چليز غونډال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پخوا ډېرى كمپيوټرونه ځانو لاړى ځغلېدل،او ډېى چليز غونډالونه پر يواځې يو بهيرگر د ځغلا ليدنې لپاره اوډل شوي وو. دغه حالت په چټكۍ پر هر هغه،چې كمپيوټره پكې سره شبكه كېږي او شنلى چليز غونډالونه(distribution) لاارنه ښتاكوي. دغه ليكنه د نويو وگړو لپاره غير عادي ده. پدې كې شفلي چليزنونډالونو ته هومزو پاملرنه شوې چې دوديزيو (CPU)چليز كونډالونو ته شوده.


پېژندنه[سمول]

له سافټوير پرته يې كمپيوټر اصل د يو بې كاره فلزي دبره دی. د خپل سافټوير په مټ يو سولگر خوندي كولاى. بهيرولاى او خبرتياوې بياراخعيتلاى شي په خطى نسخو كۍ نياسمۍ موندلاى. چې خپل ساتنه وكړاي شي. په خچن ډول د كمپيوټر سافټوير په ډوه ډولونو وېشل كېدرى شي: غونډاليز پروگرامونه (system programs) ، چې پخپله د كمپيوټر چلښت اداره كوي،او كړنز پورگرامونه،چې د خپلو كارنو ربړې حلوي. د ټولو غونډاليزو پروگرامونو تر ټولو بنسټيز هغه چليز غونډال (operating system) دى،چې د كمپيوټر ټولې سرچينې څار او يو بنسټ په لاس وركوي،چې كړنيز پروگرامونه يې په مټ ليكل كېداى شي.

يو عصري كمپيوټري غونډال (computer system) له يو يا ډېرو بهيرگرو،يو څه اصلي حافظې،ساعتونو(clocks) ,(terminals) , disks شبكه يي مخيالو (networ mterfaces) او نورو راكړيزو او وركړيزو وسيلو جوړوي. ټولټال،يو پېچلې غونډال داسې پروگرامونه ليكل،چې ددې ټولو توكيو اوسيلو ليكه ساتي اوپه سمه توگه يې كاروى،، يو خورا گران كار دى.

كه هر مخكښساز(programmer) پر دې سرخوږولاى،چېdisk چلنۍ څنگه كار كوي او پر درځنونو نورو شيانو،چې د يو disk block دلوستنې پر مهال نامسېږي،نو دا ناشونې نه وه، چې هېڅ پروگرام به له سره ليكل شوى نواى.

ډېر كلونه وړاندې دا خورا روښانه شوه،چې داسې يوه لاره بايد وموندل شي،چې مخكښسازان(programmers) دهارډوير له پېچلتيا وپوښتى. هغه لار چې پوړۍ په پوړۍ يې وده وكړه داده،چې د سافټوير يو فشر د لوځ هارډوېر پر سر واجوي،چې د غونډال ټولې برخې اداره كړي، او كارن ته داسې يوه مخياله يا خيالي ماشين(virtual machine) وړاندې كړي،چې پوهېدل پرې او پروگارمول يې اسانه وي.

د سافټوير دغه قشر چليز غونډال(oprating system) دىاو ددې ليكنې سكالو (موضوع) ده. دغه حالت په ۱ شكل كې ښودل شوى دى. تر ټولو لاندې هارډوېر دى،چې دا پخپله په ډررو وختونو كې له يو يا ډېرو فشرونو جوړ دى. تر ټولو ټيټ قشر(layer) قزيكي وسيلې لرث،چې له integrated circuit chips، مريو (wires)، ځواكرساندو (power supplies) ، Cathode rar tubes او ورته فزيكي وسيلو جوړ دى.


ماجرايي لوبې دهوايي كرښې نيونه بانكى غونډال Command interpreter Editors Compilers چليز غونډال operating system ماشينژبه ووړ مخكښسازي فزيكي ويلې دا چې دغه څنگه جوړ كړاى شوې او څنگه كار كوي د برېښنايي انجينير (electrical engineer) سر خوږى دى.

گړنيز پورگرامونه Application programs غونډاليز پروگرامونه System programs


۱. شكل: يو كمپيوټري غونډال له هارډور،غونډاليزو پراگرمونو او كړنيزون پروگرامونو جوړ وي.

ورپسې د (primitive) سافټوير يو قشر راځي،چې نېغ په نېغه دغه وسيلې څاري(كنټرولوى) او د ورپسې قشر لپاره يو روښآنه قشر برابروي. دغه سافټوير،چې ووړمخكښى (microprogram) بلل كېږي معمولا په يواځلوستنۍ حافظه (read-only memory) كې ځايول شوى وي . دغه په حقيقت كې يو څرگندوال( interpreter) دى،چې د ماشينژبې لارښوونې لكه(ADD MOVE او TUMP راخلي او هغهوى د كوچنيو گامونو په د يوى لرى په توگهاخلي. د بېلگې په توگه ADDلاښوونې د اخستنې لپاره ووړمخكښى بايد معلوم كړى،چې سره جمع كېدونكۍ شمېرې چېرې ځايول شوي، هغوى راواخلي،جمع يې كړي او پايله په يو ځاى كې زېرمه كړي.

د لارښوونو هغه سېټ (ټولگه) جچې ووړمخكښى يې څرنگندوى (interprets) ماشينژبه تعريغوي،چې په حقيقت كې له سره د كلك ماشين ( hard machine) برخه نده ، خو كمپيوټر جوړوونكي يې تل پخپلو manuals كې داسې تعريفوي،نو ډېر خلك ددېې په اړه د رښتيني (ماشين)) گومان كوي. په ځينو ماشينونو كې ووړ مخكښى په هارډوير كې نغښتل شوى (implemented) و او په رښتيا سره يو ځانگړى قشر ندى.

