منځپانگې ته ورتلل

په اسلام کې لیبرالیزم او پرمختگپالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
په اسلام کې لیبرالیزم او پرمختگپالنه کې هغه مسلمانان شامل دي، چې د اسلام پوهاوي او عمل په اړه یې د پام وړ پرمختللی فکر جوړ کړی دی. د دوی کار ځینې وختونه د «پرمختللي اسلام» په توګه پېژندل کېږي(عربي: الإسلام التقدمي al-Islām at-taqaddumī). ځینې ​​پوهان، لکه: امید صافی، د «پرمختللو مسلمانو» (له استعمار وروسته، د امپریالیزم ضد او د عصريتوب انتقاد کوونکي) او «د اسلام لیبرال مدافعین» (یو زوړ غورځنګ چې عصريیت یې منلی دی) ترمنځ توپیر کوي.[۱][۲][۳]

لیبرال اسلام، په اصل کې د ۱۸-۱۹ پېړیو د اسلامي بیارغونې غورځنګ نه راڅرګند شو. په اسلام کې لیبرال او پرمختللې مفکورې د ځینو دودیزو مسلمانانو له خوا جنجالي ګڼل کېږي، چې پر لیبرال مسلمانانو باندې د لویدیځ والي او یا منطقي کیدو پر بنسټ نیوکه کوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د اسلامي فلسفې مخینه

[سمول]

د اسلام ظهور، چې د قرآن او د محمد صلی الله علیه وسلم د ژوند پر بنسټ ولاړ و، د مدیترانې په سیمه کې یې د واک انډول او د واک د اصل په اړه تصورات په کلکه بدل کړل. پخوانۍ اسلامي فلسفې د دین او ساینس تر منځ په یوه نه هیریدونکې اړیکې او د حق د موندلو لپاره د اجتهاد پر پروسې ټینګار کاوه - په حقیقت کې، ټوله فلسفه «سیاسي» وه، ځکه چې د حکومت کولو لپاره یې ریښتینې پایلې درلودې. دا نظر د «عقل پرست» معتزلي فیلسوفانو له خوا ګواښل شوی و، هغوی د یوناني کلتور نظر درلود او تر وحی نه پورته دلیل باندې یې ټینګار کاوه، او لکه څنګه چې د عصري پوهانو له خوا د اسلام د دین د لومړنیو نظري پوهانو په توګه پیژندل شوي؛ دوی د یوه اشرافي سیکولر له خوا ملاتړ شوي ،چې له خلافت نه د عمل خپلواکه آزادي غواړي.[۱۱]

ابن رشد

[سمول]

ابن رشد چې ډېری په لاتین کې د ایورروس په نامه یادېږي، د اندلس یو له هغو پوهانو نه و چې پر ټولو علومو پوه و. په «لویدیځې اروپا کې د سیکولر فکر بنسټ ایښودونکي پلار» په توګه یادېږي، هغه د ارستو په نظریاتو کې د ارزښتناکو تبصرو لپاره د تبصره کوونکي په نوم پیژندل شوی و. د هغه آثار فصلالمقال او كتاب الكشف دي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

رفاعة الطحطاوي

[سمول]

په ۱۸۳۱ ز کې، مصري پوه او د مصر نوي والي روښان فکر، رفاع الطحطاوي د مصر د زیربنا او تعلیم د عصري کولو لپاره د دولت په کچه د هڅو یوه برخه وه. دوی خپل مصري نندارچیان د روښانتیا له نظریاتو سره، لکه: سیکولر واک او سیاسي حقونو او آزادۍ سره اشنا کړل، د هغه نظریات په دې اړه وو چې څنګه یو عصري تمدن په ټولنه کې رامنځته شي او کوم څه کولای شي، د تمدن یا «ښه مصر» په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

محمد عبده

[سمول]

د مصر اسلامي فقیه او دیني عالم محمد عبده چې د اسلامي موډرنیزم یو له مهمو بنسټ ایښودونکو شخصیتونو نه ګڼل کېږي، د مسلمانانو د دود، عقیدې او کورنۍ اړیکو سختوالی مات کړ. عبده استدلال وکړ چې: مسلمانان نه شي کولی، په ساده ډول د منځنیو پیړیو دیني عالمانو له خوا د چمتو شویو متنونو پر تفسیر باندې تکیه وکړي، هغوی باید د هغو بدلونونو پر وړاندې چې د وخت په تېرېدو سره رامنځته کېږي، له خپل عقل نه کار واخلي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

