د علم تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د علم تاریخ له پخواني وخت نه تر اوسه د علم پرمختګ رانغاړي. په دې کې د علم درې واړه لویې څانګې، طبعي، ټولنیز او رسمي علوم شامل دي.[۱]

د علم لومړنۍ ریښې له میلاد څخه ۳۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کاله مخکې په پخواني مصر او بین النهرین کې پیدا کېدی شي. په ریاضیاتو، نجوم او طبابت کې د دوی ونډه په عهد عتیق کې د یونان طبعي فلسفې ته لاره وکړه او بڼه یې ورکړه؛ په دې توګه د فزیکي نړۍ پېښو ته د طبعي دلایلو پر اساس د تشریح کولو هڅې وشوي. د لوېدیځ روم سترواکۍ له راپرځېدو وروسته، د منځنیو پېړیو په لومړیو (۴۰۰ تر ۱۰۰۰م) کې په لاتیني ژبې لوېدیځه اروپا کې د نړۍ په اړه د یوناني تصور پوهه د زوال پر لور روانه شوه؛ خو په یوناني ژبې ختیځ روم سترواکۍ کې یې پرمختګ ته دوام ورکړ. د یوناني متونو د ژباړې په مرسته د زرینې اسلامي دورې پر مهال عربي ژبې اسلامي نړۍ، یوناني نړۍ‌لید واخیست او ویې ساته. د یوناني هڅو جذب او وده او همداراز له ۱۰مې تر ۱۳مې پېړۍ پورې لوېدیځې اروپا ته د مسلمانانو مخته تګ د دې سبب شو چې په لوېدیځ کې د طبعي فلسفې زده کړه بیا راژوندۍ شي.[۲][۳][۴][۵][۶]

له تاریخ مخکې وختونه[سمول]

له تاریخ مخکې دوره کې پوهه او تخنیک له یوه نسل نه بل ته په شفاهي بڼه لېږدول کېدل. مثلاً د مکسیکو په سوېل کې د کرلو لپاره د غلو دانو برابرولو تاریخ تر ۹ زره کلونو رسېږي، دا وخت د لیکلو سیسټم نه و رامنځته شوی. دغه راز، د لرغونپېژندنې شواهد په هغو ټولنو کې د نجوم علم وده ښيي چې لیکل یې نه کول.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

لومړنۍ ریښې[سمول]

د علم لومړنۍ ریښې له میلاد څخه ۳۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کاله مخکې په پخواني مصر او بین النهرین کې پیدا کېدی شي. [۱۲]

بېل پرمختګونه[سمول]

په ریاضیاتو کې د بین النهرین لاسته راوړنو، په هند کې د ریاضیاتو پر پرمختګ اغېز درلود او همداراز د چین او هند تر منځ هم د ریاضیکي نظریو دوه اړخیزه تبادله ثابته ده. سره له دې، په هند او په ځانګړي ډول چین کې علمي او ریاضیکي لاسته راوړنې تر ډېره له اروپا خپلواکې وې؛ په پخوا زمانه کې په اروپا کې د علم پر پرمختګ د دغو دوو تمدنونو اغېز نامستقیم و او د بین النهرین او بیا وروسته اسلامي نړۍ د فعالیتونو په واسطه وشو. په هند، چین او په ټوله کې د لویې اسیا په سیمو کې د عصري علم، چې علمي انقلاب یې راووست، څرکونه د یسوعي مبلغینو په فعالیتونو کې لیدلای شو چې په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې د دغې سیمې د ژوو او بوټو په اړه د څېړنې لېواله وو.[۱۳][۱۴][۱۵]

عهد عتیق[سمول]

په ریاضیاتو، نجوم او طبابت کې د دوی ونډه په عهد عتیق کې د یونان طبعي فلسفې ته لاره وکړه او بڼه یې ورکړه؛ په دې توګه د فزیکي نړۍ پېښو ته د طبعي دلایلو پر اساس د تشریح کولو هڅې وشوي. څېړنو عملي موخې هم لرلې؛ لکه د باور وړ جنتري جوړول او دا مشخصول چې څنګه د بېلابېلو ناروغیو درملنه وشي. پخوانيو خلکو، چې لومړني عالمان ورته ویل شوي، ښايي ځان ته د طبعي فیلسوفانو فکر کړی وي، یا یې ښايي ځانونه د ځانګړو دندو متخصصین بلل (لکه فزیک پوهان) او یا هم ښايي دیني دود پالونکي ( لکه د معبد شفاء ورکوونکي).[۱۶][۱۷]

منځنۍ پېړۍ[سمول]

په منځنیو پېړیو کې، کلاسیکې زده کړې په درېیو لویو ژبنیو کلتورونو او تمدنونو کې روانې وې: یوناني (د ختیځ روم سترواکي)، عربي (اسلامي نړۍ) او لاتین (لوېدیځه اروپا).

