Jump to content

مونټېسکیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مونټېسکیو
مونټېسکیو
مونټېسکیو

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
مونټېسکیو
مونټېسکیو

شارل لويي ډي سېکونډا، بارون ډي لا برېډ ډي مونټېسکیو (/ˈmɒntəskjuː/، فرانسوي: [mɔ̃tɛskjø]؛ ۱۶۸۹ جنوري ۱۸مه – ۱۷۵۵ فبروري ۱۰مه)، چې په عمومي توګه د مونټېسکیو په نوم یادېږي، یو فرانسوی قاضي، ادیب، تاریخپوه، او سیاسي فیلسوف و.[۲]

نوموړی د حکومتي واکونو یا قواوو د تفکیک او جلا کولو د تیورۍ اصلي سرچینه ده، چې د نړۍ په ډېرو اساسي قوانینو کې پلې کېږي. هغه د بل هر لیکوال په پرتله په سیاسي قاموس کې د "استبدادي" کلمې د ځای موندلو په برخه کې د کړو کارونو له کبله هم مشهور شوی. د هغه "د قوانینو روح" مشهور کتاب، چې په ۱۷۴۸ کال کې د لیکوال له نوم پرته خپور شو، په لویه برېتانیا او امریکایي مستعمرو دواړو کې له پراخ هرکلي سره مخ شو او د متحده ایالاتو د اساسي قانون د مسودې په چمتو کولو کې ښکېل د متحده ایالاتو بنسټګر پلرونه یې په پراخه کچه تر اغېزې لاندې وو.[۳]

ژوندلیک[سمول]

مونټېسکیو د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې په شیټو برېډ ماڼۍ کې زیږیدلی، چې د بورډو ښار د سوېل په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ده. د هغه پلار، ژاک ډي سېکونډا (۱۶۵۴-۱۷۱۳)، د اوږدې اشرافي ریښې لرونکی یو سرتېری و، چې نسب یې د انګلستان د پادشاهۍ ادعا لرونکي د یورک کورنۍ ریچارډ ډي لا پول ته رسېږي. د هغه مور، ماري فرانسوا ډي پېسنېل (۱۶۶۵-۱۶۹۶)، چې د شارل د اووه کلنۍ پر مهال مړه شوه، هغه وارثه وه چې د سېکونډا کورنۍ ته یې د باروني بریډ لقب ورکړ. نوموړی د خپلې مور له مړینې وروسته جولي کاتولیک کالج ته ولېږل شو، چې د فرانسوي اشرافو د ماشومانو لپاره جوړ شوی یو مشهور ښوونځی دی. هلته نوموړی له ۱۷۰۰ څخه تر ۱۷۱۱ کال پورې پاتې شو. پلار یې په ۱۷۱۳ کال کې مړ شو او هغه د خپل تره، بارون ډي مونټېسکیو، تر پالنې او څارنې لاندې شو. په ​​۱۷۱۴ کال کې د بورډو پارلمان یا ولایتي محکمې مشاور شو. په راتلونکي کال کې يې له پروټسټانټ ژان ډي لارتيګ سره واده وکړ او له هغې يې بیا درې ماشومان لرل. بارون په ۱۷۱۶ کال کې مړ شو، او هغه ته یې خپله شتمني او خپل لقب، او همدا راز د بورډو پارلمان د ریاست دفتر، هغه چوکۍ چې هغه دولس کاله ساتلې وه، په میراث پرېښودل.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د مونټېسکیو لومړنی ژوند د پام‌وړ حکومتي بدلونونو دوره هم وه. انګلستان د خپل پرتمین انقلاب (۱۶۸۸-۱۶۸۹) په پایله کې ځان د اساسي قانون یا مشروطه پادشاهۍ په توګه اعلان کړ، او د ۱۷۰۷ کال په اتحاد کې له سکاټلنډ سره یوځای شو او د لویې بریتانیا پادشاهي یې جوړه کړه. په فرانسه کې هم د اوږدې مودې واکمن څوارلسم لویي په ۱۷۱۵ کال کې مړ شو او پنځلسم لویي یې ځایناستی شو، چې هغه مهال پنځه کلن و. دغو ملي بدلونونو پر مونټېسکیو خورا زیاتې اغېزې ولرلې، چې هغه یې په خپلو اثارو کې بار بار یادونه کړې ده.

