سیاسي علوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

سیاسي علوم د سیاست علمي مطالعه ده. دا يو ټولنیز ساینس دی چې د حکومت‌ولۍ او واک له سیستم سره معامله کوي او د سیاسي فعالیتونو، سیاسي فکرونو، سیاسي چلند او اړونده حقوقو او قوانینو تجزیه او تحلیل پر غاړه لري. [۱]

عصري سیاسي علوم په عمومي ډول په دریو فرعي څانګو مقایسوي سیاست، نړیوالو اړیکو او سیاسي تیوري وېشل کېدی شي. د پام وړ نورې فرعي څانګې، عامه پالیسي او اداره، کورنی سیاست او حکومت‌ولي (چې تر ډېره له مقایسوي سیاست سره مطالعه کېږي) سیاسي اقتصاد او سیاسي میتودولوژۍ دي. سربېره پردې سیاسي علوم له اقتصاد، قانون، ټولنپوهنې، تاریخ، فلسفې، بشري جغرافیه، ژورنالیزم، سیاسي انترپولوژي، ارواپوهنې او ټولنیزې پالیسۍ سره تړاو لري.   [۲][۳]

سیاسي علوم له میتودولوژيکي پلوه متنوع دي او ډېری میتودونه د ارواپوهنې، ټولنیزو څېړنو او ادراکي علومو له ساینس څخه سرچینه اخلي. د منطقي انتخاب نظریه، مثبت پالنه، تفهیم، د منطقي ټاکنې تیوري، چلند پالنه، وروسته‌جوړښت پالنه، واقعيت پالنه، بنسټ پالنه او نفوس‌پالنه په یاد میتودونو کې شامل دي. سیاسي علوم د ټولنیزو علومو په توګه له هغه میتودونو او تخنیکونو څخه کار اخلي چې د اړونده پوښتنو له ډولونو سره تړاو لري: لومړنۍ سرچینې، تاریخي او رسمي اسناد، دوييمې/ثانوي سرچينې لکه مقالې، علمي مجلې، احصایوي څېړنې، د سروې پر بنسټ څېړنې، د مواردو څېړنې، تجربي څېړنې او د موډلونو جوړول. 

سرچینې[سمول]

معاصر سیاسي علوم د یوه سیاسي ټولنیز علم په توګه د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې رامنځته شول. په هغه مهال کې يې له سیاسي فلسفې څخه په بېل‌والي پيل وکړ، چې ريښه يې د ارستو هغه اثارو ته ورګرځي چې نږدې ۲۵۰۰ کاله وړاندې لیکل شوي و. د سیاسي علم اصطلاح تل له سیاسي فلسفې څخه توپير نه درلود. عصري څانګې د پخوانیو څانګو روښانه/واضح ټولګې لري، چې له اخلاقي فلسفې، سیاسي اقتصاد، سیاسي تیولوژۍ/الهیاتو، تاريخ او نورو برخو سره تړاو لري چې د ایډيال حالتونو اودندو د ځانګړنو له استنباط سره دا تعینوي چې څه باید وشي.

د یوې پوهنتوني څانګې په توګه د سیاسي علومو راڅرګندیدلو په پوهنتونونو کې  ریاستونه او ډېپارتمنتونه  رامنځته کړل چې د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې د سیاسي علومو په نوم راپورته شول. په حقیقت کې هغه کس د سیاسي علومو پوه نومول کېږي چې په یاده برخه کې د ډوکتورا تر کچې زده‌کړې لري، خو هغه کسانو ته هم د پلي کېدو وړ دی چې په دې څانګه کې ماستري لري. په یوه واحده متحده څانګه کې د سیاسي علومو د تېرو مطالعاتو ځای پر ځای کول روان دي، د سیاسي علومو تاریخچې د دواړو معیاري سیاسي علومو او مثبتو سیاسي علومو د ودې لپاره بډایه ساحه برابره کړې، داسې چې د دې څانګې هره برخه ځینې تاریخي مخینې لري. له اقتصاد او ګڼو نورو ټولنیزو پديدو سره د سیاسي علومو د توپير په موخه په ۱۹۰۳ او ۱۹۰۶ کال کې په ترتیب سره د امریکايي سیاسي علومو اتحادیه د امریکايي سیاسي علومو بیاکتنې بنسټ کېښودل شو. [۴]

