ويلهم ونډت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ویلهم ماکسیمیلیان ونډټ (16 اګسټ 1832 – 31 اګسټ 1920) یو الماني فیزیالوژیست، فیلسوف او پروفیسور و، چې نن ورځ د عصري ارواپوهنې د پلار په توګه پیژندل کیږي. ونډټ، چا چې ارواپوهنه د ساینس په توګه له بیالوژی او فلسفې څخه جلا کړه، یواځنی هغه څوک و، چې خپل ځان ته یې ارواپوه وايه. هغه په پراخه توګه د تجربوي ارواپوهنې پلار ګڼل کیږي. په 1879ز کال کې، د لیپیز په پوهنتون کې، ونډټ د رواني څیړنې لپاره لومړی رسمي لابراتوار تاسیس کړ. دې کار ارواپوهنه د مطالعې د یوې خپلواکې څانګې په توګه په نښه کړه. د دې لابراتوار په جوړولو سره هغه وتوانید چې ارواپوهنه د نورو څانګو څخه د جلا علم په توګه رامنځ ته کړي. هغه د رواني څیړنو لپاره لومړی اکادمیک ژورنال هم تاسیس کړ، چې د «Philosophische Studien» په نوم و، (له 1883 څخه تر 1903) (د دې په تعقيب يې د Psychologische Studien  په نوم بل ژورنالس تاسيي کړ چې له 1905 څخه تر 1917ز کال پورې و)، تر څو په دې ژورنال کې د انسټیټیوټ څیړنه خپره کړي. [۱][۲][۳][۴][۵]

په 1991ز کال کې په امریکايي ارواپوهنه کې يوې خپرې شوې سروی کې، د وننډت شهرت ته د ارواپوهنې د نهه ويشتو امريکايي تاريخ پوهانو له خوا د تلپاتې سرلوړۍ لومړی مقام ورکړل شوی و. ویلیم جیمز او سیګمنډ فرویډ ته دويمه او درېيمه درجه ورکړل شوې وه.[۶]

ژوند لیک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ونډټ د باډين په نیکاراو (اوس د مانیهیم برخه ده) کې د 1832ز کال د اګسټ په شپاړسمه نیټه زیږدلی و، د ماکسیمیلیان ونډټ (1787-1846) څلورم بچی و، پلار يې د لوتري مذهب يو مذهبي مشر و، د مور نوم يې «ماري فریډریک» (1797-1868) و. د ونډټ دوه وروڼه په ماشومتوب کې مړه شوی وو؛ د هغه ورور لوډویګ، ژوندی پاتې شوی و. د ونډټ پلرنی نیکه «فریدریک پیټر ونډټ» (1742-1805)، چې په ویبلینګین کې د جغرافیې ښوونکی او پادري و. کله چې ونډټ شاوخوا شپږ کاله عمر درلود، د هغه کورنۍ «هیډلشیم» ته کډه شوه، وروسته بیا په «Baden-Württemberg» یو کوچني ښارګوټي ته وکوچېده.[۷][۸]

په المان کې داسې مهال زېږېدلی، چې د اقتصاد له پلوه ډیر باثباته و، ونډټ داسې مهال ستر شو، په کوم کې چې په تعلیمي، طبي او ټیکنالوجیکي پرمختګ کې بیا پانګه اچونه یو معمول و. د پوهې د پرمختګ لپاره اقتصادي هلې ځلې د رواني مطالعې د نوي میتود پراختیا ته لاره هواره کړه، او د هغه مخکښ رواني شخصیت ته یې وده ورکړه چې هغه نن ورځ دی.  [۹]

زده کړه او په هايدلبرګ کې کار[سمول]

