مرکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د مرکې يو انځور
مركه په پښتو ژبه كې د ټولنې، جرگې، ډيالوگ او مصاحبې په ماناگانو كارول كېږي. په ډېرى پښتني سيمو كې مركه د قومي مخورو هغه پلاوي ته هم ويل كېږي، چې د قبيلو او خلكو تر مينځ د تاوتريخوالي او شخړو د له منځه وړلو او هوارولو په موخه سره راغونډېږي، مفاهمه كوي او بلااخره پرېكړې صادروي. دا ډول په انگليسي كې، چې يوه نړيواله اقتصادي او فرهنگي ژبه ده، هم انټرويوInterview د پښتو مركې په څېر په ډېرو مفهومونو او پراخه كچه د استعمالېدو وړتيا لري، چې د دندو او كارونو د لاسته راوړلو ازمايښتي پړاو يې ښه بېلگه ده. خو د ژورنالېزم په نړيوال قاموس كې، مركه د مفاهمې هغه ډول دى چې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه تر سره كېږي.

مركه هغه خبرې، اترې دي چې د يوه ټاكلي هدف په رڼا كې د سمو او باوري مالوماتو د راغونډولو د پاره، د يوه يا ډېرو كسانو سره، تر سره كېږي. يا هم كه په مشخصه توگه يې تعريف كړو چې: د يوې ټاكلې موضوع، ستونځې يا تشويش په اړه، د نظر له خاوندانو، دولتي او نا دولتي چارواكيو يا هم له عامو خلكو سره د پوښتنو او ځوابونو په بڼه مفاهمه او له هغوئ د مالوماتو راټولو ته مركه وايي. مرکه د دوو یا ډیرو کسانو (لږترلږه مرکه کوونکی او مرکه کوونکی) تر منځ خبرو اترو ته ویل کیږي په کوم کې چې مرکه کوونکی د مرکه کونکي څخه پوښتنې کوي. مرکه د ژورنالیزم او رسنیو اصول او قاعده ده، خو په نورو حالاتو کې هم کارول کیږي.

د ژورنالېزم د پديدې اوسنى او ټوليز مفهوم، د مدنيت د پرمختيا او پراختيا په وروستيو پېړيو او پړاوونو كې رامنځته شوى. ورو، ورو پراخ شوى او د يو علم او تيوري په بڼه يې په بشري ټولنه كې سيستماتيك او ډراماتيك تبارز كړى دى، چې لمنه يې دومره پراخه شوله، چې په مختلفو ډولونو، نومونو... او ژانرونو ووېشل شو، چې له دغو ژانرونو څخه يې يوه هم مركه يا Interview ده. په لرغوني يونان كې د مركې فن د ( سوكرات ) فېلسوف لخوا تعميم شوى دى. سوكرات به كوښښ كاوه چې د مركې په ترڅ كې مقابل لورى (حريف ) ته ماته وركړي، او هغه په دې وپوهوي چې په هيڅ نه پوهېږي. په سياست پوهنه ( پوليټيكل ساينس ) كې هم، له مركې څخه كله، كله د عامه ذهنيت او نظريو د معلومولو د پاره كار اخيستل كېږي. ځينې وختونه د مركې مېتود د واقيعتونو د رابرسېره كولو د پاره په كار لوېږي او په پايله كې يې رغنده نظرونه او پايلې لاسته راوړل كېږي. مركه – كله، ولې، څنگه؟! په نننۍ نړۍ او زموږ په هيواد كې، ژورنالېست يا خبريال د ټولنې سترگې گڼل كېږي. او د ټولنې دا سترگې، بيا رسالت لري چې د دولت او خلكو تر منځ، د درېيمگړي په توگه رول ولوبوي. د دا ډول پوهاوي او عامه اړيكود ټينگولو د پاره ژورنالېست اړ دى، چې له بېلابېلو لارو چارو كار واخلي، دغه اړيكې كه د گزارش او خبر په بڼه وي يا هم د مركې. د دغو درې واړو، گزارش، خبر.... او مركې كولو له لارې، د ژورنالېست يواځنى هدف دا وي، چې د ستونځو په له منځه وړلو كې رول ولوبوي او هم خپل مسلكي ژوند او شخصيت له دې لارې جوړ كړي. په ځانگړې توگه د مركې اړتيا هغه وخت راپېښېږي، چې په فردي يا عام ډول د دولت او خلكو، يا خلكو او خلكو تر منځ كركې، بې باورۍ، تشويشونه، لانجې او ستونځې رامنځته شي. د دې ډول ستونځو درك كولو ته يا د ژورنالېست په خپله ورپام كېږي، او يا هم د خلكو له خوا ورته متوجه كېږي. ژورنالېست خپل رسالت ته په كتو سره اړ دى، چې پورته يادې شوې خبرې په پام كې ونيسي. او له دې وروسته بايد دې خبرو ته متوجه شي، چې له تخنيكي پلوه په مركه څه ډول پيل وكړم، كوم ټكي پكې راوړم، كوم ډول پوښتنې وكړم..... كه چېرې غواړئ د يوې ستونځې په اړه له چا سره مركه وكړئ، نو ځينې له دغو لاندې ټكو څخه په پام كې ونيسئ:

