درېیمه لار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

درېیمه لار، د مرکزیت غوښتنې یا سنتریزم په څېر یو سیاسي درېځ دی، چې هڅه کوي د ځینو مرکزي - کیڼ اړخو ټولنیزو پالیسیو او د مرکزي – ښي اړخو اقتصادي پلت فارمونو د بېلابېلو ترکیبونو په ملاتړ سره ښي اړخي او کیڼ اړخي سیاستونه له یو بل سره پخلا او همغږي کړي. درېیمه لار د دولت د اقتصادي وړتیا او دغه راز اقتصادي لاسوهنو د اړوندو سیاستونو څخه د ډېرې کارونې په هکله د شک په ځواب کې رامنځته شوه، چې له مرکزي تر منځني کین اړخ پورې د بېلابېلو مترقي غورځنګونو په دننه کې د سیاسي پالیسیو د بیا ارزونې په توګه رامنځته شوې وه او مخکې یې هم د کینزیزم په وسیله وده کړې وه، خو په هغه وخت کې د نوي لیبرالیزم او نوي ښي اړخ د محبوبیت له زیاتوالي سره په تضاد کې و، چې د ۱۹۷۰مې ز لسیزې په وروستیو او د ۱۹۸۰مې ز لسیزې په لړ کې پیل شو. درېیمه لار د سوسیال لیبرالي او سوسیال ډیموکراتیکي ګوندونو په وسیله ترویج شوې ده. په متحده ایالاتو کې، د درېیمې لارې یو اصلي او مخکښ ملاتړی د دې هېواد ۴۲م ولسمشمر بل کلنټون و، چې له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۱ ز کاله پورې واکمن و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

په انګلستان کې، د درېیمې لارې سوسیال دیموکرات پلوی توني بلېیر ادعا وکړه، چې د هغه د ملاتړ اړوند سوسیالیزم د سوسیالیزم له دودیزو مفاهیمو نه توپیر لري، او ویې ویل:«زما ډول سوسیالیزم د هغو ارزښتونو یوه ټولګه ده، چې د ټولنیز عدالت اړوندو مفاهیمو پر بنسټ ولاړ دی... سوسیالیزم د اقتصادي جبر د یوې سختې بڼې په توګه او په سم شکل سره پای ته رسیدلی دی». بلېیر هغه د «سوسیالیزم» په نامه یاد کړی اوهغه سیاست په کې شامل دی، چې وګړي یې په ټولنیز ډول له یو بل سره تړلي پېژندلي او د ټولنیز عدالت، ټولنیز یووالي، د هر وګړي لپاره مساوي ارزښت او مساوي فرصتونو ملاتړ کوي. د درېیمې لارې سوسیال - دیموکراتیک تیوریسن انتوني ګیدنز ویلي، چې: درېیمه لار، د سوسیالیزم دولتي سوسیالیستي نظریه او مفهوم ردوي او د هغه پرځای د سوسیالیزم هغه نظریه مني، چې د انتوني کراسلیند په وسیله د اخلاقي نظریې په توګه بلل کیږي اوسوسیال دیموکراتیک حکومتونه د متداوم اخلاقي سوسیالیزم په توګه بولي. د ټولنیزې هوساینې او نورو پالیسیو په چمتو کولو او دغه راز د سرمایه دارۍ د غیر عادلانه عناصرو په له منځه وړلو سره معاصر سوسیالیزم د تولید د یوې طریقې په توګه د سرمایه دارۍ د له منځه وړلو اړتیا لپاره د مارکسیزم ادعا ته وده ورکړه. په ۲۰۰۹ز کال کې بلېیر په ښکاره توګه، له«نوې سرمایه دارۍ»نه خپل ملاتړ اعلان کړ.[۷][۸][۹][۱۰]

درېیمه لار، په ټولنه کې د لا ډېرې برابرۍ غوښتنې د تعقیب ملاتړ کوي، ترڅو د مهارتونو، وړتیاوو او تولیدي امتیازاتو توزیع کولو او وېش ته وده ورکړي. دغه راز په ورته وخت کې دې موخې ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه د عوایدو بیا توزیع کول ردوي. متوازنې بودیجې ته په ژمنتیا ټینګار کوي، همدارنګه د مساوي فرصتونو په چمتو کولو هم ټینګار کوي، چې له شخصي مسؤلیت سره یوځای کیږي او دغه راز تر نهایي حده ټیټې کچې ته د دولتي واک غیرمرکز کولو، د دولتي او خصوصي مشارکتونو په وده او هڅولو، د کاري ځواک د وړاندې کولو په ښه والي، د بشري پراختیا په برخه کې په پانګونې او د ټولنیزې سرمایې او چاپېریال په ساتنې او پراختیا هم ټینګار کوي. په دې توګه، د درېیمې لارې اړوندو پالیسو په اړه ځانګړي تعریفونه ښایي، د اروپا او امریکا تر منځ ډېر توپیر ولري. [۱۱][۱۲]