ونډټ له 1851 څخه تر 1856ز کال پورې د ټیوبینګین پوهنتون، د هایډلبرګ پوهنتون او د برلین په پوهنتون کې زده کړې وکړې. د دوکتورا لارښود «کارل ایولډ هاس» تر لارښونې لاندې، له هایډلبرګ څخه د طب د ډاکټر په توګه له فارغیدو (1865) وروسته، ونډټ د هایډلبرګ پوهنتون د کارکونکو سره له یوځای کیدو دمخه د «جوهانس پیټر مولر» سره لنډې زدکړې وکړې، په 1858ز کال کې د فيزيک پوه او فیزیولوژيست «هرمن وون هيلم هولټر) مرستيال شو، چې په فيزيالوژي کې يې د رابراتوار تعليمي دورو ته تدريس کاوه.. هلته یې د «Contributions to the Theory of Sense Perception» (1858-1862) په نوم اثر وليکه. په 1864ز کال کې، هغه د انتروپولوژي (د انساني ټولنې مطالعې علم) او طبي ارواپوهنې همکار پروفیسور شو او د انساني فزیولوژۍ په اړه یې یو درسي کتاب خپور کړ. په حال، د نوموړي درسونو او ټولګيو ته په کتنې سره، د هغه اصلي لېوالتيا په طبي برخه کې نه وه – هغه ارواپوهنې او ورته مضامینو ته ډېره پاملرنه کوله. په 1863 – 1864ز کلونو کې د«Lectures on Human and Animal Psychology» په عنوان د ارواپوهنې په اړه د هغه درسونه خپاره شول. ونډټ ځان د یو داسې اثر لیکلو لپاره په کار واچاوه، چې په 1874ز کال کې د ارواپوهنې، د فریولوژیکی ارواپوهنې په تاریخ کې ترټولو مهم و. دا لومړی درسي کتاب و چې د تجربوي ارواپوهنې په برخه کې لیکل شوی دی.[۱۰][۱۱]

واده او کورنۍ[سمول]

په 1867ز کال کې، هايډلبرګ ته نیږدې، ونډټ له «سوفی ماو» (1844–1912) سره وليدل. هغه د کیل د الاهياتو د پروفیسور « de: Heinrich August Mau» او «لوئیس» مشره لور او د لرغونپوه «اګسټ ماو» خور وه. هغوی په «کیل» کې د 1872ز کال د اګسټ په څوارلسمه نیټه واده وکړ. هغوی دری ماشومان لرل: ایلینور (1876–1957)، څوک چې د خپل پلار سره په مختلفو لارو کې مرستندويه وه، «لاویس»، چې «ليلي» بل کېده (1880–1884) او «ډی:ماکس ونډټ» (1879–1963)، څوک چې د فلسفې پروفیسور شو. [۱۲]

په زوريخ او لايپزيګ کې[سمول]

په 1875ز کال کې، ونډټ په زوریخ کې د قياسي فلسفې پروفیسور شو، او په 1875ز کال کې، ونډټ د لايپزيګ په پوهنتون کې د فلسفې پروفیسور شو، چیرته چې «Ernst Heinrich Weber» (1795–1878) او «Gustav Theodor Fechner» (1801–1887) د حسي ارواپوهنې او رواني فزیک په اړه څیړنې پیل کړې وې - او چیرې چې دوه پیړۍ دمخه «Gottfried Wilhelm Leibniz» خپله فلسفه او نظرياتي ارواپوهنه رامنځ ته کړې وه، کومې چې د ونډټ په فکري لاره ژور اغېز وکړ.

د «ارنسټ هینریچ ویبر» لپاره د ونډټ ستاینه د هغه له یادښتونو څخه روښانه ده، چیرته چې هغه دعوه کوي چې «ویبر» باید د تجربوي ارواپوهنې د پلار په توګه وګڼل شي: زه به د دې پرځای «ویبر» ته د تجربوي ارواپوهنې پلار ووایم... دا د «ویبر» لویه مرسته وه چې د رواني مقدارونو اندازه کولو په اړه د فکر کولو او د دوی ترمنځ دقیقو اړیکو ښودلو لپاره لومړی کس و چې په دې پوه شو او دا یې ترسره کړ.  [۱۳]

د تجروبوي ارواپوهنې لابراتوار[سمول]

په 1879ز کال کې، د لايپزيګ په پوهنتون کې، ونډټ لومړی لابراتوار پرانیست، چې په ځانګړې توګه د رواني مطالعاتو لپاره وقف شوی و، او دې پیښې د ارواپوهنې رسمي زیږون د مطالعې د یوې خپلواکې څانګې په توګه په نښه کړ. نوی لابراتوار د فارغو زده کونکو څخه ډک و، چې د ونډټ له خوا په ټاکل شويو موضوعاتو څیړنې ترسره کوي، او ډیر ژر يې له ټولې نړۍ څخه ځوان پوهان راجلب کړل، چې د هغه نوي علم په اړه زده کړې ته لیواله وو، چې ونډټ جوړ کړی و.