د ختیځ روم سترواکي[سمول]

د یوناني میراث ساتنه[سمول]

د ۴۰۰ زېږدیز کال شاوخوا د لوېدیځ روم د سترواکۍ راپرځېدل د دې سبب شول چې د اروپا په لوېدیځ (لاتین لوېدیځ) کې کلاسیک (د یونان) دود او میراث د زوال پر لور لاړ شي. برعکس، ختیځ روم یا د ختیځ روم سترواکۍ د پردیو د بریدونو پر وړاندې پښې ټینګې کړې، دا پوهه یې وساتله او وده یې ورکړه.[۱۸][۱۹]

راپرځېدل[سمول]

په ۱۴۵۳ کې د قسطنطینیې د راپرځېدو پر مهال، یو شمېر یوناني پوهان د ایټالیې شمال ته وتښتېدل چې بیا یې وروسته دغه دوره بیا پیاوړې کړه ( چې په رنسانس مشهوره ده)، ځکه دوی له ځان سره د بوټي پېژندنې، طبابت او ژوي پېژندنې په ګډون، ډېره پوهه وړې وه. قسطنطینیې (اوسني استانبول) همداراز لوېدیځ ته ډېرې مهمې سرچینې ورکړې؛ لکه د جان فیلوپونوس د ارسطویي فزیک نقد او د دیوسکوریدس کارونه.[۲۰]

اسلامي نړۍ[سمول]

دا (له ۸مې تر ۱۴مې زېږدیزې پېړۍ) د اسلام زرینه دوره وه، سوداګرۍ وده وکړه، نوي فکرونه او ټېکنالوژي وغوړېده؛ لکه له چین نه د کاغذ جوړولو د ماشینونو واردول، چې د خطی نسخو کاپي کول یې ارزانه کړل.

رنسانس[سمول]

د پوهې راژوندي کېدل[سمول]

په اروپا کې د زده‌کړې او پوهې نوي کېدل په ۱۲مه پېړۍ کې د منځنیو پېړیو له فلسفې او د ښوونې له بڼې پیلېږي. شمالي رنسانس له ارسطویي طبعي فلسفې څخه کیمیاوي او بیالوژیکي علومو (بوټي پېژندنې، اناتومي او طبابت) ته د تمرکز قطعي بدلون وښود. په دې توګه، په اروپا کې معاصر علم د لوی بدلون پر مهال له سره پیل شو: د پروټیسټانټ اصلاحات او پر وړاندې یې کاتولیک اصلاحات؛ د کریسټوف کولمب له لوري د امریکا کشف او د قسطنطینیې راپرځېدل. له بل لوري د ښوونځي دورې پر مهال د ارسطو بیا کشف د لوی ټولنیز او سیاسي بدلون نښه وه. دا وخت یوه مناسبه فضا برابره وه چې د علمي عقیدې په اړه پوښتنې پکې امکان درلود؛ لکه څنګه چې مارتین لوټر او جان کالوین دیني عقیده تر پوښتنې لاندې راووسته.[۲۱][۲۲]

د روښانفکرۍ دوره[سمول]

د علمي انقلاب دوام[سمول]

علمي انقلاب د روښانفکرۍ تر دورې دوام درلود او د عصري علم وده یې چټکه کړه.

۱۹مه پېړۍ[سمول]

په ۱۹مه پېړۍ کې علم د یوه مسلک په توګه رامنځته شو. ویلیم هیول په ۱۸۳۳ کال کې د عالم اصطلاح رامنځته کړه چې بیا ژر د پخوانۍ اصطلاح، طبعي فیلسوف ځایناستې شوه.[۲۳]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

په ۲۰مه پېړۍ کې علم ډراماټیک پرمختګ وکړ. په دې پېړۍ کې د فزیک او د ژوند اړوندو علومو په برخه کې نوي او اساسي پرمختګونه وشول او اساس یې د ۱۹مې پېړۍ پرمختګ و.[۲۴]

۲۱مه پېړۍ[سمول]

د هیګ بوزون[سمول]

