ګوتلوب فريج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ګوتلوب فريج
(الماني: Friedrich Ludwig Gottlob Frege د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوتلوب فريج
ګوتلوب فريج

د شخص معلومات
زیږون نوم (الماني: Friedrich Ludwig Gottlob Frege د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۸ نومبر ۱۸۴۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 26 جولای 1925 (77 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر  د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۰][۱۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
فردريک لډوېګ ګوتلوب فریج “Friedrich Ludwig Gottlob Frege” (/ˈfreɪɡə/؛ الماني: [ˈɡɔtloːp ˈfreːɡə]؛ زوکړه: ۱۸۴۸ د نومبر ۸؛ مړينه: ۱۹۲۵ د جولای ۲۶) يو الماني فيلسوف، منطق پوه او رياضيپوه و. نوموړي د جينا پوهنتون “University of Jena” کې د رياضياتو د پروفيسور په توګه کار وکړ او زيات خلک يې د تحليلي فلسفې د پلار په توګه پېژني، چې د ژبې پر فلسفه، منطق او رياضياتو باندې تمرکز کوي. که څه هم د ژوند پر مهال يې ورته پام نه و شوی، مګر بيا هم ګيوسيپي پينو “Giuseppe Peano” (۱۸۵۸ – ۱۹۳۲)، بيرترېنډ رسل “Bertrand Russel” (۱۸۷۲ – ۱۹۷۰) او يو څه لډوېګ وېټګېنسټين “Ludwig Wittgenstein” د فيلسوفانو وروستيو نسلونو ته د نوموړي کار ور وپېژنده. فريج له ارستو راهيسې تر ټولو ستر منطقپوه او د رياضياتو د تل پاتې ژور پوهانو له ډلې څخه ګڼل کېږي. [۱۲][۱۳]

د نوموړې ونډې يا خدمتونه په “Begriffsschrift” کې د معاصر منطق پرمختګ او د رياضياتو په بنسټونو کې کار دي. د حساب بنسټونه “Foundation of Arithmetic” په نوم کتاب يې د منطق پلې پروژې اصلي متن دی او د مايلک ډممېټ “Michael Dummettt” له لورې د هغه ځای په توګه ياد شوی دی، چې د ژب پوهنې ګرځېدنه “Linguistic turn” په کې بيانېږي. د “On Sense and Reference” او “The Thought” په نومونو فلسفي مقالې يې هم په پراخه کچه ذکر شوي دي. مخکينۍ مقاله د معنا او تشرېحي اصالت دوه بېلابېلو ډولونو په اړه بحث کوي. په بنسټونو “Foundations” او “The Thought” کې نوموړی د روانپوهنيز اصالت يا اصول پالنې پر وړاندې د اپلاتون اصالت لپاره استدلال کوي، چې په ترتيب سره په عددونو او منطقي قياسونو پورې اړه لري. د رسل ‘Russel’ متناقضې وينا په بنسټونو کې د فريج پينځم بنسټيز قانون “Basic Law V” په ناسم ښودلو سره د منطق پلوۍ پروژه زيانمنه کړه.

ژوند[سمول]

کوچنيوالی (۱۸۴۸ – ۱۸۶۹ز)[سمول]

فريج په ۱۸۴۸ ز کال د ميکلينبرګ - شويرين “Mecklenburg-Schwerin” په وېسمار “Wismar” (د نني ميکلينبرګ-اورپوميرن برخه) کې وزېږېد. پلار يې کارل الکساندر فريج (۱۸۰۹ – ۱۸۶۶) د نجونو د يو عالي ښوونځي ګډ بنسټګر او د خپلې مړينې تر وخته د ياد ښوونځي سرمعلم و. د کارل له مړينې څخه وروسته د ښوونځي مشري د فريج مور اګسټي ويلهيلماين صوفيا فريج “Auguste Wilhelmine Sophia Frege” (کورنی نوم: بېلابلوتزکي “Billablotzky”؛ زوکړه: ۱۸۱۵ د جنوري ۱۲؛ مړينه: ۱۸۹۸ د اکتوبر ۱۴) کوله، چې مور يې (د فريج نيا) اګسټي اماليا ماريا بالهورن “Auguste Amalia Maria ballhorn” د فليپ ميلانکتن “Philipp Melanchthon” له نسل څخه وه او پلار يې جان هينريک سيګبريد بيلوبلوتزکي “Johann Heinrich Siedfried Biallblotzky” د پولنډي اشرافي کورنۍ له نسب څخه و، چې په ۱۷ پېړۍ کې يې پولينډ پرېښود. فريج د مارتين لوتر له لورې د رامنځته شوي پروتستانت مذهب پلوی يا لوتران و. [۱۴][۱۵][۱۶]

فريج په کوچنيوالي کې د فلسفو مخالفت وکړ، چې ښايي د نوموړي راتلونکی پوهنيز مسلک تر نفوذ لاندې راوړي. د بېلګې په ډول: د هغه پلار له ۹ څخه تر ۱۳ کلنۍ کوچنيانو لپاره د الماني ژبې يو درسي کتاب وليکه، چې سرليک يې « Hülfsbuch zum Unterrichte in der deutschen Sprache für Kinder von 9 bis 13 Jahren» و (دويم ټوک: وېسمار ۱۸۵۰؛ درېيم ټوک: وېسمار او لډوېګسلسټ: هېسټورف ۱۸۶۲) او «له ۹ څخه تر ۱۳ کالونو کوچنيانو ته د الماني د تدريس مرستندويه کتاب» ژباړل کېږي. د کتاب لومړۍ برخه د ژبې پر جوړښت او منطق راڅرخېده.

