اميل دورخيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اميل دورخيم
(فرانسیسی: David Émile Durkheim د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اميل دورخيم
اميل دورخيم

د شخص معلومات
زیږون نوم (فرانسیسی: David Émile Durkheim د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۵ اپرېل ۱۸۵۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
مړینه 15 نومبر 1917 (59 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۳][۱۴][۱۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس[۱۶][۱۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه[۱۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب اتيزم[۱۹][۲۰][۲۱]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد ويلهم ونډت  د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دنده فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۲۲][۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه توکمپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی پاریس پوهنتون (۱۹۰۲–)[۲۴]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر لويس ډي بونالډ[۲۵]
هربرټ سپېنسر
مونټېسکیو  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډيويډ اميل دورخيم “David Emile Durkehim” (فرانسوي: [emil dyʁkɛm] يا [dyʁkajm]؛ زوکړه: ۱۸۵۸ د اپرېل ۱۵، مړينه: ۱۹۱۷ د نومبر ۱۵) يو فرانسوي ټولنپوه و. نوموړي په رسمي ډول د ټولنپوهنې پوهنيز سمون رامنځته کړ او په عمومي ډول يې د کارل مارکس “Karl Marx” او ماکس ويبر “Max Weber” دواړو تر څنګ د معاصرې ټولنيزې پوهې له اصلي ودانونکو په توګه يادونه کېږي. [۲۶][۲۷][۲۸]

د دورخيم د کار زياتره برخه په دې پورې تړلې وه، چې ټولنې په مدرنيته کې څه ډول خپله بشپړتيا او تړلتيا ساتلی شي. مدرنيته هغه دوره ده، چې دوديز ټولنيز او مذهبي پيوندونه په کې خورا لږ نړېوال دي او نوي ټولنيز بنسټونه په کې شته شوي دي. د ټولنې د پوهنيزې څېړنې په اړه د نوموړي مفکورې د معاصرې ټولنپوهنې د بنسټ ډبره کېښوده او هغه دا ډول پوهنيز توکي د احصائيو، سروې ګانو او تاريخي کتنې په توګه په توګه د کاتوليک او پروتستانت ډلو د ځانوژنو په شننه کې وکارول. د نوموړي لومړنی ستر ټولنپوهنيز اثر د “De la division du travail social” (ټولنه کې د کار وېش، ۱۸۹۳) تر سرليک لاندې و، چې وروسته ورپسې په ۱۸۹۵ز کال کې د “Les Regeles de la method sociologique” (د ټولنپوهنيز مېتود قواعد) خپور شو، چې دا همغه کال و چې دورخيم په کې د ټولنپوهنې لومړنۍ اروپايي څانګه برابره يا تنظيم کړه او د فرانسې د ټولپوهنې لومړنی پروفيسور شو. د “Le Suicide, 1897” تر سرليک لاندې د دورخيم د سيمينار پایليک چې په کاتوليک او پروتستانت وګړو کې د ځانوژنې د کچو څېړنه وه، په ځانګړي ډول د معاصرې ټولنيزې څېړنې لپاره لاره هواره کړه او له روانپوهنې او سياسي فلسفې څخه د ټولنيزې پوهې د بېلولو دنده يې تر سره کړه. دورخيم راتلونکي کال (۱۸۹۸ز) کې “L’Annee Sociologique” ورځپاڼه رامنځته کړه. “Les Formes elementaires de la vie religieuse” (۱۹۱۲؛ د مذهبي ژوند لومړنۍ بڼې) په نوم کتاب د مذهب يوه نظريه وړاندې کړه، چې د اصلي او معاصرو ټولنو ټولنيز او کلتوري ژوند پرتله کوي. [۲۹]