درېیمه لار، د نورو ټولنیزو ډیموکراتانو او دغه راز د انارشیستانو، کمونستانو او په ځانګړي توګه د دیموکراتیکو سوسیالیستانو په وسیله له کیڼ اړخو ارزښتونو سره د خیانت په توګه تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده، چې د نوي لیبرال غورځنګ ځینې شنونکي بیا درېیمه لاره په اغیزمنه توګه مشخصوي. درېیمه لار د ځینو محافظه کارانو، کلاسیکو لیبرالانو او هغو آزادۍ غوښتونکو په وسیله هم تر نیوکو لاندې راغلې چې د آزادانه سرمایه دارۍ دفاع کوي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بیاکتنه[سمول]

سرچینه[سمول]

درېیمه لار، د یوې اصطلاح په توګه، په تیرو څو پیړیو کې د بېلابېلو سیاسي بهیرونو او ایدیولوژیو د تشرېح او بیانولو لپاره کارول شوې ده. دا ایدیولوژۍ او نظریات د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د پرمختګ کوونکو په وسیله پلي شوو. دا اصطلاح په ۱۹۵۰مه ز لسیزه کې یو ځل بیا د المان د اوردو لیبرالي اقتصاد پوهانو، لکه: ویلهلم روپک په وسیله وکارول شوه، چې په پایله کې د ټولنیز بازار اقتصاد اړوند مفهوم د پراختیا لامل شوه. روپک (Röpke) بیا وروسته له دې اصطلاح څخه ځان لرې کړ او د ټولنیز بازار اقتصاد یې د آزاد بازار اړوند اقتصاد د پرمختګ په معنا کې د لومړنۍ لارې په توګه راوست. [۲۳][۲۴]

د ۱۹۶۸ز کال د پراګ د پسرلي په لړکې د اوتاشیک په نامه اصلاح غوښتونکي اقتصاد پوه په هېواد کې د سیاسي لیبرالي کولو او ډیموکراتي کولو د یوې برخې په توګه د درېیمې لارې اقتصادي اصلاحاتو وړاندیز وکړ. په تاریخي شرایطو کې د ټولنیزې حساسي سرمایه دارۍ په پرتله دا ډول وړاندیزونه د لیبرالي کولو مرکزي پلان شوي اقتصاد په توګه ښه تشریح کېږي، د ټولنیزې حساسي سرمایه دارۍ هغه برخه ده، چې په غربي نړۍ کې د درېیمې لارې سیاستونه د هغه په وسیله پېژندل کېږي. په ۱۹۷۰یمه او ۱۹۸۰یمه ز لسیزو کې د ایټالیا د کمونست ګوند مشر، اینریکو برلینګوئرد داسې یو لیدلوري ملاتړ وکړ، چې سوسیالیستي ټولنه د ریښتینې سوسیالیزم په پرتله ډېره تکثرپالونکې وه، چې په عمومي توګه د رسمي کمونیستي ګوندونو په وسیله یې ملاتړ کېده، حال دا چې له اقتصادي پلوه له سوسیال دموکراسۍ نه مناسب لیدلوری و. دا په کمونیستي غورځنګ کې د یوروکمونیزم د پراخ تمایل یوه برخه وه او دغه راز له مسیحي ډیموکراتانو سره د برلینګویر د تاریخي جوړجاړي د تعقیب لپاره یې یو نظري بنسټ برابر کړ.[۲۵]

هارولد مک میلان، چې له ۱۹۵۷ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کاله پورې، د بریټانیا صدراعلظم و، هغه د خپل حکومت فلسفه د هغه څه پر بنسټ تنظیم کړې وه، چې ‎په ۱۹۳۸ز کال کې یې د منځنۍ لار په نامه خپل کتاب کې خلاصه کړې وه. [۲۶]

معاصره کارونه / استعمال[سمول]

