اډمنډ هسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اډمنډ هسل
(الماني: Edmund Gustav Albrecht Husserl د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اډمنډ هسل
اډمنډ هسل

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Edmund Gustav Albrecht Husserl)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۸ اپرېل ۱۸۵۹[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه 27 اپرېل 1938 (79 کاله)[۲][۴][۶][۸][۹][۱۰][۱۳][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد ويلهم ونډت [۱۸]  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نامتو زده کونکي مارټین هایډېګر
ايډيت سټاين   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف [۱۵][۱۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
پوهنپوهنه
ایډیالیزم [۲۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ګوتلوب فريج
امانوېل کانت   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک لوېديځه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډمنډ هسل ګوستاف البریکت هسل (۸ اپریل ۱۸۵۹ – ۲۷ اپریل ۱۹۳۸) یو یهودی – الماني ملحد، فیلسوف او ریاضی پوه و چا چې د «فینومینولوژي» (ښکارنده پېژندنه) مکتب بنسټ ايښی دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د هغه په پخواني کار کې، هغه د ارادې د تحلیلونو پر بنسټ په منطق کې د تاریخ او ارواپوهنې انتقادونه تشریح کړل. د هغه په تازه کار کې، هغه غوښتل چې د تش په نامه «فینومینولوژيکی» کمښت پر بنسټ یو منظم بنسټيز علم پر مخ بوځي. استدلال کوي چې ماورایي شعور د ټولو ممکنه پوهو حدود ټاکي، هسل «فینومینولوژي» د ماورايي نظرياتي فلسفې په توګه بیا تعريف کړه. د هسل فکر د شلمې پیړۍ پر فلسفه ژوره اغیزه درلوده او هغه په معاصره فلسفه او له معاصرې فلسفې ورهاخوا علومو کې د پام وړ څېره ده.

هسرل د ریاضیاتو زده کړه کړې وه چې د «کارل وییرسټراس» او «لیو کونیګسبرګر» له خوا تدریس کیده، همداراز فلسفه يې ويلې وه چې د «فرانز برینټانو» او «کارل سټمپف» له خوا تدریس کیده. هغه د ۱۸۸۷ز کال څخه په «هالي» کې د شخصي فلسفې  درس ورکاوه، وروسته د پروفیسور په توګه، لومړی له ۱۹۰۱ز کال څخه په «ګوتینګن» کې، بیا له ۱۹۱۶ څخه تر ۱۹۲۸ز کال پورې د هغه د تقاعد کیدو پورې په «فریبورګ» کې مدرس و، له کوم وروسته چې هغه په لوړه کچه توليدي کارونه کول. په ۱۹۳۳ز کال کې، د المان د کارګرانو ملي سوسیالیست ګوند د توکميزو قوانینو لاندې، هسل د هغه د کورنۍ د یهودی مخينې له امله هغه د «فریبورګ» له کتابتون څخه و ايست او میاشتې وروسته یې د دویچه اکاډمۍ څخه استعفا ورکړه. د یوې ناروغۍ له امله، هغه په ۱۹۳۸ز کال کې په «فریبورګ» کې ومړ.  [۳۱][۳۲]

ژوند او مسلک[سمول]

د ځوانۍ کلونه او زده کړه[سمول]

هسل په ۱۸۵۹ز کال کې په «Proßnitz» کې زېږېدلی و چې د «موراویا مارګریټ» یو ښار دی، کوم چې وروسته د اتريشي سترواکۍ برخه وه او کوم چې اوسمهال د چيک جمهوريت د «Prostějov » په نوم سيمه ده. هغه په یوه یهودي کورنۍ کې زیږیدلی و چې د څلورو خوېندو وروڼو دويم و.  پلار يې د ښځو د خولیو جوړونکی او خرڅونکی و. د هغه ماشومتوب په « Prostějov » کې تیر شوی، کوم ځای کې چې هغه د سیکولر ابتدایه ښوونځی ته تلو. وروسته هسل «ریالجیمنازیم» کې د زدکړې لپاره «ویانا» ته سفر وکړ او ورپسې په «اولوموک» (Ger.: Olmütz) کې د سټیټ جمنازیم کې داخل شو.  [۳۳][۳۴]

