مشورتي ارواپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارواپوهان وايي چې مشورتي ارواپوهنه(انګلیسي: Counseling psychology) د کلینیکي ارواپوهانې ډېرې دندې ترسره کوي، مګر دوی ډېری وختونه د هغو ستونزو درملنه کوي چې کلینیکي ارواپوهان په ندرت سره ورسره معامله کوي. مشورتي ارواپوهان اکثرا د زده کونکو سره کار کوي. [۱]

نن ورځ اروا پوهنې پوره پرمختګ کړی او د انسان د سلوک او چلند پېژندنه کوی، په ستونزو کې موږ سره مرسته کوی، د انسان د خوشبینی او بد بینی مسایل را برسیره کوی، مثبت عادات پیاوړی کوي، دستونزو په وړاندی انسان ته دمقاومت لار ښيي، دخپلو کړو وړو په علت مو پوهوی او د یوبل چا دعمل او اعکس العمل په لاملونو مو خبروي، د عاداتو او چلندمنفی اړخونه اصلاح کوی او دا چې بد چلند او عادت څه دی، علت یی کوم دی او له زیانونو یی په څه ډول ځان وساتو او داسی نور مسایل هغه څه دی چی د ارواپوهنی د څیړنی اصلی ټکی جوړوی. نن ورځ له دغه علم څخه د ژوند په ټولو ډګرونو کې کار اخیستل کیږي، لکه اقتصاد کې د کار دانګیزی پیاوړی کول، په ښوونه او زرزونه کې د زده کړی دمهارت اوچتول، په سیاست کې د لیډر شیپ د رول تقویه، ډله، ټولنه او سازمان کې همغږی جوړول او د اخلاقو رعایت ته وګړو هڅونه او داسې نور.[۲]
په دې باندې پوهېدل چی آیا د پام وړ شخص ذهن کی څه ګرځی راګرځي، دا ټول د ځانګړو لارو – چارو او تخصصي پوهې په واسطه ترلاسه کیدای شی. هغه کسان چی په روحی اختلالاتو، له ټولنې سره په توافق کولو او دژوند په یو ډګر کې په ستونزو اخته وي، د ارواپوهننې متخصص یا دروانی درملنې مشورتی ګروپ ته مراجعه کوي. په نوره نړۍ کې د دغې څانګې متخصصین شته چې د ناورغ د فزیکی درملنی تر څنګ روحی درملنه هم مهم رول لري اود یو طبیب ترڅنګ خامخا یو ارواپوه ناست وي چې نیمه درملنه د ده په غاړه وي. په دغه ډول تخصص سره ارواپوه ستونزه باندی پوهیږی او د له منځه وړلو لپاره یی لاره لټوی او خپل مراجعه کوونکی (اروایی ناروغ) ته مشوره ورکوي، ناروغ ته د مشورې ورکولو ته اروا درملنه ویل کیږی. نو اروا درملنه څه ده؟[۳]

مشوره ورکول څه شی دی؟

مشوره ورکول د باور پر بنسټ اړیکه ده. دا یوه پروسه ده چې هغه وخت پېښیږي کله چې پېرودونکي او مشاور د پېرودونکي د ستونزو د معاینه کولو لپاره ځانګړې ناسته همغږي کوي ، کوم چې هر ډول فشارونه او احساساتي مسلې کېدی شي. په حقیقت کې، هغه څه چې مشاور یې کوي د مراجعینو سره مرسته کوي ترڅو مسلې په روښانه او سمه توګه د مختلفو اړخونو او بل زاویې څخه وګوري. دا کولی شي پیرودونکي د مثبت بدلونونو د اسانتیا لپاره د دوی احساساتو، تجربو او چلندونو ته پام وکړي او تمرکز وکړي. د امنیت او باور احساس د بریالۍ مشورې اصلي پیرامیټرې دي. مسلکي مشاورین معمولا مراجعینو ته د دوی دنده تشریح کوي چې د غونډو د محتوياتو محرمیت وساتي، که څه هم دوی اړ دي چې محرمیت په ډیرو ځانګړو مواردو کې مات کړي، د بیلګې په توګه کله چې د یو شخص د ژوند ژغورلو لپاره قانوني دلیلونه ښکېل وي

دا مهمه ده چې پوه شئ چې د ارواپوهانو او مشاورینو لخوا مسلکي مشوره ورکول کیږي:

مشوره کوم نصيحت نه دی.