دورخيم د مشروع پوهې پوه توګه د ټولنپوهنې په منښت سره وار له مخه په ژور ډول تر نفوذ لاندې راغلی و. نوموړي هغه مثبت پلوي يا مثبت اصالت ښه يا بشپړ کړ، چې په اصل کې وار له مخه د “Auguste Comte” له لورې برابر شوی و او هغه څه هڅوي، چې د اپيستيمولوژيکي رياليزم [هغه عقيده چې وايي موجودات له ذهن څخه د باندې په واقعي ډول شته] د بڼې په توګه ګڼل کېدلی شي او همدار راز په ټولنيزه پوهه کې د انګېرنې او قياس له موډل څخه ګټه اخېستنه هم هڅوي. د دورخيم لپاره ټولنپوهنه د بنسټونو پوهه وه، چې ياده اصطلاح د يو څه پراخه معنا له مخې «د اشتراکيت په واسطه د رامنځته شوي چلند د باورونو او دودونو» پېژني، چې د جوړښتي ټولنيزو حقيقتونو د موندنه په نښه کوي. دورخيم په دې ډول د جوړښتي وظيفوي اصالت ستر وړاندې کونکی و، چې په ټولنپوهنه او انسان پوهنه دواړو کې يو بنسټيز ليد دی. د نوموړي له نظره ټولنيزه پوهه بايد په هغه مفهوم کې په سوچه ډول جامع وي، چې له مخې يې ټولنپوهنه بايد د اشخاصو د معلومه عملونو اړوند ټاکلې يا محدودې څېړنې په پرتله په پراخه کچه د ټولنې اړوند ښکارندې وڅېړې. [۳۰]

نوموړی په ۱۹۱۷ ز کال کې د خپلې مړينې تر وخته پورې د فرانسې د روښانفکرۍ ژوند يو واکمن ځواک پاتې شو، چې ګڼ شمېر ويناوې يې وړاندې کړې د پوهې، اخلاق، ټولنيزې ډلبندۍ، مذهب، قانون، زده کړو او انحراف په ګډون يې د بېلابېلو موضوعګانو په اړه کتابونه چاپ کړل. د «ډله ايز شعور» غوندې ځينې هغه اصطلاحات چې نوموړي نوي رامنځته کړل، اوس هم د نامتخصص وګړو له لورې کارول کېږي. [۳۱]

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړني وختونه او ميراث[سمول]

ډيويډ اميل دورخيم د فرانسې د لورين په اپينال “Epinal, Lorraine, France” کې د ۱۸۵۸ ز کال د اپرېل پر ۱۵ نېټه له ميلاني “Melanie” (Isidor) او مويس دورخيم “Moise Durkheim” څخه وزېږېد، چې د پرهېزګاره فرانسوي يهودانو “French Jews” د نسب اوږده لړۍ کې راځي. دا چې د نوموړي پلار، نيکه او ستر نيکه ټول د ښاغلي يا د يهودي کورنۍ مشران (rabbis) وو، ځوان دورخيم خپلې زده کړې په يو “rabbinical” ښوونځي کې پيل کړې. که څه هم د کوچنيوالي په عمر کې يې ښوونځي بدل کړل او د خپلې کورنۍ د پلونو د نه څارلو پرېکړه يې وکړه. نوموړي په حقيقت کې په بشپړ ډول د يو بې دينه يا سيکيولر ژوند مشري وکړه، چې په واسطه يې د نوموړي د کار ډېره برخه د دې څرګندولو ته ځانګړې شوې وه، چې مذهبي ښکارندې د اسماني عواملو په پرتله له ټولنيزو عواملو څخه سرچينه اخېستې ده. د دې حقيقت تر څنګ دورخيم له خپلې کورنۍ يا يهودي ټولنې سره خپلې اړيکې ونه پاللې. د نوموړي زياتره ګډ کار کونکي او زده کونکي يهوديان وو، چې له ځينو سره يې ان د وينې اړيکه درلوده. د بېلګې په ډول: مارسل ماوس “Marcel Mauss” چې له جګړې څخه د مخکې دورې د يادونې وړ ټولنيز انسانپوه و، د نوموړي وراره و. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

زده کړې[سمول]

