جان رالز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان رالز
(انګلیسي: John Rawls د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان رالز
جان رالز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ فبروري ۱۹۲۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 24 نومبر 2002 (81 کاله)[۱][۹][۲][۳][۴][۵][۶][۱۰][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فیلسوف
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲][۱۳][۱۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه سياسي فلسفه [۱۵]
سیاسي علوم [۱۵]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون (۱۹۶۲–۱۹۹۱)[۱۶]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جان لاک
امانوېل کانت   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک شننيزه فلسفه   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان رالز (۲۱ فبروري ۱۹۲۱ – ۲۴ نومبر ۲۰۰۲ زکال) په لیبرال دودونو کې اخلاقي او سیاسي امریکايي فیلسوف و. رالز په ۱۹۹۹ زکال کې د منطق او فلسفې په برخه کې د رالف شوک جایزه او همدارنګه د ملي انساني علومو مډال ترلاسه کړ؛ دغه مډال هغه ته ولسمشر بېل کلینټون له دې امله ورکړ چې څه ډول د رالز چارو «د سیاسي او اخلاقي فلسفې څانګې بېرته په دې استدلال را ژوندۍ کړې چې هغه ټولنې چې په کې تر ټولو ښه چانس لرونکي کسان له لږ چانس لرونکو کسانو سره مرسته کوي؛ نه یوازې اخلاقي، بلکې منطقي ټولنې هم دي».[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۱۹۹۰ زکال کې ویل کیملیکا د خپل اثر په سریزه کې لیکلي چې:«په ټولیز ډول دا منل شوې چې د سیاسي اصولي فلسفې بیاځلي زېږون په ۱۹۷۱ زکال کې د عدالت د تیوري په نامه د رالز د اثر په خپرېدو سره پیل شوی». رالز د ۲۰ مې پېړۍ یو له تر ټولو اغېزمنو سیاسي فیلسوفانو څخه ګڼل کېږي. هغه له معاصرو سیاسي فیلسوفانو سره ځانګړی توپیر لري؛ په مکرر ډول د متحده ایالاتو او کاناډا د حقوقي محاکمو له خوا د هغه په نظریاتو استناد کېږي او په متحده ایالاتو او بریتانیا کې د مجربه سیاستوالو له خوا ورته نغوته کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

رالز «د انصاف په توګه د عدالت» په خپله نظریه کې لارښوونه کوي چې د یوې ټولنې غړي باید له برابرو اساسي ازادیو او برابرو فرصتونو برخمن واوسي او په هغو ځایونو کې چې نابرابري شتون لري، تر ټولو ډېره ګټه باید د ټولنې محرومو کسانو ته ورسېږي. رالز د ټولنیز عدالت د دغه اصل د توجیه کولو په موخه د «اصلي ځایګي» په نامه له فکري ازمایښت کار اخلي؛ هغه ازمایښت چې له وګړو څخه په کې غوښتل کېږي چې کوم ډول ټولنه غوره بولي چې په کې ژوند وکړي، که چېرې وه نه پوهېږي چې شخصا به په دغه ټولنه کې څه ډول ځای او ځایګی ولري. رالز د سیاسي لیبرالېزم په نامه خپل بل اثر کې (۱۹۹۳ زکال) کې دغې پوښتنې ته راګرځي چې د غوره ژوندانه د ماهیت پر سر د نظرونو اختلاف ته په پام څه ډول کېدلای شي سیاسي قدرت مشروعیت ترلاسه کړي.