ماشينژبه typically د ۵۰ او ۳۰۰ تر منځ لارښوونې لري،ډېرى د ماشين جاپېره د خبرتوكيو (data) د لېږدونې او خوځونې ،د حسابونو كونې،او ارزښتنو (قيمتونو) values د پرتلنې لپاره . پدې قشر كې ځانگړي وسيله يي راجسټر ته د ارزښتونو (values) د ور اړونې (loading) په وسيله راكړيزې او وركړيزې وسيلې څارل كيږي. د بېلگې په ډول،يو disk ته بولۍ (command) وركول كېداى شي،چې د هغهوى راجسټرونو ته دdisk address ، د آرې حافظې پتې ، byte count او direction (READ or WRITE) د ارزښتونو د وراړونې (loading) په وسيل لوست وكړي. په عمل كې ، ډېرو نورو parameters ته اړتيا شته،او هغه حالت (status) ، چې لرې وروسته چې يو چلنه (opration) خورا پېچلې وى د چلنۍ (drive) لخوا راگرځون (return) شي. پردې سربېره ، د ډېرو راكړيزو او وركړيزو وسيلو لپاره په مخكښسازۍ كې محالنه (timing) يو مهم رول لوبوي.


د چليز غونډال يو عټ كار دادى ،چې دغه ټوله پېچلتيا پټه كړي او مخكښساز (programmer) ته د لارښوونو لا آرامه convenient ټولگه وركړي، چې كار پرې وكړي. د بېلگې په توگه، READ BIOCK FROM FILE په منطقي ډول لدى ساده دى،چې د disk سرونو (heads) د لېږدنې او د هغوى مېشتېدنې ته ( افتطار او داسې نورو په اړه سرخوږى وشي.

د چليزغونډال دپاسه د غونډالېز سافټوير پاتې برخه ده. دلته موږ بولۍ څرگندوالى (command interpreters) (shell) ،compilers، Editors او ورته كړنيز- خپلواك (application independent) پروگرامونه مومو. پردې پوهېدل ضروري دي،چې دغه پروگرامونه خامخا د چليز غونډال برخه نده، كه څه هم هغوى Typically د كمپيوټر چوړوونكي لخوا پكې ځاى شوي وي. دا قاطع خونازك ټى دى. چليز غونډال د سافټوير هغه برخ ده ،چې په (karnel made) يا supervisor made كې ځغلي. د د هارډوير په وسيله د كارن ( user) له گوتوهنې ژغورل شوى دى (د اوس لپاره ځينې ووړ بهيرگرانو، چې له سره هارډوير ژغورنه نلري له نظر غورځولو سره).

Compilers او editors’ په user made كې ځغلي. كه يو كارن يو ځانگړى compiler نه خوښوى، هغه آزاد دى،چې خپل يو وليكي،كه يې غوښتي وي،هغه آداد ندى،چې خپل disk interrupt وليكي،چې د چليز غونډال برخه ده او معمولاً د هارډوېر په وسيله يې د كارن لخوا د گوتوهنې د خڅو په وړاندې ساته كيږي. په پاى كې ، د غونډاليز پروگارمونو د بامه كړنيز پروگراموننه راځي.دغه پروگرامونه د كارنانو لخوا ليكل شوي،چې خپلې ځانگړې ربړې هوارې كړي،لكه استهاري خپرتوكيزه بهيرونه،انجينري حسابونې(شمېرنې) يا لوبې كونې.


چليز غونډال څه دى؟[سمول]

د كمپيوټر ډېريو كارنانو د يو چليز غونډال يو څه ازميېنه كړېده،خو په څرگند ډول گرانه دا كښنه گرانه ده ، چې ليز غونډال څه دى. د ربړې يوه پرخه داده ،چې چليز غونډالونه دوه په بنسټيز ډول نا اړوند عمليات تر سروي،پردې اړوند جې څوك غږيږي،تاسې ډېرى ځل د يو عمل يا بل په اه اورئ. راځئ اوس دواړو ته وگورو.


چليز غونډال د يو extended ماشين په توگه.[سمول]

لهكه مخكې ياده شوه،د ماشينژبې په قشر كې د ډېرو كمپيوټرونو جوړښټ (architecture) (د لارښوونو ډله،د حافطى اداره، راكړيزه ا وركړيزه د NEC PD765 څآرونكى ټوټې (controller hcip) په وسيله، چې پر IBM ځاني كمپيوټر او ډېرو نورو ځآني كمپيوټرونو يې كاريږي څنكه كيږي(ددې ليكنې تر پايه به “Floppy disk” او “diskette” د يو بل پر ځاى كاروو) PD765، ۱۶ بولۍ لرې،هره يوه وسيله يي راجسټر ته د ۱ او ۹ بايټونو تر مينځ پر وراړونې تعريف شوى. دغه بولۍ د خبرتوكيو د لوستنې او ليكنې ، د disk مټ (arm) د خوځونې او د لوريو (trakes) د formatting او همدا راز د دغه څارونكي (controller) او وسيلو د initializing، حسونۍ (sensing)،resetting او بيا سمونۍ (recalibrating) لپاره دي.