نصر حمید ابوزید

[سمول]

د قرآن مفکر، لیکوال، مصري اکاډمیک نصر حامد ابو زید په اسلام کې یو له مخکښو لیبرال دیني پوهانو نه دی. هغه د خپل انسانيت د قرآني هرمنیټکس پروژې لپاره مشهور دی، کوم چې د قرآن په اړه «اصلي نظرونه ګواښوي» چې «شخړې او بحثونه» یې راپارولي دي. دا یو «کلتوري محصول» و چې باید د اوومې پیړۍ د عربو ژبې او کلتور له شرایطو سره سم لوستل شوی وای او په ډیرو لارو تعبیر کېدلای شي. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

علي شریعتي

[سمول]

علي شریعتي مزیناني (په پارسي: علی شریعتي مزیناني، ۲۳ نومبر ۱۹۳۳ز – ۱۸ جون ۱۹۷۷ز) یو ایرانی انقلابي او ټولنپوه و چې د مذهب په ټولنپوهنه یې تمرکز درلود. هغه په ​​دې باور و چې سوسیالیزم له اسلام سره برابروالی لري او په حقیقت کې دا له پیله همداسې دی. داسې ښکاري چې د سوسیالیزم د سپړلو لپاره د هغه لېوالتیا د مصري مفکر عبدالحمید جودة السحار (ار:عبد الحمید جودة السحار) له خوا د ابوذر:  د خدای عبادت کوونکي سوسیالیست کتاب له ژباړې سره پیل شوې. د دې کتاب له مخې ابوذر لومړنی سوسیالیست و.[۳۶]

فیمینیزم

[سمول]

مارګوت بدران په ۲۰۰۲ ز کال کې د اسلام او فیمینیزم له ترکیب نه «د فیمینیستي خبرو او عمل په توګه چې په یوه اسلامي تمثیل کې بیان شوي» دفاع کړې ده. اسلامي فیمینستان خپل استدلال د اسلام او د هغه د ​​لارښوونو پر بنسټ وړاندې کوي، په شخصي او عامه ډګر کې د ښځو او نارینه وو بشپړه برابرۍ غواړي او کولای شي، غیر مسلمانان په خبرو اترو او بحثونو کې شامل کړي. اسلامي فیمینیزم د اسلامي پوهانو له خوا د سیکولر فیمینیزم په پرتله ډېر افراطي تعریف شوی او د اسلام په خبرو کې له قرآن سره د مرکزي متن په توګه ځای پر ځای شوی دی.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

بشري حقونه

[سمول]

د اسلامي سیاسي اعتدال فکر په دې نظر دی چې د مسلمان د هویت پالنه او د ډیموکراسۍ او بشري حقونو په څېر ارزښتونو خپرول، له دواړو خواوو ځانګړي نه دي، دا باید په ګډه وده وکړي.[۵۱]

ډېری لیبرال مسلمانان په دې باور دي چې اسلام د ټول بشریت د مطلقې برابرۍ مفهوم ته وده ورکوي او دا د هغې یو له مرکزي مفکورو نهدی. له همدې امله، د بشري حقونو سرغړونه، د ډېرو لیبرال مسلمانانو لپاره د یوې لویې اندیښنې سرچینه ګرځیدلې ده. لیبرال مسلمانان له خپلو کلتوري محافظه کارانو سره په دې کې توپیر لري، چې دوی په دې باور دي، چې ټول بشریت د بشري حقونو تر چتر لاندې استازیتوب کوي.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

د LGBT حقونه

[سمول]

د ۲۰۱۳ ز کال په جنوري کې د جنسي او جنډر توپير لپاره د مسلمانانو اتحاد (MASGD) رامنځته شو. دا سازمان د کویر مسلم کاري ګروپ د غړو له  خوا د ملي همجنسبازانو او همجنسبازانو کاري ځواک په ملاتړ رامنځته شوی و. د MASGD ډېریو لومړنيو غړو پخوا له الفتحه بنسټ سره  کار کاوه، له هغې ډلې نه فیصل عالم او امام داعي د یادونې وړ دي.[۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴][۶۵][۶۶][۶۷][۶۸][۶۹]

سیکولریزم

[سمول]

اسلام او سیکولریزم

[سمول]

