږ اوچت کړی و. د هغه وړاندیز دا و چې ځوانان دې په پوځ کې د خدمت پر ځای په عامه خدماتو کې کار وکړي چې" ماشومانه عادتونه يې له منځه لاړ شي". نور درې وروڼه او خویندې به یې (ویلیام، هېنري او الیس جېمز) هم کله ناکله رنځورې وې. [۲۷]
(د هغه د لیکوال ورور هېنري جېمز په وینا): ویلیام جېمز په ۱۸۶۴ز کال کې د هاروارډ په طبي پوهنتون کې طبي زده کړې ترلاسه کړې دي. هغه د ۱۸۶۵ز کال په پسرلي کې رخصتي واخیسته، تر څو د آمازون پر سیند د طبعیت پېژندوکي لویس اګاسیز سره یوځای په علمي ماموریت کې برخه واخلي، خو د اتو میاشتو څخه وروسته یې خپل سفر لغوه کړ، ځکه سخته سمندري ناروغي او خفیف چیچک ورته پیدا شوي وو. په ۱۸۶۷ز کال یې یو ځل بیا د ناجوړۍ له امله په زده کړو کې ځنډ راغی. هغه جرمني ته د درملنې په لټون ولاړ او د ۱۸۶۸ز کال تر نومبره پورې هملته پاتې شو، دی هغه مهال ۲۶ کلن و. په دې موده کې هغه په لیکلو پیل وکړ او په ادبي مجلو او مهالنیو کې به يې د خپلو کارونو بیاکتنې خپرېدلې، لکه: د شمالي امریکا بیاکتنې مجله (North American Review).
جېمز په پای کې په ۱۸۶۹ز کال کې له طب څخه فارغ شو، خو هېڅکله يې ډاکټري ونه کړه. د هغه په خپله وینا: "د روح ناروغي" يې په ۱۸۷۲ز کال کې وروسته له هغه جوړه شوه، چې پراخې فلسفي پلټنې يې وکړې. هغه په ۱۸۷۸ز کال کې له الیس ګیبنز سره واده وکړ. په ۱۸۸۲ز کال کې، دی له عرفاني ټولنې (Theosophical Society) سره یوځای شو. [۲۸]
جېمز په جرمني کې ډېر ګټور وخت تېر کړ او هلته یې د طب پر ځای په فلسفه او ارواپوهنه کې لېوالتیا له زړه ډېره شوه. وروسته په ۱۹۰۲ز کال کې جېمز ولیکل: ما طب د دې لپاره ولوست چې ډاکټر شم، خو دا به مې برخلیک و چې ارواپوهنې او فلسفې ته ورننوتم. ما هېڅکله فلسفي زده کړې نه وې کړې او د ارواپوهنې لومړنی درس چې ما واورېد، همغه و چې په خپله مې وړاندې کاوه. [۲۹]
په ۱۸۷۵-۱۸۷۶ زکې، جېمزهېنري پیکرېنګ باودیچ (۱۸۴۰-۱۹۱۱ز)، چارلېس پیکرینګ پوټنام (۱۸۴۴-۱۹۱۴ز) او جېمز جکسون پوټنام (۱۸۴۶-۱۹۱۸ز) په ګډه د نیویارک ایالت د اېسېکس کاونټۍ په سینټ هوربرټس کې د پوټنام کمپ بنسټ کېښود. [۳۰]
کاري ژوند
جېمز د خپل ژوند په اوږدو کې له ګڼو لیکوالانو او پوهانو سره راشه درشه درلوده، لکه میرنی پلار رالف والډو امېرسن، د هغه میرنۍ زوی ویلیام جېمز سیدیس او چارلس سندرېس پییرس، برتراند راسل، جوسیا رایس، ارنسټ ماچ، جان ډېوې، ماسېدونیو فرناندیز، والټر لېپمن، مارک ټواین، هوراتیو الګر، جي سټنلی هال، هېنري برګسن، کارل جنګ، جېن آډمز او سیګمون فرویډ.