ټولوبنسټيزې بولۍ REAAD او WRITE دي، چې هر يو ۱۳ parameters غواړي،چې په ۹ بايټونو كې بنډل (packed) شوى دي.It is being packedدا بنډلېږي. دغه غاړې (parameters) داسې توكى (items) وړاندۍ كوي لكه،په فزيكي رسنۍ (medium) پته، پر لوري (par track) د سېمو (sectors) شمېره ،پر فزيكي رسنۍ كارول شوې. ثبت بڼه (recording modle)، The intersector gap spacing او What to do with a deleted-data-addren-maric. كه تاسې پدې اوتوبوتو نه پوهېږئ،چورت مه وهئ،دغه په څرگند ډول هغه ټكى دى- دا له بلې خوا راز دى.كله چې جانه بشبړ شسي،څارونكى ټوټه ۲۳حالت راگرځوي او ناسمۍ ډگرونه(error field) په ۷ بايټونو كې بنډليږي. كه چېرې دغې بسنه نه واى كړې،د floppy disck مخكښساز بايد په مسلسله توگه لدې خبر وي ،چې motor بل دى كه گل . كه motor گل وي،بايد بل كړاى سي(د پيليز له يو اوږد ځنډ سره) لدې مخكې چې خبرتوكي ولوستلاى وليكلاى شي.start up Motor د ډېرې مودې لپاره نشي پرېښودل كېداى،خو ،كه يا floppy disk wear out شسي. نو ځكه مخكښساز اړ ايستل شوى،چې د اوږدو پيليز ځنډونو په وړاندې د wearing out floppy disks (او پر دوى د خبرتوكيو د لاسه وركونې) تر منځ له trade-off سره معامله كوي. اصلي توضېحاتو ته له ورتگه پرته ، دابايد روښانه وي،چې منځنى مخكښساز معمولا نه غواړي،چې په خورا څرگند ډول د floppy disk يا win Chester disks), چې ډېر پېچلي او خورا مختلق دي) په مخكښسازۍ كې بوخت شي. پرځآى يې ، هغه چې مخكښساز يې غواړي يو ساده،لوړ كچې بېلونه ده چې معامله ورسره وكړي. د disk په حالت كېې، يوه typical بېلونه به دا وي،چې disks د فايلونو يا د شويو (named files) يوه ټولگه ولري. هې فايل د لوستنې يا ليكنې لپاره پرانسلېداى شي،بيا لوستلېداى يا ليكلېداى شي او په پاى كې تړلېداى شسي. توضيحات لكه آيا ثبتونه بايد بدله شوې(modified) frequency شننه (modulation) وكاروي كه نه او د motor اوسنى حالت څه دى،بايد په هغه abstraction كې چې كارن ته presentedوي كې ښكاره نشي. هغه پروگرام چې له مخكښساز څخه د هارډوېر په اړه رښتيا پټوي او د نوموليو فايلونو،چې لوستلېداى لېكلېداى شي. څنگه چليز غونډال يوهښه او ساده منظره وړاندې كوي،يقيننا چليز غونډال دى.

مخكښساز له disk هارډ وېر څخه پرده shields كوي او يو ساده فايل-بڼى (file-oriented) مخياله وړاندې كوي،دا همدا ارز ناراحته سوداگرۍ اړوندې مداخلې،مهالگر (timer)، د حافظې اداره او د نورو ټيټ كچيو بڼيو(features) څېره بدلوي. پههر حالت كې،هغه بېلونه چې د چليز غونډال كارن(user) ته وړاندې كيږي په استعمال كې تر لاندې پراته (underlying) هارډوير ساده او اسانه دى. پدې ليد كې،د چليز غونډال عمل دادى،چې كارن ته د يو extended machine او virtual machine بديل وړاندې كړي،چې تر لاندې پراته هارډوېره يې مخكښسازي اسانه ده.

دا چې چليز غونډال دغه هدف څنگه ترلاسه كوي يوه اوږده كيسه ده،چې وروسته به پرې خبرې وشي. چليز غونډال د سرچينې اداره كوونكي په توگه خپلو كارنانو ته په لومړيتابه د يوآرام چاپېريال وركړې concept يو بر-كوزى (top-down) يو ورته،كوزبري (bottom-up) ليد دا ښيي ،چې چليز غونډال د يو پېچلي غونډال ټولې برخې اداره كويز عصري كمپيوټرونه له بهيرگرو،حافظو،مهالگرو (timers)، disks، هډو (terminals)، مقناطيسي د tape drives، شبكه يي مخيالو (network interface)، laser چاپگرو چلنيو او د نورو وسيلو له پراخې veriety څخه جوړ شوى دى.په ورته ليد كې ، د چليز غونډال دنده ده ، چې د بهيرگرو،حافظو او راكړيزو اوركړيزو وسيلو د ټولو هغو پروگرامونو،چې د هغوى لپاره سيالۍ كوي ته يو منظم او څارلى (controlled) allocation وركړي.

فكر وكړئ څه به پېښ شوي واى،چې درې پروگرامونه په يو وخت كې پر يو كمپيوټر ځغلېداى هر يو زيار ايستاى،چې خپل وركړيز (S/P) په هممهالي توگه پر همغه چاپگر جاپ كړى واى.لومړنۍ څو كرښې به د پوگرام۱ وې،ورپسۍ څو به د پروگرام ۲ وۍ،او بيا يو څو د پروگرام ۳ او داسې نور.

نتيجه به chaos واى. چليز غونډال دغه potention chaos ته پر disk باندې د چاپگر لپاره د ټولو غوښتنيو وركړيزونو (out puts) په وسيله،كله چې يو پروگرام پاى شي،چليز غونډال يې له diskڅخه چې پكې زېرمه شوى دى څخه out put كاپي كولاى شي. د چاپگر لپاره بيا او په همدى وخت كې نورو پروگرامونه د نورو وركړيزونو په منځته راوړول كې اداره پيدا كولا شي، يقيننا پدې حقيقت سره ، چې وركړيز په رښتيا سره پرنټر نه ځي(تردې) كله چې يو كمپيوټر گڼ كارنان ولري،د حافظې،1/5 وسيلو او نورو سرچينو اداره كونه لا ضروري وي. دغه اړتيا ځمكه راولاړيږي،چې د كارنانو لپاره په مسلسله توگه (frequently) د گارنبيه سرچينو لكه tape drives او photo type setters گډونه (شريكونه). اقتصادي سرچينې يو خواته ، دغه هم ضروري ده ، چې د خبرتياوو د گډونې د هغو كارنانو لپاره يوځى كار كوي. په لنډ، د چليز غونډال دغه ليد دا چې روښانوي ، چې د دې لومړنى چار دادى چې ددې لورى (track) وستاتي چې څوك كومه سرچينه كاروي،چې د سرچينه يي هيلې وركړي،وړاندې كړي،چې د كاښت حساب ونيسي،او چې د بېلو بېلو پروگرامونو او كارنانو لخوا راغليو د ټكېدونكيو هيلو منځگړي وكړي.

