ژباړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژباړه (Translation) د اصلي یا سرچینې ژبې څخه د هدف وړ ژبې ته کټ مټ د متن د معنا لېږدول او رسول دي. په انګلیسي ژبه کې د ژباړې اړوند یو اصطلاحي توپیر شته (چې هره ژبه یې نه لري) او هغه دا دی چې په انګلیسي کې لیکلې ژباړې ته د (translating) او شفاهي ژباړې یا د مختلفو ژبو د کاروونکو ترمنځ شفاهي یا اشاروي ارتباطاتو ته د (interpreting) اصطلاح کارول کېږي چې په دې ترتیب سره ژباړه (Translation) یواځې هغه مهال پیل کېږي چې په یوه ژبه یو شی ولیکل شي.[۱]

یو ژباړونکی تل له دې خطر سره مخامخ وي چې په تېروتنه د اصلي ژبې کلیمې، ګرامر، یا نحوه او جمله بندي د هدف وړ ژبې ته راولېږدوي. له بلې خوا، دا ډول "اوښتنې" ځینې مهال د اصلي ژبې څخه داسې ګټورې کالک کلیمې (calques) او پوروېیونه (loanwords) راواردوي چې د هدف وړ ژبې لابډایه کوي. د سپېڅلو [آسماني] کتابونو او متنونو د لومړنیو ژباړونکو په ګډون، ټولو ژباړونکو د هغو ژبو په شکڷ نیونه کې مرسته کړې چې دوی ورته ژباړې کړې دي.[۲]

دا چې ژباړه یو ستونزمن بهیر دی، نو د ۱۹۴۰مې ز لسیزې راهیسې د ژباړې اتومات کولو یا د انساني ژباړونکي سره د میخانیکي مرستې لپاره تر یوه حده بېلابېلې بریالۍ هڅې شوې دي. په دې وروستیو کې، د انټرنیټ منځته راتللو د ژباړې خدمتونو لپاره د نړۍ په کچه بازار غوړولی او د "ژبې ځایی کول یا لوکلایزېشن" یې اسانه کړي دي.[۳][۴]

آرپوهه(رېښه)

د انګلیسي "translation" کلیمه د یوناني "translatio" څخه اخیستل شوې چې "trans" په معنا د "سراسر" او " ferre " په معنا د "لېږد" یا "راوړلو" دی (چې بیا "latio" د "latus" اصطلاح او د "ferre" د مفعولي حالت څخه راځي). په دې توګه translatio له یوې ژبې څخه بلې ته د متن "لېږدول" یا "راوړل" دي.[۵][۶]

له هالنډي او افریقايي یا افریکانس ژبو پرته، ځینو سلاویکي ژبو او جرمن ژبې د translatio پر ځای د "translation" مفهوم لرونکې کلیمې رااخیستې دي او د لاتیني ریښو لرونکو ځای د دوی خپلو سلاویکي یا جرمني رېښو لرونکو کلیمو نیولی دی. پاتې سلاویک ژبو د دې پرځای د "translation" لپاره خپل وییونه د لاتین ژبې له بدیلې کلیمې "trāductiō" څخه را اخیستې چې له "trāductiō" څخه مشتق شوې او (د "سراسر مشري کولو" یا "سراسر لېږدولو") په معنا ده او trans "سراسر" او dūcō "مشري کولو یا "راوړلو" ته وايي.[۷][۸][۹]

لوېدیځو او ختیځو سلاویک ژبو (د روسۍ ژبې پرته) د translātiō  بېلګه غوره کړه، خو روسۍ او سویلې سلاویک ژبو د trāductiō بېلګه غوره کړه. د رومانس ژبو چې په مستقیم ډول له لاتین څخه اخیستل شوې ده اړتیا نه درلوده چې د "ژباړې" لپاره همغومره مساوي کلیمې وړاندې کړي؛ د دې پر ځای، دوی ډېر ساده د دوو بدیلو لاتیني کلیمو څخه دویمه هغه راواخیسته، یعنې trāductiō..[۱۰]

د "ژباړې" لپاره لرغونې یوناني اصطلاح، μετάφρασις (مېټافریز یا metaphrasis، "سراسر خبرې کول")، انګلیسي ته د "مېټافرېز" ("لفظي"، یا "ټکي په ټکي"، ژباړه) راوړې ده او له "تأویل یا paraphrasis" سره توپیر لري چې ("په بله وینا یا بل عبارت" ژباړل کېږي، او د یونانی له παράφρασις، paraphrasis څخه اخیستل شوې ده). "مېټافریز" په وروستیو اصطلاحګانو کې د "شکلي معادل" او "پارافرېز"، د "خوځنده معادل" سره سمون لري.[۱۱]