د سیکولریزم تعریف او کارېدنه، په ځانګړې توګه د مذهب ځای په ټولنه کې، په اسلامي هیوادونو او غیر اسلامي هیوادونو کې توپیر لري. لکه څنګه چې د سیکولریزم مفکوره په اسلامي نړۍ کې د سیکولرانو ترمنځ توپیر لري، د سیکولر کولو فشار پر وړاندې د روښان فکرو مسلمانانو غبرګونونه هم توپیر لري. له یوې خوا سیکولریزم د ځینو روښان فکرو مسلمانانو له خوا غندل کېږي، چې دوی دا نه احساسوي، چې مذهبي نفوذ باید له عامه ډګر څخه لرې شي.[۷۰][۷۱][۷۲][۷۳]

اسلامي موډرنيزم

[سمول]

اسلامي موډرنيزم، چې کله ناکله د موډرنيستي سلفيزم په نامه هم يادېږي، هغه حرکت دی چې د «مسلمانانو د لومړي ايډيالوژيک غبرګون» په توګه تشريح شوی، هڅه کوي چې اسلامي عقیده، له عصري غربي ارزښتونو، لکه: ملتپالنې سره پخلا کړي. دیموکراسي مدني حقونه، عقلانيت، برابري او پرمختګ په دې کې شامل دي. په دې بڼې کې « د فقهې د مفکورو او کلاسیکومیتودونو انتقادي بیا څېړنه» او د اسلامي کلام او قرآني تفسیر لپاره یوه نوې تګلاره ښودل شوې.[۷۴][۷۵][۷۶][۷۷]

قرآنیزم

[سمول]

قرآن پوهان په دې باور دي، چې محمد په خپله یو قرآن پوه او د قرآنیزم بنسټ ایښودونکی و او د هغه پیروانو دا عقیده تحریف کړه او په فرقو او ډلو لکه سني، شیعه او خوارج ووېشل شوو. قران پوهان حدیثونه ردوي او یوازې د قرآن پیروي کوي. تر کومه حده چې قران پوهان د سنتو مستند ردوي، توپير لري، خو ډېریو ډلو د حديث په اعتبار باندې کلکې نيوکې کړې او په ډېرو دلايلو يې رد کړي دي، چې تر ټولو مشهوره يې د قرآن کريم دا دعوه ده، چې په حديث شريف کې نه ده ذکر شوې. قرآن د اسلامي الهیاتو او عمل د سرچینې په توګه، د محمد(ص) له مړینې  نه تر دوو پیړیو پورې په لیکلې بڼه نه و ثبت شوی. [په لیکلې بڼه، د قرآن کریم ثبت د حضرت ابوبکر صدیق(رض) د خلافت په زمانه کې د حضرت عمر(رض) په وړاندیز پیل شو او د وخت خلیفه، د دې لوی کار مسؤلیت د رسول الله(ص) د وحې کاتب زید بن ثابت ته وسپاره. د قرآن کریم اوسنۍ نسخه چې زموږ او تاسو په لاس کې ده، د حضرت عثمان(رض) په زمانه کې ترتیب شوه، له دې امله یې پوهان نسخه یې عثمانیه بولي، نو په لیکلې بڼه، د قرآن کریم د ثبت کار دوه پېړۍ نه دي وتلې، بلکې دا د حضرت محمد(ص) له وفات وروسته د شل دېرشو کلونو یعنې دوو درېیو لسیزو خبره ده. پوهان د حضرت عثمان(رض) له خوا د قرآن کریم د عثمانیه نسخې ترتیب، د هغه د خلافت یوه لویه کارنامه بولي]. [۷۸][۷۹]

طلوع اسلام

[سمول]

دا خوځون د محمد اقبال له خوا پیل شوی و او وروسته یې غلام احمد پرویز مشري کوله. غلام احمد پرویز ټول حدیثونه رد نه کړل، په هرحال، هغه یوازې هغه حدیثونه منلي چې «د قرآن سره سم وي یا د پیغمبر یا د هغه د اصحابو په سیرت کې داغ پیدا نه کړي».دغه مؤسسه د پرویز د تعلیماتو کتابونه، رسالې او ثبتوونې خپروي.[۸۰]