د چلند انقلاب او نوې بنسټ‌پالنه[سمول]

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې یو د چلند انقلاب چې د فردي او ګروپي چلند پر منظمه او علمي مطالعه یې ټینګار درلود  دې څانګې ته پراختیا ورکړه. د قانوني متنونو او بنسټونو پر ځای ډېر تمرکز د سیاسي چلند پر مطالعه و، د سیاسي علومو لومړنۍ ځانګړنه/مشخصه چې له ډلې یې د رابرت ډال (Robert Dahl) فلیپ کانورس (Philip Converse)او د ټولنپوه پاول لازرسفېلډ (Lazarsfeld) او د عمومي افکارو څېړونکي برنارد (Bernard Berelson) کارونه یادولی شو.

د ۱۹۶۰ لسیزې وروستۍ برخه او د ۱۹۷۰ لسیزې په لومړیو کې په یاده څانګه کې د لا تحلیلي پوهې د ټولګې د رامنځته کولو په موخه د رسمي موډل جوړولو، احصایوي او تیوري لوبو د تخنیکونو د پیل شاهد و، دا دوره د څېړنو د يوې څپې شاهده وه، له اقتصاد څخه يې تيورۍ او میتودونه په پور واخیستل چې سیاسي بنسټونه لکه د امریکا کنګره او همداراز سیاسي چلندونه مطالعه کړي. وېلیم اېچ رېکر (William H. Riker ) او په روچېستر پوهنتون (University of Rochester) کې د هغه شاکردان او همکاران د یاد بدلون اصلي ملاتړي وو.  

په یاده څانګه کې د پام‌وړ څېړنیز پرمختګ سره سره د هغه مطالعاتو پر بنسټ چې پورته پرې بحث شوی داسې برېښي چې د سیستماتیک تیوري لوري ته پرمختګ ډېر لږ او غیر مساوي دی. [۵]

وروستي پرمختګونه[سمول]

په ۲۰۰۰ کال کې، د پرسترویکا غورځنګ (Perestroika Movement ) په سیاسي علومو کې د هغه څه پر وړاندې د غبرګون په توګه وپېژندل شو چې د دې غورځنګ پلویان یې د سیاسي علومو ریاضیکي کول ګني. هغه کسانو چې یاد غورځنګ ته هویت ورکړ، له یادې څانګې څخه د بهر خلکو سره د اړیکو او په سیاسي علومو کې د تګلارې او میتودولوژۍ د زیا‌والي لپاره يې ایتلافي بحث وکړ. [۶]

د تکاملي اروا پوهنې ځینې تیورۍ داسې استدلال کوي چې انسانانو له سیاست سره د مقابلې لپاره د روان پېژندنې د میکانیزمونو پرمختللې ټولګې ته وده ورکړې. له دې سره چې یاد میکانیزمونه یوازې له کوچنیو سیاسي ډلو سره د مقابلې لپاره چې اجدادي چاپېریال مشخصوي نه هغه لوی سیاسي جوړښتونه چې په نننۍ نړۍ کې يې وده کړې. دا استدلال د اوسني سیاسي تعصباتو د ډېری ځانګړنو او سیستماتیکو ادراکي تعصاباتو د تشرېح کولو لپاره خورا اړین دی. [۷]

عمومي کتنه[سمول]

