انفرادي انارشیزم (وګړپال انارشیزم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انفرادي انارشیزم، د انارشیزم هغه څانګه ده، چې په فرد او دغه راز په بهرنیو ټاکونکو برخو لکه ډلو، ټولنو، دودونو او ایدیولوژیکي سیسټمونوباندې ټینګار کوي. که څه هم معمولاًله ټولنیز انارشیزم سره په تضاد کې دی، خو بیا هم دواړه انفرادي او ټولنیز انارشیزم دواړو یو بل اغیزمن کړي. د یوې اقتصادي نظریې متقابل پلوي په ځانګړي ډول یې انفرادي انارشیزماغېزمن کړی، چې آزادۍ یې د کمونیزم او مالکیت ترکیب بولي، ځینې وخت د انفرادي انارشیزم او ځینې وختد ټولنیز انارشیزم برخه ګڼل کیږي.ډېری انارکوکمونیستان ځانونه د رادیکال فردپلویان بولي او د فردي آزادۍ د تحقق لپاره انارکو کمونیزم تر ټولو غوره ټولنیز نظام ګڼي. له اقتصادي پلوه په داسې حال کې چې د اروپا انفرادي انارشیستان هغه کثرت پالونکي دي، چې له صفتونو او ترکیبي انارشیزم څخه پرته د انارکو کمونیست له اقتصادي بڼو نیولې تر متقابله انارشیزمپورې یې پلوي کوي.ډېری امریکایي انفرادي انارشیستان د متقابلیت پلوي کوي، یا د کلاسیک اقتصاد د بازار اړوند سوسیالیزم د لیبرتارین سوسیالیستي بڼه یا د ازاد بازار سوسیالیستي بڼه وي. انفرادي انارشیستان له داسې ملکیت سره مخالف دي، چې امتیازات ورکوي او استثمارګر وي اوپه دوه اړخیز اعتبار سره«د سرمایې اړوند استبداد - یعني مالکیت»د له منځه وړلو هڅه کوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

انفرادي انارشیزم په انارشیستي غورځنګ کې د څو بېلابېلو فکري دودونو او انفرادي فلسفې د یوې ډلې ښودونکی دی. په انفرادي انارشیزم باندې د لومړنیو اغیزو په ډله کې ویلیم ګادوین (فلسفی انارشیزم)، جوزیا وارن (د فرد حاکمیت)، ماکس ستیرنر(ځانپالنه)، لیساندر سپونر(طبیعي قانون)، پییر جوزف پرودون (متقابلیت), هینري دیویدثورو(انتقاليت)، هربرت سپینسر (د مساوي آزادۍ قانون) او انسمله بلګاریک (مدني نافرماني) شامل و. فردپالونکی انارشیزم په اروپا او متحده ایالاتو کې څرګند شو، چیرې چې د ۱۹مې ز پېړۍ نامتو انفرادي انارشیست بیجامین تاکر وویل، چې: «که فرد د خپل ځان د اداره کولو حق ولري، ټول بهرني حکومتونه ظالم او مستبد بلل کېږي».[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