سرچینې

[سمول]
  1. ↑ Kurzman, Charles (1998). "Liberal Islam and Its Islamic Context". In Kurzman, Charles (ed.). Liberal Islam: A Sourcebook. Oxford and New York: Oxford University Press. pp. 1–26. ISBN 9780195116229. OCLC 37368975.
  2. ↑ Safi, Omid, ed. (2003). Progressive Muslims: on justice, gender and pluralism. Oxford: Oneworld Publications. ISBN 9781851683161. OCLC 52380025.
  3. ↑ Safi, Omid. "What is Progressive Islam?". averroes-foundation.org. Averroes Foundation. خوندي شوی له the original on July 9, 2006.
  4. ↑ "Liberalism - Oxford Islamic Studies Online". www.oxfordislamicstudies.com. ترلاسه‌کېدو نېټه 2019-07-11.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  5. ↑ Aslan, Reza (2011) [2005]. No god but God: the origins, evolution, and future of Islam (Updated ed.). New York: Random House. ISBN 9780812982442. OCLC 720168240.
  6. ↑ Sajid, Abdul Jalil (December 10, 2001). "'Islam against Religious Extremism and Fanaticism': speech delivered by Imam Abdul Jalil Sajid at a meeting on International NGO Rights and Humanity". mcb.org.uk. Muslim Council of Britain. خوندي شوی له the original on June 7, 2008.
  7. ↑ "Tawhid". oxfordislamicstudies.com. Oxford Islamic Studies Online. ترلاسه‌کېدو نېټه 22 March 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  8. ↑ Leeman, A. B. (Spring 2009). "Interfaith Marriage in Islam: An Examination of the Legal Theory Behind the Traditional and Reformist Positions" (PDF). Indiana Law Journal. 84 (2). Bloomington, Indiana: Indiana University Maurer School of Law: 743–772. ISSN 0019-6665. S2CID 52224503. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 November 2018. ترلاسه‌کېدو نېټه 24 October 2021.
  9. ↑ Jahangir, Junaid (21 March 2017). "Muslim Women Can Marry Outside The Faith". The Huffington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 25 March 2017. ترلاسه‌کېدو نېټه 24 October 2021.
  10. ↑ Zubaidah Rahim, Lily (2006). Capano, Giliberto; Howlett, Michael P.; Jarvis, Darryl S. L.; Ramesh, M. (eds.). "Discursive Contest between Liberal and Literal Islam in Southeast Asia". Policy and Society. 25 (4). Taylor & Francis: 77–98. doi:10.1016/S1449-4035(06)70091-1. ISSN 1839-3373. LCCN 2009205416. OCLC 834913646. S2CID 218567875.
  11. ↑ Aslan, Reza (2005). No god but God. Random House Inc. p. 153. ISBN 978-1-58836-445-6. By the ninth and tenth centuries...
  12. ↑ "John Carter Brown Library Exhibitions – Islamic encounters". خوندي شوی له the original on July 1, 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه October 30, 2012.
  13. ↑ "Ahmed, K. S. "Arabic Medicine: Contributions and Influence". The Proceedings of the 17th Annual History of Medicine Days, March 7th and 8th, 2008 Health Sciences Centre, Calgary, AB" (PDF) (PDF). ترلاسه‌کېدو نېټه October 30, 2012.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  14. ↑ Sarrió, Diego R. (2015). "The Philosopher as the Heir of the Prophets: Averroes's Islamic Rationalism". Al-Qanṭara. 36 (1): 45–68. doi:10.3989/alqantara.2015.002. ISSN 1988-2955. p.48
  15. ↑ Abdel Wahab El Messeri. Episode 21: Ibn Rushd, Everything you wanted to know about Islam but was afraid to Ask, Philosophia Islamica.
  16. ↑ Fauzi M. Najjar (Spring, 1996). The debate on Islam and secularism in Egypt Archived 2010-04-04 at the Wayback Machine., Arab Studies Quarterly (ASQ).
  17. ↑ Averroes (2005). Averroes On Plato's Republic. Translated by Ralph Lerner. Cornell University Press. p. xix. ISBN 0-8014-8975-X.
  18. ↑ Fakhry, Majid (2001). Averroes (Ibn Rushd) His Life, Works and Influence. Oneworld Publications. p. 110. ISBN 1-85168-269-4.
  19. ↑ Nicola Missaglia, "Mohamed Abed Al-Jabri's new Averroism"
  20. ↑ Vatikiotis, P. J. (1976). The Modern History of Egypt (Repr. ed.). ISBN 978-0297772620. p. 115-16
  21. ↑ Vatikiotis, P. J. (1976). The Modern History of Egypt (Repr. ed.). ISBN 978-0297772620. p. 116
