فرانز بواس
| فرانز بواس | |
|---|---|
| [[language|]]: Franz Boas | |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم | [[language|]]: Franz Uri Boas |
| پيدايښت | ۹ جولای ۱۸۵۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
| مړینه | 21 ډېسمبر 1942 (84 کاله)[۱][۱۰][۲][۴][۵][۶][۱۱][۸][۹] نيويارک [۱۲][۱۳] |
| د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
| تابعیت | |
| رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
| عملي ژوند | |
| استاد | ويلهم ونډت |
| ڈاکٹری شاگرد | مارګارېت مید |
| کار/مسلک | فیلسوف |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲]، جرمني ژبه |
| د کړنې څانګه | وګړپوهنه |
| کار ورکوونکی | کولمبيا پوهنتون |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
| سمول |
|
فرانز يوري بواس (زوکړه: ۱۸۵۸ د جولای ۹، مړينه: ۱۹۴۲ د ډسمبر ۲۱) په المان زېږېدلی امريکايي انسان پېژندونکی او د معاصرې انسان پېژندنې مخکښ و، چې «د امريکا د انسان پېژندنې پلار» بلل شوی دی. د نوموړي کار د تاريخي ځانګړتوب او کلتوري نسبيت په څېر له پېژندل شويو خوځښتونو سره تړاو لري. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
بواس چې المان کې يې زده کړې کولې، په ۱۸۸۱ز کال د فزيک برخه کې د دوکتورا سند ورکړل شوی و، په داس حال کې چې د جغرافيې برخه کې يې هم زده کړې کولې. نوموړي له دې څخه وروسته شمالي کاناډا ته د جغرافيې برخې په يو علمي سفر کې ګډون وکړ، چې نوموړی په کې د بافين ټاپو “Baffin Island Inuit” له کلتور او ژبې سره لېواله شو. هغه د ارام سمندر د شمال لويديځ له بومي کلتورونو او ژبو سره د ساحوي کار کولو په موخه سفر وکړ. په ۱۸۸۷ز کال کې نوموړی متحده ايالتونو ته کډوال شو، چې هلته يې په لومړيو کې سمېتسونيين کې د موزيم د مشر په توګه کار وکړ او په ۱۸۹۹ زکال په کولمبيا پوهنتون کې د انتروپولوژي يا انسان پېژندنې يو پروفيسور شو، چې د مسلک تر پايه همدلته پاتې شو. بواس د خپلو زده کونکو له لارې چې ډېری هغوی يې د خپل لارښود له لورې د انتروپولوژي د هڅول شويو څانګو او د څېړنې خپرونو د رامنځته کولو په موخه هلته لاړل، نوموړي د امريکا د انسان پېژندنې پر پراختيا ژوره اغېزه وکړه. ای ال کرويبير “A. L Kroebere”، رت بينيډېکټ “Ruth Benedict”، ايډوارډ ساپېر “Edward Sapir”، مارګرېت ميډ “Margaret Mead”، زورا نيلي هرسټن “Zora Neale Hurston” او ګېلبيرټو فريري “Gilberto Freyre” د نوموړي د پام وړ ډېری زده کونکو له ډلې څخه دي. [۱۹]
بواس د هغه وخت د پوهنيز توکمپالنې د نامتو نظريو د خورا نامتو مخالفينو له ډلې څخه و او دا هغه نظریه وه، چې له مخې يې توکم يا نژاد يوه بيولوژيکي مفکوره ده او کړه وړه د بيولوژيکي ځانګړتياوو د ډول پوهنې له لارې په خورا ښه ډول درک کېږي. د بدن د هډوکو د جوړښت يا اسکلېټ اناتمي د لار ماتونکو څېړنو په يوه لړۍ کې، نوموړي څرګنده کړه چې د جمجمې بڼه او اندازه د روغتيا او تغذيې په څېر چاپيريالي عواملو پر بنسټ د بدلون يا توافق لوړه وړتيا لري او د نوموړي دا پايله د وخت د توکميزو انسان پېژندونکو له هغو ادعاوو سره په ټکر کې وه، چې له مخې يې د سر شکل يا بڼه يوه ثابته توکميزه ځانګړتيا وه. بواس د دې په ډاګه کولو لپاره هم کار وکړ، چې انساني چلند کې توپيرونه په اصل کې د طبيعي بيولوژيکي حالتونو له مخې نه مشخص کېږي او په پراخه کچه د ټولنيزې زده کړې له لارې د تر لاسه شويو کلتوري توپيرونو پايله ده. بواس په دې ډول، کلتور د انساني ډلو تر منځ چلند کې د توپيرونو د روښانه کولو لپاره د اصلي مفکورې او د انسان پېژندنې د مرکزي تحليلي مفکورې په توګه وړاندې کړ. [۲۰][۲۱][۲۲]
