د ليبراليزم تاريخ (ليبراليزم د آزادي غوښتلو اند دی)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليبراليزم يعنې په آزادۍ، خپلواکۍ، ديموکراسۍ او بشري حقوقو باور، له تاريخي اړخه د «جان لاک» او «مونتسيکو» په څېر انديالانو سره تړلی دی، د اساسي قانون له اړخه د پاچا واکونه محدود وي، د پارلماني لوړواکۍ تايید کوي، د حقوقو قانون تسويد او د اتباعو د رضاييت اصل منځ ته راوړي. د متحده ايالاتو د ۱۷۷۹ز کال د خپلواکۍ اعلاميې تازه په پښو ولاړ جمهوريت بنسټ په لبرالي اصولو او د ميراثي اشرافيت له تپلو پرته اېښودل شوی و – په دې اعلاميه کې ويل شوي چې «ټول انسانان برابر پيدا شوي او د خپل پنځونکي په واسطه د نه بدليدونکو ټاکلو حقوقو څښتنان دي چې په هغې کې ژوند، آزادي او د خوښۍ لټون شامل دي» چې په دې ډول د جان لاک د دې عبارت ښودنه کوي چې «ژوند، ازادي او شتمني». يو څو کاله وروسته د فرانسې انقلاب ميراثي اشرافيت نسکور کړ، شعار يې دا و چې «ازادي، برابري، ورورګلوي» او دا په تاريخ کې لومړی هېواد و چې نارينه وو ته په نړيواله کچه د رايې حق ورکړي. د بشري حقوقو او اتباعو اعلاميه چې په لومړي ځل په ۱۷۸۹ز کال کې په فرانسه کې تدوين شوه، هم د ليبراليزم او هم د بشري حقوقو بنسټ اېښودونکی سند دی. د روښانتيا فکري پرمختګ، کوم چې د ټولنو او حکومتونو د زاړه دود په اړه پوښتنې راپورته کړې، په پايله کې په پياوړو انقلابي خوځښتونو بدل شول، کوم چې په هغه څه برتري حاصله کړه چې فرانسويانو «Ancien Régime» (لرغونی رژيم) باله، په اروپا او لاتيني امريکا کې يې د مطلقې واکمنۍ او منځ ته راوړل شوي مذهب باور نسکور کړ.[۱]

په يو پرتمين انقلاب کې د «اورينج» وليام هنري، په امريکايي انقلاب کې تاماس جفرسن او په فرانسوي انقلاب کې لافايټ له ليبرالي فلسفې څخه کار واخيست، تر څو د مستبد سلطنت د نسکورولو په موخه د وسله وال اقدام لپاره مجوز وړاندې کړي. لبراليزم په تېزۍ سره په خپرېدو شو، په ځانګړي ډول له فرانسوي انقلاب وروسته. په نولسمه پېړۍ کې په ټولو اروپايي هېوادونو، امريکا او شمالي امريکا کې د لبرال حکومتونو منځ ته راتلل وليدل شول. په دې پړاو کې، د کلاسيک ليبراليزم پياوړی نظري مخالف محافظه کاره اند و، خو ليبراليزم په وروسته وختونو کې د فاشزم او کميونيزم په څېر د نويو مخالفينو د سترو نظري ننګونو څخه بريالی راووت. ليبرال حکومت ډېر ځله د «اډم سميت، جان سټورټ مل» او نورو له خوا وړاندې شوي اقتصادي باورونه خپل کړل، کوم چې په سوداګرۍ کې د تر ټولو کمې لاسوهنې سره د ازادو بازارانو او ازادو اقتصادي تګلارود مديريت پر اهميت په پراخه کچه ټينګار وکړ.[۲]