د چليز غونډالونو تاريخ[سمول]

چليز غونډالونه د كلونو په اوږدو كې volving پاتې شوي دي. دا چې په تاريخي محاظ چليز غونډالونه په نږدې توگه د هغو كمپيوټرونو په جوړښت پورې تړلي وو،چې پرې به ځغلېدل ،موږ به د كمپيوترړنو په يو بل پسې نسلونو يو كتنه وكړو،چې وگورو چليز غونډالونه يې څرنگه وو. د چليز غونډالونو د نسلونو maping د كمپيوټر نسلونو ته crude دى،خو دهغه يو څه جوړښت راكوي،چې لدې پرته به هېڅ واى.

لومړى رښتينى گڼيال (digital) كمپيوټر د انگريزي رياضي پوه چارلس بابج (۱۸۷۱-۱۹۷۲) لخوا اوډل (design) شوى.كه څه هم بابج خپل خپل ډېرى ژونده او بخت د خپل (analytical engine) په جوړونه ولگاوه،خو هغه هېڅكله په بشپړه توگه كاركوونكى شى تر لاسه نكړ،ځكه دا په سوجچه توگه مېخانيكي اوډنه وه،او د هغه د ورځې ټكنالوجۍ ونكړاى شوى،چې د هغه cogs توليد كړي.

بې اړتيا ده ،چې وويو هغه analytical engine چليز غونډال نه درلود. لومړى نسل (۱۹۵۵-۱۹۴۵) vacuum tubes: او Plug boards د بابج د نابرياليو هڅو وروسته تر دويمې نړيوالې جگړې د گڼيالو كمپيوټرونو په جوړونه په بهير كې لږ پرمختگ شوى و. د ۱۹۴۰ لسيزې په نيمه كې،هاروارډ ايكن(horward Aiken) په هارډورډ (horward) كې،جان وان نيومېن (John von Neumann) په نرېسېټو كې د لوړې زده كړې په انسټېټيوټ كې ج.پرېسپر اېكرټ (J.presper Eckark) او وېليم ناجلي (William Nauchiley) د پاينلواني په پوهنتون كې،او كونراډ زوس (Konrad Zuse) په جرمني كې، په نورو كې ټول د Vacuum tube په كارونه د شمېريزو اېنجنونو (calculating engines) په جوړونه بريالي شول. دغه engine غټ وو، چې ټوله خونه به يې پر لسگونو زره vacuum tubes باندې ډكوله،خو د ننيو كورني كمپيوټرونو حتى تر يوه chepset ډېر slowوو.

پدې لومړنيو ورځو كې،د خلكو يوې يواځنينۍ ډلې هر ماشين واوډه(designed) ،جوړ كړ،پروگرام كړ، وچلاوه او (maintain) كړ.ټوله مخكښسازي په بشپړه (مطلقه) ماشينژبه كې كېده،معمولا د pragboards په ليكنه، چې د ماشين بنسټيز چليز غونډال وڅاري. د مخكښسازۍ ژبې ناپېژندلى وې (حتى assembly ژبه). د چليز غونډالو په اړه نه و اورېدل شوي. دچلښت غير طبيعى mode د مخكښساز لپاره داو چې پر ديوال (wall) پر signewp sheet د block of time لپاره sign up شي، بيا ماشينخونې ته راشي،د هغه يا هغېplug board كمپيوټر ته ننباسي (insert كړي) او وروستي څو ساعتونه پدې هيله تېر كړي،چې د ۲۰۰۰۰ يا نږدې vacuum tubesهېڅ يو د ځغاستې پر مهال ونه سوځي. په خيالي ډول(virtually) ټولې ستونزې په سپينه (straight forward) شمېرزې شمېرنې وي،لكه ساننونو او كاماينونو د جدولونو grinding out كونه.

د ۱۹۵۰ لسيزې په پيل كې دود د punch cards په پېژندنه يو څه وده وكړه. دا اوس ممكنه وه،چې پروگرامونه په punch cards وليكل شي او ور وستل شي،د plug boards د كارونې پر ځاى،له بلې خوا لار (طريقه) همغه وه. ۲- دويم نسل (ځېل) (۱۹۶۵-۱۹۵۵): Transistors and batch systems

د ۱۹۵۰ لسيزې په نيمه كې د transistor پيژندنې دغه انځور په كرار كرار بدل كړ. كمپيوټرونه دومره باوري شول،چې جوړېداى (Manu factured كېداى) او پر مشتريانو د لومړى ځل لپاره پلورل كېداى شول لدې هيلې سره،چې د ارزښتناك كار كونې لپاره به تر اوږدې مودې كار وكړى.

د اوډونكيو(designers) ، جوړونكيو(builders)، چلوونكيو (operators)، مخكښسازانو (programmers) او ساتونكيو ځانگړيو maintenanceper تر منځ يو روښآنه بېلتون منځته راغى. دغه ماشينونه په ځانگړيو airconditioned خونو كې له staff او ماهرو چلوونكيو سره،چې ويې ځغلوي،بند شوي. يواځې لويو سهامي شركتونو،يا غټو حكومتي استازنيو يا پوهنتونو د گڼيميليوني ډالر tag وس درلود. ديوې دنې د ځغلونې لپاره (د بېلگې په توگه،يو پروگرام يا د پورگرامونو يوه ټولگه)، يو مخكښساز به لومړى مخكښى پر يوه پاڼۀ (په FORTRAN يا assembler) كې ليكلو بيا به يې پر cards باندې punch كاوه. هغه به بيا د cards گېډۍ راكړيز خونې (I/P room) ته راوړله او له چلوونكيو څخه به يې يوه ته وركوله. كله به چې كمپيوټر او وركړيز (O/P) بهيې tear off كړ او وركړيز خونې (O/P room) ته به يې يووړ،چې وروسته به مخكښساز شو.