فريج په Große Stadtschule Wismar [de] کې زده کړې وکړې او په ۱۸۶۹ ز کال کې فارغ شو. د نوموړي ښوونکي ګسټاف اډولف ليو ساچسي “Gustav Adolf Leo Sachse” (زوکړه: ۱۸۴۳ د نومبر ۵؛ مړينه: ۱۹۰۹ د سپټمبر ۱) چې يو شاعر و، د فريج د راتلونکي پوهنيز مسلک په مشخص کولو کې تر ټولو مهم ونډه ولوبوله او نوموړی يې وهڅوه، چې د جينا پوهنتون “University of Jena” کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. [۱۷]

پوهنتون کې زده کړې (۱۸۶۹ – ۱۸۷۴ز)[سمول]

فريج د شمالي المان کنفدراسيون “North German Confederation” د يو تبعه په توګه د ۱۸۶۹ ز کال پسرلي کې د جينا پوهنتون کې په زده کړو بوخت شو. نوموړي د خپلو زده کړو په څلور سمسترونو کې د لکچرونو نږدې شل دورو کې ګډون وکړ، چې زياتره يې د رياضياتو او فزيک په اړه وو. خورا مهم ښوونکی يې ايرنسټ کارل ابي “Ernst Karl Abbe” (۱۸۴۰ – ۱۹۰۵ز؛ فزيکپوه، رياضيپوه او نوښتګر يا مخترع) و. ابي د جاذبې تيوري، د بټرۍ برېښنا او الکتروډيناميک، د يو پيچلي بدلېدونکي د دندو د پيچلي تحليل نظريې، د فزيک د کارونې ځايونو، د ميخانيک د ټاکل شويو ډولونو او د کلک يا جامدو شيانو د ميخانيک په اړه درسونه ورکړل. ابي “Abbe” د فريج لپاره له يو ښوونکي څخه زيات نږدې و: نوموړی يو باوري ملګری و او د “Carl Zeiss AG” په نوم د ليد پوهنې اړوند توکو توليدونکي شرکت د رئيس په توګه په داسې دريځ کې و، چې د فريج مسلک ته يې وده ورکوله. د فريج له فراغت څخه وروسته دواړو د ليک له لارې د پخوا په پرتله نږدې ليکنيزه اړيکه درلوده.

د پوهنتون د يادونې وړ نور استادان په دې ډول وو: عيسوي فليپ کارل سنيل ‘Christian Philipp Karl Snell” (۱۸۰۶ - ۱۸۸۶ز)، چې هندسه کې د بې کچې کوچني تحليل کارونه، د هوارو سطحو تحليلي هندسه، تحليلي ميخانيک، ليد پوهنه او د ميخانيک فزيکي بنسټونه مضمونونه يې تدريسول؛ هيرمېن کارل جوليوس تراوګوت شايفر ‘Hermann Karl Julius Traugott Schaeffer’ (۱۸۲۴ – ۱۹۰۰ز) چې د تحليلي هندسې، تطبيقي فزيک، الجبري تحليل او د ټلګراف او نورو برېښنايي ماشينونو په اړه يې درس ورکاوه او فيلسوف کنو فيشر ‘Kuno Fischer” (۱۸۲۴ – ۱۹۰۷ز) چې د کانټ پلوې “Kantian” او انتقادي فلسفې ښوونکی و.

فريج په ۱۸۷۱ ز کال “Gottingen” کې پيل کړيو زده کړو ته دوام ورکړ، چې الماني ويونکو سيمو کې د رياضياتو برخه کې مخکښ پوهنتون و او نوموړي په کې د رډولف فريدريک الفرد کليبسک “Rudolf Friedrich Alfred Clebsch” (۱۸۳۳ – ۱۸۷۲ز) د تحليلي هندسې، د “Ernst Christian Julius Schering” (۱۸۲۴ – ۱۸۹۷ز) د دندې نظريه، د ويلهيلم ايډوارد ويبر “Wilhelm Eduard Weber” (۱۸۰۴ – ۱۸۹۱ز) د فزيکې څېړنو او تطبيقي فزيک، د ايډوارد ريکي “Eduard Riecke” (۱۸۴۵ – ۱۹۱۵ز) د برېښنا تيوري او د هيرمان لوټزي ‘Hermann Lotze’ (۱۸۱۷ – ۱۸۸۱ز) د مذهب فلسفې درسونو کې ګډون وکړ. د رسېدلي يا بالغ فريج زيات فلسفي اصول د لوتزي له اصولو سره برابر دي؛ دا د زده کړييزې مناظرې موضوع ده، چې ايا د فريج پر نظرياتو باندې د لوتزي په بيانونو کې د نوموړي د ګډون مستقيم اغېز و او که نه.