په انارشیزم کې انفرادي انارشیزم په لومړۍ درجه کې یوه ادبي پدیده ده،حال دا چې ټولنیز انارشیزم د انارشیزم یوه غالبه بڼه ده، چې د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې له انارکو وروسته د انفرادي انارشیزم نه د توپیر په توګه راڅرګند شو. کمونیزم د یو غالب تمایل په توګه د ډله ییز انارشیزم ځایناستی شو. انفرادي انارشیزم د ځینو په وسیله د داسې انارشیستي څانګې په توګه تشریح شوی، چې د لیبرالیزم په وسیله ډېر اغیزمن شوی او ورسره تړلی دی (کلاسیک لیبرالیزم چې له کلاسیکو سیاسي اقتصاد پوهانو او د کار نظریې نه د پانګوالۍ ضد نظریې او سوسیالیستي اقتصاد مفاهم ترلاسه کوي) او دغه راز د لیبرالیزم د یوې برخې په توګه بیان شوی دی. د لیبرال یا لیبرال - سوسیالیست برخه د انارشیزم او لیبرالي سوسیالیزم د ډله ییز یا کمونیستي اړخ پر خلاف ده، او په دې توګه ډېری یې له دې وېش سره همغږينه دي. ټولنیز انارشیستان د ټول پالونکو یا جمع ګرا او کمونستي انارشيستانو په شمول انفرادي انارشيستان له سود او د سرمایه دارۍ اړوندو ګټو سره د مخالفت له امله سوسيالیستان او ازاد سوسیالیستان ګڼي. همدارنګه د انفرادیت – سوسیالیستي وېش نظریه هم د بحث وړ موضوع بلل کیږي، ځکه چې انفرادي انارشیزم په لویه کچه سوسیالسیتي دی او د غیر لاکي انفرادیت له امله هغه د انفرادي سوسیالیزم یوه بڼه ګڼلای شو، چې سوسیالیزم په کې شامل دی.انفرادي انارشیزم د ډېریو انارشیستي فکري مکتبونو بنسټ دی، چې نږدې په ټولو انارشیستي تمایلاتویې  اغېز لرلی او په ډېرو انارشیستي خبرو اترو کې یې ونډه لرلې ده. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

پییر جوزف پرودون[سمول]

پییر جوزف پرودون هغه لومړنی فیلسوف و، چې ځان یې د «انارشیست» په نامه یاد کړ. ځینې ​​​​پرودون یو انفرادي انارشیست ګڼي، حال دا چې ځینې نوريې یو ټولنیز انارشیست ګڼي. همدارنګه ځینې ​​مبصرین پرودون د انفرادي کنټرول پر ځای په لویو صنعتونو کې د غوره مشارکت او له امله د انفرادي انارشیست په توګه نه پیژني. سربېره پر دې هغه د ځینو امریکایی وګړپالونکو یا فردګرایانو په منځ کې ډېر اغېزمن و او ښه نفوذ یې درلود. په  ۱۸۴۰مه او ۱۸۵۰مه زېږدیزو لسیزو کې چارلس اندرسوندانااو ویلیم بېچلدر ګرین د پرودون اثار متحده ایالاتو ته معرفي کړل. ګرین د پرودون متقابل ګرایي د امریکا له شرایطو سره تطبیق او هغه یې بنیامین تاکر ته معرفي کړ.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

پرودون له داسې دولتي امتیازاتو سره مخالفو، چې د پانګوالۍ، بانکدارۍ او د ځمکنیو او دغه راز د ملکیت راټولولو یا استملاک (او هر ډول جبر، چې د دې لامل شي) له ګټو نه ساتنه کوي، ځکه چې د هغه په اند د سیالۍ مخه نیسي او شتمني د څو محدودو کسانو په لاس کې ساتي. پرودون د وګړود حق پلوی و، چې وګړي باید د خپل کار محصول د خپلې شتمنۍ په توګه وساتي؛ خو هغه په ​​​​دې باور و، چې هر هغه ملکیت چې یو کس یې تولیدوي،له هغه پرته هره اضافي شتمني او ملکیت لرل د یاد شخص لپاره غیرقانوني وي. له همدې امله هغه شخصي مالکیت هم د آزادۍ لپاره اړین ګڼه او هم یې د استبداد او ظلم لپاره یوه لارهګڼله. لومړی کله چې د کار له برکته وي او د کار لپاره لازم وي او دوهم کله چې د استثمار (سود، ګټه، اجاره او مالیه) لامل کېږي. هغه په عمومي توګه لومړنی یې «شتمني او جایداد» او وروستی یې «مال یا ملکیت»بلل. د لوی او ستر صنعت لپاره هغه د مزد لرونکي کار بدلولو لپاره د کارګرانو د اتحادیو ملاتړ وکړ او د ځمکې له مالکیت سره یې مخالفت وکړ.

