لويس ډي بونالډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لويس ډي بونالډ
لويس ډي بونالډ
لويس ډي بونالډ

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل سالنډي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)

لويس ګبريل امبرويس، ويکومټي ډي بونالډ (Louis Gabriel Ambroise, Vicomte de Bonald) چې د ۱۷۵۴ز کال د اکتوبر له ۲ نېټې څخه د ۱۸۴۰ ز کال د نومبر تر ۲۳ نېټې پورې يې ژوند وکړ، د اوښتون ضد يو فرانسوي فيلسوف او سياستپوه و. نوموړی په اصلي ډول د هغه نظرياتي چارچوکاټ د رامنځته کولو له مخې یادېږي، چې فرانسوي ټولنپوهنه ورڅخه راپورته کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې[سمول]

بونالډ د Provence له يوې لرغوني اشرافي کورنۍ څخه دی. نوموړی د Le Monna په نامه په یوه شتمن کور کې وزېږېداو دغه ځای، يو حياناک او ښه ملکيت و، چې د يادې کورنۍ د استوګنځي په توګه يې خدمت وکړ. د خپلې کورنۍ يوازينۍ زوی لويس، د کورنۍ د ملکيت وارث و. Le Monna د Millau د بازار ښارګوټي بېخي ختيځ کې موقیعت لري، چې د Dourbie سيند ورڅخه له لوړې ښکاري. د نوموړي پلار Antonie Sebastien de Bonald هغه مهال مړ شو، چې لويس څلور کلن و او د خپلې ديندارې مور Anne Nee de Boyer du Bosc de Perie له لورې يې پالنه وشوه. د وخت په ولايتي اشرافيت کې لکه د نورو په شان يې مور له يانسن پلويو (Jansenists) څخه اغېزمنه شوه او خپل زوی يې د کاتوليک په ټينګې ديندارۍ سره وروزه. ډي بونالډ (De Bonald) تر يوولس کلنۍ پورې په Le Monna کې وروزل شو، چې په همدې عمر په پاريس کې ليليه ښوونځي ته واستول شو. نوموړی د خپلې مور په امر د پينځه لس کلنۍ په عمر د Juilly په نوم د ويندويي پوهنځي ته لاړ. ويندويان د يونان او روم ادبياتو، همدارنګه رياضياتو، فلسفه او په ځانګړي ډول تاريخ برخو کې د de Bonald له ټينګ بنسټ څخه پوه وو. د ښوونځي سرښوونکي Father Mandar د سويسي فيلسوف ژان ژانک روسو (jean-Jacues Rousseau) ملګری و او ډي بونالډ د اټکل له مخې، وار له مخه له فلسفي ليکنو سره بلد و. [۶][۷][۸]

نوموړي په ۱۷۷۲ ز کال کې Juilly ترک کړ او په راتلونکي کال کې له ټوپک والو سره يو ځای شو. د هغه برخه مخکې له دې چې په ۱۷۷۶ ز کال کې پرېښودل شي، په Versailles کې د پاچا پينځه لسم لوی (King Louis XV) سره ونښلول شو. د پوځ له پرېښودلو څخه وروسته بونالډ د Rouergue په خپلې پلرنۍ سيمه کې خپلو ملکيتونو ته راستون شو. د هېواد د يو ښاغلي ژوند يې غوره کړ او خپلو شتمنيو ته له ودې ورکولو سره يې لېوالتيا پيدا او د شونتيا تر بريده يې ګټورې کړې. د هېواد له يوې شريفې مېرمن Elizabeth-Margurite de Guibal de Conbescure سره يې واده وکړ او دواړو اووه کوچنيان درلودل، چې څلور يې له ماشومتوب څخه تېر شوي وو. د دوی يو زوی Louis Jacques Maurice de Bonald د Lyon له پاپ څخه ټيټ رتبه (کارډينال) ـ ستر پادري شو . بل زوی يې Victor د ليکنې مسلک درلود او د خپل پلار ژوندليک يې وليکه. [۷]

اوښتون او شړنه[سمول]