جیمز خپل ټول اکاډمیک کاري ژوند په هارواډ کې تېر کړ. دی د ۱۸۷۳ز کال په پسرلی کې د فیزیولوژۍ استاد وټاکل شو، په ۱۸۷۳ز کال کې د اناتومۍ او فیزیولوژۍ استاد، په ۱۸۷۶ز کال کې د ارواپوهنې مرستیال پروفیسور، په ۱۸۸۱ ز کې د فلسفې مرستیال پروفیسور، په ۱۸۸۵ز کې پروفیسور، په ۱۸۸۹ زکې د ارواپوهنې چوکۍ ورکړل شوه، په ۱۸۹۷ز کال کې فلسفې ته ورستون شو او په ۱۹۰۷ز کال کې د فلسفې متقاعد استاد شو. [۳۱]
سرچينې
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118556851 — خپرېدونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12034524d — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/William-James — subject named as: William James — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6s46skr — subject named as: William James — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/540 — subject named as: William James — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/59136 — subject named as: William James — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/james-william-20 — subject named as: William James
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3307 — subject named as: William James — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/28733 — subject named as: William James — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=28643 — subject named as: William James — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117027 — subject named as: William James — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117027 — subject named as: William James — سرليک: Педагоги и психологи мира
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/qn245bz84tzvzsp — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۱۸ سېپتمبر ۲۰۱۲
- ↑ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500252086 — خپرېدونېټه: ۷ فېبروري ۲۰۲۴ — پنځوونکی: Getty Research Institute — خپرولونېټه: ۲۶ اپريل ۲۰۱۱
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6302563
- ↑ T.L. Brink (2008) Psychology: A Student Friendly Approach. "Unit One: The Definition and History of Psychology". p. 10
- ↑ "William James: Writings 1878–1899". The Library of America. June 1, 1992. بياځلي په September 21, 2013.
- ↑ "William James: Writings 1902–1910". The Library of America. February 1, 1987. بياځلي په September 21, 2013.
- ↑ Dr. Megan E. Bradley. "William James". PSYography. Faculty.frostburg.edu. خوندي شوی له the original on November 24, 2014. بياځلي په September 21, 2013.
- ↑ Haggbloom, Steven J.; Warnick, Renee; Warnick, Jason E.; Jones, Vinessa K.; et al. (2002). "The 100 most eminent psychologists of the 20th century". Review of General Psychology. 6 (2): 139–152. doi:10.1037/1089-2680.6.2.139. S2CID 145668721.
- ↑ J. H. Korn, R. Davis, S. F. Davis: "Historians' and chairpersons' judgements of eminence among psychologists". American Psychologist, 1991, Volume 46, pp. 789–792.
- ↑ "Wilhelm Maximilian Wundt" in Stanford Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ Tom Butler-Bowdon: 50 Psychology Classics. Nicholas Brealey Publishing 2007. ISBN 1857884736. p. 2.
- ↑ "William James". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Center for the Study of Language and Information (CSLI), Stanford University.
- ↑ James, William (2009). The Varieties of Religious Experience. The Library of America. pp. 74–120. ISBN 978-1-59853-062-9.
- ↑ Sacks, Oliver (2008). Musicophilia: Tales of Music and the Brain, Revised and Expanded Edition. New York: Vintage Books. pp. xiii. ISBN 978-1-4000-3353-9.
- ↑ Antony Lysy, "William James, Theosophist", The Quest Volume 88, number 6, November–December 2000.
- ↑ Ralph Barton Perry, The Thought and Character of William James, vol. 1, (1935), 1996 edition: ISBN 0-8265-1279-8, p. 228.
- ↑ "Cultural Resource Information System (CRIS)". New York State Office of Parks, Recreation and Historic Preservation. خوندي شوی له the original (Searchable database) on July 1, 2015. بياځلي په February 1, 2016. Note: This includes Rachel D. Carley (January 2012). "National Register of Historic Places Registration Form: Putnam Camp" (PDF). بياځلي په February 1, 2016. and Accompanying photographs
- ↑ Duane P. Schultz; Sydney Ellen Schultz (March 22, 2007). A History of Modern Psychology. Cengage Learning. pp. 185–. ISBN 978-0-495-09799-0.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1910ز مړينې
- 26 اگست مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P802
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