پرودون په دې باور و، هغه کسان چې کار کوي خپل ټول تولیدات باید وساتي او په کریډیټ او ځمکو باندې انحصار شوې موارد هغه ځواکونه دي، چې دا ډول موارد منع کوي. هغه د داسې یو اقتصادي سیستم ملاتړ کاوه، چې شخصي ملکیت په کې د ملکیت او د تبادلې د بازار په توګه پرته له ګټې نه شامل و،چې هغه به متقابل ‌پالنه یا متقابلیت باله. دا د پرودون فلسفه ده چې د انارکو کمونیزم په پیل کې په ډېره واضح او ورښانه توګه د ژوزف دژاک په وسیله رد شوه او وروسته یې په مستقیم ډول پرودون ته په یوه لیک کې ولیکل، چې «دا د هغه د کار محصول نه دی، بلکې کارګر د هغه د اړتیاوو پوره کولو لپاره حق لري، که څه هم دا اړتیاوې هرڅه وي». پرودون انارکو کمونیست نه، بلکې یو وګړپال یا فردګرا شخص و او داسې يې ویل، چې: «کمونیزم.... په ذات او اساس کې همغه له ټولنې څخه انکار دی» او په ښکاره توګه یې اعلان وکړ، چې «مالکیت غلا ده» او په دې برخه کې د ځمکې د مالکیت حق ردولو ته اشاره کوي او وایي، چې هغه چا ته ورکول کېږي چې دا ځمکه نه کاروي.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

له فردي مالکیت او مبادله یي اقتصاد نه د پرودون د ملاتړ له امله پرودون څخه د دژاک او نورو له جلا کېدو وروسته، د وګړپالونکو یا انفرادیت غوښتونکو (چې د پروودون له فلسفې سرهنسبي همغږۍ ته دوام ورکړ) اوانارکوکمونیستانو ترمنځ اړیکې د بېلابېلو تضادونو او د همغږۍ اړوند تضادونو سره څرګندې شوې. د بېلګې په توګه، د تاکر په څېر فرد غوښتونکو (فردپلویانو) له یوې خوا د میخایل باکونین په څېرجمعیت غوښتونکو آثار ژباړلي او بیا یې خپاره کړي او له بلې خوا د جمعیت غوښتنې او کمونیزم اقتصادي اړخونه یې د انارشیستي ایدیولوژۍ له اړوندو ارمانونو سره د ناهمغږۍ په توګه رد کړي دي.

مېکس ستېرنر[سمول]

جوهان کاسپر سمېت، چې په مېکس ستېرنر (هغه مستعار نوم، چې په ماشومتوب کې د ښه فکر او پوهې له امله د المان ښوونځي کې ترلاسه کړی و) په نامه مشهور دی، یو المانی فیلسوف و، چې د ناهیلیزم، اګزیستانسیالیزم، پوسټ ماډرنیزم، انارشیزم او په ځانګړې توګه د انفرادي انارشیزم د ادبي سرلاروله ډلې څخه شمېرل کېږي. د ستېرنر اصلي اثر«Ego and Its Own» دی، چې د «Ego and His Own» په نامه هم یادیږي (په جرمني ژبه کې «Der Einzige und seinEigentum» چې په لفظي ډول د یوازیني یو شخص «The Only One» او د هغه دملکیت یا یو ځانګړی فرد او د هغه ملکیت «The Unique Individual and His Property» په توګه ژباړل کېږي. دا اثر په لومړي ځل په ۱۸۴۴ز کال په لیپزیک کې خپور شو او له هغه وخته را پدېخوا تر ننه پورې په ډېرو نسخو او بېلابېلو ژبو ژباړل شوی او خپور شوی دی[۴۹]

سرچينې[سمول]