قضاوت نه دی.

د ستونزې د ټولو اړخونو حل لار موندل دي.

د پېرودونکي هڅول په ورته ډول چلند وکړي لکه څنګه چې مشاور په ژوند کې کوي او د مسلو سره مخ دي یو شان ندي.

د پیرودونکي سره هیڅ احساساتي ښکیلتیا شتون نلري.

د مراجعینو مسلو ته کتنه د مشاور د شخصي ارزښتونو او باورونو پر بنسټ نه ده. [۴]

د ارواپوهانو درملنه او مشوره د مخدره توکو له لارې نه ده. بلکه، دا د شخص سره د خبرو کولو او د هغه د خبرو اوریدلو او د ښه والي لپاره اړین حلونه او وړاندیزونه وړاندې کوي. د رواني مشورې درملنه کیدای شي د خبرو اترو د څو غونډو سره حل شي. مګر په دې توګه، هغه شخص چې درملنه کیږي باید د خپل مشاور سره اړینه همکاري ولري. که چیرې مشاور د ستونزو د حل لپاره حل لارې وړاندې کړي او سړی یې پلي نه کړي، متقابله همکاري شتون نلري او درملنه یې نه کیږي.

د مشورې ډولونه:

هر مشاور په ځینو برخو کې تخصصي مشورې وړاندې کوي، پشمول د اکادمیک مشورې او ساحې انتخاب، جوړه او کورنۍ مشوره، د جنسي درملو مشوره او نور.

ډله يیزه مشوره:

ډله ایزه مشوره ورکول د مشورې یوه بڼه ده چې په هغه کې د ورته ستونزو سره د خلکو کوچنۍ ډله په منظمه توګه سره راټولیږي ترڅو خبرې وکړي، اړیکه ونیسي، د دوی ستونزې کشف او حل کړي، او د یو بل او د ډلې مشر سره خبرې وکړي او د دوی چلند بدلولو هڅه وکړي. د ژوند له ستونزو سره په ښه او اغیزمنه توګه. د ګروپ مشورتي مختلف ډولونه لري چې د اهدافو سره سم مختلف قواعد لري چې په هغې کې کارول کیږي. په هرصورت، معمولا په ډله ایزو مشورو کې، د ګډون کوونکو غړو شمیر د 5 څخه تر 10 پورې وي. [۵]

  1. مشوری بیلابیل اړخونه او ډولونه لري او په حقیقت کی د انسانانو د شمیر په اندازه دي(هر انسان خپل روحی خصوصیات لري). دلته به یې د مثال په ډول یو څو تشریح کړو :
  2. روزنیزه مشاوره: په روزنیزه مشاوره کې د تحصیل د دوام موضوعات، د زده کړی د خنډونو لری کول، آزموینه، تحصیلی استعداد، د حافظی او ذکاوت وضیعت، د تحصیلی څانګی غوره کول، د صنف دوستانو سره توافق او دی ته ورته مسایل تر بحث لاندی وی.
  3. د کورنۍ مشاوره: د کورنۍ د مشاورې موضوع هم ډیره پراخه ده. په دې کې د میرمن او خاوند اړیکې، د کورنۍ کلکوالی او دوام، د ماشوم روزنه، دوستان پالل، کورنۍ نشم ښه ساتل، د کورنۍ د اقتصاد سمون او داسې نور مسایل شامل دی.
  4. ) شغلی مشاوره: په شغلی مشاوره کې لکه څرنګه چی له نوم څخه یی ښکاری، د شغل او کار د غوره کولو، دکار موندل، له کارفرما سره اړیکی، د کار او جسمی فعالیت اوذهنی وړتیا، ذکاوت، علاقی، جسمی مهارت او د ژوند د شرایطو له مخې د دندې موندل تر بحث لاندی وی.
  5. د وړیتا اوچتولو مشاوره: په دې کې زیاتره هغه وړتیاوی تر بحث لاندې راوستل کیږی چې لا وګړی هغو ته ځیر نه وی، یعنی د پټو وړتیاوو وده او رابرسیره کول او په دنده کې لازیات پرمختګ ته پاملرنه کیږی.
  6. فزیولوژیکی مشاوره: په دې مشوره کې جنیتیکی موضوعات شامل دی، د بیلګی په توګه د واده کولو لپاره ارثی خواص باید تحلیل شی چی راتلونکی کی روغ رمټ ماشومان ولری، آیا یوه ناروغی چی پخوا په چا کی لیدل شوی آیا ماشومان به یی هم ورباندی اخته وی، آیا ارثی ناروغی څه دی؟ او دی ته ورته مسایل.[۶]