په عمر وړوکی او په عقل پوخ زده کونکی دورخيم په ۱۸۷۹ ز کال په خپله درېيمه هڅه کې کې “Ecole Normale Superieure (ENS)” ته ننوت [شامل شو]. د ياد کال د ننوت يا داخلېدلو ټولګی د نولسمې پېړۍ تر ټولو نامتو ټولګی ځکه و، چې د نوموړي زيات ټولګيوال لکه “Jean Jaures” او هينري بيرګسن “Henri Bergson” د فرانسې د روښانفکرۍ تاريخ کې ستر شخصيتونه شول. نوموړي په “ENS” کې د نوما ډينيس فسټيل ډي کولېنګس “Numa Denis Fustel de Coulanges” تر لارښوونې لاندې زده کړې وکړې، چې د ټولنيزې پوهې د نظر په درلودلو سره د لرغوني يونان او روم د سبکونو پلوی و. دورخيم د “Montesquieu” په سرليک باندې لاتيني ژبه کې د خپلې دوکتورا پايليک وليکه. په ورته وخت کې يې “Auguste Comte” او هيربرت سپينسر “Herbert Spencer” هم ولوستل، چې په واسطه يې دورخيم پر خپل مسلک باندې له ډېر کوچنيوالي څخه د ټولنې پر وړاندې پوهنيزه وسيله کې لېوال شو. دې حالت له فرانسوي پوهنيز سيستم سره د زياتو شخړو له منځه د لومړني ټکر معنا درلوده، چې هغه وخت يې د ټولنيزې پوهې هيڅ نصاب نه درلود. دورخيم ته انساني څېړنې بې خونده ښکاره شوې او له همدې امله يې خپل پام له روانپوهنې او فلسفې څخه اخلاقو او په پای کې ټولنپوهنې ته واړوه. نوموړي په ۱۸۸۲ ز کال په فلسفه کې خپل “aggregation” تر لاسه کړ، که څه هم يو کال مخکې د يوې سختې ناروغۍ له امله يې د وروستۍ درجې تر څنګ د زده کړو ياد بهير پای ته ورساوه. [۳۶][۳۷][۳۸]

د ټولنې پر وړاندې د نوموړي لارې چارې دورخيم لپاره پاريس کې د سترې پوهنيزې ګومارنې د تر لاسه کولو د موکې مخنيوی وکړ. له ۱۸۸۲ څخه تر ۱۸۸۷ ز کال پورې يې په بېلابېلو ولايتي ښوونځيو کې فلسفه تدريس کړه. نوموړي په ۱۸۸۵ ز کال المان ته تګ پرېکړه وکړه، چې د دوه کالونو لپاره يې په کې د ماربرګ، برلين او ليپزيګ پوهنتونونو کې ټولنپوهنه ولوسته. لکه څرنګه چې دورخيم په بېلابېلو مقالو کې په ګوته کړي دي، نوموړي په ليپزيګ پوهنتون کې د امپريسيزم [هغه سيستم چې يوازې پر ازمايښت او قياس باندې تکيه کوي] د ارزښت ستايل او د هغه مشخص ژبه او پېچلي شيان زده کړل، چې د کارتيسي مېتود د يو څه زيات مجرد يا ذهني، روښانه او ساده نظريو پر وړاندې يې څرګند توپير درلود. نوموړي په ۱۸۸۶ ز کال د خپلې دوکتورا پايليک د برخې په توګه «ټولنه کې د کار وېش» تر سرليک لاندې خپله مسوده بشپړه کړې وه او د ټولپوهنې د نوې پوهې د رامنځته کولو پر لور يې کار کاوه. [۳۹][۴۰]

علمي مسلک[سمول]