له ۱۸۷۶ څخه تر ۱۸۷۸ز کال پورې د «لیپزګ» په پوهنتون کې، هسل د ریضیاتو، فزیک، او ستورپوهنې زدکړې وکړې. په «لیپزګ» کې د «ویلیم ونډټ» له خوا چې د معاصرې ارواپوهنې بنسټګر دی، د فلسفې د درسونو څخه اغېزمن شو. وروسته هغه د برلین د «بریدریک ویلیم» پوهنتون ته ولاړ (د نن ورځې د برلین د هومبولډ پوهنتون)، چیرته چې هغه د «لیوپولډکرانیکیل» او مشهور «کارل وییرسټراس» تر سرپرستۍ لاندې د ریاضیاتو زدکړې ته دوام ورکړ. په برلین کې هغه په «توماس ګیریګ مساریک» کې یو ښوونکی وموند، بیا د «فرانز برینټانو» پخوانی د فلسفې زده کونکی او وروسته د چکوسلواکیا لومړی ولسمشر و. هلته هسل د «فریدریچ پاولسین» د فلسفې په درسونو کې هم ګډون وکړ. په ۱۸۸۱ز کال کې هغه د ویانا پوهنتون ته ولاړ، څو د «لیو کونیګسبرګر» (د ویریسټراس پخوانی زده کوونکی) تر څارنې لاندې خپلې د ریاضیاتو زدکړې بشپړې کړي. په ۱۹۹۳ز کال کې په ویانا کې د (د تغیراتو په محاسبه کې ونډې) کار سره هغه خپله دوکتورا تر لاسه کړه. [۳۵]

په ښکاره ډول د هغه د شلو کلونو په جریان کې د نوي عهد نامې سره د اشنا کیدو په پایله کې، هسل وغوښتل چې په ۱۸۸۶ز کال کې د لوتران کلیسا کې ورته مذهبي غسل ورکړل شي. د هسل پلار «اډولف» په ۱۸۸۴ز کال کې مړ شو. «هربرټ شپیګلبرګ» لیکي، (په داسې حال کې چې د هغه وخت د ډیرو اکادمیکو پوهانو په پرتله بهرنی مذهبي عمل هیڅکله د هغه په ​​ژوند کې نه و داخل شوی، د هغه ذهن د مذهبي ښکارندې لپاره لکه د نورو ریښتینو تجربو لپاره خلاص و. کله ناکله هسل خپل هدف د اخلاقي "تجدید" په توګه لیده. ««سپيګلبرګ» وايي، که څه هم په ټولو شیانو کې د بنسټیز او منطقي خپلواکۍ ثابت پلوۍ سره سره، هسل کولای شول "د خپل مسلک په اړه او حتی د هغه د ماموریت په اړه چې د خدای د ارادې لاندې د فلسفې او ساینس لپاره نوې لارې ومومي". [۳۶]

په ریاضیاتو کې د دوکتورا سند تر لاسه کولو وروسته، هسل بیرته برلین ته ستون شو، څو د «کارل وییرستراس» د مرستیال په توګه کار وکړي. خو لا دمخه هسل د فلسفې د تعقیبولو لیوالتیا احساس کړې وه. وروسته پروفیسر «وییرستراس» ډیر سخت ناروغ شو. هسل ویانا ته راستنیدو لپاره ازاد شو، چیرنته چې د پوځ د دندې د لنډ خدمت وروسته هغه خپل فکر فلسفې ته وقف کړ.

په ۱۸۸۴ز کال کې د ویانا په پوهنتون کې هغه په فلسفه او فلسفي ارواپوهنې د «فرانز برینټانو» درسونو ته حاضر شو. «برنټانو» هغه د «برنارډ بولزانو، هرمن لوټز، جې سټوارټ مل» او «ډیویډ هیوم» لیکنو سره بلد کړ. هسل له «برنټانو» دومره متاثره شو چې خپل ژوند یې ارواپوهنې ته وقف کړ؛ په حقیقت کې، «فرانز برینټانو» اکثرا پر هغه تر ټولو زيات نفوذ لرونکي په توګه پېژندل کېږي، د بیلګې په توګه، د مقصديت په اړه .[۳۷]

د علمي سلا په تعقیب، دوه کاله وروسته په ۱۸۸۶ز کې هسل د «برینټانو» د پخواني زده کونکي «کارل سټمپف» په تعقيب د «هیل» پوهنتون ته لاړ، څو هلته استوګنه تر لاسه کړي چې دا کار به هغه ته د پوهنتون په کچه د تدریس وړتیا ورکړي. هلته، د «سټمپف» تر څارنې لاندې، هغه په ۱۸۸۷ز کال کې د « Über den Begriff der Zahl» (د شمیرې پر مفهوم) په عنوان لیکنه وکړه،  کومې چې وروسته د هغه د لومړني مهم اثر لپاره اساس وګرځېد چې دا اثر د «Philosophie der Arithmetik» (۱۸۹۱) په نوم و. [۳۸]