  22. ↑ Cleveland, William L. (2008)"History of the Modern Middle East" (4th ed.) pg.93.
  23. ↑ Gelvin, 133-134
  24. ↑ Galvin 160-161
  25. ↑ Ahmed H. Al-Rahim (January 2006). "Islam and Liberty", Journal of Democracy 17 (1), p. 166-169.
  26. ↑ Kerr, Malcolm H. (2010). "'Abduh Muhammad". Encyclopædia Britannica (15th) I: A-ak Bayes. Chicago, IL: Encyclopædia Britannica Inc.. 20–21. ISBN 978-1-59339-837-8. 
  27. ↑ Gelvin, J. L. (2008). The Modern Middle East (2nd ed., pp. 161-162). New York: Oxford university Press.
  28. ↑ Kügelgen, Anke von. "ʿAbduh, Muḥammad." Encyclopaedia of Islam, v. 3. Edited by: Gudrun Krämer, Denis Matringe, John Nawas and Everett Rowson. Brill, 2009. Syracuse University. 23 April 2009
  29. ↑ ʿAbduh, Muhammad. "al-Idtihad fi al-Nasraniyya wa al-Islam." In al-A'mal al-Kamila li al-Imam Muhammad ʿAbduh. edited by Muhammad ʿAmara. Cairo: Dar al-Shuruk, 1993. 257-368.
  30. ↑ Hourani, Albert. Arabic Thought in the Liberal Age 1798-1939. Cambridge: Cambridge University Press, 1983. 156.
  31. ↑ Benzine, Rachid. Les nouveaux penseurs de l'islam, p. 43-44.
  32. ↑ "Naṣr Ḥāmid Abū Zayd". Encyclopædia Britannica. ترلاسه‌کېدو نېټه 10 December 2015.
  33. ↑ Cook, Michael (2000). The Koran : A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 46. ISBN 0192853449.
  34. ↑ Kermani, "From revelation to interpretation", 2004: p.174
  35. ↑ "Nasr Abu Zayd, Who Stirred Debate on Koran, Dies at 66". REUTERS. 6 July 2010. ترلاسه‌کېدو نېټه 10 December 2015.
  36. ↑ "Religion vs Religion".{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  37. ↑ Al-Ahram Weekly | Culture | Islamic feminism: what's in a name? Archived March 20, 2015, at the Wayback Machine.
  38. ↑ "'Islamic feminism means justice to women', The Milli Gazette, Vol.5 No.02, MG96 (16-31 January 04)". milligazette.com. ترلاسه‌کېدو نېټه 9 December 2015.
  39. ↑ "Islamic feminism: what's in a name?" Archived 2015-03-20 at the Wayback Machine. by Margot Badran, Al-Ahram, January 17–23, 2002
  40. ↑ "Exploring Islamic Feminism" Archived 2005-04-16 at the Wayback Machine. by Margot Badran, Center for Muslim-Christian Understanding, Georgetown University, November 30, 2000
  41. ↑ Archived 2011-04-10 at the Wayback Machine. Rob L. Wagner: "Saudi-Islamic Feminist Movement: A Struggle for Male Allies and the Right Female Voice", University for Peace (Peace and Conflict Monitor), March 29, 2011
  42. ↑ "Muslim women's group demands complete ban on Shariah courts | india-news". Hindustan Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-09-07.
  43. ↑ "SC admits Muslim woman's plea to declare triple talaq illegal". The Hindu. 2016-08-26. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-09-07.
  44. ↑ "Polygamy not a God-given right to Muslims".
  45. ↑ "Syariah court fails to protect and safeguard Muslim girls — Sisters in Islam". خوندي شوی له the original on 2014-07-14.
  46. ↑ "Archives". ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-02-13.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  47. ↑ "Sisters In Islam: News / Comments / Dress and Modesty in Islam". خوندي شوی له the original on 2013-08-23. ترلاسه‌کېدو نېټه 2017-04-22.
  48. ↑ "RAWA testimony to the Congressional Human Rights Caucus Briefing". U.S. Congressional Human Rights Caucus. December 18, 2001. خوندي شوی له the original on June 28, 2007.
  49. ↑ "Archived copy". خوندي شوی له the original on 2014-11-03. ترلاسه‌کېدو نېټه 2014-11-03.{{cite web}}: CS1 maint: archived copy as title (link)
  50. ↑ "Sisters in Islam files for judicial review on fatwa - Nation - The Star Online". www.thestar.com.my.
  51. ↑ The Fundamentalist City?: Religiosity and the Remaking of Urban Space, Nezar Alsayyad (ed.), Chapter 7: "Hamas in Gaza Refugee camps: The Construction of Trapped Spaces for the Survival of Fundamentalism", Francesca Giovannini. Taylor & Francis, 2010. ISBN 978-0-415-77936-4."
