منځپانگې ته ورتلل

عزت الله ذکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لیکوال او شاعر
عزت الله ذکي
د شخص مالومات
پيدايښت پنجوايي ولسوالۍ
یادگارونه زما وطن!

د وطن شهيد ته!

توکل!

د عشق سزا!

ژونده!

وطن!

ښکلې نړۍ!

د ژوند سلسله!
استوګنځای کابل، افغانستان
هېواد غړيتوب افغان
نور نومونه ذکي
عملي ژوند
تعليم ژورناليزم

کمپیوټرپوهنه

پښتو ادب
کار/مسلک لیکوال، شاعر، ژباړن، څېړونکی
د فعالیت وخت ۱۳۸۲ - تراوسه
جايزې
ژورنالیزم - ژباړه - شعر - کمپیوټر - ټکنالوجي

مخینه

[سمول]

عزت الله ذکي یو مستعد، ماهر، هڅاند او مسلکي افغان ليکوال، ژورناليست، ژباړن، ويب ماسټر او د معلوماتي ټکنالوژۍ کارپوه دی.

ذکي د ۱۳۷۲ هجري لمریز کال د لړم/عقرب پر ۲۵مه، د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالي کي زېږېدلی او تر دې دمه یې د افغان ټولني په همغږۍ کي ژور او رغنده ژورنالیستکي او آدبي رول لوبولی دی.

زده کړي

[سمول]

دیني زده کړي يې د خپل کلي په مسجد جامع کي له ملا امام نه ترلاسه کړي او ورپسې يې خپله تعلیمي دوره په ۱۳۹۰ هجري لمريز کال کي د کندهار ولایت په احمدشاه بابا عالي لېسه کي تکمیل کړې ده.

تحصيلي دوره يې د کابل د کاروان پوهنتون د کمپیوټر ساينس پوهنځي په معلوماتي ټکنالوژۍ څانګه کي بشپړه کړې او په ۱۴۰۵ هجري لمريز کال کي يې له ياد پوهنتون څخه د ليسانس سند په لاس راوړی دی.

هڅي

[سمول]

ذکي د معلوماتي ټکنالوژۍ «کمپيوټر_ساینس» ترڅنګ په پښتو ژورنالیزم او پښتو آدبیاتو کي ځانګړی او کافي مهارت لري.

د نوموړي ډېری آدبي آثار، ګټوري ژباړي، ټولنیزي، کلتوري او په زړه پوري ليکنې د انټرنیټ پرمخ په یوشمېر پښتو ویب پاڼو او ټولنیزو رسنيو هم خپاره شوي دي.

هغه د ټولنیزو رسنیو کارپوه او ماهر ژباړن دی، چي له انګلیسي او فارسي ژبو څخه پښتو ژبي ته ګټوري ژباړي کوي، کوم چي په ټولنیزو رسنیو او پښتو ویب پاڼو کي هم خپریږي، لوستونکي کولای شي ددغو ګټورو پښتو مطالبو له مینځپانګو او محتوایاتو څخه د انټرنيټ په مټ برخمن شي.

سرچینې

[سمول]

    کينډۍ:ښتانه