د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چلندپالنه د انسانانو او ژویو پر چلند باندې د پوهېدنې یوه سیسټماتیکه تګلاره ده. داسې انګېرل کېږي چې چلند، هغه غیرارادي غبرګون دی چې د پخوانیو ځانګړو لمسوونکو په یوځای کېدو سره په یوه چاپېریال کې راپارېږي، او یا د یوه وګړي د مخینې یوه پایله ده چې په ځانګړي ډول، پهکې د وګړي غیرمترقبه پياوړتیا او ځپنه د وګړي له اوسني لمسېدونکي حالت او د لمسوونکو کنټرول سره یوځای شامل دي. که څه هم چلندپالونکي، په ټولیزه توګه، د چلند په ټاکلو کې د وراثت اړخ مهم ګڼي، خو ډېري وخت پر چاپېریالي پېښو باندې تمرکز کوي. [ ۱]
چلندپالنه د فلسفې، میتودپېژندنې او تیوري یوشمېر برخې سره یوځای کوي. چلندپالنه د ۱۹۰۰ز لسېزې په لومړیو کې د ژورتیا ارواپوهنې او د ارواپوهنې نورو دودیزو بڼو ته په غبرګون کې راڅرګنده شوه، چې ډېري وخت د هغو وړاندوینو په رامنځته کولو کې یې ستونزه درلوده، چې په تجربي توګه ازمایل کېدلای شوې، خو د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې له پخوانیو څېړنو څخه یې سرچینه نیوله، څرنګه چې ادوارد لي تورندایک د «اغېزې قانون» مخکښ پاتې شوی ؤ، دغه قانون داسې یوه کړنلاره ښیي چې په کې د یوه چلند پياوړې کوونکې یا کمزوروونکې پایلې شاملې دي.
جان برودوس واټسن په ۱۹۲۴ز کې د یوې لیکنې په خپرولو سره، میتودولوجیکي چلندپالنه رامنځته کړه، چې باطنلېدونکي میتودونه یې رد کړل او یوازې د مشاهدې وړ چلندونو او پېښو په اندازه کولو سره د چلند د پېژندنې په لټه کې ؤ. په ۱۹۳۰ز لسیزې کې بوروس فرېدریک سکېنر نظر ورکړ چې پټ چلند – د ادراک او احساساتو په شمول – د مشاهدې وړ چلند کنترول کوونکو لاملونو تابع ده؛ دا د هغه د «راډیکالي چلندپالنې» فلسفې لپاره یو بنسټ وګرځېد. په داسې حال کې واټسن او ایوان پاولوف د «شرطيکېدنې په غبرګون» کې د خنثی (شرطي) لمسوونکي د غیرارادي غبرګونونو د راپارېدنې څرنګوالی تر څېړنې لاندې نیولی ؤ، سکېنر د د چلند ښودونکو پخوانیو متمایزو لمسوونکو مخینه وارزوله؛ دغه تخنیک د «عامل شرطي کېدنې» په نوم وپېژندل شو. [ ۲] [ ۳]
د راډیکالي چلندپالنې کارَونې، چې د تطبیقي چلند د تحیل په توګه پېژندل کېږي، په بېلابېلو برخو کې شتون لري؛ د بېلګې په توګه: د ژویو تطبیقي چلند او د تنظیمي چلند سمبالوَنه، چې د اوتیزم او موادو ناوړې ګټېاخېستنې په څېر روحي اختلالاتو د درملنې لپاره کارول کېږي. سربېره پر دې، په داسې حال کې چې د ساپوهنیز تفکر د چلندپالنې او او ادراکي مکتبونه، له تیوري اړخه، سره موافق نهدي، خو په ادراکي-چلندي درملنو کې یو د مکمِل ګرځېدلي دي (چې د «ساده وېرې»، «تر پېښې وروسته د ترتاب اختلال یا PTSD» او «مزاجي اختلالاتو» په څېر ځانګړو رنځپېژندنو کې ګټور تمامېږي).[ ۴] [ ۵]
د چلندپالنې بېلابېلو څانګو ته ورکړل شوي سرلیکونه په لاندې ډول دي:
چلندي جنتیک: په ۱۸۶۹ز کې د فرانېس ګالټون – د چارلس داروین یو خپلوان – له لورې وړاندې شو.