  52. ↑ Hassan Mahmoud Khalil: "Islam's position on violence and violation of human rights", Dar Al-Shaeb, 1994.
  53. ↑ "Sudan death penalty reignites Islam apostasy debate". BBC News. 15 May 2014. ترلاسه‌کېدو نېټه 21 September 2020.
  54. ↑ Clarence-Smith, William (2006). Islam and the Abolition of Slavery. Oxford University Press. pp. 198–200. ISBN 0195221516.
  55. ↑ "Writer and Islamic thinker "Gamal al-Banna": The Muslim Brotherhood is not fit to rule (2-2)". Ahewar.org. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-03-25.
  56. ↑ "Writer and Islamic thinker "Gamal al-Banna": The Muslim Brotherhood is not fit to rule (1-2)". Ahewar.org. 2008-02-18. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-03-25.
  57. ↑ "Muslim Alliance for Sexual and Gender Diversity". Muslimalliance.org. خوندي شوی له the original on 2014-08-05. ترلاسه‌کېدو نېټه 2013-11-18.
  58. ↑ "The Progressive Muslim Movement". OutSmart Magazine. October 1, 2013. ترلاسه‌کېدو نېټه November 18, 2013.
  59. ↑ "The Safra Project - rabble.ca". Rabble.ca. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 April 2017.
  60. ↑ Power, Shannon (3 May 2016). "Being gay and muslim: 'death is your repentance'". Star Observer. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 May 2016.
  61. ↑ "El-tawhid juma circle". ترلاسه‌کېدو نېټه 19 April 2017.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  62. ↑ Mastracci, Davide (April 4, 2017). "What It's Like To Pray At A Queer-Inclusive Mosque". BuzzFeed. ترلاسه‌کېدو نېټه 19 April 2017.
  63. ↑ Habib, Samra (3 June 2016). "Queer and going to the mosque: 'I've never felt more Muslim than I do now'". The Guardian. ترلاسه‌کېدو نېټه 19 April 2017.
  64. ↑ Gillis, Wendy (August 25, 2013). "Islamic scholars experience diversity of Muslim practices at U of T summer program". Toronto Star. ترلاسه‌کېدو نېټه 19 April 2017.
  65. ↑ "A JIHAD FOR LOVE:::A FIlm by Parvez Sharma". AJihadForLove.org. ترلاسه‌کېدو نېټه 5 April 2017.
  66. ↑ "Press". A Sinner in Mecca. ترلاسه‌کېدو نېټه 7 May 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  67. ↑ "In 'A Sinner in Mecca,' a Gay Director Ponders His Sexuality and Islamic Faith". The New York Times. ترلاسه‌کېدو نېټه 7 October 2015.
  68. ↑ "Jordan: a gay magazine gives an hope to Middle East", Ilgrandecolibri.com, retrieved 11 August 2012
  69. ↑ "Gay Egypy". Gay Middle East. خوندي شوی له the original on 11 July 2011. ترلاسه‌کېدو نېټه 20 January 2011.
  70. ↑ Asad, Talal. Formation of Secular: Christianity, Islam, Modernity. Stanford: Stanford University Press, 2003. 5-6.
  71. ↑ "From the article on secularism in Oxford Islamic Studies Online". ترلاسه‌کېدو نېټه 3 November 2014.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  72. ↑ Naʻīm, ʻAbd Allāh Aḥmad. Islam and the secular state : negotiating the future of Shariʻa. Cambridge:Harvard University Press, 2008. ISBN 9780674027763
  73. ↑ Ira M. Lapidus (October 1975). "The Separation of State and Religion in the Development of Early Islamic Society", International Journal of Middle East Studies 6 (4), pp. 363-385 [364-5]
  74. ↑ Salafism Modernist Salafism from the 20th Century to the Present
  75. ↑ Tore Kjeilen (2006-01-18). "Salafism". I-cias.com. خوندي شوی له the original on 2017-08-31. ترلاسه‌کېدو نېټه 2016-09-04.
  76. ↑ Salafism Archived 2015-03-11 at the Wayback Machine. Tony Blair Faith Foundation
  77. ↑ Encyclopedia of Islam and the Muslim World, Thompson Gale (2004)
  78. ↑ Aisha Y. Musa, The Qur’anists, Florida International University, accessed May 22, 2013.
  79. ↑ Richard Stephen Voss, Identifying Assumptions in the Hadith/Sunnah Debate, 19.org, Accessed December 5, 2013
  80. ↑ "Bazm-e-Tolu-e-Islam". ترلاسه‌کېدو نېټه 22 March 2015.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)