  1. "What do I mean by individualism? I mean by individualism the moral doctrine which, relying on no dogma, no tradition, no external determination, appeals only to the individual conscience". Mini-Manual of Individualism by Han Ryner Archived 27 September 2011 at the Wayback Machine.
  2. "I do not admit anything except the existence of the individual, as a condition of his sovereignty. To say that the sovereignty of the individual is conditioned by Liberty is simply another way of saying that it is conditioned by itself. "Anarchism and the State" in Individual Liberty
  3. Proudhon, Pierre-Joseph (1840). What Is Property? An Inquiry into the Principle of Right and of Government. "Chapter V. Psychological Exposition of the Idea of Justice and Injustice, and a Determination of the Principle of Government and of Right". "This third form of society, the synthesis of communism and property, we call liberty".
  4. "Anarchism". The Encyclopedia Americana: A Library of Universal Knowledge 1. (1918). 624. OCLC 7308909. 
  5. Hamilton, Peter (1995). Émile Durkheim. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415110471. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Faguet, Émile (1970). Politicians & Moralists of the Nineteenth Century. Freeport: Books for Libraries Press. د کتاب پاڼې 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8369-1828-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bowen, James; Purkis, Jon (2004). Changing Anarchism: Anarchist Theory and Practice in a Global Age. Manchester University Press. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0719066948. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Knowles, Rob (Winter 2000). "Political Economy From Below: Communitarian Anarchism as a Neglected Discourse in Histories of Economic Thought". History of Economics Review. 31 (31): 30–47. doi:10.1080/10370196.2000.11733332. S2CID 141027974. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Baginki, Max (May 1907). "Stirner: The Ego and His Own". Mother Earth (2: 3). "Modern Communists are more individualistic than Stirner. To them, not merely religion, morality, family and State are spooks, but property also is no more than a spook, in whose name the individual is enslaved – and how enslaved! [...] Communism thus creates a basis for the liberty and Eigenheit of the individual. I am a Communist because I am an Individualist. Fully as heartily the Communists concur with Stirner when he puts the word take in place of demand – that leads to the dissolution of property, to expropriation. Individualism and Communism go hand in hand."; Novatore, Renzo (1924). "Towards the Creative Nothing"; Gray, Christopher (1974). Leaving the Twentieth Century. p. 88; Black, Bob (2010). "Nightmares of Reason". "[C]ommunism is the final fulfillment of individualism. [...] The apparent contradiction between individualism and communism rests on a misunderstanding of both. [...] Subjectivity is also objective: the individual really is subjective. It is nonsense to speak of "emphatically prioritizing the social over the individual," [...]. You may as well speak of prioritizing the chicken over the egg. Anarchy is a "method of individualization." It aims to combine the greatest individual development with the greatest communal unity".
  10. Kropotkin, Peter (1901). "Communism and Anarchy" Archived 2021-10-23 at the Wayback Machine.. "Communism is the one which guarantees the greatest amount of individual liberty – provided that the idea that begets the community be Liberty, Anarchy [...]. Communism guarantees economic freedom better than any other form of association, because it can guarantee wellbeing, even luxury, in return for a few hours of work instead of a day's work."; Truda, Dielo (1926). "Organisational Platform of the Libertarian Communists". "This other society will be libertarian communism, in which social solidarity and free individuality find their full expression, and in which these two ideas develop in perfect harmony."; "My Perspectives". Willful Disobedience (2: 12). "I see the dichotomies made between individualism and communism, individual revolt and class struggle, the struggle against human exploitation and the exploitation of nature as false dichotomies and feel that those who accept them are impoverishing their own critique and struggle."; Brown, L. Susan (2002). The Politics of Individualism. Black Rose Books; Brown, L. Susan (2 February 2011). "Does Work Really Work?".