د درېیمې لارې سیاست د انتوني ګیدنز په آثارو،لکه: د عصريتوب پایلې (۱۹۹۰ز)، عصریت او ځان پیژندنه (۱۹۹۱ز)، د خواخوږۍ بدلون (۱۹۹۲ز)، د کیڼ او ښي اړخونو بهیر (۱۹۹۴ز کال) او سوسیال ډیموکراسي (۱۹۹۸ز) کې د درېیمې لار نوي کېدل لیدل کیږي. ګیدنز د کیڼ او ښي اړخونو بهیر په اثر کې د بازار سوسیالیزم نقد کوي او د بیا جوړ شوي رادیکالي سیاست لپاره یو شپږ بنسټ لرونکی چوکاټ جوړوي، چې لاندې ارزښتونه په کې شامل دي:[۲۷][۲۸]

  1. د زیانمن شوي پیوستون بیارغونه کوي.
  2. د ژوند اړوند سیاست مرکزيت تشخیصوي.
  3. دا ومنئ چې فعال باور تولیدي سیاست ته اړتیا لري.
  4. ایډیالوژیکي دیموکراسي خپله کړئ.
  5. د هوسا دولت په اړه بیا فکر وکړئ.
  6. له تاوتریخوالی سره مقابله وکړئ.

په درېیمه لارکې ګیدنز هغه چوکاټ وړاندې کوي، چې په هغه کې درېیمه لار توجیه کېږي، چې ګیدنز یې د رادیکال مرکز په نامه هم یادوي. سربېره پر دې، دا اثر د سیاسي وړاندیزونو یوه پراخه لړۍ وړاندې کوي، چې موخه یې د هغه څه ارایه کول دي، چې ګیدنز یې د بریتانیا په سیاست کې «پرمختللی مرکزي– کیڼ اړخ» بولي.[۲۹]

بېل کلینتون په ۱۹۹۲ ز کال کې د جمهوري ریاست لپاره د خپلو ټاکنیزو مبارزاتو په لړ کې د درېیمې لارې اړوند نظریاتو نه ملاتړ وکړ.[۳۰]

درېیمهلار داسې تعریف شوې ده:

د لیبرالي سرمایه دارۍ جلا او ځانګړي موارد په آزاد بازار او ډیموکراتیک سوسیالیزم باندې په سخت  باور سره د غوښتنو په مدیریت او له دولت سره د لېوالتیا په برخه کې توپیر لري. درېیمه لار د ودې، تشبث، پانګونې او شتمنۍ د رامنځته کولو په ګټه ده، خو تر ډېره په لوړه کچه د ټولنیز عدالت په ګټه هم ده او د دې برخې په عملي کېدو کې دولت اساسي رول لوبوي. له همدې امله LSE څخه د انتوني ګیدنز په وینا: درېیمه لارله پورته څخه ښکته لور ته سوسیالیزم ردوي، لکه څنګه چې نوی دودیز لیبرالیزم ردوي.[۳۱][۳۲]