په ۱۸۸۷ز کال کې هسل له «مالوین سټینشینیډر» سره واده وکړ، دا یو داسې يو ځای والی و چې پنځوس کاله یی دوام وکړ. په ۱۸۹۲ز کال کې د هغوی لور «الیزابیت»، په ۱۸۹۳ز کال کې د هغوی زوی «ګیرارټ» او په ۱۸۹۴ز کال کې د هغوی بل زوی «ولفګانګ» وزیږیدل. الیزابیت په ۱۹۲۲ز کال کې واده وکړ، او ګیرارټ په ۱۹۲۳ز  کال کې؛ خو ولفګانګ د لومړنۍ نړیوالې جګړې د تلفاتو څخه وو. ګیرارټ د قانون فیلسوف شو چې په متحده ایالاتو کې او د جګړې وروسته په اتریش کې د تدريس پر مهال يې د مقایسوي قانون موضوع کې ونډه درلوده.[۳۹][۴۰]

د فلسفې پروفيسر[سمول]

هسل له واده وروسته په فلسفه کې خپل اوږد تدریس پیل کړ. هغه په ۱۸۸۷ز کال کې د هال په پوهنتون کې د خصوصی بې معاشه استاد په توګه پیل وکړ. په ۱۸۹۱ز کال کې هغه خپل  «Philosophie der Arithmetik. Psychologische und logische Untersuchungen»  خپرور کړ چې په فلسفه او ریاضیاتو کې يې خپلې پخوانۍ زده کړې پکې انځور کړې وې او د ریاضیاتو د بنسټ په توګه د رواني شرایطو وړاندیز يې وکړ. دې د «ګوتلوب فریج» منفي غبرګون له ځانه سره درلود، چا چې د دې اثر په ارواپوهنه نيوکه وکړه.[۴۱][۴۲]

