کمپیوټر ساینس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کمپیوټرپوهنه نه مخ گرځېدلی)

سولگرپوهنه (انگرېزي: Computer Science) د مالوماتو او شميرنى انديزي او بنسټيزې زده كړې ته وايي،او په سولگریيزو غونډالونو كي ددوي كاريالونو او اوزارونو ته. [۱][۲][۳] چي دا په واروار د الگوريتم غونډاليزه زده كړه ،بهير او منځ ته راتلل څرگندوې او مالومات ليږدوي.

د Peter J. Denning, په وينا بنسټيزه پوښتنه په سولگر پوهنه كي داده چې, "څه كيداي شې جي اغيزمن وي په خپلجاري ډول?"[۴] کمپيوټر پوهنه ډير څيرمه ډگرونه لرې .لكه:سولگر كښنيزې،د شميرني پر ځانگړي پايلو د تاكيد،او څه هم نور اندونه .لكه:جړيزه شميريزه نظريه او د ځانگړتياوو زده كړه له محاسباتي ستونزو څخه

مخينه او پېښلیک

د کمپيوټر پوهنې لومړنۍ موندنې د نن ورځې د شمروزمې (Digital ) کمپيوټرونو د پنځوونې بنسټ گڼل کېږي . د (چوکاټي شمرني) ابکوس په مټ د دقيقو شمېرلو شمېرلوستونه د حلولو په موخه د انټيک پير له وختونو څخه گڼل کېږي . ويلهېلم شيکارډ په لومړي ځل د ميخانيکي شمېرني لومړنی ډوليزه بڼه په کال ۱۶۲۳م زېږيز کې وپنځووله ، خو وې نشو کولی چې بشپړ ېې ورغوي . بلېز پاسکال په لومړي ځل همدا ميخانيکي شمېرنی د کار لپاره په کال ۱۶۴۲م زېږيز کې چمتو کړ چې ورته ېې نوم پاسکالين ورکړ. چارلز بېبېج يو بېل ډول انجن وپنځاوه ، او بيا ېې د عمومي اړتيا له کبله شنننيز انجن (Analytical Engine) د ويکټورين پير په مهال رامنځته کړ ، چې له مخې ېې لولېس د هغه ماشين لارښودلیک (Manual) وليکه . د همدې لارښود لیک د ليکنې په وجه هغې ته د نړۍ تر ټولو لومړنۍ پروگرامره يا خپرونه لیکونکې وايي . د ۱۹۰۰ م زېږيز شاوخوا د پنچکارډ‌ ماشين په نوم يو ماشين نوی راووت . د ۱۹۴۰م زېږيز شاوخوا د پخوانيو ماشينونوپه پرتله په نوې بڼه د شمېرماشين يا شمېرنی په تکړه کاروونکې بڼه راووت ، د کمپيوټر اصطلاح د ماشين لپاره راوتلې نه دا چې د جوړوونکي نوم په هغه پنځوونه ايښوول شوی وي . وروسته له هاغه چې د همدغو شمېرنيو (کمپيوټري ماشينونو) څخه دا څرگنده شوه چې د لا پرمختگ په بهير کې نور هم غټ کارونه پرته له شمېرو پرې اسانه کيدی شي نو په کال ۱۹۵۰ م زېږيز کې د کمپيوټر ساينس په نوم د زده کړې اکاډميک ډگر جوړ شو . د نړۍ تر ټولو لومړنۍ د کمپيوټر ساينس پوهنې ډيپلوم ورکوونې بنسټ په ۱۹۵۳م زېږيز کې له کېمبرج پوهنتون څخه د کېمبرج ډيپلومه ان کمپيوټر ساينس په نوم راوواته . په امريکا کې په لومړي ځل د کمپيوټر ساينس بری لیک د پيورډيو پوهنتون څخه په کال ۱۹۶۲م زېږيز کې دود شو . په لومړنيو مهالونو کې ډېرو خلکو داسې نه گڼل چې کمپيوټر دې د زده کړې په ځانگړي ډگر واوړي او يوه زده کړيزه څانگه دې شي ، خو وروسته وروسته د پنځوسمو زېږدي کلونو په پای کې دا په زبات ورسېده چې د کمپيوټر اړونده زده کړې ځانته مسلک او ډگر لري . د هماغه کلونو په لومړنيو مخکښو کمپيوټر اړونده پېژندل شوو نومونو کې د IBM نښه ټولو ته د کمپيوټر ساينس په ډگر کې د پاڅونونو راوستنې څرک ورکوي . IBM ( International Business Machines ) لنډون دی . په لومړي سر کې ېې د IBM 704 وپنځاوه ، او بيا وروسته ېې IBM 709 کمپيوټر راووېست ، چې بيا په پراخه توگه په آزمويښتي ، او څېړنيزو مراکزو کې ترې کار اخيستل کېده . تر اوسه له IBM کمپيوټرونو څخه کار اخيستل يو لوی باج گڼل کږي ، ځکه په هغو کمپيوټرونو کې که څوک يو توری په نا وړه توگه بل ځای وکاروي نو ټول کمپيوټر بندېږي او خپرونه ټکر سره مخامخېږي ، نو ځکه باید چې ټول کمپيوتر له سره بيا ولگول شي چې لويه ستونزه رامنځته کوي . د ۱۹۵۰م زېږيزو کلونو شاوخوا د کمپيوټر ساينس ډگر د ودې پر مخ روان و ، او دا پورته ياده شوې ستونزه يوه عادي عامه ستونزه گڼل کېده . وختونو وښوده چې د کمپيوټر کاروونه اوپه کارونو کې ېې اغېزمنتيا يو د کمپيوټر ساينس او ټکنالوژي اړين اړخ جوړوي . د نن ورځې نوي پيرد کمپيوټر له اړخه ډېر اړين بدلونونه حس کړي چې له مخې ې ماهره انفرادي وگړو څخه ېې کاروونه په پراخه کچه د عام وگړو لاس ته ورغلې . په لومړنيو پيرونو کې د کمپيوټر لاسته راوړه گران و او د کمپيوټر بيې لوړې وې ، خو وروسته وروسته د کمپيوټر په خرڅلاو کې بدلون راغی او هر ځای په ارزانه بييه اخيستلی شو نو ځکه ېې د کاروونې لمن له مخکښو کمپيوټر کارپوهانو څخه نورو عامو خلکو ته وغځېده ، خو بیا هم د نن ورځې د کمپيوټر په برخه کې د نويو پنځونو له کبله دې ته اړتيا شته چې کارپوهانو ته مخه شي .

