ايډيت سټاين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايډيت سټاين
(الماني: Edith Stein د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ايډيت سټاين
ايډيت سټاين

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ اکتوبر ۱۸۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 9 اگسټ 1942 (51 کاله)[۱][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نظربندۍ مقام د اجباري کار اشویتس کمپ [۱۴]  د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت جرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استاذہ اډمنډ هسل   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
زده کړه
لمونځ   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ايډيټ سټاين (مذهبي نوم يې Saint Teresia Benedicta a Cruce ؛ د Saint Teresa Benedicta of the Cross  او Saint Edith Stein په نومونو هم پېژندل کېږي( ۱۲ اکتوبر ۱۸۹۱ – ۹ اګست ۱۹۴۲ز کال) يوه المانۍ يهودۍ فيلسوفه وه، چا چې مسيحي مذهب ومانه او پښې ابلې کارنيليت راهبه شوه (Discalced هغه مسيحي راهبې ته ويل کېږي چې پښې تورې ګرځي يا يواځې چپلې پښو کوي، د مسيحي مذهب يو نظم دی). هغه د سپيڅلې کاتوليکې کليسا يوه شهيده او قديسه پېژندل شوې؛ هغه همدا راز د اروپا يوه له شپږو ملاتړو بزرګانو څخه ده.

هغه په یوه مذهبپاله يهودي کورنۍ کې زېږېدلې وه، خو په تنکۍ پېغلتوب کې په «اګنوستي» بدله شوه. په ۱۹۱۵ز کال کې د لومړۍ نړيوالې جګړې له ناورين څخه اغېزمنه شوه، هغې د مرستيالې رنځورپالۍ لپاره درسونه وويل او د عفونيتي ناروغيو په يو روغتون کې يې کار وکړ. په ۱۹۱۶ز کال کې د «فرايبرګ» په پوهنتون کې د خپلې دوکتورا د رسالې له بشپړولو وروسته، نوموړې په همدې پوهنتون کې مرستيالي تر لاسه کړه.

د کارملايټ نظم د سمونپال د «ايويلا» د «سينټ ټريسا» د ژوند له لوستلو څخه، ايډيت سټاين مسيحي عقيدې ته راکش شوه. هغې ته د ۱۹۲۲ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په کاتوليکه کليسا کې مذهبي غسل ورکړل شو. په دې وخت کې هغې غوښتل چې پښې ابلې کارنيليت راهبه شي، خو د هغې روحاني پالونکي «بيرون ارچابي» په مټ له دې کاره واوښته. له دې وروسته هغې په «سپاير» کې د زده کړې په يو کاتوليک ښوونځي کې استادي وکړه. د دولتي مامورينو لپاره د «اریايي تاييد» (د دې تاييد چې دا شخص له اريايي نسل څخه دی) د اړتيا په پايله کې، کوم چې د ۱۹۳۳ز کال په اپريل کې نازي حکومت د مسلکي مدني خدماتو د بيا پر ځای کولو د قانون د برخې په توګه نافذ کړی و، هغه اړ شوه چې خپله دنده خوشې کړي. [۱۷]

ايډيت سټاين د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د کولون په پښې ابله کارميليټ عبادتځای کې د کليسا د خدمت د نوې نوماندې په توګه ومنل شوه، د ۱۹۳۴ز کال د اپريل په مياشت کې يې نوې کار کوونکې په توګه مذهبي عادت خپل کړ، «ټريسيا بينيډکټا کروس» يې د نوي نوم په توګه غوره کړ (ټريسا يې د ايولا د سینټ تريسا په ياد کې، بينيډکټا يې د نرسيا د سينټ بينيډکټ په وياړ و). هغې په ۱۹۳۵ز کال د اپريل په يوويشتمه نېټه خپله لنډمهالې لوړې او د ۱۹۳۸ز کال د اپريل په يو وېشتمه نېټه تلپاتې لوړې تر سره کړې.