ژوندلیک[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

رالز د مریلینډ ایالت په بالتیمور کې وزېږېد. هغه د بالتیمور د څارنوالۍ د مخکښ څارنوال ویلیام لی رالز او او د هغه د مېرمنې انابېل سټمب رالز له پنځو زامنو څخه دویم و. رالز غمجن ماشومتوب درلود: [۲۷][۲۸]

د هغه دوه وروڼه له ده څخه هغوی ته د وژونکې ناروغۍ د سرایت له امله مړه شول. ... په ۱۹۲۸ زکال کې هغه په دیفتري/سینه او بغل ناروغۍ اخته شو. له هغه څخه یې ۲۰ میاشتې کوچني ورور د هغه په کوټه کې له ده سره ولیدل او په وژونکي ډول د ده ناروغۍ ورته سرایت وکړ. راتلونکی ژمی رالز د سږو په پړسوب اخته شو او د هغه بل کوچنی ورور ټامي ته یې ترې سرایت وکړ چې له امله یې ومړ. [۲۹]

د رالز ژوند لیکونکی نوماس پوګ د رالز د دغو دوو وروڼو مړینه «د هغه د ماشومتوب د دورې تر ټولو لویه پېښه بولي».[۳۰]

رالز له کالورت ښوونځي څخه له فارغېدو وروسته په کانتیکات کې د کنټ ښوونځي په نامه پروتستانت کلیسا ته اړوند له پوهنتون وړاندې روزنیز ښوونځي کې شامل شو. په ۱۹۳۹ زکال کې له دغه ځای څخه له فارغېدو وروسته، راولز پرنسټون پوهنتون ته لار ومونده. همدلته نوموړی د نورمن ملکلم تر اغېز لاندې راغی چې د لوډوېګ ویتګنشتاین شاګرد و. په پرنسټون کې د وروستیو دوو کلونو پر مهال هغه «په ژوره توګه له الهیاتو او د هغو له نظریاتو سره لېوالتیا پیدا کړه». هغه په خپل ۱۸۱ پاڼې لرونکې تیزس کې چې د «ګناه او ایمان» تر عنوان لاندې یې ولیکه، په پلاجیانېزم یې نیوکه وکړه او «د مسیح صلیب یې بې اثره وباله». د هغه استدلال تر ډېره د یهودانو په اړه د کارل مارکس له کتاب (On the Jewish Question) سرچینه اخیسته چې په دغه نظریه یې په کې نیوکه کړې چې په طبیعي وړتیاوو کې نه مساوت کېدای شي په ټولنه کې د شتمنۍ د ویش ټاکونکی وي. رالز آن له آتئیست کېدو وروسته هم د عدالت د نظریې په نامه خپل کتاب کې پلاجیانېزم ضد استدلالونه تکرار کړل. رالز په ۱۹۴۳ زکال کې په عالي درجې له پرینسټون پوهنتون څخه د هنرونو لیسانس ترلاسه کړ. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په پوځ کې خدمت[سمول]

رالز د ۱۹۴۳ زکال په فبروري میاشت کې د متحده ایالاتو په پوځ کې خپل نوم ثبت کړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رالز د آرام سمندر په سیمه کې د پلي ځواکونو سرتېری و. په دغه دوره کې یې د نوې ګینې په سیمه کې وکولای شول، د برونزي ستوري نښان ترلاسه کړي. نوموړي په فلیپین کې د خدمت پر مهال سختې جګړې تجربه کړې او د وژنو او تاوتریخوالي د دردوونکو پېښو شاهد و. همدا ځای و چې هغه مسیحي ایمان له لاسه ورکړ او آتئیست شو. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د جاپان له تسلیمېدو وروسته هغه د جنرال مک ارتور د اشغال کوونکي ځواک غړی شو او د ډلګۍ مشر ځایګي ته یې وده وکړه. خو د هیروشیما د اټومي بمبارد د آثارو او حیرانونکو پایلو له لیدو وروسته یې په پوځ هم باور له لاسه ورکړ. رالز د یوه سرتېري د تنبیه کولو لپاره له امر سرغړونه وکړه ځکه باور یې درلود چې هر ډول تنبیه؛ توجیه کېدونې نه ده او له همدې امله بېرته د سرتېري درجې ته یې تنزیل وموند. رالز د ۱۹۴۶ زکال په جنوري میاشت کې د تل لپاره پوځ خوشی کړ.[۴۳][۴۴][۴۵]

علمي لاسته راوړنې[سمول]