بيا به هغه يو له card گېډيو چې له راكړيز خونې به راوړل شوې وه او ور وبه يې لوست. كه FORTRAN كمپايلر ته به اړتيا پيدا شوه، چلوونكيو بايد له file cabinet څخه اخيستى واى او ور لوستى يې واى. د كمپيوټر ډېر خت به پداسې حال كې ضايع كېده،چې چلوونكي به د ماشينخونې چاپېره گرځېدل. د وسيلې لوړې بيې په وركړې،دا حيرانوونكې نه ده،چې خلك د ضايع كېدونوكي وخت د راكمونې په لټه شوي واى. په عمومي توگه راخپل شوى هوارى (حل) batch system و . ددې ترشا نظېريه داوه ،چې په راكړيزه خونه كې له دندو ډكه يوه پچۍ راغونډ كړي،او بيا يې د يو كوچني ،(پرتليز ډول) ناگرابيه كمپيوټر په مرسته لكه IBM1401، چې د cards په لوستنه، د tapes په كاپي كونه،او چاپوېستنه كې ښه دى،خو په شمېريزو شمېرنو كې هېڅ ښه ندى. ۱- نور خورا ډېر گرانبيه ماشينونه لكهIBM7094 د رښتيني سولگرنې ۱ سولونې (computing) لپاره كارېدل. دغه حالت په ــــــ انځور كې ښودل شوى دى.

انځور: يو مخكينى batch system[سمول]

(a) مخكښسازان cards، 1401 ته راوړي. (b) ۱۴۰۱ د دندو batch پر tape ورلولي.(c) چلوونكى راكړيز پټه 7096 ته وړي.(d) 7094 سولونه (computing) كوي. (e) چلوونكى وركړيز پټه 1401 ته وړي. (f)ٰ 1401 وركړيز چاپوي. د دندو د batch له راغونډونې نژدې يو ساعت وروسته، پټه ليرې كېده او ماشينخونې ته راوړل كېده، چېرې چې به دا پر پټه ييزه چلنۍ mounted كېده. چلوونكي به بيا يو ځانگړى پروگرام (د نن ورځې د چليز غونډال نيكه (ancestor) load كاوه، چې لومړنۍ دنده له پټې لولي او ځغلوي يې. وركړيز(O/P) به د چاپونې پرځى پر دويمه پټه ورليكل كېده.

د هرې دندې له پاي ته رسېدو وروسته، چليز غونډال به په خپلكاري ډول له پټې ورپسې دنده لوسته او پر څغلونه به يې پيل كاوه. كله چې به ټول batch ترسره شو،چلوونكى په راكړيز او وركړيز پټې ليرې كړې(remove)، راكړيز پټه به يې پر بل batch بدله كړه،او وركړيز پټه به يې 1401 ته د offline چاپونې لپاره راوړه. (د بېلگې په ډول اصلي كمپيوټر سره نه تړل شوى). د دوديز (typical) راكړيز دندې جوړښټ په ـــ انځور كې ښودل شوى دى. دا له يو $TOB Card پيل شو،چې په دقيقو سر ټولو لوړه ځغاستموده (run time)،هغه حسابگڼه (A/C #) چې بايد charge شي،او د مخكښساز نوم، ښي (specify كوي). بيا $FORTAN Card ته راځي،چليز غونډال ته وايي، چې له غونډال پټې FORTRAN كمپايلر رابار كړي!

دغه به د هغه پروگرام،چې كمپايلېده به څارل كېدل او بيا يو $LOAD كارډ،چې چليز غونډال ته به يې او اوس كمپايل شوي object program د رابارونې وينا كوله. (كمپايل شوى پروگرامونه به معمولا پر scratch پټو ليكلېدل او بيا بايد explicitly رابار كړاى شوى واي.) بيا به $RUN كارډ راته، چې چليز غونډال ته به يې ويل،چې هغه پروگرام له هغې خبرتوكيو سره وځغلوي،چې ورپسې دي. په پاى كې ، د $END كارډ د دندې پاى نښه كاوه. دغه primitive څارنكارډونه د عصري دندڅارې ژبو (Job control long) او بولۍ ژباړه (command interpreter) تېرځغاستى (forrunners) وو.

لوى دويم ځېل (نسل) كمپيوټرونه زياتره د ساينسي او انجينري شمېرنو لكه د partial differential مساواتونو (معادل- awuations) د هوارونې (solving) لپاره كارېدل. هغوى په لويه كچه په FORTRAN او assembly ژبه كې پروگامېدل. دوديز typical چليز غونډالونه FMS (The Fortran Monitor system) او IBSYS، د 7094 لپاره د IBM چليز غونډال،وو.

۳- درېيم ځېل(نسل) (۱۹۸۰-۱۹۶۵)

IC s and Multiprogramming. د ۱۹۶۰ لسيزې په سر كې ډېر يو كمپيوټر جوړونكيو دوه distinct. او په بشپړه توگه ناسره ورتلونكي (incompatible)، توليد ليكې درلودې. له يوې خوا word-oriented ، لوى – scal ساينسي كمپيوټرونه وو،لكه 7094، (numerical calculations) لپاره كارېدل.

له بلې خوا، character-oriendted، commercial كمپيوټرونه و، لكه 1401، چې په پارخه كچه د بانكونواو insurance كمپنيانو لخوا د پټ زېرمونې (tape storing) او چاپونې لپاره كارېدل. د چووونكيو لپاره د دوه په بشپړ توگه مختلفو توليد ليكو پراخونه (developing) او ساتنه (maintaining) يو گانپيه proposition و. پردې سربېره، ډېريو نويو مشتريانو په سر كې يو كوچنې مشين ته اړ وو، خو وروسته يې لاوده (outgrew) وركړه او رې لوى ماشين يې غوښت،چې ددوى ټول زاړه پروگرامونه به يې چلولاى شوى،خو ترې گړندۍ. IBM هڅه وكړه، چې دغه دواړه ستونزې په يو گوني strokeد system/360 په ورپېژندنه هوارې كړي.