په روښانه ټکو، د مېټافرېز مفهوم - "ټکي په ټکي ژباړه" - یو نیمګړی مفهوم دی، ځکه چې ډېری مهال یوه مشخصه کلیمه په یوه مشخصه ژبه کې له یوې څخه ډیرې معنا ګانې لري او له دې امله شونې ده چې د یوې کلیمې معنا په یوه مشخصه ژبه کې له یوې څخه په ډېرو کلیمو کې بیان شي. له دې سره سره، "میټافریز" او "پارافرېز" ښايي د ژباړې د ممکنه تګلارو د کارولو په برخه کې د مطلوبو مفهومونو په توګه ګټور وي.

نظریې

لویدیځه نظریه

د ژباړې د نظریې او عمل په اړه بحثونه لرغونو زمانو ته وررسېږي او لا یې هم د پام وړ دوام لرلی دی. لرغونو یونانیانو د مېټافرېز (تحت اللفظي ژباړې) او پارافرېز ترمنځ توپیر کاوه. دا توپیر د انګلیسي ژبې شاعر او ژباړونکي جان ډرایډن (۱۶۳۱-۱۷۰۰ ز کلونه) په کار واچاوه جان ډرایډن ژباړه په هدف وړ ژبه کې د اصلي ژبې د کارول شویو عبارتونو د معادل او مترادف موندلو د غوراوي پر مهال د افادې او جمله بندۍ د دغو دوو حالتونو د معقول ترکیب په توګه راوپېژندله.

کله چې [کلیمې]... په رښیا هم ډېرې زړه راښکونکې وي، نو د هغوی بدلول لیکوال ځوروي. خو هغه څه چې په یوه [ژبه] کې ښکلي وي، ډېری مهال ناسم یا نادوده او ځینې مهال بې معنا کلیمې او عبارتونه لري؛ په بله وینا: دا به معقوله نه وي چې یو ژباړن د لیکوال د کلیمو په کوچنۍ محدوده کې محدود کړل شي: 'همدومره بس ده چې ژباړن داسې عبارتونه وکاروي چې معنا او مفهوم ورخراب نه کړي'.[۱۲]

خو ډرایډن د "تقلید یا ورته والي" اړوند د عمل آزادۍ، لکه اقتباسي ژباړې پر خلاف خبرداری ورکړی دی او وايي: "کله چې یو انځورګر ژوند کاپي کوي... د ځانګړنو او عمومي بڼې یا څېرې د بدلون اجازه نه لري...".[۱۳]

د ژباړې د اصلي مفهوم عمومي جوړښت - معادل موندل - له هماغه راهیسې مهم دی چې سیسرو او هوراس په روم ښار کې په لومړۍ قبل المیلاد پېړۍ کې وړاندیز کړی و او د "ټکي په ټکي" (verbum pro verbo) ژباړې پر ضد یې ټینګ خبرداری ورکړی و.[۱۴]

ځینې مهال د تیوریکي تنوع سره سره، د لرغونې زمانې راهیسې د ژباړې واقعي کار ډېر لږ بدل شوی دی. د مسیحیت په لومړیو وختونو کې او د منځنیو پېړیو پر مهال د خورا سختې ټکي په ټکي ژباړې او په بېلابېلو زمانو (په ځانګړي ډول له کلاسیک دورې وړاندې روم او په ۱۸مه پېړۍ) کې د مطابقت ورکوونکو (adapters) څخه پرته، ژباړونکو زمینې او شرایطو ته په کتو په عمومي توګه د امکان تر کچې د معادلونو - "لغوي"، او د اړتیا په حالت کې د اصلي معنا او نورو مهمو "ارزښتونو" د تأویل یا paraphrastic په لټه کې له احتیاط څخه ډک نرمښت ښودلی دی. مهم ارزښتونه، لکه: د موسیقۍ په همغږۍ، یا په فلمونو کې د وینا د بیاني حرکتونو سره، د سبک یا سټایل او د نظم (منظومه) بڼه.[۱۵]