مونټېسکیو په حقوقي چارو کې بوختیا پرېښوده او ځان یې مطالعې او لیکلو ته وزګار کړ. هغه په ​​۱۷۲۱ کال کې د خپلو "پارسي لیکونه" اثر (فرانسوي: Lettres persanes) په خپرولو سره ادبي بریا ترلاسه کړه. دا د سیاسي او ټولنیزو ټوکو یوه طنزي ټولګه (satire) وه چې دا ټولنه یې پاریس ته د تللو دوو فارسي ژبو سیلانیانو په ژبه انځور کړې ده، او په ځیرکۍ سره پر معاصره فرانسوي ټولنه نیوکې کړې دي. دا یو کلاسیک اثر و او سملاسي د ادبي غلا ښکار شو. په ۱۷۲۲ کال کې هغه پاریس ته ولاړ او د ډیوک برویک په مرسته درباري حلقو ته ننوت. ډیوک برویک په بورډو کې پوځي واکمن و او نوموړي له هماغه راهیسې پېژانده. هغه همدا راز له انګلیسي سیاستوال ویسکاونټ بولینګ بروک سره هم ځان اشنا کړ. د هغه سیاسي نظرونه هم بیا وروسته د انګلستان اساسي قانون په اړه د مونټېسکیو په تحلیل کې ځای شوي. له دې سره سره، نوموړی په پاریس کې د ژوند نه کولو له امله د فرانسې د اکاډمۍ غړیتوب ته ونه منل شو، او په ۱۷۲۶ کال کې یې د نارضایتۍ له کبله خپل دفتر هم وپلوره، ځکه تر هغه د ټیټې کچې کسان تر هغه لوړو ځایونو ته رسېدلي وو. په دې توګه یې یو څه شتمني وموندله او خپله کمه شوې پانګه یې بیا راجوړه کړه. بالاخره یې په ​​​​پاریس کې د استوګنځي په ګډون ځینې امتیازات ترلاسه کړل، او د ۱۷۲۸ کال په جنوري کې اکاډمۍ ته هم ومنل شو.[۱۱]

د ۱۷۲۸ کال په اپریل کې یې د برویک له وراره لارډ والډیګراو سره د سفر د ملګري په توګه د اروپا لوی سفر پیل کړ، چې پر مهال یې د خاطراتو یوه کتابچه هم له ځان سره ساتله. نوموړي اتریش او هنګري ته سفرونه وکړل او یو کال یې هم په ایټالیا کې تېر کړ. د ۱۷۲۹ کال د اکتوبر په وروستیو کې له لارډ چیسټرفیلډ سره یو ځای انګلستان ته ولاړ، چېرې چې هغه یوې پټې ټولنیزې ډلې غړی شو، او د ویسټ‌مېنسټر په هورن ټاورن کې ومنل شو. د ۱۷۳۱ کال تر پسرلي پورې په انګلستان کې پاتې شو، او بیا لا بریډ ته راستون شو. په ظاهري توګه هغه داسې ښکارېده لکه د یوه ارباب په څېر چې مېشت وي: هغه خپل پارک انګلیسي دود ته بدل کړ، د خپل نسب په اړه یې څېړنې وکړې، او د خپلو اربابي حقونو ادعا یې کوله. خو هغه په ​​دوامداره توګه په خپله مطالعه کې بوخت و، او د سفر په جریان کې یې د جغرافیې، قوانینو او دودونو په اړه نظریات د هغه مهال د سیاسي فلسفې په اړه د نوموړي د اثارو لومړنۍ سرچینه شوه. نوموړي بیا وروسته د خپلو دریو غوره پېژندل شوو کتابونو له جملې څخه "د رومیانو د عظمت او زوال لاملونو ته کتنه" اثر په ۱۷۳۴ کال کې خپور کړ. دغه اثر ته د ځینو پوهانو له لوري د هغه له "فارسي لیکونه" اثر څخه د هغه مهم اثر "د قوانینو روح" ته د لېږد په سترګه کتل کېږي، چې په اصل کې په ۱۷۴۸ کال کې په مستعار ډول خپور شوی او په ۱۷۵۰ کال کې بیا انګلیسي ته ژباړل شوی. دغه اثر یې په چټکۍ سره په اروپا او امریکا کې پر سیاسي فکر ژوره اغېزه وکړه. په فرانسه کې دا کتاب د رژیم د ملاتړو او مخالفینو دواړو له خوا له ساړه هرکلي سره مخ شو. کاتولیکې کلیسا په ۱۷۵۱ کال کې د مونټېسکیو د ډېرو نورو اثارو ترمنځ د هغه "روح" نومی اثر هم د ممنوع شوو کتابونو په نوملړ کې شامل کړ. خو د اروپا په نورو برخو په ځانګړې توګه برېتانیا کې زیات وستایل شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۱]