The German military used the Enigma machine (shown here) during World War II for communication they thought to be secret. The large-scale decryption of Enigma traffic at Bletchley Park was an important factor that contributed to Allied victory in WWII.[11]

سترې لاسته راوړنې

برسېره پر دې چې د کمپيوټر پېښلیک لنډ دی او اکاډميکه څانگه ېې لوی ډگر دی ، کمپيوټر ساينس په ساينس او ټولنه کې ډېره بنسټيزه ونډه لري او اخيستې چې پدې ډول يادېږي :

  • د شمېر وزم تخنيک پاڅون (digital revolution ) ، چې د نن مهال مالوماتي پیر او انټرنټ ونډه يادېږي .
  • د شمېرنې رسمي پېژندگلوي يا تشريح او په شمېرلو کې اسانتيا ، او ددې زبات چې په شمېر کې داسې شمېرنې لرو چې پرته له کمپيوټر څخه ېې حل اسانه نه برېښي نه هم ژر موندونکي ستونزې دي .
  • د پوستکاليو د ژبې آندود يا نظريه ، يو اوزار چې له مخې ېې په جوته توگه د راز رازو مالوماتو د تگلارې بېل پوړونه ورتلونکې لنډې لارې چارې يادېږي .
  • ساينسي شمېرنې د غټو ستونزو عملي حلونه رامنځته کړل ، همدا رنگه ېې د پوستکاليو په ترتيب کې تجربې رامنځته کړې . دغه کړنو د ماغزو د ودې لپاره ډېر پرمخ تللي سبقونه وپنځول ، د انسان د بدن د غړو همډوله نخشې د جينوم په نوم ترتيب کې د همدغو انساني جينومو پروژو کې وښکارېدې .
  • الگورتمي سوداگرۍ په لويه کچه د مصنوي ذهانت ، ماشيني زده کړې اونورو شمارنيو او گڼياليزو تخنيکونو په مرسته د سوداگريز بازار اغېزمنتيا او ثابته شتمني ډېره کړېده .
  • د کمپيوټري فردي ويډيويي چوکاټونو په مرسته د ويډيو په گډون مصنوي انځور جوړېدنه .

د سولگر پوهني ډگړونه

انديزه سولگرپوهنه

شمیرپوهنیزه سولپوهنه اتوماتا آندپوهنه شمیر آندپوهنه گراف آندپوهنه ډول آندپوهنه ټولی آندپوهنه محاسباتي هندسه سولگر کوانتومي آندپوهنه

د شميرنې آندپوهنه

P = NP ?
شميرنيزي اندوني شميرنيزي جړې اندوې

د الگوريتومونو او اومتوكو جوړښت

د الگوريتم شننه الگوريتمونه د اومتوك جوړښت

خپرنيز ليلپوهنه او ژپې

ژباړني خپرونيزې ژبې

د سولگر توكي او جوړونۍ

گڼيال سوليز Microarchitecture گڼبهيريز

شميريزه او پيلاميزه شميرنه

بیو انفورماتیک Cognitive Science شميريزه كيميا شمیریزه اعصابپوهنه شميرزه پږنپوهنه شميريز الگورنيتم شميرپوهنيز پيلاميال

كاريالونه

The following disciplines are often studied from a more theoretical, computer science viewpoint, as well as from a more practical, engineering perspective.

چليز غونډال سولگر جالونه سولگر كښنيز سولگر ليد توكبنسټونه
سولگر خونديتوب مصنوعي زیرکتیا رباټیک انسان-سولگر غبرگون هرځای شته شمیرنه

دا هم وگورئ

اخځونه

  1. "Computer science is the study of information" New Jersey Institute of Technology Archived 2009-05-29 at the Wayback Machine., Gutenberg Information Technologies
  2. "Computer science is the study of computation." Computer Science Department, College of Saint Benedict Archived 2007-02-03 at the Wayback Machine., Saint John's University
  3. "Computer Science is the study of all aspects of computer systems, from the theoretical foundations to the very practical aspects of managing large software projects." Massey University
  4. Denning, P.J. (2000). "Computer Science: The Discipline" (PDF). Encyclopedia of Computer Science. Archived from the original on 2006-05-25. https://web.archive.org/web/20060525195404/http://www.idi.ntnu.no/emner/dif8916/denning.pdf. Retrieved 2009-10-20. 

باندنۍ تړني