360 د software-combatable ماشينونو يو لړۍ وه، چې له 1401-sized څخه له 7094 څخه تر خورا ډېر غښتلي هغه پورې range و. ماشينونو يواځې په بيه او performance كې توپيير درلود (ټولو لوړ حافظه، بهيرگر چابكتيا، د پرېښودل شويو (permitted) راكړيز اوړكړيز وسيلو شمره، او داسې نور.)

دا چې ټولو ماشينونو سره ورته ودانيز (architecture) او لارښود ټولگه (instruction set) درلود، لږ ترلږه په تيورۍ كې ،هغه پروگرامونه چې د يوه مشاين لپاره ليكل شوي وو په نور ټولې كې ځغلېداى شول. لدې آخوا، 360 ددې لپاره اوډل شوى و، چې دواړه ساينسي او commercial سولونې وكړي. نو ځكه د ماشينونو يوې يو گونې كورنۍ كولاى شول د ټولو مشتريانو اړيتاوې خړوبه كړي.

په subsequent كلونو كې، IBM د 360 ليكې ته د compatible cuccesors سره ارغى. لا عصري ټكنالوچۍ په كارونه، چې د 3080,4300,370 او 3090 لړيو په نوم پېژندل كېدې. 360 لومړنۍ major غټه كمپيوټري ليكه وه، چې (small-scall) (ICs ) integrated circuites يې وكارول،نو ځكه په دويم خېل ماشينونو ،چې له ځانگړيو transistors څخه جوړ كړى شوي وو، د بيې performanced غټې گټې دا يو سملاسي برى و، او د compatible كمپيوټرونو نظريه ډېر ژر تقريبا ټولو غټو جوړوونكيو راخپله كړه.

نن ددغو ماشينونو لمسي (tecendants) تر اوسه يه لويو كمپيوټري مركزونو كې كاريږي. د يو كورنۍ نظريې ټولو لوى srernght په همدغه وخت د هغې ټولو لويه كمزوري وه. موخه داوه، چې ټول نرم اوزار، د چليز غونډال پ گډون، بايد په ټولو modles كار كړې واى. دا بايد په كوچنيو غونډآلونو ځغلېدلى واى، چې معمولاً يې يواځې 1401s پټو ته د كارډونو د كاپي كونې لپاره replace كړ، او په ډېرو لويو غونډالونو چې معمولا يې 7094s د موسم اټكلونې او نورو درنو سولونو لپاره replace كړه دا بايد د لږو peripheral لرونكيو او دېرو prepherals لرونكيو غونډالونو ښه واى. دې بايد په commercial چاپېريال او ساينسي چاپېريال كې كار كړى واى. پر ټولو باندې، دا بايد ددې ټولو كارونو لپاره اغېزمن واى.

هېڅ لا نه وه، چې IBM (يا بل چا) د نرم اوزار يوه ټوټه ليكلې واى، چې د دغو ټولو سره ټكويزو غوښتنو ځواب يې ويلى واى. پايله يې يو لوى او فوق العاده پېچلى چليز غونډال و، تقريباً له FMS نه د دوو تر دريو magnitude لوى. دا د assembly ژبې له مېليونونو ليكوو جوړ و ، چې د زرگونو مخكښسازانو لخوا ليكل شوې وي، او د زرو دپاسه زېگونه bugs يې درلودل، جې د هغوى د سمښت په موخه د دوامداره نويو streem release اړتيا يې اړينه كړه. هې نوي release يو څه bugs سم كړل او نوي يې ور وپېژندل، نو د تقريبا د bugs شمېره په وخت كې conslant پاتې شوه.

د OS/360 له اوډونكيو څخه يو، فرېد بروكس (Fred Brooks) يو subsequently يو witty او incisicseكتاب (Brooks,1975) وليكه، چې له OS/360 د هغه تجربې شرح كوي. كه څه هم را به ناشونې وي،چې كتاب دلته ونچوړو، دا بسنه كي چې ووايو پښتۍ د مختار يخى (prehistoric) beats herd ښيي، چې په يو far pit كې stuck شويدي.

د Silberschat د كتاب (۱۹۹۱) همداسې ټكى جوړوي. ددې له غټ ځان size كچې او ستونزو،05/360 او د نورو كمپيوټر جوړونكيو لخوا جوړ شوي ورته درېم ځېل چليز غونډالونه، د هغوى ډېرى مشتريان په مناسبه توگه ښه satisgy كړل. همدا راز هغوى څوگوني كليدي تخنيكونه په دويم-ځېل (پښت) چليز غونډالونو كې نامتو كړل. غالباً ددوى ټولو ارزښتناك multiprogramming و. كله چې پر 7094 اوسنۍ (current) دنده د پټې يا بلې راكړيزې اوركړيزې وسيلې د بشپړېدو لپاره ودرېده (paused)، CPU پ ساده ډول د راكړيز اوركړيز تر پايته رسېدنې idle كېناسته.

په درنه توگه له CPU تړليو (CPU-bourd) ساينسي شمېرنو سره، راكړيزاوركړيز infrequent دى،نو دغه ضايع شوى وخت بسند (significant) ندى. له سوداگريزې (commercial) خبرتوكيزې بهيرونې سره، د راكړيزاوركړيې د انتظآر وخت معمولاً د ټول وخت ۸۰ يا ۹۰ سلنه(فيصده) كېداى شي،نو يو څه پايد شوى واى،چې CPU د دومره Idle پاتې كېدو وساتي.