په همدې کال، «ټريسا بينيډکټا» يوه «کروس» او د هغې بيالوژيکي خور «روسا» چې هغه مهال يې نوی دين منلی او بهرنۍ وه (د رهبانيت درېيمه درجه، چا به چې له خانقا څخه دباندې د ټولنې اړتياوې سمبالولې)، د دوی د خونديتابه په موخه، د هالنډ په «ايکټ» کې کارميلأيټ خانقا ته واستول شوې. د ۱۹۴۲ز کال د جولای په شپږ وېشتمه نېټه، د هالنډي اسقفانو د مذهبي لارښونو د ليک په ځواب کې، په کوم کې چې له يهوديانو سره د نازيانو چلند د اصلي موضوع په توګه ځای کړای شوی و، د يهودي اصليت ټول تعميد شوي کاتولیکان (د پوليسو د راپور تر مخې ۲۴۴ تنه) د ګيسټاپو له خوا د راتلونکې يکشنبې په ورځ يعنې د ۱۹۴۲ز کال د اګست په دويمه نېټه، ونيول شول.دوی د «اشويتس» اجباري پنډغالي ته واستول شول، چېرته چې دوی د ۱۹۴۲ز کال د اګست په نهمه نېټه د ګاز په يوه خونه کې ټول ووژل شول.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ايډت سټاين د ښکته سيلزي په برسلاو کې (اوس وروتسواو، پولنډ) زېږېدلې وه، کورنۍ يې سخت دريځه يهودۍ وه. هغه د يوولسو خوېندو وروڼو تر ټولو کشره وه، نوموړې په «يوم کيپر» (يوم الغفران) کې زېږېدلې وه، کومه چې د عبري جنترۍ تر ټولو سپېڅلې ورځ ده، له همدې امله نوموړې په مور زیاته ګرانه وه. هغه له وړتياوو مالامال ماشوم و، په داسې يو کور کې يې زده کړې وکړې، چېرته چې د هغې مور د تنقيدي فکر کولو هڅونه کوله، هغې د خپلې مور د پياوړي مذهبي عقيدې ستاينه کوله. خو سټاين په نوي پېغلتوب کې په «اګنوسټیک» بدله شوه.[۱۸]

که څه هم پلار يې هغه مهال مړ شو، چې نوموړې کشره وه، د هغې کونډه مور پرېکړه کړې وه، چې خپلو بچيانو ته بشپړه زده کړه برابره کړي، له همدې امله يې اډيټ بريسولاو ته واستوله چې په « Schlesische Friedrich-Wilhelms-Universität» کې زده کړه وکړي. په نولس کلنۍ کې، سټاين له خپلې کورنۍ سره هغه کور ته ولاړه چې مور يې په بريسولاو کې رانيولی و، د کوم یادونه چې هغې وروسته په خپل ژوندليک کې کړې ده. اوسمهال، د ايډيټ سټاين کور په يو موزیوم بدل شوی چې د سټاين د کورنۍ تاریخ ته ځانګړی کړای شوی دی.

علمي مسلک[سمول]

د ۱۹۱۳ز کال د اپريل په مياشت کې، سټاين د ګونتن پوهنتون ته ورسېده، تر څو له «ايډمونډ هسرل» سره د دوبي سمستر ولولي. د سمستر په پای ته رسېدلو سره هغې پرېکړه کړې وه چې له «هسرل» سره په فلسفه کې د دوکتورا سند ولولي او «خواخوږي» يې د خپلې رسالې د عنوان په توګه ټاکلې وه. د ۱۹۱۴ز کال د جولای په مياشت کې دهغې زده کړې د لومړۍ نړيوالې جګړې د پيل له امله له خنډ سره مخ شوې. وروسته هغې په ۱۹۱۵ز کال کې د جګړې پر مهال د سره صليب د رضاکارې رنځورپالې په توګه په « Mährisch Weißkirche» د عفونيتي ناروغيو په يو روغتون کې کار وکړ. په ۱۹۱۶ز کال کې، سټاين د «فرايبرګ» پوهنتون ته ولاړه، تر څو د خواخوږۍ په  هکله خپله رساله بشپړه کړي. له فرايبرګ څخه د خپل سند له تر لاسه کولو څخه لږ وخت مخکې هغې موافقه وکړه چې په همدې پوهنتون کې د «هسرل» مرستياله شي. د هغې د رسالې عنوان و « Das Einfühlungsproblem in seiner historischen Entwicklung und in phänomenologischer Betrachtung » (د خواخوږۍ ستونزه، څنګه چې له تاریخي اړخه منځ ته راغلی او د ښکارنده پېژندنې له اړخه د پام وړ ګرځېدلې)، دې رسالې ته په فلسفه کې د دوکتورا سند او تر څنګ يې د امتياز وياړ ورکړل شول. له دې وروسته سټاين د «فرايبرګ» د پوهنځي غړې شوه، چېرته چې هغې تر ۱۹۱۸ز کال پورې د «هسرل» د مرستيالې استادې په توګه کار وکړ، څوک چې همدې ادارې ته د تبديل شوی و. په ۱۹۱۹ز کال کې د «ګوټنګن» پوهنتون د هغې د وړتيا رساله رد کړه. که څه هم سټاين د دوکتورا په ازموينه کې له امتياز سره بريالۍ شوې وه، د هغې د وړتيا تر لاسه کولو هڅې د دې حقيت له امله له ناکامۍ سره مخامخ شوې چې هغه يوه ښځه وه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د هغې د وړتیا د رد شوې رسالې نوم « Beiträge zur philosophischen Begründung der Psychologie und der Geisteswissenschaften» (له فلسفي بنسټو سره د روان پېژندنې او بشري علومو مشارکت) و، کوم چې به ۱۹۲۲ز کال کې به « Jahrbuch für Philosophie und phänomenologische Forschung » کې خپور شوی و. هغه د يوې رښتياپالې ښکاره پېژندونکې په توګه ډلبندي شوې ده.[۲۳][۲۴]