دننۍ چلندپالنه: د بوروس فرېدریک سکېنر لیکنو څخه دمخه د جاکوب رابرټ کانټور لهخوا وړاندې شوه.
میتودولوجیکي چلندپالنه: د جان برودوس واټسن چلندپالنه بیانوي چې یوازې ټولیزې پېښې (د یوه وګړي خوځښتي چلندونه) په عیني توګه د مشاهدې وړ دي. که څه هم لا تر اوسه د افکارو او احساساتو شتون منل کېده، خو د یې د چلندپوهنې د برخې په توګه نهانګېروله. همدا راز دغې چلندپالنې د «چلند سمون» د لومړنۍ تګلارې لپاره، په ۱۹۷۰ز لسیزې او د ۱۹۸۰ز لسیزې په لومړیو کې، تیوریکي بنسټ رامنځته کړ.[ ۶] [ ۷] [ ۸]
ارواپوهنیزه چلندپالنه: څرنګه چې د آرتور وېلبور ستاتس له لورې وړاندې شوه، د سکېنر، هول او ټولمن د پخوانیو چلندپالنو پر خلاف، د انساني څیړنیز پروګرام پر بنسټ رامنځته شوه چې د انسان د چلندونو ګڼشمېر بڼې په کې شاملې وې. ارواپوهنیزه چلندپالنه د انسان د زدهکړې نوي اصول راسپړي. انسانان نهیوازې د ژویو د زدهکړې اصولو لهمخې، بلکې د انساني زدهکړې ځانګړو اصولو له لارې هم زده کولای شي. په دغو اصولو کې د وګړو ځانګړې بېسارې زدهکړهییزه اوچته وړتیا شامله ده. وګړي داسې ټولګې زده کوي چې د وکولای شي نور نوي څیزونه هم زده کړي. نو لهدې امله، د انسان زدهکړه په پرلهپسې توګه مخ په زیاتېدو ده. له هغه ځایه چې هېڅ کوم ژوی دغه وړتیا له ځانه نهښیي، نو پهدې تړاو سره، انسان یو ځانګړی او بېساری ډول دی.[ ۹]
راډیکالي چلندپالنه: د سکېنر فلسفه، د واټسن د چلندپالنې یوه پراخه شوې بڼه ده. دغه چلندپالنه د داسې بهیرونو تیوري وړاندې کوي چې په ترڅ کې یې اورګانیزم – په ځانګړې توګه، د افکارو او احساساتو په څېر خصوصي کانې – هم د چلندپوهنې یوه برخه انګېرل کېږي او داسې چاپېریالي لاملونه په ګوته کوي چې د مشاهدې وړ چلندونو د کنټرولولو په پایله کې دغه دننۍ کانې هم کنټرولوي. که څه هم خصوصي کانې په مستقیمه توګه د لېدلو وړ نهدي، خو وروسته د څرګند ډوله چلند له لارې جوتېږي. راډیکالي چلندپالنه د چلندشننې (د چلند تحلیل) تر شا پرتې فلسفې ستره منځپانګه رامنځته کوي. ویلارډ ون اورمن کواین د پوهې او ژبې په مطالعه کې د راډیکالي چلندپالنې له ګڼشمېر مفکورو څخه ګټه واخېستله.[ ۱۰]
ټېلولوجیکي چلندپالنه: وروسته له سکېنر څخه، د هوارډ راچلین لهخوا وړاندې شوې ده، چې موخهییزه او کوچني اقتصاد ته نږدې ده. د ادراکي بهیرونو پر خلاف، پر عیني مشاهدې باندې ټینګار کوی.