هغه هوارى (solution)،چې وركړل شو (evolved)، داو چې حافظه ډېرو ټوټو باندې په هر برخون كې له بېلې دندې سره، برخون (partition) كړاى شي،لكه په ـــــ انځور كې چې ښودل شوېدى. هله چې يوه دنده راكړيزاوركړيز ته انتظار ويسته چې بشپړ ي، بل كولاى شول چې CPU وكاروي. ته په يوه ځل په اصلى حافظه (main mem) كې كافي دندې پېښې شوى واى، كېداى شواى CPU تقريبا د وخت ۱۰۰ فيصده بوخته (busy) ساتل شوى واى. په حافظه كې په يو ځل د گڼو درلودلو لپاره ځاكړى هارډوېر غوښته، چې هر دنده له snooping او دنورو لخوا له mischief څخه وژغوري، خو 360 او نورو درېم –پښت غونډالونو پدغه سخت اوزار (hardware)سمبال وو.

انځور: يوه گڼمخكښى غونډال په حافظه كې له درې دندو سره په درېم –پښت چليز غونډالونو كې يو بل غټ څرنگوالى (feture) كمپيوټرخونې ته يې له راوړنې سره د دندو كارډونوته د لوستنې وړتيا وه. بيا چې به كله يوه ځغلېدونكې دنده پايته ورسېده چليز غونډال به له disk څخه نوې دنده اوس-تش برخون (partition) ته رابار كړه او وبه يې ځغلوله.

دغه تخنيك spooling ( له Simultaneous Peripheral) بلل كيږي او همدا راز د وركړيز (out put) لپاره كارېده. له spooling سره 1401 سونو ته نوره اړتيا نه وه، او د پټو ډېر carrying وركېدل. كه څه هم درېم-پښت چليز غونډالونه د ساينسي شمېرنو او massive خبرتوكيزون ځغلېدنو لپاره ښه وړ (well suited) ، هغوى اوس هم batch غونډالونه وو. ډېرو پروگرامجوړوونكيو به لومړى-پښټ ورځو ته مخه كړه (pined)، چې كله به د يو څو ساعتونو لپاره ماشين ټول د خپل ځان لپاره ورسره و، چې هغوى به خپل پروگرامونه په چابكۍ debug كولاى شول. له درېم –پښت غونډالونو سره ، د دندې سپارنې (submitting) او د وركړيز (out put) د بېته تر لاسه كونې تر منځ وخت معمولاً څو ساعتونه و، نو يوۍ يو گوخې بې ځايه كامې(،) هم د compition د ناكامۍ او د پروگرامر د نېمې ورځې د ضايع كېدنې سبب كېداى شو.

