د کمونيزم ضد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د کمونيزم ضد( anti-communism)، د کمونيزم يوه سياسي او نظرياتي مخالفه نظريه ده. د کمونيزم ضد منظمه نظريه په روسيه کې د ز کال د اکتوبر اوښتون څخه وروسته رامنځته شوه او د سړې جګړې پر مهال هغه وخت نړيوالو اړخونو (بعدونو) ته ورسېده، چې متحده ايالتونه او شوروي اتحاد په کې يوې پياوړې سيالۍ کې بوخت شول. د کمونیزم ضد يا انټي کمونيزم د هغو خوځښتونو يو عنصر دی، چې د محافظه کارۍ، فاشيزم، ليبراليزم، نشنلېزم يا ملت پالنې، ټولنيزې ولسواکۍ، ازاد فکرۍ او د سټالين پلوي کين اړخو ضد (anti-Stalinist left) په ګډون بېلابېل سياسي درېځونه لري. «د کمونيزم ضد» په فلسفه کې، د ګڼو مذهبي ډلو له لوري او ادبياتو کې هم څرګند شوی دی. د کمونيزم ضد ځيني نامتو پلويان ادعا کوي، چې دوی پخواني کمونيستان وو. د کمونيزم ضد د هغو خوځښتونو تر منځ هم څرګند و، چې د کمونيستي حکومتولۍ ټينګار يې کاوه.

هغه لومړنی سازمان چې په مشخص ډول د کمونيزم مخالفت کولو لپاره ځانګړی شوی و، د روسيې سپين خوځښت (White movement) و چې د روسيې په کورنۍ جګړه کې يې (په ۱۹۱۸ کې پيل شوه) د نوي رامنځته شوي بلشويک حکومت پر وړاندې جګړه وکړه. ځينو متحدو باندينيو حکومتونو د سپين خوځښت فوځي ملاتړ کاوه، چې د کمونيزم ضد لومړنۍ بېلګه يې د حکومت د يو سياست په توګه وړاندې کړه. سره له دې هم سور فوځ سپين خوځښت ته ماته ورکړه او په ۱۹۲۲ کې شوروي اتحاد جوړ شو. د شوروي اتحاد د شتون په موده کې د کمونيزم ضد خوځښت په ټوله نړۍ کې د زياتو بېلابېلو سياسي خوځښتونو او حکومتونو يوه مهمه بڼه شوه.

په متحده ايالتونو کې د کمونيزم ضد (Anti-communism) د ۱۹۲۰-۱۹۱۹ ز کلونه لومړني سور ټپ (First Red Scare) پر مهال څرګندوالي يا لوړوالي ته ورسېد. د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ز لسيزو تر منځ په اروپا کې د کمونيزم پر وړاندې مخالفت د محافظه کارانو، فاشستانو، ليبرالانو او ټولنيزو ديموکراتانو له لورې پرمختګ وکړ. فاشستي حکومتونه په ۱۹۳۰ ز لسيزه کې د کمونيزم د سترو سيالانو په توګه څرګندوالي (شهرت ته ورسېدل. په ۱۹۳۶ ز کال کې په بنسټيز ډول د نازي المان او جاپان سترواکۍ تر منځ د Anti Comintern Pact [د کمونيزم ضد تړون] د کمونيزم ضد اتحاد په توګه جوړ شو. په اسيا کې د جاپاني سترواکي او Kuomintang (د چين ملتپال ګوند) په دې دوره کې د کمونيست ضد سرلاري وو. [۱]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د شوروي کمونيستي اتحاد د سترو متحدو ملتونو څخه و، چې د محور قدرتونو پر وړاندې جنګېده. د دويمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدلو څخه لږ وروسته د مارکس او لېنن پلوي شوروي اتحاد او ليبرال او پانګه وال پلوي متحده ايالتونو تر منځ سيالي د سړې جګړې لامل شوه. د دې دورې پر مهال د متحده ايالتونو حکومت د رانغاړلو (containment) سياست د برخې په توګه د کمونيزم خلاف نړيوال ملاتړ کې مخکښه ونډه ولوبوله. د چين د کورنۍ جګړې (Chinese Civil War)، د کوريا جګړې (Korean War)، د ماله د اوسېدونکو راپورته کېدنې (Malayan Emergency)، د ويتنام جګړې (Vietnam War)، د شوروي او افغان جګړې (Soviet–Afghan War) او د ټپوس عملياتو (Operation Condor) په ګډون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کمونيستانو او کمونيست ضد وګړو تر منځ نظامي شخړې وشوې. ناټو په ۱۹۴۹ ز کال کې د کمونيست ضد يو نظامي اتحاد په توګه رامنځته شوه او د سړې جګړې په اوږدو کې يې دوام وکړ. [۲]

د ۱۹۸۹ ز کال اوښتونونو او په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوري اتحاد له ړنګېدلو څخه وروسته د نړۍ زياتره کمونيستي حکومتونه له منځه لاړل او سړه جګړه پای ته ورسېده. سره له دې د کمونيزم ضد د زياتو معاصرو سياسي خوځښتونو د يو مهم فکري عنصر په توګه دی. د کمونيزم ضد تنظيم شوي خوځښتونه د چين د خلکو جمهوريت او نورو کمونيستي ولسونو په مخالفت کې پاتې دي.