تیوریکي چلندپالنه: د جان اېریک راینر سټادون، لهخوا وړاندې شوې ده، د دنني حالت یو داسې جاج راسپړي چې د چاپېریالي اغېزو لپاره زمینه برابروي. د تیوریکي چلندپالنې پر بنسټ، حالت د «معادلو تاریخونو» یوه ټولګه ده، یعنې هغه تېر تاریخونه چې په هغه کې د یوې خوځېدونکې ټولګې غړي د ورته ټولګې غبرګون ښودونکي غړي رامنځته کوي (د بېلګې په توګه: د سکېنر لهخوا د عامل وړاندې شوی مفهوم). نو لهدې امله شرطي لمسوونکي، نه د لمسېدنې بهیر او نه هم غبرګون، بلکې حالت کنټرولوي. تیوریکي چلندپالنه، د ډلبندۍ پر بنسټ (یا په بڼهییزه توګه) د سکېنر لهخوا د عامل پېژندنې منطقي غځېدنه ده.[ ۱۱] [ ۱۲] [ ۱۳]
د تیوریکي چلندپالنې دوه فرعي بڼې په لاندې ډول دي:
«هولي» او وروسته له «هول» څخه: تیوريکی، ډلهییز معلومات، ناخوځنده، فزیولوجیکي؛
موخهییزه: د ادراکي ارواپوهنې په هکله د «ټولمن» چلندپالونکې وړاندوینه.
نومهاله تیوري: راډیکالي چلندپالنه[ سمول ]
بوروس فرېدریک سکېنر، راډیکالي چلندپالنه، د «چلند تجربي شننې» د جاجي بنسټ په توګه، وړاندې کړه. دغه لیدلوری، د چلند په تړاو د څېړنو له نورو تګلارو څخه، د بېلابېلو اړخونو له پلوه توپیر لري؛ خو تر ټولو ستر توپیر بیا دا دی چې راډیکالي چلندپالنه، د احساساتو، د ذهن حالتونو او باطنلېدنې (چې دغه چلندونه د علمي څېړنې سکالو هم ده) د منلو په ترڅ کې، له میتودولوجیکي چلندپالنې سره په ټکر کې راڅرګندېږي. د بېلګې په توګه: میتودولوجیکي چلندپالنه، غیرارادي غبرګون، د ټولو چلندونو لپاره د یوه موډل په توګه، ردوي او له چلندپوهنې څخه، د فزیولوجي یوه بشپړوونکي خو خپلواک ساینس په توګه، دفاع کوي. راډیکالي چلندپالنه کې په پراخه توګه، د امریکایي واقعیتپالنې (پراګماتیزم) په شانې د لوېدیځ ګڼشمېر فزیولوجیکي څنډې رانغاړل کېږي[ ۱۴]
که څه هم جان برودوس واټسن د حرفوي ژوند په اوږدو کې خپل په میتودولوجیکي چلندپالنې دریځ باندې ټینګار درلود، خو واټسن او روزالي راینر د کوچني آلبرټ څېړل شوې تجربه (۱۹۲۰ز) ترسره کړه. په دغه مطالعه کې، د یوه (انسان) ماشوم د ژړا غیرارادي وېرېدونکي غبرګون د راپارولو په موخه د غبرګون کوونکي په شرطي کېدنه کې د لومړي ځل لپاره د ایوان پاولوف تیوري وکارول شوه، چې دا کارَونه په راډیکالي چلندپالنه کې د پټ چلند (یا خصوصي کانو) په پوهاوي کې د یوې پېلامې په توګه راڅرګنده شوه. سره لهدې، سکېنر احساس کاوه چې ګنې کرکجن لمسوونکي باید یوازې په ژویو کې وازمایل شي او پر انسان باندې د واټسن پر شخړهییزو ازمایښتونو باندې یې کلکه نیوکه وکړه. [ ۱۵]
په ۱۹۵۹ز کې، سکېنر د دوو کوترو احساسات مشاهده کړل او ویې لېدل چې قهرجنې ښکاري ځکه چې بڼکې یې راولاړې شوې وې. کوترې د یوه عمل په صندوق کې کېښودل شوې، چېرې چې په چاپېریال کې د پخوانۍ پياوړتیا په پایله کې، غوسهناکه وې. د لمسوونکي د کنټرول او د راتلونکي تمایز د روزنې له لارې، کله چې به سکېنر شین څراغ ګُل کړ، نو کوترو به پام کاوه چې د خوراک پياوړی کوونکی د هرې مښوکې وهلو په پایله کې پرې کېږي او پرته له شخړې څخه یې غبرګون ښوده. سکېنر دې پایلې ته ورسېد چې انسانان هم شخړه او یرغل زده کوي او دا داسې احساساتو (او نور خصوصي کانو) درلودونکي دي چې له غیرانساني ژویو سره کوم توپیر نهلري.[ ۱۶]
↑ Araiba, Sho (June 2019). "Current diversification of behaviorism" . Perspectives on Behavior Science . 43 (1): 157–175. doi :10.1007/s40614-019-00207-0 . PMC 7198672 . PMID 32440649 .