د انسانپوهنيز فکر برخه کې د بواس د اصلي ونډو له ډلې يوه يې د کلتور د څېړنې برخه کې د هغه وخت د نامتو تکاملي کړو وړو نه منل وو، چې د ټولو ټولنو په اړه يې فکر کاوه، چې د يو لړ ټيکنالوژيکي او کلتوري پړاوونو له لارې وده کوي او د لويديځې اروپا کلتور يې په سر کې ځای لری. بواس استدلال وکړ چې کلتور د خلکو د ډلو د غبرګونونو او د نظرونو د خپرېدلو له لارې په تاريخي ډول وده کړې ده او په پايله کې د پرله پسې [دوامداره] لوړو کلتوري بڼو پر لوړ هيڅ بهير نه شته. دا پوهه د دې لامل شوه، چې بواس د پړاو پر بنسټ د رامنځته شوي، ټيکنالوژيکي موزيمونو ترتيب ونه مني او پر ځای يې توکي د کلتوري ډلو د نږدېوالي او خپلوۍ پر بنسټ نندارې ته وړاندې کړي.
بواس د کلتوري نسبيت نظريه هم وړاندې کړه، چې له مخې يې کلتورونه د لوړ يا ټيټ، يا غوره او ډېر سم په توګه په واقعي ډول نه شي ډلبندي کېدلی، مګر دا چې ټول انسانان نړۍ ته د خپل کلتور له عدسيې څخه ګوري او په کلتوري ډول د دوی د تر لاسه شويو معيارونو له مخې يې په اړه قضاوت کوي. د نوموړي لپاره د انسان پېژندنې موخه په هغه لاره پوهېدل وه، چې کلتوري شرايطو پورې تړلي خلک په کې په بېلابېلو لارو چارو نړۍ وپېژني او پر وړاندې يې غبرګون تر سره کړه؛ چې د دې کار د کولو لپاره د څېړل شويو خلکو د ژبې او کلتوري معيارونو په اړه د پوهې تر لاسه کول اړين وو. بواس د دودونو د کلتوري بدلون له څېړنې (توکمپونې) او د ناليکل شويو بومي ژبو له څېړنې (تشرېحي ژب پوهنې) سره د لرغون پېژندنې د لارو چارو، د مادي کلتور او تاريخ د څېړنې، فزيکي انسان پېژندنې يانې انساني اناتومي کې د بدلون څېړنې په يو ځای کولو سره، د انتروپولوژي څلور ساحوي فرعي وېش رامنځته کړ، چې ۲۰ ز پېړۍ کې د امريکا د انتروپولوژي برخه کې نامتو شو. [۲۳]
د ژوند لومړي کالونه او زده کړې
[سمول]فرانز بواس د ۱۸۵۸ز کال د جولای په ۹ د ويسټفاليا په مېندين سمه کې زېږېدلی دی او چې د سوفي ميير او ميېر بواس زوی دی. که څه هم نيا او نيکه يې يهوديت په پام کې نيوه، مګر مور او پلار يې د معاصرې الماني ټولنې د خپلولو په ګډون د روښانتيا ارزښتونه ومنل. د بواس مور او پلار لوستي، بډايه او لېبرال فکره وو او هيڅ ډول ديني عقيده يې نه خوښېده. د نوموړي په ژوند يو مهم اغېز لرونکی شخص ابراهم يعقوبي و، چې د هغه د مور اوښی او د کارل مارکس ملګری و او د دې سربېره يې نوموړي ته د مسلک په اوږدو کې سلا ورکوله. د دې له امله بواس ته خپلواکي ورکول شوې وه، چې د ځان په اړه فکر وکړي او د خپلې خوښې او لېوالتيا برخې وڅاري. هغه د ژوند په لومړيو کې د طبيعت او طبيعي پوهو دواړو برخو کې يو ډول لېوالتيا ښکاره کړه. نوموړي په لفظي ډول د يهوديت مخالفت وکړ او عيسوي کېدل يې ونه منل، مګر ځان يې د يهودي په توګه هم ثابت نه کړ. په هر حال، د دې موضوع په اړه د بواس زده کونکي رت بونزيل “Ruth Bunzel” بحث کړی دی او هغه يې «اصلي پروتستانت» بللی دی، چې د نورو ټولو شيانو په پرتله يې خپلواکۍ ته ارزښت ورکاوه. د بواس د ژوند ليکونکي له نظره، «هغه له الماني توکم څخه و او امريکا کې يې المانی کلتور او ارزښتونو ته پام کاوه او همدوی ته يې وده ورکوله». د خپل ژوندليک په يوه خاکه يا لنډيز کې بواس وليکل: [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
زما د لومړني فکر شاليد الماني کور يا ټاټوبی و، چې د ۱۸۴۸ زکال د اوښتون خيالونه په کې ژوندی ځواک و. زما پلار لېبرال و، مګر په عامه چارو کې فعال نه و؛ زما مور يوه فکري يا خيال پلوې مېرمن وه، چې عامه مسائيلو سره يې ژوندۍ لېوالتيا درلوده او زما په اصلي ټاټوبي کې د نږدې ۱۸۵۴ز کال د وړوکتون بنسټګره وه. زما مور او پلار د ديني عقيدې د کړۍ له لارې يو له بل څخه بېل شوې وو. زما پلار د خپل پلارني ټاټوبي د مراسمو په اړه احساساتي مينه ساتلې وه، پرته له دې چې اجازه ورکړي چې فکري ازادي يې اغېزمنه کړي. [۲۸]