په داسې حال کې چې سټاين له مخکې څخه له کاتوليکۍ سره اړيکې درلودې، په ۱۹۲۱ز کال کې په «بيډ برګزبرن» کې د دوبي د رخصتيو پر مهال د «ايويلا» د «ټريسا» صوفۍ د ژوندليک لوستل و چې هغه يې د مذهب بدلولو ته وهڅوله او په پايله کې ورسره دا هيله پيدا شوه چې د يوې پښې ابلې کارملايټ ژوند غوره کړي. د ۱۹۲۲ز کال د جنورۍ په لمړۍ نېټه مذهبي غسل ورکړل شول او خپلو مذهبي سلاکارانو له دې اقدام څخه راوګرځوله چې سمدستي د کارملايټ راهبې په توګه د پټې او ايسارې راهبې په ژوند کې د ننوتلو هڅه وکړي. سټاين له ۱۹۲۳ ز کال څخه تر ۱۹۳۱ز کال پورې د «سپير» په ډومينيکي راهبانو په ښوونځي کې د استادۍ دنده تر لاسه کړه. په همدې ځای کې سټاين د «تاماس ايکيناس» « Aquinas' De Veritate» (د رښتيا) الماني ژبې ته وژباړه، په عموم کې يې له کاتولیکې فلسفې سره ځان بلد کړ او هڅه يې وکړه چې د خپل پخواني استاد «هسرل» ښکارنده پېژندنه تر «تاماسيزم» پورې ورسوي. هغې د ۱۹۲۹ز کال په اپريل کې له «هسرل» او «هايډيګر» سره وکتل، دا هغه کال و چې «هايډيګر» «هسرل» ته د هغه په اويایمه کليزه وينا وکړه. په ۱۹۳۲ز کال کې، هغه په «مونسټر» کې د کاتوليکې  کليسا اړوند په تعليمي مؤسسه کې په کار پيل وکړ، خو يهودي ضد قوانينو چې د نازي حکومت له خوا تصويب شوي وو، هغه اړ کړه چې په ۱۹۳۳ز کال کې له خپلې دندې استعفاء وکړي. «پاپ پيوس» يوولسم ته په يو ليک کې هغې د نازي حکومت غندنه وکړه او له پاپ يې هم وغوښتل چې په ښکاره ډول د دې حکومت غندنه وکړي،«تر څو د عيسی مسيح له نوم څخه ناوړه ګټې اخستنې ته پای ورکړی».

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118617230  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Edith-Stein — subject named as: Edith Stein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c5784q — subject named as: Edith Stein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Edith Stein — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Stein,_Edith — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Edith Stein — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=26000 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/stein-edith — subject named as: Edith Stein
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Edith Stein — Ökumenisches Heiligenlexikon ID: https://www.heiligenlexikon.de/BiographienE/Edith_Stein.html — سرليک: Ökumenisches Heiligenlexikon
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GCatholic person ID: http://www.gcatholic.org/p/67234 — subject named as: Edith Stein
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064098.xml — subject named as: Edith Stein — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3949 — subject named as: Edith Stein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=18171 — subject named as: Edith Stein
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/12737 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/2796/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Auschwitz Prisoners Database ID: http://base.auschwitz.org/wiezien.php?lang=en&ok=osoba&id_osoba=219061 — د نشر نېټه: ۱۰ مې ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000006242 — subject named as: Edith Stein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/5517155
  17. Teresa de Ávila, Libro de la vida
  18. "Teresa Benedict of the Cross Edith Stein". Vatican News Service. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Elisa Magrì, Dermot Moran (eds.), Empathy, Sociality, and Personhood: Essays on Edith Stein's Phenomenological Investigations, Springer, 2018, p. 12.
  20. Stein, Edith, Saint, 1891-1942. On the problem of empathy (الطبعة Third Revised). Washington, D.C. OCLC 19324020. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-935216-11-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  21. Edith Stein – History of Women Philosophers and Scientists
  22. Edith Stein entry by Thomas Szanto, Dermot Moran په سټانفورډ فلسفي پوهنغونډ کې
  23. Cibangu, Sylvain K.; Hepworth, Mark (April 2016). "The uses of phenomenology and phenomenography: A critical review". Library & Information Science Research (په انګلیسي ژبه کي). 38 (2): 150. doi:10.1016/j.lisr.2016.05.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lebech, Mette. "Study Guide to Edith Stein's Philosophy of Psychology and the Humanities" (PDF). Faculty of Philosophy, NUIM, Maynooth. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)