د لايپزيګ پوهنتون ونډټ ته په 1876ز کال کې یو لابراتوار وسپاره، ترڅو هغه وسايل پکې زېرمه کړي چې نوموړي له زیوریخ څخه راوړي وو. د کانویکټ په ودانۍ کې د شتون پر مهال، د ونډټ ډیری ښودنې په دې لابراتوار کې تر سره شوې، لامل يې د لابراتوار او ټولګي تر منځ د هغه د وسايلو د وړلو راوړلو ستونزې وې. ونډټ د مناسبو وسایلو د جوړولو لپاره ترتيب جوړ کړ، او د تجهیزاتو ډیری ټوټې یې راټولې کړې لکه تيکيسکوپونه، کرونوسکوپونه، پینډولمونه، بریښنایی وسایل، د وخت قيد کونکي، او د حسي نقشه کولو وسایل، او په دې يې شهرت موندلی و چې د لوړو زده کړو ګڼو محصلینو ته يوه وسيله سپاري، او دا دنده ورکوي چې په تجربو کې د راتلونکي څېړنې لپاره د هغې وسيلې کارونې جوړې کړي. د 1885 او 1909ز کلونو تر منځ، دلته پنخلس مرستيالان مجود وو.[۱۴][۱۵]

په 1879ز کال کې، ونډټ د تجربو ترسره کول پیل کړل چې د هغه د تعلیمي دورې د کار برخه نه وه، او هغه ادعا وکړه چې دې خپلواکو تجربو د ارواپوهنې د رسمي لابراتوار په توګه، د هغه د لابراتوار مشروعیت پیاوړی کړی دی، که څه هم تر 1883ز  کال پورې پوهنتون په رسمي توګه دا ودانۍ د پوهنتون د محوطې د یوې برخې په توګه ونه پېژندله. لابراتوار وده وکړه او ټولې یوولس خونې پکې شاملې وې، څومره چې دا رواني انسټیټیوټ مشهور شو، بالاخره یوې نوې ودانۍ ته ولېږدېد، کومه ودانۍ چې ونډټ په ځانګړې توګه د رواني څیړنې لپاره طرحه کړې وه.[۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Neil Carlson, Donald C. Heth: Psychology the Science of Behaviour. Pearson Education Inc. 2010. کينډۍ:ISBN. p. 18.
  2. Kim, Alan (2022), "Wilhelm Maximilian Wundt", in Zalta, Edward N.; Nodelman, Uri (المحررون), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2022), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Butler-Bowdon, Tom (2007). 50 Psychology Classics: Who We Are, How We Think, What We Do: Insight and Inspiration from 50 Key Books. Nicholas Brealey Publishing. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-85788-473-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wundt: Das Institut für experimentelle Psychologie. Leipzig, 1909, 118–133.
  5. Fahrenberg, Jochen (2019). Wilhelm Wundt (1832–1920) (PDF). PsychArchives. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. J. H. Korn, R. Davis, S. F. Davis: "Historians' and chairpersons' judgements of eminence among psychologists". American Psychologist, 1991, Volume 46, pp. 789–792.
  7. Fahrenberg, Jochen (2019). Wilhelm Wundt (1832–1920) (PDF). PsychArchives. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lamberti, 1995, pp. 15–22.
  9. Craig, Gordon Alexander (22 October 1999). Germany, 1866–1945. Oxford University Press. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wundt, Wilhelm (1856). Untersuchungen über das Verhalten der Nerven in entzündeten und degenerirten Organen [Research on the behaviour of nerves in burned and degenerating organs]. Department of Pathology (MD thesis). University of Frieburg. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lamberti, 1995, pp. 81–86, pp. 114–134.
  12. Lamberti, 1995, pp. 87–113.
  13. Robinson, David (Autumn 2017). "David K. Robinson on an important meeting of minds at Leipzig University". Founding Fathers 23: 976–977. https://thepsychologist.bps.org.uk/volume-23/edition-12/founding-fathers. 
  14. Wontorra: Frühe apparative Psychologie, 2009.
  15. Anneros Meischner-Metge: Wilhelm Wundt und seine Schüler. In: Horst-Peter Brauns (Ed.): Zentenarbetrachtungen. Historische Entwicklungen in der neueren Psychologie bis zum Ende des 20. Jahrhunderts. Peter Lang, Frankfurt a.M. 2003, pp. 156–166.
  16. Wundt: Das Institut für experimentelle Psychologie, 1909, 118–133.