په عمومي توګه ژباړونکو د معنايي واحدونو (sememes) د اصلي ترتیب او د اړتیا پر مهال- د کلیمو د ترتیب د بیا تولید له لارې، په خپله د زمینې او متن د ساتلو هڅه کړې ده، او واقعي ګرامري جوړښت یې بیاځلي تعبیر او تفسیر کړی دی؛ د بېلګې په توګه، له معلوم حالت (active voice) څخه نامعلوم حالت (passive voice) ته بدلول او برعکس. د "کلیمو ثابت ترتیب لرونکو" ژبو (لکه، انګلیسي، فرانسوي، جرمني) او "د کلیمو آزاد ترتیب لرونکو" ژبو (لکه، یوناني، لاتیني، پولنډي، روسي) تر منځ ګرامري توپیرونه په دې برخه کې هېڅ خنډ نه دي. د اصلي ژبې د متن ځانګړې نحوه (جملې-جوړښت) د هدف وړ ژبې د نحوي اړتیاوو سره سم عیارېږی.[۱۶][۱۷][۱۸]

کله چې د هدف وړ په ژبه کې د اصلي ژبې اصطلاحګانې نه پیدا کېږي، نو ژباړونکي دغه اصطلاحګانې پور کوي او په دې توګه د هدف وړ ژبه لابډایه کوي. د ژبو تر منځ په ستره کچه د کالکونو او پوروېیونو د تبادلې  او له نورو ژبو څخه د راواردولو په برکت، په عصري اروپايي ژبو کې ډېر لږ داسې مفهومونه شته چې "نه ژباړل کېدونکي یا untranslatable" دي، خو ستره ستونزه بیا له فرهنګ سره د تړلیو اصطلاحګانو راژباړل دي چې د هدف وړ په ژبه کې معادل نه لري. د بشپړ پوهېدو په پار، دا ډول مسئایل باید توضیح او تفسیر شي.[۱۹][۲۰]

په حقیقت کې، څومره چې د دوو ژبو تر منځ یا د دوو ژبو او درېیمې ژبې ترمنځ اړیکه او راکړه ورکړه ډېره وي، همغومره د دوی تر منځ په ژباړه کې د کارېدونکي مېټافریز او پارافرېز نسبت ډېر وي. خو د کلیمو د ایکولوژیکي مناسب ځای د بدلون له امله، ځینې مهال دودیزه آرپوهه (etymology) په یوه او یا بله ژبه کې د شته معنا لپاره د یوه لارښود په توګه غلطوونکې وي. د بېلګې په توګه: د انګلیسي ژبې actual ("حقیقي") کلیمه باید د فرانسوۍ ژبې همآرې actuel ("اوسنی"، "جاري")، د پولنډۍ ژبې له aktualny ("اوسنی"، "چاری"، "موضعي"، "مهالي"، "شوني")، د سویډنۍ ژبې له aktuell ("موضعي"، "په اوسمهال کې مهم")، د روسۍ ژبې له актуальный ("بېړني"، "موضعي") او یا د هالنډۍ ژبې له actueel ("جاري") سره ګډوډه او اشتباه نه شي.[۲۱]

سرچينې

  1. The Oxford Companion to the English Language, Namit Bhatia, ed., 1992, pp. 1,051–54.
  2. Christopher Kasparek, "The Translator's Endless Toil", The Polish Review, vol. XXVIII, no. 2, 1983, pp. 84-87.
  3. M. Snell-Hornby, The Turns of Translation Studies: New Paradigms or Shifting Viewpoints?, Philadelphia, John Benjamins, 2006, p. 133.
  4. W.J. Hutchins, Early Years in Machine Translation: Memoirs and Biographies of Pioneers, Amsterdam, John Benjamins, 2000.
  5. Vélez, Fabio. Antes de Babel. د کتاب پاڼي 3–21. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Christopher Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 83.
  7. Christopher Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 83.
  8. The Dutch for "translation" is vertaling, from the verb vertalen, itself derived from taal, "language", plus prefix ver-. The Afrikaans for "translation", derived from the Dutch, is vertaling.
  9. "overzetting" in Woordenboek der Nederlandsche Taal, IvdNT
  10. Christopher Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 83.
  11. Christopher Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 83.
  12. Christopher Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 83.
  13. Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 84.
  14. Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 84.
  15. Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 84.
  16. Typically, synthetic languages.
  17. Typically, analytic languages.
  18. Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 84.
  19. Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 84.
  20. Some examples of this are described in the article, "Translating the 17th of May into English and other horror stories", retrieved 15 April 2010.
  21. Kasparek, "The Translator's Endless Toil", p. 85.