خبريال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له خبریال نه مخ گرځېدلی)

ژورنالېست یا خبریال چې په لوېدیځه نړۍ کې ورته راپورتراو خبر څېړونکی هم وایي، مالومات راټولوي، کیسې تیاروي، په ورځپاڼو، رادیو او تېلویزیون کې خبرونه وړاندې کوي، او ولس په سیمه ییزو، ملي او نړیوالو پېښو خبروي . د دې تر څنگ پر ټولو پېښو تبصرې کوي، خلک په ټولیزو چارو خبروي او دوی د خپل اندو واند څرگندولو ته هڅوي . خبریال همدارنگه د دولتي کارمنو کړه وړه څاري، د سیاسي او دولتي کړیو کړه وړه او تصمیمونه ملت ته په روانه، ساده اوڅرگنده ژبه ژباړي او د ملت غږ دولت ته رسوي .