له وړوکتون څخه وروسته، بواس د طبيعي تاريخ برخه کې زده کړې وکړې او دا مضمون يې د خوښې و. نوموړي په جمنازيوم کې د نباتاتو د جغرافيوي وېش په اړه د خپلې څېړنې له امله زيات وياړلی و. [۲۹]
کله يې چې د پوهنتون زده کړې پيل کړې، د يو سمستر لپاره يې هيډيلبيرګ پوهنتون کې ګډون وکړ او ورپسې يې څلور دورې بن پوهنتون “Bonn University” کې زده کړې وکړې، چې دواړو ښوونځيو کې يې فزيک، جغرافيه او رياضيات يې په کې ولوستل. نوموړي په ۱۸۷۹ز کال هيله څرګنده کړه، چې د هيرمان اون هيلمهولټز “Hermann von Helmholtz” تر لاس لاندې د فزيک لوستلو په موخه برلين پوهنتون ته ځان بدل کړي، مګر د کورنيو لاملونو له امله يې د برلين پوهنتون پر ځان د کييل پوهنتون “University of Kiel” ته ځان بدل کړ. په کييل پوهنتون کې يې غوښتلي وو، چې د خپلې ډاکترۍ درجې د تر لاسه کولو په موخه د پايليک يا ډيزرټېشن لپاره د سي اف ګاوس “C. F Gauss” د عادي وېش او تېروتنو د قانون په رياضيکي موضوع باندې تمرکز وکړي، مګر په پای کې يې د دوکتورا د لارښود استاد فزيکپوه ګوسټاف کارسټين “Gustav Karsten” له لورې، د اوبو د ليدلو وړ ځانګړتياوو په اړه ورته غوره شوې موضوع په اړه بايد کار کړی وی. بواس د اوبو د رنګ د ادراک برخه کې ونډې “Contributions to the Perception of the Color of Water” تر سرليک لاندې د خپلې دوکتورا پايليک بشپړ کړ، چې اوبو کې د رڼا جذب، غبرګون يا انعکاس او قطبي کېدنه يې وڅېړل او په ۱۸۸۱ز کال د فزيک برخه کې د دوکتورا سند ورکړل شو. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118512153 — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12028994f — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Franz-Boas — سکالو پېژند: Franz Boas — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pv6hhv — سکالو پېژند: Franz Boas — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6691333 — سکالو پېژند: Franz Boas — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/boas-franz — سکالو پېژند: Franz Boas — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0010604.xml — سکالو پېژند: Franz Boas — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=104016 — سکالو پېژند: Franz Boas — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bruno Delmas او Rémi Mathis — سرليک: La France savante
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ https://www.geographicus.com/P/RareMaps/boasfranz — خپرېدونېټه: ۸ اپريل ۲۰۲۵
- ↑ پیوستون : 118512153 — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Боас Франц — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ سکالو پېژند: Franz Boas — سرليک: Boas, Franz — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T009413
- ↑ پیوستون : 118512153 — خپرېدونېټه: ۳۰ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118512153 — خپرېدونېټه: ۲۸ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Боас Франц — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/hftwxn411grkxrj — خپرېدونېټه: ۲۴ اگست ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۱۸ سېپتمبر ۲۰۱۲
- ↑ Boas, Franz. A Franz Boas reader: the shaping of American anthropology, 1883–1911. University of Chicago Press, 1989. p. 308
- ↑ Holloway, M. (1997) "The Paradoxical Legacy of Franz Boas—father of American anthropology." Natural History. November 1997.