فريج په ۱۸۷۳ ز کال کې د ارنست عيسوي جوليوس سچيرنګ “Ernst Christian Julius Schering” تر لارښوونې لاندې خپله دوکتورا تر لاسه کړه، چې د پايليک سرليک يې "Ueber eine geometrische Darstellung der imaginären Gebilde in der Ebene" (په يوه هواره سطحه کې د خيالي بڼو هندسي وړاندې کول) و او نوموړي په کې هندسه کې د هغسې بنسټيزو ستونزو حل کول په نښه کول، لکه څرنګه يې چې د انځوریزې هندسې بې کچې (بې نهايت) توپير لرونکې رياضيکي ژباړه ورته اشاره کوي.  

فريج له مارګاريت کترينا صوفيا انا ليسيبيرګ “Margarete Katharina Sophia Anna Lieseberg” (زوکړه: ۱۸۵۶ د فبروري ۱۵، مړينه: ۱۹۰۴ د جون ۲۵) سره د ۱۸۸۷ ز کال د مارچ پر ۱۴ نېټه واده وکړ. [۱۸]

د منطقپوه په توګه کار[سمول]

که څه هم د نوموړي زده کړې او لومړني ریاضيکي کار په لومړيو کې پر هندسه باندې تمرکز وکړ، مګر ډېر ژر يې منطق ته مخه وکړه. د Begriffsschrift, eine der arithmetischen nachgebildete Formelsprache des reinen Denkens [مفهوم-لاسي ليک: د حساب پر بنسټ موډل شوي سوچه فکر لپاره يوه رسمي ژبه]، د ۱۸۷۹ ز کال [۱۹]

په پايله کې فريج رښتينی ثابتونکی منطق رامنځته کړ او په دې برخه کې د اندازه شويو بدلېدونکو “quantified variables” په نوم خپلې اختراع څخه منندوی و، چې په پای کې د رياضياتو او منطق په هره برخه کې موجود و او د ګڼ عموميت ستونزه يې حل کړه. پخوانی منطق پر منطقي ثابت يا نه بدلېدونکو باندې راڅرخېده او يا که چېرې ... نو ... کېږي، نه ځينې او ټول، مګر له يو ځای څخه بل ته د دې عمليو او په ځانګړي ډول د «هر هلک تر يوه بريده له نجلۍ سره مينه لري» او «نجلۍ تر يوه بريد د هر هلک خوښېږي» غوندې غونډله يوازې په خورا مصنوعي ډول وړاندې کېدلی شي، په داسې حال کې چې د فريج اصول پالنې د «هر هغه هلک چې تر يوه بريده له نجلۍ سره مينه لري، چې تر يوه بريده له هلک سره مينه لري، چې تر يوه بريده له نجلۍ سره مينه لري؟» او د نوموړي د «هر هلک کم عقل دی» وينا سره په بشپړ برابروالي کې د ورته غونډلو د بېلابېلو لوستنو په څرګندولو کې هيڅ ستونزه نه درلوده.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119035228 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119035228 — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Gottlob-Frege — subject named as: Gottlob Frege — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dj6zwk — subject named as: Gottlob Frege — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/frege-friedrich-ludwig-gottlob — subject named as: Friedrich Ludwig Gottlob Frege — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0028197.xml — subject named as: Gottlob Frege — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3038 — subject named as: Gottlob Frege — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22119 — subject named as: Gottlob Frege — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=20547 — subject named as: Gottlob Frege — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119035228 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/5721699
  12. "Frege". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  13. Wehmeier, Kai F. (2006). "Frege, Gottlob". Encyclopedia of Philosophy (2) 3. Macmillan Reference USA. ISBN 0-02-866072-2. 
  14. Lothar Kreiser, Gottlob Frege: Leben – Werk – Zeit, Felix Meiner Verlag, 2013, p. 11.
  15. Arndt Richter, "Ahnenliste des Mathematikers Gottlob Frege, 1848-1925"
  16. Frege: A Philosophical Biography. Cambridge University Press. 4 April 2019. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521863278. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dale Jacquette, Frege: A Philosophical Biography, Cambridge University Press, 2019, p. xiii.
  18. Dale Jacquette, Frege: A Philosophical Biography, Cambridge University Press, 2019, p. xiii.
  19. Susanne Bobzien published in 2021 a work provocatively titled "Frege plagiarized the Stoics": Bobzien S., - In: Themes in Plato, Aristotle, and Hellenistic Philosophy, Keeling Lectures 2011-2018, p.149-206; Zalta, Ed, Frege, Stanford Encyclopedia of Philosophy