رالز د ۱۹۴۶ زکال په لومړیو کې بېرته پرنسټون پوهنتون ته راوګرځېد، څو د اخلاقو د فلسفې په برخه کې خپله دوکتورا ترلاسه کړي. هغه په ۱۹۴۹ زکال کې له مارګاریت وارفیلډ فاکس سره چې د براون پوهنتون څخه فارغه شوې وه؛ واده وکړ. دوی د آن وارفیلد، رابرت لي، الکساندر اموری او الیزابت فاکس په نومونو څلور ماشومان لرل. [۴۶][۴۷]

رالز په ۱۹۵۰ زکال کې له پرنسټون پوهنتون څخه خپله دوکتورا واخیسته او تر ۱۹۵۲ زکال پورې یې تر هغه مهاله په پرینسټون کې تدریس وکړ چې د اکسفورډ پوهنتون د فلوبرایټ فیلوشف لپاره یې سکالرشپ (د کرېسټ کلیسا سکالرشیپ) ترلاسه کړ. په اکسفورډ کې نوموړی د ایزایا برلین او قانوني نظریه ورکوونکي هربرت لیونل آدولوفوس تر اغېز لاندې راغی. امریکا ته له راګرځېدو وروسته یې په کارنل پوهنتون کې په تدریس پیل وکړ.

وروستی ژوند[سمول]

رالز په ډېر ندرت سره مرکه کوله، تر ډېره هم د توتله توب له امله (چې د هغه د دوه وروڼو د مړینې له امله چې له ده څخه د ناروغۍ د سرایت له امله مړه شوي وو، ورته پیدا شوی و) د عامو وګړو له پام وېرېده. هغه د دغو چارو پر ځای تر ډېره خپلو علمي چارو او کورني ژوند ته متوجه و. [۴۸][۴۹]

رالز په ۱۹۹۵ زکال کې د لومړي ځل لپاره سکته وکړه او تر ډېره بریده یې د کار وړتیا له لاسه ورکړه، خو له دې سره یې وکولای شول د وګړو د حقونو په نامه خپل کتاب چې د نړیوال عدالت په اړه د هغه جامع نظریات یې بیانول بشپړ کړي؛ همدارنګه یې په ۲۰۰۱ زکال کې له مړینې لږ وړاندې د Justice as Fairness: A Restatement په نامه خپل بل کتاب چې د عدالت د تیوري په نامه د هغه په بل اثر باندې یې د نقد په غبرګون کې لیکلی و خپور کړ. رالز د ۲۰۰۲ زکال د نومبر په ۲۴ مه د ۸۱ کلونو په عمر وکړ او د ماساچوستس په مونټ اوبورن هدیره کې خښ کړای شو. [۵۰][۵۱]

فلسفي فکر[سمول]