په عثماني سترواکۍ او منځني ختيځ کې د نولسمې او شلمې پېړۍ په لومړيو کې، ليبراليزم د «تنظيميت» او «نهضة» په څېر اصطلاحاتو او په سيکولريزم، قانون پالنې او ملتپالنې په راپورته کېدو اغېزې وکړې. د نورو لاملونو تر څنګ دې بدلونونو د اسلام په داخل کې د بحران يو احساس پيدا کولو کې مرسته وکړه چې تر اوسه پورې روان دی – همدې چارې په پايله کې اسلامي نوبيتابه ته لاره هواره کړه. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې، ليبرال اندونه لا پسې خپاره شول، ځکه چې ليبرال جمهوريتونو په دواړو نړيوالو جګړو کې خپل ځان د بريالي اړخ په توګه وموند. په اروپا او شمالي امريکا کې، ټولنيز ليبراليزم (عوماً په متحده ايالاتو کې په ساده ډول د ليبراليزم په نوم پېژندل کېږي) د دولتونو د ښېګڼې په پراختيا کې مهم عنصر وګرځېد. نن سبا، ليبرال ګوندونه په ټوله نړۍ کې د ځواک، واکمنۍ او اغېز کارولو ته دوام ورکوي، خو په لاتيني امريکا، افريقا او اسيا کې د خپلې بريا په وړاندې ننګونې په مخ کې لري. د نوی ليبرال فکر او هلو ځلو وروستۍ څپې د مدني حقوقو د پراختيا پر اړتيا سختې اغېزې وکړې. ليبرالان د جنسيتي برابرۍ، واده د برابرۍ او توکميزې برابرۍ پلوي کوي او په شلمه پېړۍ کې د مدني حقوقو لپاره يو نړيوال ټولنيز خوځښت د دې موخو پر لور ګڼې لاسته راوړنې درلودې.[۳][۴]

لومړنی تاريخ[سمول]

په لوېديځه فلسفه کې د پخوانيو يونانيانو څخه وروسته او په ختيځه فلسفه کې د سونګ او مونګ له پړاو راهيسې، د ليبرال فکر ګوښه لارې چارې موجودې وې، خو په نويو وختونو کې د ليبرال سياستونتو لومړۍ سترې نښې راڅرګندې شوې.د لاک ډېری ليبرال اندونه په هغو سخت درځو نظرياتو کې وړاندې شوي وو، کوم چې هغه وخت په ازادانه ډول خپاره شوي وو. د رسالو ليکونکي ريچارډ اوورټن ليکلي دي: «په طبيعيت کې هر فرد ته په طبيعي ډول انفرادي ملکيت ورکړل شوی چې بايد هېڅوک نه پرې بريد وکړي او نه يې غصب کړي... هېڅوک زما پر حقوقو او آزاديو اختيار نه لري او نه يې زه په بل انسان لرم». دا اندونه تر ټولو دمخه انګريز فيلسوف جان لاک د يوې جلا نظريې په توګه سره رايوځای کړل، څوک چې عموماً د نوي ليبراليزم د پلار په توګه پېژندل کېږي. لاک سخت دريځ تصور ته وده ورکړه، هغه دا چې حکومت له اتباعو څخه خوښه تر لاسه کوي، کوم چې بايد د حکومت د مشروع پاتې کېدو لپاره په پرله پسې ډول موجود و. د هغه ډېرې اغېزناکې دوه رسالې (۱۶۹۰ز کال)، کوم چې د ليبرال اند بنسټيز متن دی، د هغه د سترو اندونو نقشه وړاندې کوي. په دې خبره د هغه ټينګار چې حکومت کوم ماوراء الطبيعيت بنسټ نه لري، د واکمنۍ د پخوانيو نظریاتو څخه په ټوله معنا جلا وو. لاک د کليسا او دولت تر منځ د جلا والي د تصور تعريف هم وړاندې کړ. د ټولنيز تړون د اصل پر بنسټ، لاک استدلال کړی چې د وجدان ازادي يو طبيعي حق دی، د هغه په استدلال دا حق بايد د هر ډول دولتي واکمنۍ څخه خوندي پاتې شي. هغه د زغم په اړوند خپلو ليکنو کې د مذهبي زغم عمومي دفاع هم جوړه کړه. لاک د جان ميلټن له ليبرالي اندونو څځه اغېزمن شوی و، څوک چې د آزادۍ د ټولو بڼو سخت پلوی و.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

