ارواپوهنې تاريخ
د ارواپوهنې تاریخ یوه اوږده او تل بدلیدونکی کیسه ده، چې د پخوانیو تمدنونو څخه تر نن ورځې پورې د انسان د ذهن او چلند د مطالعې پرمختګ ښايي. ارواپوهنه پخوا د فلسفې برخه وه، خو ورو ورو په یوه ساینسي څېړنه بدله شوه، او اوس یو ځانګړې برخه ده، چې د انسان فکر، احساسات او چلند څېړي. ارواپوهنه له پخوا راهیسې د انسان د ذهن او فکر د پوهېدو هڅه کړې ده.
د پخواني مصر او یونان فیلسوفانو، لکه هیپوکراتس، افلاطون، او ارسطو، د ذهن د کار کولو په اړه لومړني نظریات وړاندې کړل. دوی باور درلود چې د انسان فکر، احساسات، او چلند یوازې فزیکي نه دي، بلکې له طبي، اخلاقي، او روحاني برخو سره هم تړاو لري. د پخواني مصر او یونان فیلسوفانو نظریو د روانشناسۍ د علم بنسټ کېښود.
د وخت په تېرېدو د ارواپوهنې علم له فلسفي فکرونو څخه ساینسي څېړنو ته واوښت. دا بدلون په ځانګړي ډول د ۱۹مې پېړۍ په پای کې رامنځته شو، کله چې ویلهېلم وونټ (Wilhelm Wundt) د نړۍ لومړنی تجربوي روانشناسي لابراتوار جوړ کړ. دا هغه وخت و، چې روانشناسي د یوه رسمي ساینسي څانګې په څېر وبلل شوه، او د عصري ارواپوهنې بنسټ یې کېښود.
په ۲۰مې پېړۍ کې ارواپوهنې ډېر پرمختګ وکړ، او خورا نوي نظریات رامنځته شول. دې نوي نظریاتو په ارواپوهنه کې مختلفو برخو ته لاره هواره کړه، لکه رفتاري ارواپوهنه (Behaviorism)، تحلیلي ارواپوهنه (Psychoanalysis)، او انساني ارواپوهنه .(Humanistic Psychology). هر نظر یا د ارواپوهنې څانګې د انسان د چلند د پوهېدو لپاره یو ځانګړی لاره وړاندې کړه، چې د ارواپوهنې علم یې لا پراخه او ژور کړ.
مثال په ډول، رفتاري روانشناسي (Behaviorism)، چې جان بی. واتسن (John B. Watson) او بي. ایف. سکنر (BF Skinner) یې مخکښان وو، دا نظر درلود چې د انسان چلند (رفتار) باید وڅېړل شي، نه د هغه داخلي فکرونه او احساسات، ځکه چې چلند ښکاره او اندازه کېدونکی دی او داخلي فکرونه تل پټ او نه اندازه کیدونکي دي.
بلخوا، تحلیلي ارواپونه (Psychoanalysis)، چې زیګموند فرویډ (Sigmund Freud) یې بنسټ ایښودونکی و، باور درلود چې د انسان نااګاه ذهن (Unconscious Mind) د شخصیت په جوړښت او چلند ډېر اغېز لري. فرویډ ویل چې د انسان پټې غوښتنې او پخوانۍ تجربې د هغه فکر او چلند کنټرولوي، که څه هم هغه پخپله پرې نه پوهېږي.
انساني ارواپوهنه (Humanistic Psychology) بیا دا نظر وړاندې کړ چې هر انسان ځانګړی دی او کولی شي وده وکړي او خپل حقیقي استعدادونه ترلاسه کړي. دا فکر د پخوانیو هغه نظریاتو پر خلاف و، چې باور یې درلود چې انسان خپل چلند یا ځان نشي بدلوی ځکه د انسان ژوند او چلند د چاپېریال یا پټ رواني ځواکونو لخوا کنټرولېږي. خو بیا هم انساني روانشناسي وویل چې هر څوک خپل انتخابونه لري او کولی شي خپل ژوند بدل کړي.