نوموړی په ۱۷۸۲ ز کال کې د Millau ښارګوټي ټولنې ته غوره شو او په ۱۷۸۵ ز کال کې د ولايت د شاهي والي له لورې ښاروال وټاکل شو. نوموړی د ښاروال په توګه او له ګورمانې څخه وړاندې په ۱۷۸۹ ز کال کې د سيمه یيزو چارواکو د ټاکنو لپاره له ورپېژندنې څخه وروسته نامتو و، چې د ۱۷۹۰ په فبروري کې يې په اسانۍ سره يو ځل بيا ټاکنې وګټلې. نوموړی د همدې کال په وروستيو کې د څانګيزې جرګې مرستيال وټاکل شو. بونالډ په لومړيو کې د فرانسوي اوښتون او د هغه د لومړنيو نامتمرکز کوونکو هڅو پلوی و او هيله يې لرله، چې اشرافيت به د ۱۷ پېړۍ د واک د تمرکز پر مهال بايللی واک بېرته تر لاسه کړي. نوموړي ان د Millau ښاريانو ته د يو ليک د مسودې ليکلو لارښوونه وکړه، چې ملي جرګې، پاچا څوارلسم لویي او د ماليې وزير Jacques Necker ته يې د مبارکۍ په پار وليکه او دا هيله يې په کې څرګندوله چې:«د ښاري یا تبعه دا سپېحلی سرليک او د سمون او ورورولۍ دا روحيه» به د يووالي د يو نوي حس لامل شي. نوموړي په خپله سيمه کې د سترې وېرې “Great Fear” ماتول اداره کړل او له امله يې د ملي جرګې مننه تر لاسه او په نږدې راتلونکي کې د څانګيزې جرګې د مشر په توګه غوره شو. که څه هم نوموړي د ۱۷۹۰ ز کال په جولای کې د روحاني مدني اساسي قانون (Civil Constitution of Clergy) په قانوني کولو سره اوښتون چټک کړ. نوموړي په ښه ډول د اساسي قانون د فرمانونو له پلي کولو څخه ځان ناتوان وګاڼه او د ۱۷۹۱ ز کال په جنوري کې يې له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه. [۹][۱۰]

له دې وېرې چې د پخواني دولتي چارواکي په توګه دنده به يې د غچ ښکار کړي، د ۱۷۹۱ ز کال په اکتوبر کې يې خپله مېرمن، مور او پاتې کوچنيان پرېښودل او له خپلو دوو مشرانو زامنو سره يې کډه وکړه. نوموړی د Conde شهزاده له پوځ سره يو ځای شو. هغه د ۱۷۹۲ ز کال په نومبر کې د Jemappes د جګړې په لرې واټن (د اورېدلو ساحه) کې و. ډي بونالډ په لنډ وخت کې په Heidelberg کې هستوګن شو او ورسته سويس ته لاړه. هلته يې د (Theorie du Pouvoir Politique et Religieux dans la Societe Civile Demontree par le Raisonnement et l'Histoire (3 vols., 1796; new ed., Paris, 1854, 2 vols.)) تر سرليک لاندې خپل لومړنی مهم خورا محافظه کار فعاليت [کتاب؟] وليکه، چې اجرائيه پلاوي پرې نيوکه وکړه. د نوموړي تبعيد هغه له يوې لسيزې څخه د زياتې مودې لپاره له خپلې کورنۍ څخه بېل کړ او يوازې په ۱۷۹۷ ز کال کې د يوې خورا لنډې مودې لپاره له کورنۍ سره بيا ځلي يو ځای شو. [۱۱][۱۲]

ډي بونالډ (de Bonald) په ۱۷۹۷ ز کال کې بېرته فرانسې ته ستون شو او د کورنۍ شړنې يا تبعيد په لړۍ کې يې په پاريس کې راتلونکي پينځه کلونه تېر کړل. ناپيليون د ډي بونالډ ليکنې خوښولې او په ۱۸۰۲ ز کال کې يې نوموړی د شړل شويو کډوالو له لښتليک څخه ویوست. دې بښنې بونالډ ته د خپلواکۍ يوه ستره درجه ورکړه، چې حرکت وکړي او خپلې ليکنې چاپ کړي. هغه د ادبي او سياسي کړيو دننه پر مخ ولاړ او لکه د La Harpe، Lacretelle او تر ټولو مهم Francois-Rene de Chateaubriand غوندې ليکوالانو سره بلد شو. په دې وختونو کې د ادم سمت (Adam smith) په واسطه د ملتونو شتمني “Wealth of Nations” په نامه يوه نيوکنيزه کره کتنه وليکله. يادې ليکنې استدلال کاوه، چې د يو ملت رښتينې ګټه د ښه والي يا ښېګڼې په ګډ ژوند کې ده، نه په مادي هوساينه کې. بونالډ له Savoyard فيلسوف او محافظه کار Joseph de Maistre سره د ليک او پيغامونو د استولو له لارې اوږد مهاله اړيکې او ملګرتيا وپاللـه، که څه هم دواړو هيڅکله سره ونه کتل. ډي بونالډ په ۱۸۰۶ ز کال کې له Chateaubriand او Joseph Fievee سره په ګډه Mercure de France چاپ ته چمتو کړ. نوموړی دوه کلونه وروسته د سترواکۍ پوهنتون (Imperial University) رئيس شو، چې پخوا له دې يې زياتره پرې بريدونه کړي وو. [۱۳]