سیاسي علوم یوه ټولنیزه مطالعه ده، چې د واک د لېږد او تخصیص په اړه پرېکړه کوي، د حکومت‌ولی  رول او سیستم، د دولت او نړیوالو سازمانونو سیاسي چلند او عمومۍ سیاست په کې شامل دی. د حکومت‌ولی او ځانګړو سیاستونو بریالیتوب له بیلابیلو مواردو لکه ثبات، عدالت، مادي ثروت، سولې او عمومي روغتیا سره ارزوي. د سیاسي علومو ځینې پوهان د سیاست د تجزیې او تحلیل له لارې د مثبتو رسالو په لټه کې دي، چې د وضعیت د څرنګوالي د تشرېح لپاره هڅه کوي د دې خلاف چې څه ډول باید وي. نور پرمختللې معیاري رسالې مخته وړي لکه د ځانګړو سیاسي سپارښتنو وړاندې کول.  د سیاست او پالیسۍ مطالعه کولی شي له یو بل سره نږدې اړیکه ولري، د مثال په ډول په پرتله‌ييزو تحلیلونو کې دا چې د سیاسي بنسټ کوم ډول د ځانګړو سیاستونه رامنځته کولو ته تمایل لري. سیاسي علوم د سیاسي او حکومتي موضوعاتو په اړه تحلیل او وړاندوینه کوي. سیاسي علوم په نړۍ کې د یو هېواد يا سيمې پروسې،سیستم او دینامیک د عمومي پوهاوي پر لوړوالي يا پر ځانګړي دولت اغیزمنتیا ارزوي. [۸][۹]

د چټرویدي (Chaturvedy) په وینا، د سیاسي علومو پوهان ښايي داسې کارچوکاټ چمتو کړي چې له مخې يې ورځپاڼه‌لیکونکي، د ځانګړې ګټې/علاقې ډلې، سیاستوال او رایه‌ورکوونکي مسائل تحلیل کړي.  

د سیاسي علومو پوهان کولی شي د سیاستوالو لپاره د ځانګړي مرستیال په توګه خدمت وکړي یا ان خپله د سیاستوال په توګه نوماند شي. سیاسي پوهان په دولتونو، سیاسي احزابو او یا هم د دولتي کارکونو په توګه موندلی شو. هغوی ښايي له غیر دولتي سازمانونوسره (NGOs) او یا سیاسي غورځنګونو کې ښکېل وي. د سیاست په برخه کې لوستي او ترېننګ شوي کسان له بېلابېلو وړتیاوو او تجربو سره کولی شي په حقوقي شرکت کې ارزښت او تخصص لوړ کړي. شخصي شرکتونه لکه د فکرخونې (think tanks)، څېړنیزې مؤسسې، د نظرپوښتنو او عمومي اړیکو شرکتونه معمولاً سیاستوال په دنده ګماري.      [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Definition from Lexico powered by Oxford University Press. Retrieved 23 February 2020
  2. Daniele Caramani, المحرر (2020). Comparative politics (الطبعة Fifth). Oxford. OCLC 1144813972. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882060-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Roskin, Michael G. (August 11, 2005). "Political Science". Encyclopaedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه January 30, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bureau of Labor Statistics, U.S. Department of Labor. "How to Become a Political Scientist". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kim Quaile Hill, "In Search of General Theory," Journal of Politics 74 (October 2012), 917–31.
  6. Perestroika!: The Raucous Rebellion in Political Science (په انګلیسي ژبه کي). Yale University Press. 30 September 2005. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-13020-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Michael Bang Petersen. "The evolutionary psychology of mass politics". In Roberts, S.C. (2011). Roberts, S. Craig (المحرر). Applied Evolutionary Psychology. Oxford University Press. doi:10.1093/acprof:oso/9780199586073.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-958607-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Roller, Edeltraud (2005). The Performance of Democracies: Political Institutions and Public Policy. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Maddocks, Krysten Godfrey (26 Jun 2020). "What is Political Science All About?". www.snhu.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chaturvedy, J.C. (2005). Political Governance: Political theory. Isha Books. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-8205-317-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)