دې نوي نظریاتو د خلکو ترمنځ ډېر بحثونه او اختلافات راوپارول. ځینو یې ملاتړ کاوه، خو ځینو یې مخالفت کاوه. دا اختلافات د دې لامل شول چې خلک د ذهني روغتیا د درملنې او د انسان د طبیعت د پوهېدو په اړه نوي فکرونه وکړي. دا نظریات د ارواپوهنې د علم پر پرمختګ ډېر اغېزمن وه.
په وروستیو لسیزو کې، ارواپوهنې عین د عصبي علومو (Neuroscience) له نظریاتو سره یوځای شوې. دا پرمختګ د ادراکي عصبي علومو (Cognitive Neuroscience) د رامنځته کېدو لامل شو، چې د دماغ د فعالیت او انساني چلند ترمنځ اړیکه څېړي. دې نوو څېړنو خلکو ته دا معلومات ورکړ چې دماغ څنګه کار کوي او څنګه زموږ فکرونه، احساسات او چلندونه کنټرولوي.
د وخت په تېرېدو سره مثبته ارواپوهنه (Positive Psychology) هم د ډېرو نوي فکرونو د رامنځ ته کیدو لامل شوه. مثال په ډول، ددې پر ځای چې یوازې د خلکو ذهني ستونزې او ناروغۍ وڅېړي، مثبتې روانشناسي د خوشحالۍ، ارامۍ، او ذهني پیاوړتیا پر وده تمرکز وکړ. دا نظریه هڅه کوي چې خلکو ته داسې لارې وروښيي، چې څنګه کولی شي مثبت فکر وکړي، له ستونزو سره ښه مقابله وکړي، او یو سالم ذهني ژوند ولري. مثبته روانشناسي د پخوانیو نظریاتو برعکس ده، ځکه پوښوانیو نظریاتو یوازې د ذهني ستونزو درملنې ته پام کاوه خو دا خلکو ته ښایي چ څنګه فکر وکړي.
په تاریخي لحاظ د ارواپوهنې بنسټونه
[سمول]د روانشناسي ریښې ډېرې زړې دي او د پخوانیو تمدنونو وختونو ته رسېږي. ډېر پخوا ځینو هوښیارو خلکو د انسان ذهن او چلند په اړه فکر پیل کړ. بېلابېلو کلتورونو د ذهن د کار کولو د پوهېدو لپاره خپل نظرونه وړاندې کړل، او دا څېړنې یې اکثره د فلسفې، طب، او روحاني عقیدو سره یوځای کړې. د همدې لومړنیو فکرونو له برکته، روانشناسي وروسته د علمي څېړنو یوه برخه شوه.
پخوانی مصر
[سمول]په پخواني مصر کې، ادوېن سمیت پاپیروس (Edwin Smith Papyrus) د نړۍ له لومړنیو لیکل شویو اسنادو څخه بلل کیږي، چې د دماغ په اړه معلومات لري. دا سند به طبي توګه دا تشریح کوي چې دماغ د بدن د فعالیتونو کنټرولولو کې رول لري. دا سند ښایي چې پخوانیو مصریانو هڅه کوله د انسان بدن او ذهن ترمنځ اړیکه پیدا کړي. که څه هم دا نظریات ډېر ابتدایي وه، خو دا د روانشناسي د لومړنیو څېړنو له بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
پخوانی یونان
[سمول]د پخواني یونان فیلسوفانو د روانشناسي د لومړنیو فکرونو په پرمختګ کې مهم رول درلود. هیپوکراتس، چې د طب پلار بلل کېږي، دا نظریه وړاندې کړه چې ذهني ناروغۍ د جادویي یا شیطاني قوتونو له امله نه رامنځ ته کیږي، بلکې فزیکي یا طبیعي لاملونه لري. دا نظر د هغه وخت د خلکو له عامو عقایدو سره مخالف و، ځکه چې ډېرو خلکو فکر کاوه چې رواني ناروغۍ د بدو روحونو له امله رامنځ ته کیږي. د هیپوکراتس نظریه د دې سبب شوه چې خلک د ذهني ناروغیو لپاره د جادو او دیني لارو په ځای طبي حل لارې ولټوي.