  11. McKay, Iain, المحرر (2012) [2008]. An Anarchist FAQ. I/II. Stirling: AK Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1849351225. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. McKay, Iain, المحرر (2012) [2008]. "Appendix: Anarchism and 'anarcho'-capitalism". An Anarchist FAQ. I/II. Stirling: AK Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1849351225. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Charles A. Dana (1896). Proudhon and his "Bank of the People". New York: Benj. J. Tucker. د کتاب پاڼې 46. د لاسرسي‌نېټه January 30, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite SEP
  15. کينډۍ:Cite SEP
  16. "Paralelamente, al otro lado del atlántico, en el diferente contexto de una nación a medio hacer, los Estados Unidos, otros filósofos elaboraron un pensamiento individualista similar, aunque con sus propias especificidades. Henry David Thoreau (1817–1862), uno de los escritores próximos al movimiento de la filosofía trascendentalista, es uno de los más conocidos. Su obra más representativa es Walden, aparecida en 1854, aunque redactada entre 1845 y 1847, cuando Thoreau decide instalarse en el aislamiento de una cabaña en el bosque, y vivir en íntimo contacto con la naturaleza, en una vida de soledad y sobriedad. De esta experiencia, su filosofía trata de transmitirnos la idea que resulta necesario un retorno respetuoso a la naturaleza, y que la felicidad es sobre todo fruto de la riqueza interior y de la armonía de los individuos con el entorno natural. Muchos han visto en Thoreau a uno de los precursores del ecologismo y del anarquismo primitivista representado en la actualidad por Jonh Zerzan. Para George Woodcock, esta actitud puede estar también motivada por una cierta idea de resistencia al progreso y de rechazo al materialismo creciente que caracteriza la sociedad norteamericana de mediados de siglo XIX.""Voluntary non-submission. Spanish individualist anarchism during dictatorship and the second republic (1923–1938)" Archived July 23, 2011, at the Wayback Machine.
  17. Freeden, Michael. Ideologies and Political Theory: A Conceptual Approach. Oxford University Press. کينډۍ:ISBN. pp. 313–314
  18. George Woodcock, Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements. 1962
  19. Tucker, Benjamin (March 10, 1888). "State Socialism and Anarchism: How far they agree and wherein they differ". Liberty. 5 (120): 2–3, 6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Skirda, Alexandre (2002). Facing the Enemy: A History of Anarchist Organization from Proudhon to May 1968. AK Press. p. 191.
  21. Jennings, Jeremy (1993). "Anarchism". In Eatwell, Roger; Wright, Anthony (eds.). Contemporary Political Ideologies. London: Pinter. pp. 127–146. کينډۍ:ISBN. "[...] anarchism does not stand for the untrammelled freedom of the individual (as the 'anarcho-capitalists' appear to believe) but, as we have already seen, for the extension of individuality and community" (p. 143).
  22. Gay, Kathlyn; Gay, Martin (1999). Encyclopedia of Political Anarchy. ABC-CLIO. p. 15. کينډۍ:ISBN. "For many anarchists (of whatever persuasion), anarcho-capitalism is a contradictory term, since 'traditional' anarchists oppose capitalism".
  23. Morriss, Andrew (2008). "Anarcho-capitalism". In Hamowy, Ronald (ed.). The Encyclopedia of Libertarianism. Sage; Cato Institute. pp. 13–14. doi:10.4135/9781412965811.n8. کينډۍ:ISBN. کينډۍ:OCLC. "Social anarchists, those anarchists with communitarian leanings, are critical of anarcho-capitalism because it permits individuals to accumulate substantial power through markets and private property."
  24. Franks, Benjamin (August 2013). Freeden, Michael; Stears, Marc (المحررون). "Anarchism". The Oxford Handbook of Political Ideologies. Oxford University Press: 393–394. doi:10.1093/oxfordhb/9780199585977.013.0001. Individualisms that defend or reinforce hierarchical forms such as the economic-power relations of anarcho-capitalism [...] are incompatible with practices of social anarchism. [...] Increasingly, academic analysis has followed activist currents in rejecting the view that anarcho-capitalism has anything to do with social anarchism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. McKay, Iain, المحرر (2012). An Anarchist FAQ. II. Stirling: AK Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1849351225. No, far from it. Most anarchists in the late nineteenth century recognised communist-anarchism as a genuine form of anarchism and it quickly replaced collectivist anarchism as the dominant tendency. So few anarchists found the individualist solution to the social question or the attempts of some of them to excommunicate social anarchism from the movement convincing. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Boyd, Tony; Harrison, Kevin, eds. (2003). "Marxism and Anarchism". Understanding Political Ideas and Movements. Manchester University Press. p. 251. کينډۍ:ISBN.