د مشوری موخی[سمول]

هغه ډیر مهم کار چی یو مشوره ورکوونکی یی کولای شی دا دی چی خپلو ناروغانو ته داسی شرایط چمتو کړی چی هغوی وکولای شی خپل چلند کې مناسب بدلون راولي، نو په دې توګه د مشورې ورکولو موخی په لاندی ډول دي:

  1. د چلند د بدلون آسانه کول؛
  2. د وګړو تر منځ د اړیکو د وړتیا اوچتول؛
  3. د سمې پریکړې او غوره تصمیم د لارو ښودنه؛
  4. د نه کارول شویو وړتیاوو غوړول او رابرسیره کول؛
  5. له پېښې یتونزې سره مقابله، دستونزې پېژندنه او د حل لارې یی او د دی امید چی ستونزه حل کیدونکی ده.

یو څوک څه وخت مشاوری ته اړتیا احساسوی؟[سمول]

کله چې یو وګړی په دی پوه شی چی په یو ناوړه وضعیت کی دواقع کیدو، یوې ستونزی سره د مخامخ کیدو، دجسمی توان دبدلون یا نورو له امله یی عادی چلند کې بدلون راغلی، ناهیلی شوی، د نورو خلکو چلند دپخوا په پرتله ورسره بدل شوی، چاپیریال او ټولنه کی داسې بدلون راغلی چی د ده لپاره نوی او نااشنا دی او دی احساس کوی چی ده ته ګواښ متوجه دی یا ممکن نوی حالت سره توافق ونشی کولای او داسی ډیرو نورو ټولنیزو او جمعی حالاتو کې. هغه کسان هم مشاوری ته ضرورت احساسوی چی ګوری په چلند او عاداتو کی له نور عادی خلکو سره توپیر لری، ځان ورته ناکام، خپه، منزوي، قهرجن یا دې ته ورته ښکاری، د یوڅه کمښت احساسوی، له ډلې او ټولنی د مرور کیدو په حال کی دی، بی جراته دی، خبرو کی ستونزی لری، په یوه آسانه موضوع ژر نشی پوهیدای او داسی نور فردی حالات .[۷]

د یوه مشاور او اروادرملونکی ځانګړتیاوې[سمول]

مشاور هغه چاته ویلای شو چې له تخصصي زده کړو برسیره کافی تجربه ولری او فردی لاندنی ځانګړتیاوی هم ولری:

  1. هغه څوک چې مشورې ته ورته راځي د هغه انسانی کرامت ته درناوی وکړی او هغه خپل همنوع وبولی.
  2. باید پراخه حوصله، زغم او پرانیستی فکر ولری.
  3. له هغه چاپیریال څخه ځان ښه خبر کړي چې د ده ناروغ پکې ژوند کوی.
  4. د اخلاقی او انسانی ارزښتونو په وړاندی ژمن وی.
  5. د خپل شخصیت ټول اړخونه ورته څرګند اوسی او د خپلې تخصصی دندې په وړاندې ځان مسئول وبولی او خپلی دندې ته په درنه سترګه وګوري.
  6. .مشوره ورکول یی مسلک وی او دی برخه کې تحصیلی سرتیفکیت، تجربه او د کار قانونی اجازه ولری.