  1. د مركې انگېزه
  2. اړوند مالومات راټولول
  3. له مركې وړاندې له خلكو سره په اړونده موضوع خبرې كول
  4. د اړوندې برخې مسوول پيداكول
  5. له مركه كېدونكي سره اړيكې ټينگول
  6. د مركې د پاره وخت او ځاى ټاكل
  7. خپل تخنيكي وسايل سمول او برابرول
  8. د مركې پر وخت مزاحمت كوونكي خنډونه ليرې كول
  9. موضوع محدوديت ( نه لكه ترورېزم يوه لويه موضوع )
  10. پوښتنې او ځوابونه په غور ويل او په غور اورېدل
  11. په مركه، او د هدف په ترلاسه كولو ډاډه كېدل
  12. مركه په خپل وخت خپرل
  13. د مركې له خپرېدلو وروسته بيرته د مركې په اړه د خلكو نظرونه مالومول

د مرکې ډولونه:[سمول]

خبري مرکه[سمول]

ډله ييزه مرکه[سمول]

دوه ډوله ډله ایزې مرکې شتون لري یو عادي ترتیب معمولا یو مرکه کوونکی لري چې له ډیرو کاندیدانو څخه پوښتنه کوي. تاسو به د هرې پوښتنې ځواب لپاره یو وار واخلئ او ستاسو اصلي هدف د سیالۍ پروړاندې ودریږي. که څه هم له لسو څخه زیاتو کاندیدانو سره ډله ایزې مرکې، په هرصورت، تل په دې طریقه پرمخ نه ځي ځکه چې د هر ځل لپاره کافي وخت شتون نلري. نو، په دې حالت کې، تاسو اړتیا لرئ چې د مرکې تمرکز کنټرول کړئ د ډیری ګروپي مرکې پوښتنو ته د ځواب ویلو ترمنځ توازن ومومئ. د دې یوه بڼه د پینل مرکه ده. زه به تاسو د څو مرکه کونکو پوښتنو ته ځواب ووایاست، کوم چې به ډیری وختونه د بشري منابعو مسؤل خلک، ستاسو احتمالي ګمارونکي او د داسې رول لرونکي استازي شامل دي. د مخکې تشریح شوي ترتیب سره پرتله، د پینل مرکې د ټولو پیچلو پوښتنو له امله چې تاسو یې ترلاسه کوئ د پوښتنې په څیر احساس کوي.[۱]

علمي مرکه[سمول]

د مرکې پوښتنې[سمول]

په مرکه کې دوه ډوله پوښتنې شتون لري

  1. خلاصې پوښتنې

خلاصې پوښتنې هغه پوښتنې دي چې مرکه کوونکی ته اجازه ورکوي چې پوښتنې ځواب کړي لکه څنګه چې هغه غواړي او په هغه وخت کې چې هغه وغواړي، په بل عبارت، مرکه کوونکی اجازه لري چې پخپله ځواب غوره کړي او د وخت په شرایطو کې محدود نه وي. دا پوښتنې مناسبې دي کله چې شنونکی غواړي د موضوع جزییات او ژورتیا ته لاړ شي. له همدې امله، خلاصې پوښتنې د ژورو او مفصلو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي.

  1. تړلې پوښتنې

په تړلو پوښتنو کې، ځوابونه د مرکه کونکي لخوا مخکې له مخکې ټاکل کیږي، د مرکې دا طریقه مناسبه ده کله چې د کره او باوري معلوماتو راټولولو غوښتنه وشي. دا طریقه اغیزمنه ده کله چې مرکه کوونکی په مرکه کې لږ مهارت ولري، ځکه چې پوښتنې مخکې له مخکې ټاکل شوي او مرکه کونکي ته چمتو شوي.

سرچينې[سمول]