د چابك ځوابي مهال دغې هيلې د مهالگډونې (time sharing)، د گڼمخكښسازۍ يو variant، چې هر كارن پكې يو پر ليكې هډه (rerminal) لري، لپاره لار هواره كړه، په مهالگډونيز (time sharing) غونډال كې، CPU په وار وار دريو دندو ته چې پالنه (service) ته وركول (allocate) كېداى شي. دا چې هغه خلك، چې پروگرامونه debugكوي معمولاً لنډې بولۍ وركوي ( د بېلگى په ډول، يو پنځه مخى پروگرامو compile كړئ) Compile a five-page program د لنډو پرځاى (لكه، يو ميليون-ثبت پټې sort كړئ)، Sort a million-resrd tape كمپيوټر كولاى شي چټك (fast)، interactive پالنې يو څو كارنانو ته برابرولاى شي او ښايي همدا راز په شاليد پوهاويزى (background) كې هله، چې CPU Idle وي په غټو batch دندو كار كولاى شي. كه څه هم لومړنى جدي (serious) مهالگډيز غونډال {timesharing system (CTSS)} په MIT (مسچوسټس د ټكنالوجۍ انسټېټيوټ) كې په يوه ځانگړې توگه 7094 modified پراخ كړاى شو (corbato et al.,1962)، دا تر هغې نامتو نشو،چې اړين ژغورند سخت اوزار (H/W) د درې-پښت پر مهال خورا خپور (wide spread) نشو. د CTSS غونډال له بريا وروسته، MIT، بېل ازمېښتځي (Boll labs) او عمومي برېښنايي (general electric) (بيا يو غټ كمپيوټر جوړوونكي) وپتيېله ، چې د كمپيوټر utility پر پراختيا embark وكړي. يو ماشين،چې د سلگوهو همموده يې مهالگړى كارنانو ملاتړ به وكړي. دهغوى ماډل د برېښنا وېشنې غونډال و- هله چې برېښنايي ځواك ته اړتيا لري،تاسې بس يو plug په دېوال كې ورمنډئ، او پدغه لامل،څومره ځواك مو چې پكار وى به حاضر وي. ددغه غونډال سكښتگر، چې MULTICS (multiplexed information computing services) بلل كېدل يو لوى ماشين envisioned،چې په بوسټن(Boston) كې يې هر چاته ځواك برابراوه. دا نظريه، چې د هغوى د 6E-645 هومره ځواكمن (powerful) ماشينونه به يواځې ۲۰ كاله وروسته د يو څو زرو ډالرو په بدل كې د ځاني كمپيوټرونو په توگه پلورل كېږي په هغه وخت كې يو سوچه sience ficionو. چې رالنډه يې كړو، MULTICS د كمپيوټر ادبياتو ته ډېرى seminal نظريې وروپېژندې، خو ددې ودانونه (buiding) د هرچا له هيلې ډېر گرانه وه. بېل ازمېښتځى له پروژې ووت، او عمومي برېښنايي د كمپيوټر كاروبار ټول په يو ځاى ودراوه. Eventually، MULTICS په MIT او په يو څو درځنو نورو ځايونو كې په يوه توليدي چاپېريال كې د كارونې لپاره په كافي اندازه ښه وچلېد، خو د كمپيوټر fizzled out concept utility شو. تر اوسه هم ، MULTICS پر subsequent غونډالونو لوى اثر رسوخ (influence) درلود. Corbato of al., 1972, corbato & vyssotsky ,1965 daley & dennis ,1968, organisk, 1972, satlzer 1974. د درېيم –پښت پر مهال يوبل، غټه پراختيا د miniscoputers تجربوي (phenomenal) وده وه، چې پر DEC PSP-I پر ۱۹۶۱ كې پېل شوه.PDP-I يواځې د 180bit كلمو 4k درلودل، خو پر ماشين 120,000 ډالره وه ) د يو 7094 د بيې د 5 فيصد څخه لږ)، هغوى لكه د كار د ځانگړيو ډولونو لپاره، د تقريباً د 7094 هومره چټك و، او د يوه نوې رغاون (صنعت) (indooutry) ټوله يې وزېږوله. دا ژر د نورو PDP كې يې culminate followed by شو. ( د IBM كورنۍ په خلاف، ټول incomputible) په بل ازمېښتځي كې له كمپيوټرپوهانو يوه، چې پر MULTICS پروژه يې كار كړى و، كېن ټامپسن (ken Thompson) subrequently يو كوچنى PDP-7 minicomputer وموند، چې هېچا نه كاراوه، او كېناسته (set out) چې يې stripped-dow، يو-كارن (one-user) ورژن وليكي. دغه كار وروسته د UNIXT چليز غونډال ته پراخ شو، چې اوس يې د minicooputer،workstation او نور بازارونه تر خېټې لاندې كړيدي. موږ په ۷ څپركۍ كې UNIX په مفصله توگه ولولو او هلته به يې تاريخچه وركړو. څلورم-پښت (1980-1990): ځاني كمپيوټرونه د LSI (large scale integration) سركټونو، له پراختيا سره هغه تيكړي، chips، چې د سليكان (silicon) په مربع (squere) سانتي متر (senti meter) باندې زرگونه transistors لري، د ځاني كمپيوټرونو پير (age) dawed شو. د جوړښت له مخې، ځاني كمپيوټرونه د PDP-11 ټولگي له minicomoputers څخه دومره توپيرند نه وو، خو د بيې له مخې، يقيناً هغوى توپيرند وو. دا جچې minicoputers په يوه كمپنۍ يا پوهنتون كې يوه دېپارټمنټ دا شونې كړه، چې خپل كمپيوټر ولري، ووړ كړنگر تيكړي (chip) يو يوگوني ځانگړي ته دا شونې كړه، چې خپل ځاني كميپوټر ولري. تر ټولو ځواكمن ځاني كمپيوټرونه چې سوداگريو،پوهنتونونو، او حكومتي سمبالونو (the government installed) لخوا كارېدل معمولاً worktations بلل كېدل. خو خغوى په رښتينې توگه يواځې لوى كمپيوټرونه دي. معمولاً هغوى له يو بل سره د شبكې لخوا تړلي وي. د كمپيوټنگ ځواك پراخپور (wide spreed) تر لاسى (availability) په ځانگړې توگه لوړ پوهاويز كمپيوټرنگ ځواك معمولاً له ډېرالا كښنې (graphic) سره ، د غټې رغاې (industry) د ودې خوا ته ورغله، چې د ځاني كمپيوټرونو لپاره يې نرم اوزاار توليدول. دغو نرم اوزارو ډېرى كارنملگرى وو،مانا داچې دا د هغو كارنانو لپاره وو، چې د كمپيوټرونو په اړه په هېڅ نه پوهېدل ، او سربره پردې د هېڅ زده كړې هيت يې نه درلود. دغه يفينا له OS/360 څخه يو غټ بدلون و، چې دندځارې به {Job control language (JCL)} يې دومره arcane وه، چجې بشپړكتابونه پرې ليكل شوي و (لكه cadow,1970) دوه چليز غونډالونو د ځاني كمپيوټر او workstations پر scene منظره خېټه كېښوده: د مايكروسافټ MS-DOS او UNIX. MS-DOS په پراخه كچه CPU كاروي او succenor يې 80386,80286 او 80484 (چې موږ به يې لدې وروسته په ترتيب سره 386,286 او 486 بولو). سره لدې، چې د MS-DOS لومړنى ورژن ډېر ابتدايي (primitive) و، subsequent بڼو يې لا اوچت feturesدرلود، له UNIX څخه د ډېرو اخيستل شويو په گډون. دغه پراختيا په بشپړ توگه هيښوونكې نده، پدې چې given that مايكروسافټ د UNIX يو غټ رسوونكى (supplier) دى. موږ به MS-DOS په تفصيل سره په ۸ څپركي كې ولولو. بل غټ (عمده) contenders UNIX دى، چې پر non-Intel كمپيوټرونو، او workstations باندې يې خېټه ايښې، خصوصاٌ هغه چې پر high-performance RICS ټكريو (chips) ځواكمن شويدي. دغه ماشينونه معمولا د يو minicomputer كمپيوټنگ ځواك لري، سره لدې چې هغوى يو يواځينى كارن ته ډالۍ شوي دي، نو دا منطقي ده،چې پداسې چليز غونډال سمبال (equipped) شي،چې په اصل كې د minicomputers لپاره سكښتل شوي وى، په نوموړې توگه UNIX يو په زړه پورې پراختيا چې د ۱۹۸۰ لسيزى په نيمه كې يې لېدل پيل شو د ځاني كمپيوټرونو چې شبكه يي چليز غونډالونه او distributed چليز غونډالونه ځغلوي د شبكو وده وه، چې په يو شبكه يي چليز غونډال كې ، كارن د گڼو كمپيوټرونو له شتون خبروي، او remote ماشينونو ته log in كېداى او له يو ماشينه بل ته فايلونه كاپي كولاى شي. هر ماشين خپل محلي چليز غونډال ځغلوي او خپل كارن (كارنان) لري. يو