المان کې د دورخيم دوره د دې لامل شوه، چې نوموړی د الماني ټولنيزې پوهې او فلسفې په اړه ګڼ شمېر مقالې خپرې کړي. نوموړی د ويلهيلم ونډت “Wilhelm Wundt” له کار [کتاب] څخه په ځانګړي ډول اغېزمن شوی و. د دورخيم مقالې په فرانسه کې وپېژندل شوې او نوموړي په ۱۸۸۷ ز کال د بورډيوکس پوهنتون “University of Bordeaux” کې د استادۍ دنده تر لاسه کړه، چې ټاکل شوې وه، چې په ياد پوهنتون کې به د ټولنيزې پوهې لومړنۍ دورې ته تدريس کوي. د نوموړي رسمي وړ نوم “Chargé d'un Cours de Science Sociale et de Pédagogie” و، ځکه چې نوموړي پيداګوژي او ټولنپوهنه دواړه تدريس کړل، چې ټولنپوهنه له دې څخه مخکې هيڅکله فرانسه کې نه وه تدريس شوې. په خورا انساني پوهنځي کې د ټولنيز پوه ګومارنه د وختونو د بدلون يوه مهمه نښه او ټولنيزو پوهو مخ پر وده ارزښت او پېژندنه وه. دورخيم له همدې دريځه د فرانسوي ښوونځي سيستم په سمولو کې مرسته وکړه او د ښوونځي نصاب ته يې د ټولنيزې پوهې څېړل وروپېژندل. که څه هم د نوموړي دې مخالفتي باورونو چې مذهب او اخلاق له ټولنيز غبرګون څخه په بېلو اصطلاحاتو کې تشرېح کېدلی شي، نوموړی له زياتو نيوکو سره مخامخ کړ. [۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11901387t — د نشر نېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6vx8cpf — subject named as: Émile Durkheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7299 — subject named as: Emile Durkheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2947 — subject named as: Émile Durkheim — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/durkheim-emile — subject named as: Émile Durkheim — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Émile_Durkheim — subject named as: Émile Durkheim — سرليک: Store norske leksikon
  7. Léonore ID: http://www.culture.gouv.fr/public/mistral/leonore_fr?ACTION=CHERCHER&FIELD_1=COTE&VALUE_1=LH//874/13 — subject named as: David Emile Durkheim — خپرونکی: Ministry of Culture
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0023277.xml — subject named as: Émile Durkheim — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=emile;n=durkheim — subject named as: Émile Durkheim
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/5556 — subject named as: Émile Durkheim
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/10675 — subject named as: Emile Durkheim
  12. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/18843 — subject named as: Émile Durkheim — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=16688 — subject named as: Émile Durkheim — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ https://cs.isabart.org/person/151678 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ subject named as: Émile Durkheim — CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=220 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  16. پیوستون : 118528297  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  17. پیوستون : 118528297  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Дюркгейм Эмиль — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  18. BnF catalogue général — د نشر نېټه: ۱ جون ۲۰۲۰ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  19. http://jcrt.org/religioustheory/2018/05/12/thinking-about-god-in-a-pluralistic-world-the-challenge-of-modern-theology-lecture-1-johannes-zuchaber/
  20. https://www.irishtimes.com/news/science/statistics-challenge-demise-of-religion-1.639611
  21. https://www.cambridge.org/core/books/abs/cambridge-companion-to-atheism/atheists-a-psychological-profile/D85096EA26C59B4CC19473DC2252BB16
  22. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11901387t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/10817891
  24. https://www.persee.fr/doc/inrp_0298-5632_1985_ant_2_1_2615 — د نشر نېټه: ۱ جون ۲۰۲۰
  25. سرليک: Encyclopedia of Modern Christian Politics — پاڼه: 66 — خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-32362-1
  26. Marchand, Jean Jose. 23 June 1974. "Claude Lévi-Strauss : 3ème partie" [interview]. Archives du XXème siècle. Montigny sur Aube: l'Institut national de l'audiovisuel (INA). Archived from the original 17 October 2012.
  27. کينډۍ:Harvp
  28. Kim, Sung Ho (2007). "Max Weber". Stanford Encyclopedia of Philosophy (24 August 2007 entry) http://plato.stanford.edu/entries/weber/ (Retrieved 17 February 2010)
  29. کينډۍ:Harvp
  30. Durkheim, Émile. 1982 [1901]. "Preface to the Second Edition". Pp. 34–47 in The Rules of Sociological Method and Selected Texts on Sociology and its Method, edited by S. Lukes, translated by W. D. Halls. New York: The Free Press. کينډۍ:ISBN. p. 45.
  31. Durkheim, Emile. 1993 [1893]. The Division of Labour in Society, translated by G. Simpson. New York: The Free Press. p. ix.
  32. Jones, Robert Alun. 1986. "Emile Durkheim: His Life and Work (1858-1917)." Pp. 12–23 in Emile Durkheim: An Introduction to Four Major Works. Beverly Hills, CA: SAGE Publications. – via The Durkheim Pages, University of Chicago.
  33. Tiryakian, Edward A. For Durkheim: Essays in Historical and Cultural Sociology. London: Ashgate Publishing. کينډۍ:ISBN. p. 21.
  34. Poggi, Gianfranco. 2000. Durkheim. Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:ISBN.
  35. کينډۍ:Harvp
  36. کينډۍ:Harvp
  37. کينډۍ:Harvp
  38. کينډۍ:Harvp
  39. کينډۍ:Harvp
  40. کينډۍ:Harvp
  41. کينډۍ:Harvp
  42. کينډۍ:Harvp
  43. Poggi, Gianfranco. 2000. Durkheim. Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:ISBN.