د بوربن بيارغونه او سياسي مسلک[سمول]

د بوربن بيارغونه (Bourbon Restoration) د دي بونالډ د سياسي نېک بختيو د زېاتوالي شاهده وه. نوموړی د عمومي لارښوونې لپاره د شاهي شورا غړی شو او په ۱۸۱۶ز کال  کې د اتلسم لويي له لوري د French Academy ته وټاکل شو. ډي بونالډ له ۱۸۱۵ز کال څخه در ۱۸۲۳ ز کال پورې د مرستیالانو خونه کې د Aveyron لپاره د مرستيال په توګه خدمت وکړ. د خورا شاهي پلوې “Ultra-royalist” ډلې (چې Ultras هم ورته وايي) د غړي په توګه يې ويناوې خورا محافظه کارانه وې او په سختۍ سره يې غوښتل، داوښتون په راپورته کېدنه کې تصويب شوې قانون اېښودنه بېرته ړنګه (بې اغېزې) کړي. نوموړي د ۱۸۱۴ز کال قانون يا منشور مخالفت وکړ او هغه يې د اوښتون پلويانو ته د خورا زياتو امتيازونو ورکوونکی او د حکومت کمزوری کوونکی وګاڼه. ډي بونالډ د دوديزو کورنيو پياوړې ساتنه غوښته او په ۱۸۱۵ز کال کې يې په برياليتوب سره د اوښتون پر مهال د هغو تصويب شويو قوانينو له منځه وړلو لپاره بحث وکړ، چې پرېښودنې (طلاق) ته يې اجازه ورکوله. د خاوند يا مېرمنې پرېښودنه، له دې څخه وروسته تر ۱۸۸۴ ز کال پورې په فرانسه کې ناقانونه پاتې شوه. [۱۴][۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. Beum, Robert (1997). "Ultra-Royalism Revisited: An Annotated Bibliography with a Preface," Modern Age, Vol. 39, No. 3, p. 302.
  2. Nisbet, Robert A. (1943). "The French Revolution and the Rise of Sociology in France," The American Journal of Sociology, Vol. 49, No. 2, pp. 156–164.
  3. Nisbet, Robert A. (1944). "De Bonald and the Concept of the Social Group," Journal of the History of Ideas, Vol. 5, No. 3, pp. 315–331.
  4. Reedy, W. Jay (1979). "Conservatism and the Origins of the French Sociological Tradition: A Reconsideration of Louis de Bonald's Science of Society," Proceedings of the Sixth Annual Meeting for the Western Society for French History, Vol. 6, pp. 264–273.
  5. Reedy, W. Jay (1994). "The Historical Imaginary of Social Science in Post-Revolutionary France: Bonald, Saint-Simon, Comte," History of the Human Sciences, Vol. 7 no. 1, pp. 1–26.
  6. Simpson, Marin (2005). "Bonald, Louis de (1754–1840)." In: Encyclopedia of Nineteenth-century Thought. London & New York: Routledge, p. 58.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Quinlan, Mary Hall (1953). The Historical Thought of the Vicomte De Bonald. Washington, D. C.: The Catholic University of America Press. د کتاب پاڼي 1–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781258646974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  8. Blum, Christopher Olaf, سمونګر (2006). The True & Only Wealth of Nations: Essays on Family, Economy & Society. Naples, Florida: Sapientia Press. د کتاب پاڼي 2–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781932589313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. Quinlan, Mary Hall (1953). The Historical Thought of the Vicomte De Bonald. Washington, D. C.: The Catholic University of America Press. د کتاب پاڼي 1–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781258646974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Blum, Christopher O. (2020). Critics of the Enlightenment. Providence, RI: Cluny Media. د کتاب پاڼي xiv–xvii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1952826160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  11. Blum, Christopher O. (2020). Critics of the Enlightenment. Providence, RI: Cluny Media. د کتاب پاڼي xiv–xvii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1952826160. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. EB 1911.
  13. Simpson (2005), p. 58.
  14. Dorschel, Andreas (2008). "Aufgeklärte Gegenaufklärung", Süddeutsche Zeitung, No. 25, p. 16.
  15. Quinlan, Mary Hall (1953). The Historical Thought of the Vicomte De Bonald. Washington, D. C.: The Catholic University of America Press. د کتاب پاڼي 1–13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781258646974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)