  27. McKay, Iain, المحرر (2012). "Section G – Is Individualist Anarchism Capitalistic?". An Anarchist FAQ. II. Stirling: AK Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1849351225. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Carson, Kevin (2017). "Anarchism and Markets". In Jun, Nathan J. (2017). Brill's Companion to Anarchism and Philosophy. Brill. p. 81. کينډۍ:ISBN.
  29. McKay, Iain. An Anarchist FAQ. AK Press. Oakland. 2008. p. 59.
  30. Martin, James J. (1953). Men Against the State: the State the Expositors of Individualist Anarchism. Dekalb, Illinois: The Adrian Allen Associates.
  31. Tucker, Benjamin (1970). Liberty. Greenwood Reprint Corporation. 7–8. p. 26. "Liberty has always insisted that Individualism and Socialism are not antithetical terms; that, on the contrary, the most ... not of Socialist Anarchism against Individualist Anarchism, but of Communist Socialism against Individualist Socialism."
  32. Franks, Benjamin (August 2013). Freeden, Michael; Stears, Marc (المحررون). "Anarchism". The Oxford Handbook of Political Ideologies. Oxford University Press: 385–404. doi:10.1093/oxfordhb/9780199585977.013.0001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Wood, Ellen Meiksins (1972). Mind and Politics: An Approach to the Meaning of Liberal and Socialist Individualism. University of California Press. p. 7. کينډۍ:ISBN.
  34. "21st century dissent: Anarchism, anti-globalization and environmentalism" (PDF). Choice Reviews Online. 44 (10): 44–5863. 2007. doi:10.5860/choice.44-5863. hdl:10072/12679. S2CID 35607336. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۳ مارچ ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Mitzman, Arthur (1977). "Anarchism, Expressionism and Psychoanalysis". New German Critique (10): 77–104. doi:10.2307/487673. JSTOR 487673. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Anarchism", BBC Radio 4 program, In Our Time, Thursday December 7, 2006. Hosted by Melvyn Bragg of the BBC, with John Keane, Professor of Politics at University of Westminster, Ruth Kinna, Senior Lecturer in Politics at Loughborough University, and Peter Marshall, philosopher and historian.
  37. George Edward Rines, المحرر (1918). Encyclopedia Americana. New York: Encyclopedia Americana Corp. د کتاب پاڼې 624. OCLC 7308909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Hamilton, Peter (1995). Émile Durkheim. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415110475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Faguet, Émile (1970). Politicians & Moralists of the Nineteenth Century. Freeport: Books for Libraries Press. د کتاب پاڼې 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 0836918282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Bowen, James & Purkis, Jon. 2004. Changing Anarchism: Anarchist Theory and Practice in a Global Age. Manchester University Press. p. 24
  41. Knowles, Rob. "Political Economy from below : Communitarian Anarchism as a Neglected Discourse in Histories of Economic Thought". History of Economics Review, No.31 Winter 2000.
  42. Woodcock, George. Anarchism: A History of Libertarian Ideas and Movements, Broadview Press, 2004, p. 20
  43. Dana, Charles A. Proudhon and his "Bank of the People" Archived 2017-02-13 at the Wayback Machine. (1848).
  44. Tucker, Benjamin R., "On Picket Duty", Liberty (Not the Daughter but the Mother of Order) (1881–1908); 5 January 1889; 6, 10; APS Online p. 1
  45. George Edward Rines, المحرر (1918). Encyclopedia Americana. New York: Encyclopedia Americana Corp. د کتاب پاڼې 624. OCLC 7308909. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Hamilton, Peter (1995). Émile Durkheim. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 79. د کتاب نړيواله کره شمېره 0415110475. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Faguet, Émile (1970). Politicians & Moralists of the Nineteenth Century. Freeport: Books for Libraries Press. د کتاب پاڼې 147. د کتاب نړيواله کره شمېره 0836918282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Proudhon, Pierre-Joseph. The Philosophy of Misery: The Evolution of Capitalism. BiblioBazaar, LLC (2006). کينډۍ:ISBN p. 217
  49. Moggach, Douglas. The New Hegelians. Cambridge University Press. p. 177.