شخصيتي ارواپوهنه
شخصيتي يا ځاني ارواپوهنه هغه فکرونه ، احساسات ، او چلندونه معاینه کوي چې انسانان يې د نړۍ په سطحه د اړيکو ټينګولو لپاره لري، يا کاروي. دوی دا له انفرادي توپیرونو سره علاقه لري او هڅه کوي چې ټولې رواني پروسې رايوځای کړي او له مخې د يو انسان د شخصيت په اړه ټوليزه مالومات وړاندې کړي. [۱] د روانپوهنې په دې څانګه کې د شخصيت مختلفې زاويې، د فرد ادراکي، هيجاني، ارادي او بدني خواوې او له محيط سره د فرد د جوړښت څرنګوالی مطالعه کېږي.[۲] د شخصيتي ارواپوهنې لنډه مخينه[سمول]د انسان د اصل د معرفۍ او طبقه بندۍ له پاره د پوهانو د هڅو پيل له لرغوني يونانه شوی. په لرغونې زمانه کې د خُلق او مزاج له مخې د افرادو د يو تر بله توپير نسبت به يې د دې څلور ګونو مزاجونو (وینه، توره صفرا، بلغم او ژېړه صفرا) څخه یوې ته کاوه او په دې اساس، افراد به يې په څلورو شخصيتي ګروپونو وېشل:
په دې توګه، پر دې سربېره چې افراد به په مختلفو شخصيتي ګروپونو کې طبقه بندي کېدل، د فردي توپيرونو لامل به هم توجیه کېده. دې نظریې تر ۱۹مې ميلادي پېړۍ پورې دوام وموند. د شخصيت نظريې يا تيورۍ د خپلې را منځ ته کېدنې په بهير کې د بلې هرې پديدې په توګه د مختلفو تاريخي عواملو تر اغېز لاندې راغلې. له هغې ډلې، څلورو عواملو تر ټولو مهم رول لوبولی چې عبارت دي له: د اروپا د کلينيکي طب پرمختګ، د اروا ارزونې طريقې، د رفتارګرايۍ روانپوهنه او د ګشتالت روانپوهنه. پر دې تاريخي عواملو سربېره، موجوده معاصرو عواملو هم د شخصيت پر روانپوهنې اغېز شيندلی. له دې ډلې عواملو د ګډ کلتوري روانپوهنې د څانګو پيدايښت يا تکامل، د پېژاند بهير، روانپوهنه د ټول ژوند په لړ کې او انګېزه يا محرّک يادولای شو. ارواپوهان د شخصيت د مطالعې او تحقيق له پاره له څلور ډوله معلوماتو استفاده کوي چې عبارت دي له: د فرد د ژوند د سوابقو اړوند معلومات، د ليدونکو په وسيله جمع کړای شوي معلومات، له آزموينو ترلاسه شوي معلومات او له شخصي ګزارشونو ترلاسه شوي معلومات. هر ارواپوه، د دې معلوماتو یوه ډول ته ترجيح ورکوي، خو دومره ده چې دوی هر یو د دې څلور ډوله معلوماتو د هر يوه د بالقوه ګټې په اړه هېڅ شک نه لري.[۳] سرچينې[سمول]
|