ایډیالیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

په فلسفه کې د ایډیالیزم اصطلاح میتافزیکي لیدلوري په ګوته او تشرېح کوي، کوم چې ادعا کوي چې واقعیت د انسان له درک او  ادراک نه د نه تشخیص وړ او نه بېلیدونکی دی. واقعیت یوه ذهني جوړونه ده چې له ایډیاګانو سره نږدې اړیکې لري. ایډیالیستي لیدلوري په دوو برخو وېشل کېږي: (۱) ذهني ایډیالیزم، دا وايي چې یو مادي شی یوازې تر هغه بریده پورې شته چې یو انسان هغه درک کولای شي او (۲) عیني ایډیالیزم، چې د یوې عیني خبرتیا شتون وړاندیزوي چې د انسان له خبراوي نه وړاندې او په خپلواکه توګه سره وجود لري، له همدې کبله د همدې شي شتون د انسان له درک څخه خپلواک دی. [۱]

فیلسوف جورج برکلي وايي چې د یوه شي ماهیت دا ده چې درک شي. په مقابل کې، امانویل کانټ بیا وايي چې ایډیالیزم د شیانو په شتون پورې اړه نه لري، خو د مکان او زمان په څېر له شیانو څخه زموږ «د بیاښودلو موډونه» بیا هغه «ټاکوونکي موارد نه دي چې په خپله شیانو پورې اړه لري»، بلکې هغه د انسان د ذهن بنسټیزې ځانګړنې دي. د «استعلايي ایډیالیزم» په فلسفه کې، کانټ وړاندیز کوي چې د تجربې شیان د انسان په ذهن کې د لیدونکو شیانو پر شتون باندې ولاړ دی او په خپله د توکو ماهیت له انساني تجربې څخه بهر دی او نشي کېدای چې د ډلبندیو له کارولو پرلته یې تصور وکړو، کوم چې انساني تجربې ته د واقعیت جوړښت ورکوي.[۲]

د معرفت پېژندنې له اړخه، ایډیالیزم د هر هغه څه د پېژندنې د امکان په اړه چې د انسان له ذهن نه خپلواک وي، له فلسفي شک او تردید سره مل دی. د هستې پېژندنې له اړخه، ایډیالیزم ادعا کوي چې د توکو شتون د انسان له ذهن سره تړاو لري؛ له همدې کبله د هستې پېژندنې ایډیالیزم د فزیکي پالنې او دوه ګونې پالنې لیدلوري ردوي، ځکه چې هر لیدلوری د انسان د ذهن لپاره د هستې پېژندنې اولویت قایل نه دی. د ماټریالیزم پر وړاندې، ایډیالیزم د خبراوي یا اګاهي اولویت د پدیدو د سرچینې یا اړتیا په توګه مطرح کوي. ایډیالیزم پر دې اند دی چې د (ذهن) اګاهي یا خبراوی د مادي نړۍ منشاء ده. [۳][۴]

هندي او یوناني فیلسوفانو هغه لومړني استدلالونه وړاندې کړل چې ویل یې د تجربې نړۍ له فزیکي نړۍ څخه د ذهن د درک له مخې ولاړ دی. هندو ایډیالیزم او یوناني نیوافلاطونیزم د یوې پراخې اګاهي لپاره د واقعي ماهیت په توګه پانانتیستي استدلالونه، د واقعیت د ریښتیني زمیني په توګه وړاندې کړل. په مقابل کې، د یوګاګارا مکتب، چې له میلاد را وروسته د په څلورمه پېړۍ کې د هند د ماهایانا بودیزم په منځ کې رامنځته شو، خپل ایډیالیزم «یوازې ذهن» یې تر زیاته بریده پورې د شخصي تجربې د پدیده اې تحلیلونو له مخې ودراوه. دا د ذهني تجربه ګرانو پر لورې یو چرخش و لکه جورج برکلي، چا چې ایډیالیزم په ۱۸مه پېړۍ کې په اروپا کې د ماټریالیزم پر وړاندې د شکاکانه استدلالونو په کارولو سره را ژوندی کړ. د امانویل کانټ په پیلیدو سره، جرمني ایډیالیستان لکه ګیورګ ویلهلم فریډریش هیګل، یوهان ګوتلیب فیشته، فریډریش ویلهلم جوزیف شلینک او ارتور شوپنهاور د ۱۹ مې پېړۍ پر فلسفې باندې مسلط وو. دغه دود، چې د ټولو پدیدو پر ذهني شخصیت یا (ایډه ال) باندې یې ټینګار درلود، د بریتانیا له ایډیالیزم نیولې تر پدیدارګرايي او اګزیسټانسیالیزم پورې ټول ایډیالیتسي او ذهني ښوونځي يې رامنځته کړل.[۵][۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Idealism | philosophy". Encyclopædia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Guyer, Paul; Horstmann, Rolf-Peter (2019), "Idealism", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Winter 2019), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Daniel Sommer Robinson, "Idealism", Encyclopædia Britannica
  4. Embree, Lester; Nenon, Thomas, المحررون (2012). Husserl's Ideen (Contributions to Phenomenology). Springer Publishing. د کتاب پاڼې 338. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789400752122. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ludwig Noiré, Historical Introduction to Kant's Critique of Pure Reason
  6. Zim, Robert (1995). Basic ideas of Yogācāra Buddhism. San Francisco State University. Source: [۱] (Retrieved 18 October 2007).