- ↑ Stocking, George W., Jr. 1960. "Franz Boas and the Founding of the American Anthropological Association". American Anthropologist 62: 1–17.
- ↑ Harris, Marvin. 1968. The Rise of Anthropological Theory: A History of Theories of Culture. New York: Thomas Y. Crowell Company.
- ↑ Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. pp. 33–46.
- ↑ King, Charles (2019). Gods of the Upper Air: How a Circle of Renegade Anthropologists Reinvented Race, Sex, and Gender in the Twentieth Century (in انګليسي). Knopf Doubleday Publishing Group. ISBN 978-0-385-54220-3.
- ↑ Gossett, Thomas (1997) [1963]. Race: The History of an Idea in America. New York, Oxford: Oxford University Press. p. 418.
It is possible that Boas did more to combat race prejudice than any other person in history.
- ↑ Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. pp. 33–46.
- ↑ Moore, Jerry D. (2009). "Franz Boas: Culture in Context". Visions of Culture: an Introduction to Anthropological Theories and Theorists. Walnut Creek, California: Altamira. pp. 33–46.
- ↑ Norman F. Boas, 2004, p. 291 (photo of the graveyard marker of Franz and Marie Boas, Dale Cemetery, Ossining, N.Y.)
- ↑ Glick, L. B. (1982). "Types Distinct from Our Own: Franz Boas on Jewish Identity and Assimilation". American Anthropologist. 84 (3): 545–565. doi:10.1525/aa.1982.84.3.02a00020.
- ↑ Boas, Franz (1962) [1928]. Anthropology & Modern Life, with an Introduction by Ruth Bunzel. W. W. Norton & Company. p. 6. ISBN 978-0-486-25245-2. OCLC 490354. بياځلي په 2019-07-19.
- ↑ Douglas Cole 1999 Franz Boas: The Early Years, 1858–1906 p. 280. Washington: Douglas and MacIntyre.
- ↑ Boas, Franz. 1938. An Anthropologist's Credo. The Nation 147:201–204. part 1, part 2 Archived 2014-07-27 at the Wayback Machine. (PDF).
- ↑ Koelsch, William A. 2004. "Franz Boas, Geographer, and the Problem of Disciplinary Identity." Journal of the History of the Behavioral Sciences 40(1):1–22
- ↑ Lowie, Robert H (1947). "Franz Boas, 1858–1942". National Academy of Sciences Biographical Memoirs. 24 (303–322): 303.
- ↑ Harris, 1968, p. 253.
- ↑ Koelsch, 2004, p. 1.
- ↑ Koelsch, 2004, p. 1
- ↑ Cole, 1999, pp. 52 and 55.
- ↑ Cole, 1999, p. 298.
- ↑ Kroeber, A. L. (1943). "Franz Boas: The Man. American Anthropological Association". Memoirs. 61 (5–26): 5.
- ↑ Bohannan and Glazer, 1988, p. 81
- ↑ Murray, Stephen O. 1993. Theory Groups and the Study of Language in North America: A Social History. Philadelphia: John Benjamins Publishing Company. p. 47
- ↑ Williams, Vernon J., Jr. 1998. Franz Boas Paradox and the African American Intelligentsia. In V.P. Franklin (ed.) African Americans and Jews in the Twentieth Century: Studies in Convergence and Conflict. Columbia: University of Missouri Press. 54–86. p. 57.
- ↑ Cole, 1999, p. 53.
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1942ز مړينې
- 21 ډېسمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1066
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P185
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