↑ Chiesa, Mecca (1994). Radical Behaviorism: The Philosophy and the Science . Authors Cooperative, Inc. pp. 1–241. ISBN 978-0962331145 . خوندي شوی له the original on 2017-09-04. بياځلي په July 31, 2016 .
↑ Dillenburger, Karola & Keenan, Mickey (2009). "None of the As in ABA stand for autism: Dispelling the myths". Journal of Intellectual and Developmental Disability . 34 (2): 193–195. doi :10.1080/13668250902845244 . PMID 19404840 . S2CID 1818966 .
↑ Baer, Donald M.; Wolf, Montrose M.; Risley, Todd R. (1968). "Some current dimensions of applied behavior analysis" . Journal of Applied Behavior Analysis . 1 (1): 91–7. doi :10.1901/jaba.1968.1-91 . PMC 1310980 . PMID 16795165 .
↑ Madden, Gregory, ed. (2013). APA Handbook of Behavior Analysis . APA Handbooks in Psychology Series; APA Reference Books Collection. Washington, DC: American Psychological Association. ISBN 978-1-4338-1111-1 . OCLC 771425225 . بياځلي په December 24, 2014 .
↑ Chiesa, Mecca (1994). Radical Behaviorism: The Philosophy and the Science . Authors Cooperative, Inc. pp. 1–241. ISBN 978-0962331145 . خوندي شوی له the original on 2017-09-04. بياځلي په July 31, 2016 .
↑ Skinner, BF (1976). About Behaviorism . New York: Random House, Inc. p. 18. ISBN 978-0-394-71618-3 .
↑ کينډۍ:Cite SEP
↑ Muckler, Frederick A. (June 1963). "On the Reason of Animals: Historical Antecedents to the Logic of Modern Behaviorism" . Psychological Reports . 12 (3): 863–882. doi :10.2466/pr0.1963.12.3.863 . ISSN 0033-2941 . S2CID 144398380 .
↑ Skinner, BF (1976). About Behaviorism . New York: Random House, Inc. p. 18. ISBN 978-0-394-71618-3 .
↑ Staddon, John (2014) The New Behaviorism (2nd edition). Philadelphia, PA: Psychology Press.
↑ Staddon, John (2016) The Englishman: Memoirs of a psychobiologist. University of Buckingham Press.
↑ Malone, John C. (July 2004). "Modern molar behaviorism and theoretical behaviorism: religion and science" . Journal of the Experimental Analysis of Behavior . 82 (1): 95–102. doi :10.1901/jeab.2004.82-95 . PMC 1284997 .
↑ Moxley, R.A. (2004). "Pragmatic selectionism: The philosophy of behavior analysis" (PDF) . The Behavior Analyst Today . 5 (1): 108–25. doi :10.1037/h0100137 . بياځلي په 2008-01-10 .
↑ Mace, F. Charles; Critchfield, Thomas S. (May 2010). "Translational research in behavior analysis: Historic traditions and imperative for the future" . Journal of the Experimental Analysis of Behavior . 93 (3): 293–312. doi :10.1901/jeab.2010.93-293 . PMC 2861871 . PMID 21119847 .
↑ Skinner, B.F. (1938). The Behavior of Organisms . New York, NY: Appleton-Century-Crofts . p. 473. ISBN 978-0-87411-487-4 .