باید هیره نشی چې نن ورځ د ارواپوهنې اساسات او عمومی مسایل د زده کړو پر مهال په نصاب کې شامل دی او هر څوک څه ناڅه په پورته مسایلو پوهیږی او آن داچې د خپلې مطالعی له امله کولای شی په خپله ځانته مشاور وي. یعنی ضرور نده چې مشاور ولرو، زموږ خپله مطالعه او پوهه موږ سره لازیاته مرسته کوي.[۸]

کوم کسان مشاورې ته اړتیا لري؟[سمول]

مونږ ټول مشاوری ته اړتیا لرو. د تحصیل د څانګې په غوره کولو کې، د کار او شغل په غوره کولو کې، د ژوند د ښه دوام، د ژوند د ملګري په غوره کولو، ورځنیو خپګانونو، د ماشوم د روزنې، د دوستانو انتخاب، د دندې د بدلون، ناروغیو، له تشویش څخه د خلاصون، د یوه خپلوان د له لاسه ورکولو په حالت کې، له یو چا سره د پېښې شخړی په هوارولوکې، د کار د چاپېریال د ستونزو، بازار او اداره کی او لنډه دا چی د ژوند ټولو چارو کې مشورې ته ضرورت لرو. دا به ډیره غوره وی چی د یوه ښه مشاور په غوره کولو سره، کافی او لازمه مشوره ترلاسه شی او په پرانیستو سترګو سره یو ډیر د عملی کولو وړ او مطلوب انتخاب وپيژندل شی او د وګړی لپاره په ژوند کی د پرمختګ، هوساینې او اغیزمنتوب لاره پرانیستل شي.[۹]

د مشاورې وسایل او لارې چارې[سمول]

د خپلو مراجعینو لپاره د مشورې ورکولو کوم وسایل او لارې لرو؟ په مجموع کې هغه ټول تخنیکونه چې په مشوره ورکولو کې په کار ځي، هغه د هیلو راژوندی کول، د ژوند کولو د مهارت زده کړه، نورو خلکو او چاپیرایل سره توافق، د تصمیم نیولو په طرز پوهېدل او په ځان باندی د ویساوالی لارې – چاری دی.[۱۰] له بده مرغه افغانان دی وروستیو کې ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، خو د مشاوری امکانات ورته نشته یا ډیر کم دي، یا دوی ورڅخه خبر ندی اوپه اهمیت یې نه پوهیږی. نوره نړۍ کې له فردی مشاورینو پرته، د راډیو، مجلو او تلویزیونو له لارې د ژوند د هری برخی ستونزوته مشوره ورکول کیږی. داسې فکر کیږی چې تقریباً زیاته سلنه افغانان به د جګړې په سایکوز(روانی بد اغیز) اخته وي، فردی او ټولنیز اختلافات، تعصبات، تاوتریخوالی او د کسات اخیستو تنده او داسې نور هم د روانی ناروغی نښې دي، بُخل، د نورو دپرمختګ د مخې نیول، نورو ته خنډونه جوړل او د نورو په تکلیف خوښی، د یو چا بیځایه سپکول او بیا د خوښی احساس کول، د نورو په چاور کی ځانته د مداخلی دحق ورکول، چُغلی او شیطانی کول، نور بیځایه تحریکول ترڅو ورانی وکړی، عامه ملیکت زیانمنول او داسې بی شمیره ستونزی چی هره ورځ یی ګورو د رواني مشکلاتو له امله دي.[۱۱]

سرچینې[سمول]

  1. "زمینه روان‌شناسی اتکینسون و هیلگارد". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |url= (مساعدة)
  2. استشهاد فارغ (مساعدة)
  3. استشهاد فارغ (مساعدة)
  4. کينډۍ:یادکرد ژورنال
  5. کينډۍ:یادکرد وب
  6. استشهاد فارغ (مساعدة)
  7. استشهاد فارغ (مساعدة)
  8. استشهاد فارغ (مساعدة)
  9. استشهاد فارغ (مساعدة)
  10. استشهاد فارغ (مساعدة)
  11. استشهاد فارغ (مساعدة)