مونټېسکیو په شمالي امریکا کې په برېتانوي مستعمرو کې هم د آزادۍ د اتل په توګه پېژندل کېده. د سیاسي علومو د یوه عالم په وینا، نوموړی تر انقلاب وړاندې برېتانوي امریکا کې د حکومت او سیاست په اړه تر ټولو ډېر نقل قول شوی عالم دی، چې د امریکا د بنسټګرانو لخوا تر انجیل راوروسته د هرې بلې سرچینې په پرتله ډېر د ماخذ په توګه یاد شوی دی. له امریکايي انقلاب وروسته هم د هغه اثارو پر امریکايي بنسټګرانو خورا زیات نفوذ درلود، چې په ځانګړې توګه د ویرجینیا جیمز ماډیسن، چې د امریکا د "اساسي قانون پلار" ګڼل کېږي، د دوی له ډلې د یادولو وړ دی. د مونټېسکیو دې فلسفې چې "حکومت باید داسې جوړ شي چې هېڅوک پکې له بل څخه وېره ونه لري" ماډیسن او نورو ته دا ورپه زړه کړه چې د دوی د نوي ملي حکومت لپاره یو آزاد او باثباته بنسټ، د واکونو روښانه تعریف او متوازن تفکیک او جلا کولو ته اړتیا لري.[۱۵][۱۶]

مونټېسکیو د سترګو د پردې له یوې ناروغۍ کړېده او د ړندېدو وېره ورسره وه. د ۱۷۵۴ کال په وروستیو کې پاریس ته ولاړ، ترڅو هلته د خپل کور اجاره واخلي او هم لا برېډ ته تقاعد شي. مګر هغه ډېر ژر ناروغ شو، او د ۱۷۵۵ کال د فبروري په ۱۰مه د شدیدې تبې له امله ومړ. نوموړی د پاریس په سان سولپیس کلیسا کې ښخ شو، او د فرانسې د انقلاب پر مهال یې ټول پاتې شوني هم له منځه یوړل شول.[۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v7052z — subject named as: Montesquieu — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. "Montesquieu" Archived 21 November 2014 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  3. Boesche 1990, p. 1.
  4. "Google Maps". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Sorel, A. Montesquieu. London, George Routledge & Sons, 1887 (Ulan Press reprint, 2011), p. 10. کينډۍ:ASIN
  6. Sorel (1887), p. 11.
  7. Sorel (1887), p. 12.
  8. Sorel (1887), pp. 11–12.
  9. Sorel (1887), pp. 12–13.
  10. Saintsbury 1911، م. 775.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Saintsbury 1911، م. 776.
  12. Berman 2012, p. 150
  13. Shackleton, Robert (1961). Montesquieu: A Critical Biography. London: Oxford University Press. مخونه 91. ASIN B0007IT0BU. OCLC 657943062. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Li, Hansong (25 September 2018). "The space of the sea in Montesquieu's political thought". Global Intellectual History. 6 (4): 421–442. doi:10.1080/23801883.2018.1527184. S2CID 158285235. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lutz 1984.
  16. Montesquieu, The Spirit of Law, Book 11, Chapter 6, "On the English Constitution." Archived 28 September 2013 at the Wayback Machine. Electronic Text Center, University of Virginia Library, Retrieved 1 August 2012
  17. Saintsbury 1911، م. 777.