د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۴مه هغو فزیک پوهانو چې د CERN څېړنیز مرکز په لوی هادروني ټکر کوونکي کې یې کار کاوه، اعلان وکړ چې دوی یوه نوې اتومي ذره کشف کړې چې د هیګز بوزون ته ډېره ورته ده؛ دا په دې اړه په پوهېدو کې بالقوه لارښوونه کوي چې ولې اولیه ذرې کتله لري او په حقیقت کې مو په کایناتو کې د تنوع او ژوند پر شتون پوهوي. اوس دې ته ځینې پوهان «هیګز ته ورته» ذره وايي. پیټر هیګز له هغو شپږو فزیک پوهانو یو و چې په ۱۹۶۴ کال کې یې په درېیو مستقلو ګروپونو کې کار کاوه او د هیګز ساحې («دنیایي شیره») فکر یې رامنځته کړ. نور فزیک پوهان دا وو: د لندن له سلطنتي کالج څخه ټام کیبل؛ له راچسټر پوهنتون څخه کارل هاګن؛ له براون پوهنتون څخه جرالډ ګورلنیک او د بروکسل له ازاد پوهنتون څخه فرانسوا انګلېرټ او رابرټ براوټ.[۲۵]

سرچينې او ياداښتونه [سمول]

  1. Cohen, Eliel (2021). "The boundary lens: theorising academic activity". The University and its Boundaries: Thriving or Surviving in the 21st Century 1st Edition. New York, New York: Routledge. د کتاب پاڼي 14–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0367562984. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Grant, Edward (2007). "Ancient Egypt to Plato". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (الطبعة First). New York, New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-052-1-68957-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lindberg, David C. (2007). "The revival of learning in the West". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 193–224. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lindberg, David C. (2007). "Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 163–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lindberg, David C. (2007). "The recovery and assimilation of Greek and Islamic science". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة 2nd). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 225–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Matsuoka, Yoshihiro; Vigouroux, Yves; Goodman, Major M.; Sanchez G., Jesus; Buckler, Edward; Doebley, John (30 April 2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A single domestication for maize shown by multilocus microsatellite genotyping"]. Proceedings of the National Academy of Sciences 99 (9): 6080–6084. doi:10.1073/pnas.052125199. PMID 11983901. Bibcode2002PNAS...99.6080M. 
  8. Sean B. Carroll (24 May 2010),"Tracking the Ancestry of Corn Back 9,000 Years" New York Times Archived 30 August 2017 at the Wayback Machine..
  9. Francesca Bray (1984), Science and Civilisation in China VI.2 Agriculture pp 299, 453 writes that teosinte, 'the father of corn', helps the success and vitality of corn when planted between the rows of its 'children', maize.
  10. Hoskin, Michael (2001). Tombs, Temples and their Orientations: a New Perspective on Mediterranean Prehistory. Bognor Regis, UK: Ocarina Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9540867-1-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ruggles, Clive (1999). Astronomy in Prehistoric Britain and Ireland. New Haven: Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-07814-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Joseph, George G. (2011). "The history of mathematics: Alternative perspectives". The Crest of the Peacock: Non-European Roots of Mathematics (الطبعة 3rd). New Jersey: Princeton University Press. د کتاب پاڼي 418–449. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691135267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Sivin, Nathan (1985). "Why the Scientific Revolution did not take place in China -- or did it?". The Environmentalist 5 (1): 39–50. doi:10.1007/BF02239866. https://link.springer.com/article/10.1007/BF02239866. 
  15. Bartholomew, James R. (2003). "Asia". In Heilbron, John L. (المحرر). The Oxford Companion to the History of Modern Science. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 51–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195112290. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Lindberg, David C. (2007). "Science before the Greeks". The beginnings of Western science: the European Scientific tradition in philosophical, religious, and institutional context (الطبعة Second). Chicago, Illinois: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 1–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-48205-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Grant, Edward (2007). "Ancient Egypt to Plato". A History of Natural Philosophy: From the Ancient World to the Nineteenth Century (الطبعة First). New York, New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 1–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-052-1-68957-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lindberg, David. (1992) The Beginnings of Western Science. University of Chicago Press. p. 363.
  19. Faith Wallis, Bede: The Reckoning of Time, Liverpool: Liverpool Univ. Pr., 2004, pp. xviii–xxxiv. کينډۍ:ISBN.
  20. Lindberg, David. (1992). The Beginnings of Western Science. University of Chicago Press. p. 162.
  21. Allen Debus, Man and Nature in the Renaissance, (Cambridge: Cambridge Univ. Pr., 1978).
  22. Precise titles of these landmark books can be found in the collections of the Library of Congress. A list of these titles can be found in Bruno 1989
  23. "William Whewell". Stanford Encyclopedia of Philosophy. (2000-12-23). The Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  24. Agar, Jon (2012). Science in the Twentieth Century and Beyond. Cambridge: Polity Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7456-3469-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 4 July 2012 باندې). Physicists Find Particle That Could Be the Higgs Boson. The New York Times.