په ۱۹۰۱ز کال کې هسل له خپلې کورنۍ سره د «ګاټینجین» پوهنتون ته ولاړ، چیرته چې هغه د غیر معمولي پروفیسور په توګه درس ورکاوه. د دې څخه لږ مخکې د هغه یو لوی کار « Logische Untersuchungen  » (هال، ۱۹۰۰-۱۹۰۱) خپور شو. لومړی ټوک د "خالص منطق" په اړه تجربه لرونکي انعکاس لري چې په هغې کې په احتیاط سره "ارواپوهنه" ردوي. دا کار په ښه توګه تر لاسه شو او د هغه سیمینار موضوع شوه چې د «ویلهیم ډیلټي» له خوا ورکړل شوی و. هسل په ۱۹۰۵ز کال کې برلین ته د «ډیلتهي» لیدو لپاره سفر وکړ. دوه کاله وروسته په ایټالیا کې هغه د خپل الهام بخښونکي زاړه ښوونکي «فرانز برینټانو» او د ریاضي پوه «کانسټنټین کاراتوډوري» سره لیدنه وکړه. «کانټ» او «ډیکارت» هم اوس د هغه په فکر اغیز درلود. په ۱۹۱۰ز کال کې هغه د «لوګوس» ژورنال شريک مدیر شو. په دې موده کې هسل د داخلي وخت شعور په اړه درسونه وړاندې کړل چې څو لسیزې وروسته د هغه پخواني شاګرد «هیډیګر» د خپرولو لپاره اصلاح کړل.[۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118555006  — د نشر نېټه: ۲۹ جولای ۲۰۲۱ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ پیوستون : 118555006  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11908089c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Edmund-Husserl — subject named as: Edmund Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gq73zv — subject named as: Edmund Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/edmund-husserl — subject named as: Edmund Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  7. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/15681660 — subject named as: Edmund Gustav Albrecht Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/husserl-edmund — subject named as: Edmund Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jk01043325 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Český hudební slovník osob a institucí ID: https://slovnik.ceskyhudebnislovnik.cz/component/mdictionary/?task=record.record_detail&id=1083 — subject named as: Edmund Husserl — سرليک: Český hudební slovník osob a institucí
  11. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0033256.xml — subject named as: Edmund Husserl — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3260 — subject named as: Edmund Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/27409 — subject named as: Edmund Husserl — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=26748 — subject named as: Edmund Husserl — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ https://cs.isabart.org/person/18914 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117900 — subject named as: Edmund Husserl — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ https://aleph.vkol.cz/F/?func=find-c&ccl_term=sys=000006656&local_base=svk04 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۴ — دوتنه: Research Library in Olomouc
  18. دوتنه: Richard David Precht — سرليک: Sei du selbst — ورځپاڼه: 3
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11908089c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/7582307
  21. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jk01043325 — د نشر نېټه: ۷ مارچ ۲۰۲۳
  22. "Husserl". Collins English Dictionary. HarperCollins. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. کينډۍ:Cite dictionary[مړه لينکونه][مړه لينکونه][مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  24. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  25. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  26. Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (په الماني ژبه کي). Berlin: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 465, 598. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-018202-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Smith, D. W. (2007). Husserl. p. xiv.
  28. Leo Strauss (1995). Keneth Hart Green (المحرر). Jewish Philosophy and the Crisis of Modernity: Essays and Lectures in Modern Jewish Thought. New York State, USA: SUNY Press. د کتاب پاڼې 466. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-79-142774-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Inwood, M. J. (2005). Honderich, Ted (المحرر). The Oxford Companion to Philosophy. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 408. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-926479-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Solomon, Robert C. (1999). Audi, Robert (المحرر). The Cambridge Dictionary of Philosophy. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 403. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-63722-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Cooper-Wiele, J. K., The Totalizing Act: Key to Husserl’s Early Philosophy (Dordrecht: Kluwer Academic Publishers, 1989).
  32. Kockelmans, J. K., Phenomenology and the Natural Sciences: Essays and Translations (Evanston: Northwestern University Press, 1970), p. 3.
  33. Joseph J. Kockelmans, "Biographical Note" per Edmund Husserl, at 17–20, in his edited Phenomenology. The Philosophy of Edmund Husserl and Its Interpretation (Garden City NY: Doubleday Anchor 1967).
  34. "Husserl Page: Husserl's Biography in Brief". www.husserlpage.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Joseph J. Kockelmans, "Biographical Note" per Edmund Husserl, at 17–20, in his edited Phenomenology. The Philosophy of Edmund Husserl and Its Interpretation (Garden City NY: Doubleday Anchor 1967).
  36. Spiegelberg, H. The Phenomenological Movement. A historical introduction. The Hague: Martinus Nijhoff, 2d ed. کينډۍ:ISBN. Vol. I, pp. 85–87. It was reported "from witnesses of Husserl's last days – that Husserl had something like a deathbed conversion." Spiegelberg (1971) at I:85.
  37. Spiegelberg, H., The Context of the Phenomenological Movement (Berlin/Heidelberg: Springer Science+Business Media, 1981), p. 134.
  38. Kockelmans, "Biographical Note" per Edmund Husserl, 17–20, at 17–18, in his edited Phenomenology (Doubleday Anchor 1967). Husserl's 'Philosophie der Arithmetik is further discussed here below.
  39. "Gerhart Husserl; by H. Pallard and R. Hudson". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ فبروري ۲۰۰۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Husserl Page: Husserl's Biography in Brief". www.husserlpage.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Cf., "Illustrative extracts from Frege's Review of Husserl's Philosophie der Arithmetik", translated by P.T.Geach, at 79–85, in Peter Geach and Max Black, editors, Translations from the Philosophical Writings of Gottlob Frege (Oxford: Basil Blackwell 1977).
  42. Edmund Husserl. Stanford Encyclopedia of Philosophy: What the exact impact this criticism by Frege may have had on Husserl's subsequent positions is the subject of debate. See below herein the section "Husserl and the Critique of Psychologism" and the subsection "Philosophy of Logic and Mathematics".
  43. Husserl's Logische, in its disentangling of psychology from logic, also served as preparation for the later development of his work in phenomenological reduction. Marvin Farber, "Husserl and Philosophical Radicalism. The ideas of a presuppositionless philosophy" 37–57 at 47–48, in Kockelmans, ed., Phenomenology (1967).
  44. Cf., Paul Ricœur, Husserl. An Analysis of His Phenomenology (Northwestern University 1967) at 29–30. Ricœur traces Husserl's development from the Logische Untersuchungen to his later Ideen (Ideas, 1913), as leading from the psychological to the transcendental, regarding the intuition of essences (which the methodology of the phenomenological reduction allows). The book Husserl contains translations of Ricœur's essays of 1949–1967.
  45. Husserl, Vorlesungen zur Phänomenologie des inneren Zeitbewusstseins (1928), translated as The Phenomenology of Internal Time Consciousness (Indiana University 1964).