له هیپوکراتس ورسته، افلاطون د روح درې برخې نظریه وړاندې کړه، افلاطون باور درلود چې روح درې برخې لري: عقلي (فکر کوونکی)، جذباتي (احساساتي)، او غوښتنې (شهواني). همداراز، ده دا نظریه هم ورکړه چې دماغ د فکرونو او ذهنې پروسو مرکز دی، دا نظر ډېر وخت وروسته د روانشناسانو لخوا هم تایید شو.
له افلاطون وروسته سقراط به د اتن په ښار کې له خلکو سره هر وخت بحث کاوه او ډیری پوښتنې به ې کولې. سقراط د پوښتنو او ځوابونو له لارې خلکو ته ښودل چې نیکي او اخلاق ډېر مهم دي. د سقراط د پوښتنو طریقه دومره دقیقه او مفیده وه چ د انسانانو نظریه به ې ډیر په آسانه بدلوله او تل به ې د مشکل حل لاره په آسانه پیدا کوله. د ده دا طریقه وروسته نورو فیلسوفانو هم وکاروله چې د انسان د فکر او ذهن په اړه نورې معلومات پیدا کړي.
منځنی دور او رینسانس
[سمول]په منځني دور کې، پوهانو د اخلاقو، ازادې ارادې او شعور په اړه بحثونه پېل کړل، خو دا هر څه د دیني عقیدو پر بنسټ ول. که څه هم د دوی طریقه د نن ورځې ساینس ته نه ورته وه، خو دوی داسې نظریې جوړې کړې چې وروسته د رواني علومو لپاره ډېر مهمې ثابتې شوې.
په رینسانس دوره کې، خلکو بیا د انسانیت او عقلاني فکر په اړه بحثونه پېل کړل. دا دوره د دې سبب شوه چې خلکو د ذهن او فکر په اړه لا ډېرې جدي څېړنې وکړي.
د روښانتیا دوره
[سمول]روښانتیا دوره چې په د اروپا په تاریخ کې یو له مهمو تاریخي دورو څخه شمیرل کیږي په ۱۷مې او ۱۸مې پیړۍ کې دوام وکړ. په دې دوره کې د خلکو د فکر کولو طریقه بدله شوه. فیلسوفانو، لکه رینی ډیکارت، دا پوښتنه راپورته کړه چې "آیا ذهن او بدن یو شی دي که جلا دي؟" دا یوه مهمه پوښتنه وه چې تر نن ورځې هم روانپوهان پرې فکر کوي.
په دې وخت کې خلکو منطق او مشاهدې ته ډېر ارزښت ورکړ، فیلسوفانو لکه جان لاک، جورج برکلي، او ډېوېډ هیوم دا نظر وړاندې کړ چې "ټوله پوهه د حواسو (لید، اورېدلو، لمس، خوند، بوی) له لارې ترلاسه کېږي." دا نظرونه وروسته د روانپوهنې لپاره ډېر مهم شول، ځکه چې د همدې نظریو له امله روانشناسي له فلسفې څخه د تجربوي ساینس یو برخه وګرځیدله.
د تجربوي روانپوهنې راڅرګندېدل
[سمول]د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، روانپوهنه د یوه جلا علمي څانګې په توګه راڅرګنده شوه. د ارواپوهنې دا پرمختګ د فزیولوژي د علم د پرمختګ له برکته ممکن شو.
پخوا، فیلسوفان یوازې د فکر له لارې د ذهن په اړه خبرې کولې، خو په دې دوره کې روانپوهانو د تجربو او مشاهداتو کار واخیست، ترڅو د انسان د فکر او چلند په اړه لا دقیق معلومات ترلاسه کړي. دوی د علمي څېړنو لپاره جدي اصول وټاکل، او دا یې ثابته کړه چې د ذهن مطالعې ته دواړه، هم تجربې او هم مشاهدې پکار دي، نه یوازې نظرياتي خبرې.
دا بدلون د روانپوهنې په تاریخ کې یو مهم پړاو و، ځکه چې دا علم یې له فلسفې څخه حقیقي تجربوي ساینس ته بدل کړ، او د راتلونکو پرمختګونو لپاره یې قوي بنسټ کېښود.