ملټن د پراخه زغم د تر لاسه کولو لپاره د يوې واحدې اغېزناکې طريقې په توګه د دولت له خوا د کليسا د نه پېژندلو په اړوند هم استدلال کړی و. ملټن په خپل کتاب « Areopagitica» کې د بيان د ازادۍ د اهميت لپاره يو له لومړيو استدلالاتو څخه وړاندې کړل - «له ټولو ازاديو څخه ورهاخوا د ظمير سره سم په ازاد ډول د پوهېدو، خبرو کولو او بحث کولو ازادي»». په اتلسمه پېړۍ کې په بریتانيا او استعماري امريکا کې په ليبرال سياسي فکر په خپل اغېز کې له جان لاک وروسته «الګيرنن سډني» په دويم شمېره کې و او له پرتمين انقلاب پر مهال ويګ مخالفينو له خوا په پراخه کچه لوستل کېدو او د هغه حواله ورکول کېده. ړ سيډني دا استدلال چې «ازاد انسانان د تل لباره د ظالمو حکومتونو په وړاندې مبارزې حق لري»، د امریکايی انقلابي جګړې پر مهال په پراخه کچه هېوادپالانو نقل کړی و، او تاماس جيفرسن د ازادۍ د بنسټ اېښودونکو مشرانو د اندونو د ليد لپاره سيډن د دوه بنسټيزو سرچينو څخه يو بللی و. سيډني په دې باور و چې مطلق العنانه پاچايي يوه ستره سياسي بدي ده  او د «د حکومت په اړوند بحثونه» په نوم د هغه ستر اثر د تبعید د بحران پر مهال ليکل شوی و، کوم چې د رابرټ فلمر د « Patriarcha» په وړاندې يو ځواب و چې د الهي پاچهۍ د حق دفاع وه. سيډني په پرېکنده ډول د فيلمر ارتجاعي اصول رد کړل او دليل يې وړاندې کړ چې اتباع د سلا مشورې له لارې په حکومت کې د برخې اخستلو حق لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. "The Constitution of the United States" (PDF).
  2. Kalkman, Matthew (2011). New Liberalism. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-926991-04-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Arthur M. Schlesinger Jr. "Liberalism in America: A Note for Europeans" (1956). The Politics of Hope (Boston: Riverside Press, 1962). "Liberalism in the U.S. usage has little in common with the word as used in the politics of any other country, save possibly Britain".
  4. Worell, p. 470.
  5. Fung, Edmund S. K. (2010). The Intellectual Foundations of Chinese Modernity: Cultural and Political Thought in the Republican Era. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 130. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1139488235. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The Rise, Decline, and Reemergence of Classical Liberalism". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Delaney, p. 18.
  8. Godwin et al., p. 12.
  9. Copleston, pp. 39–41.
  10. Locke, p. 170.
  11. Forster, p. 219.
  12. Zvesper, p. 93.
  13. Feldman, Noah (2005). Divided by God. Farrar, Straus and Giroux, p. 29. "It took John Locke to translate the demand for liberty of conscience into a systematic argument for distinguishing the realm of government from the realm of religion".
  14. Feldman, Noah (2005). Divided by God. Farrar, Straus and Giroux, p. 29.
  15. McGrath, Alister. 1998. Historical Theology, An Introduction to the History of Christian Thought. Oxford: Blackwell Publishers. pp. 214–215.
  16. Bornkamm, Heinrich (1962). "Toleranz. In der Geschichte des Christentums" [Tolerance. In the history of Christianity]. Die Religion in Geschichte und Gegenwart [Religion past and present] (په الماني ژبه کي). VI (الطبعة 3rd). col. 942. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hunter, William Bridges. A Milton Encyclopedia, Volume 8 (East Brunswick, N.J.: Associated University Presses, 1980). pp. 71–72. کينډۍ:ISBN.
  18. West 1996، ص. xv.
  19. Doherty 2007، ص. 26.
  20. Scott 2008.