درېیمه لار، د خپلو پلویانو په وسیله یې د سرمایه دارۍ او هغه څه لپاره چې درېیمه لار د سوسیالیزم د دودیزو بڼو په توګه بولي، لکه د مارکسیستي او دولتي سوسیالیزم لپاره د یو الترناتیو «مرکزیت اړوند رادیکال» په توګه ملاتړ کېږي. دا سازمان د اخلاقي سوسیالیزم، اصلاحاتو او تدریج پلوۍ ملاتړ کوي، چې د پانګونې د بشري کولو، مختلط اقتصاد، سیاسي کثرت پلوي او د لیبرالي ډیموکراسۍ ملاتړ کول په کې شامل دي. [۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. Bobbio, Norberto; Cameron, Allan (1997).Left and Right: The Significance of A Political Distinction. University of Chicago Press. p. 8. کينډۍ:ISBN. کينډۍ:ISBN.
  2. (په 27 September 1999 باندې). BBC News — UK Politics — What is the Third Way?. BBC News.
  3. Edsall, Thomas B. (28 June 1998). "Clinton and Blair Envision a 'Third Way' International Movement". The Washington Post. p. A24. Retrieved 19 July 2020.
  4. Whyman, Philip (2005). Third Way Economics: Theory and Evaluation. Springer. کينډۍ:ISBN.
  5. Richardson, James L. (2001). Contending Liberalisms in World Politics: Ideology and Power. Lynne Rienner Publishers. p. 194.
  6. Lewis, Jane; Surender, Rebecca (2004). Welfare State Change: Towards a Third Way? Oxford University Press. pp. 3–4, 16.
  7. Hastings, Adrian; Mason, Alistair; Pyper, Hugh (2000). The Oxford Companion to Christian Thought. Oxford University Press. p. 677.
  8. Freeden, Micharl (2004). Liberal Languages: Ideological Imaginations and Twentieth-Century Progressive Thought. Princeton University Press. p. 198.
  9. Giddens, Anthony (1998). Beyond Left and Right: The Future of Radical Politics. Cambridge, England, United Kingdom: Polity Press. pp. 71–72.
  10. "Speech by Tony Blair at the 'New world, new capitalism' conference". Tony Blair Office. د اصلي آرشيف څخه پر 10 مارچ 2013 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lewis, Jane; Surender, Rebecca (2004). Welfare State Change: Towards a Third Way? Oxford University Press. p. 4.
  12. Rosenau, Pauline Vaillancourt (2003). The Competition Paradigm: America's Romance with Conflict, Contest, and Commerce. Lanham, Maryland, United States; Oxford, England, United Kingdom: Rowman & Littlefield Publishers, Inc. p. 209.
  13. Black, Bill (28 March 2013). "Gender Wage Gap is Shrinking - Male Wages are Going Down" Archived 9 July 2017 at the Wayback Machine.. The Real News Network. Retrieved 31 March 2013.
  14. Black, Bill (10 January 2013). "Third Way's" "Fresh Thinking": The EU Is Our Model for Austerity". The Huffington Post. Retrieved 10 January 2013.
  15. Black, Bill (3 March 2013). "Seriously? New York Times Calls Wall Street Front Group "Center-Left" Archived 15 August 2018 at the Wayback Machine.. AlterNet. Retrieved 3 March 2013.
  16. Barrientos, Armando; Powell, Martin (2004). "The Route Map of the Third Way". In Hale, Sarah; Leggett, Will; Martell, Luke (eds.). The Third Way and Beyond: Criticisms, Futures and Alternatives. Manchester University Press. pp. 9–26. کينډۍ:ISBN.
  17. Romano, Flavio (2006). Clinton and Blair: The Political Economy of the Third Way. Routledge Frontiers of Political Economy. 75. London: Routledge. کينډۍ:ISBN.
  18. Hinnfors, Jonas (2006). Reinterpreting Social Democracy: A History of Stability in the British Labour Party and Swedish Social Democratic Party. Critical Labour Movement Studies. Manchester University Press. کينډۍ:ISBN.
  19. Lafontaine, Oskar (2009). Left Parties Everywhere?. Socialist Renewal. Nottingham, England: Spokesman Books. کينډۍ:ISBN.
  20. Corfe, Robert (2010). The Future of Politics: With the Demise of the Left/Right Confrontational System. Bury St Edmunds, England: Arena Books. کينډۍ:ISBN.
  21. Bashan, Patrick (5 November 2002). "Is the Third Way at a Dead End?". Cato Institute. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Veal, A. J. (2010). Leisure, Sport and Tourism, Politics, Policy and Planning. د کتاب پاڼي 34–35. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781845935238. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Romano, Flavio (2006). Clinton and Blair: The Political Economy of the Third Way. Routledge Frontiers of Political Economy. 75. London: Routledge. p. 2. کينډۍ:ISBN.
  24. Röpke, Wilhelm (1951). Die Lehre von der Wirtschaft, Erlenbach-Zürich (in German). pp. 56–59.
  25. کينډۍ:Cite magazine
  26. Macmillan, Harold (1938). The Middle Way: A Study of the Problem of Economic and Social Progress in a Free and Democratic Society. London: Random House.
  27. Bryant, Christopher G. A.; Jary, David (2003), "Anthony Giddens", in Ritzer, George (المحرر), The Blackwell Companion to Major Contemporary Social Theorists, Malden, Massachusetts Oxford: Blackwell, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405105958 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Bryant, Christopher G. A.; Jary, David (2003). "Anthony Giddens". Chapter 10. Anthony Giddens. Wiley. د کتاب پاڼي 247–273. doi:10.1002/9780470999912.ch11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780470999912. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Extract.
  29. Giddens, Anthony (1998). The Third Way: The Renewal of Social Democracy. Polity Press, pp. 44–46. کينډۍ:ISBN
  30. Kelly, Michael (26 September 1992). "The 1992 Campaign: The Democrats; Clinton Says He's Not Leaning Left but Taking a New 'Third Way'". The New York Times. p. 7. Retrieved 10 July 2020.
  31. Arora, N. D. (2010). Political Science for Civil Services Main Examination. Tata McGraw-Hill Education. pp. 9, 22.
  32. (په 27 September 1999 باندې). BBC News — UK Politics — What is the Third Way?. BBC News.
  33. Arora, N. D. (2010). Political Science for Civil Services Main Examination. Tata McGraw-Hill Education. pp. 9, 22.