رالز خپل درې مهم آثار خپاره کړي. د هغه لومړی کتاب د عدالت د تیوري په نامه و چې په توزیعي عدالت یې تمرکز درلود او هڅه یې په کې کړې وه چې د آزادۍ او برابرۍ د ارزښتونو ترمنځ پخلاینه رامنځته کړي. دویم کتاب یې سیاسي لیبرالېزم و چې په دې مسئله یې په کې بحث کړی و چې څه ډول د مذهبي او فلسفي اختلافاتو لرونکي کسان کولای شي ، د یو دیموکراتیک نظام پر سر هوکړې ته ورسېږي. دریم کتاب یې هم د وګړو د حقوقو په نامه و چې د نړیوال عدالت پر موضوع یې تمرکز درلود.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118598678  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ John Rawls
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6s548gs — subject named as: John Rawls — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/8120 — subject named as: John Rawls — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rawls-john — subject named as: John Rawls — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3780 — subject named as: John Rawls — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=52010 — subject named as: John Rawls — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023149 — subject named as: John Rawls — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120576522 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/94826 — subject named as: John Rawls
  11. The Best of All Possible Worlds — د نشر نېټه: ۱۳ مارچ ۲۰۲۱ — نشرونه لخوا د: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۱ جولای ۲۰۱۲
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120576522 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990006864 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  14. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6704995
  15. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990006864 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  16. پاڼه: 4 — ISBN 978-0-415-30108-4https://dx.doi.org/10.4324/9780203086605
  17. "Rawls" entry in Random House Dictionary, Random House, 2013.
  18. Martin, Douglas (په 26 November 2002 باندې). John Rawls, Theorist on Justice, Is Dead at 82.
  19. Wenar, Leif (2017). Zalta, Edward N. (المحرر). The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2017). Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2002-12-01 باندې). The Nation; Bringing Logic To Bear on Liberal Dogma. The New York Times.
  21. Will., Kymlicka (1990). Contemporary political philosophy : an introduction. Oxford [England]: Clarendon Press. د کتاب پاڼي 11. OCLC 21762535. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0198277248. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Swift, Adam (2006). Political philosophy : a beginners' guide for students and politicians (الطبعة Second edition, revised and expanded). Cambridge: Polity. د کتاب پاڼي 10. OCLC 63136336. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0745635323. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. ""Political Philosophy in the Twentieth Century: Authors and Argument" by Catherine H. Zuckert (Ed.)". Cambridge University Press. 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Fair Opportunity to Participate". The Canadian Political Science Review. June 2009. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "They Work For You search: "John Rawls"". Theyworkforyou.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Moore, Matthew J. (2009). "Political Theory Today: Results of a National Survey" (په انګلیسي ژبه کي). Rochester, NY. SSRN = 1463648 1463648. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  27. "Obituary: John Rawls". The Guardian. 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Freeman, 2010:xix
  29. Gordon, David (2008-07-28) Going Off the Rawls Archived 2012-02-24 at the Wayback Machine., The American Conservative
  30. کينډۍ:Cite document
  31. "Daily Princetonian 12 April 1940 – Princeton Periodicals". Theprince.princeton.edu. 1940-04-12. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Wenar, Leif (2013-01-01). Zalta, Edward N. (المحرر). John Rawls (الطبعة Winter 2013). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Joshua Cohen and Thomas Nagel, "John Rawls: On My Religion", Times Literary Supplement, 18 March 2009
  34. کينډۍ:Cite document
  35. (په 2 December 2019 باندې). John Rawls' 'A Theory of Justice' and Jewish Heresy. Tablet Magazine.
  36. Article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  37. "His first experience of combat was in New Guinea—a country which saw fighting for almost the whole duration of the Pacific campaign—where he won a Bronze Star." From article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  38. (په 2014-06-13 باندې). Thinkers at War – John Rawls.
  39. "One soldier in a dugout close to Rawls stood up and deliberately removed his helmet to take a bullet to the head, choosing to die rather than endure the constant barrage. ... Later Rawls confided the whole experience was 'particularly terrible' ..." From an article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  40. Wenar, Leif (2013-01-01). Zalta, Edward N. (المحرر). John Rawls (الطبعة Winter 2013). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "John Rawls: Theorist of Modern Liberalism". The Heritage Foundation. 13 August 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Ronald J. Sider; Paul Charles Kemeny; Derek H. Davis; Clarke E. Cochran; Corwin Smidt (2009). Church, State and Public Justice: Five Views. InterVarsity Press. د کتاب پاڼې 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0830874743. Religious beliefs, argues John Rawls—a Harvard philosopher and self-identifying atheist—can be so divisive in a pluralistic culture that they subvert the stability of a society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. From article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  44. "The total obliteration of physical infrastructure, and the even more horrific human toll, affected him deeply ... and the fact that the destruction had been deliberately inflicted by his own side, was profoundly unsettling. He wrote that the scenes still haunted him 50 years later." From an article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  45. From an article by Iain King, titled Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  46. Date from Thinker at War: Rawls, published in Military History Monthly, 13 June 2014, accessed 20 November 2014.
  47. Freeman, 2010:xix
  48. (په 2002-11-27 باندې). Obituary: John Rawls.
  49. Rogers, 27.09.02
  50. Hinsch, Wilfried (4 October 2003). "Review of The Cambridge Companion to Rawls". د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "John Rawls, influential political philosopher, dead at 81". 2002-12-05. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)