د کمونيست خلاف خوځښتونه[سمول]

د کمونيزم ضد کين اړخي[سمول]

د مارکس او لينن پلوي درېيم نړيوال (Third International) د رامنځته کولو په موخه له سوسياليستي دویم نړيوال (Second International) څخه د کمونيست ګوندونو د وېش راهيسې، ټولنيز ديموکراتان د خپلواکۍ خلاف خپلې نظريې له امله پر کمونيزم باندې نيوکه کوونکي دي. د مارکس او لېنن پلويو د کين اړخو نيوکه کوونکو بېلګې Friedrich Ebert, Boris Souvarine, George Orwell, Bayard Rustin, Irving Howe او Max Shachtman دي. د امريکا د کار اتحاديه (American Federation of Labor) تل په غښتلي ډول د کمونيزم ضد ده. د صنعتي ادارو زيات کين اړخي کانګرس (Congress of Industrial Organizations) خپل کمونيستان په ۱۹۴۷ کې پاک کړل او له همغه وخت راهيسې، د کمونيزم پياوړی خلاف دی. په بریتانيا کې کارګر ګوند (Labour Party) په ۱۹۳۰ز لسيزه کې په خپلو ليکو کې د نفوذ کولو او د سيمه یيزو وګړو د اداره کولو په موخه په کلک ډول د کمونيست مخنيوی وکړ. د کارګر ګوند د کمونيست ضد يو ګوند شو او د کارګرانو لومړی وزير Clement Attlee د ناټو يو پياوړی ملاتړی و. [۳][۴][۵]

لیبرال[سمول]

د کمونيست په سياست يا تګلاره (The Communist Manifesto) کې کارل مارکس (Karl Marx) اوفریدریک انګلس( Friedrich Engels ) د لږ وخت لپاره ځيني لنډمهالي معيارونه په ګوته کړل، چې د کمونيزم پر لور ګامونه کېدلی شي. دوی څرګنده کړه، چې:«دا معيارونه به په رښتيا سره په بېلابېلو هېوادونو کې بېلابېل وي. سره له دې په زياتره پرمختللو هېوادونو کې به يې منونکي په عمومي ډول ښه د پلي کولو وړ وي». Ludwig von Mises پورتنۍ وينا، د خاورې د بيا وېش او توليد په موخه د «لس ټکو پلان» په توګه بيانوي او استدلال کوي، چې د بيا وېش لومړنۍ او اوسنۍ بڼې په زور حکومت کول يا سيده فشار رامنځته کوي. د مارکس «د لس ټکو پلان» او د اعلاميې پاتې برخې هيڅ يو هم په دې اړه کوم څه ونه ويل، چې د پلان د پلي کولو حق د چا دی. ميلټن فريدمېن (Milton Friedman) بحث کوي چې: د وړيا اقتصادي فعاليت نه شتون د ځپونکو سياسي مشرانو لپاره دا خورا اسانه کوي، چې ځانونه ته تيری کوونکی قدرت ورکړي. د فريدمېن نظريه د Friedrich Hayek او John Maynard Keynes له لورې هم خپره شوه، چې دوی دواړه باورمن وو، چې د پانګه والۍ اقتصادي نظام (capitalism) د ژوندي پاتې کېدلو او ښېرازه کېدلو په موخه د خپلواکۍ لپاره زيات ارزښت لرونکی دی. [۶][۷][۸][۹]

د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای کې خپلواکو نړيوالو پوهانو (liberal internationalists) د بلشويک نظام پر وړاندې يوه لومړنۍ مخالفه ډله يا اپوزيسيون رامنځته کړ، چې دوی يې له جرمني سره د سولې په نوم د جګړې د هڅې چل وګاڼه او ورپسې د شوروي اتحاد پورې تړل شويو برخو خپله خپلواکي (د خپل برخليک ټاکنې حق) له لاسه ورکړ. له ۱۹۲۲ ز کال څخه راوروسته په USSR کې د سټالين پلوې ښکاره محکمو او د فشارونو پوهې د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې د کمونيست خلاف يو خپلواک (ليبرال) اجماع لامل شوه، چې په لنډمهالي ډول يې شوروي اتحاد سره د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال اتحاد ته لاره هواره کړه. تاريخپوه Richard Powers د دې دورې پر مهال د کمونیزم ضد دوه اصلي بڼې يو له بل څخه بېلوي، چې يوه يې ليبرال انټي کمونيسټ (liberal anti-communism) او بله يې د ورانۍ کمونيزم ضد (countersubversive anti-communism) ده. نوموړي بحث کوي چې د ورانۍ کمونيزم ضد پر ښي اړخي ګوند باندې له دويمې نړيوالې جګړې څخه د مخکې ګوښه کېدنې غوښتونکي دود څخه تر لاسه شوی دی. د ليبرال کمونيزم مخالفينو باور درلود، چې سياسي مناظره د دې لپاره بس وه، چې کمونيستان د خاين او بې مناسبه په توګه څرګند کړي، په داسې حال کې چې د ورانۍ خلاف انټي کمونيستان باورمند وو، چې کمونيستان بايد تر اغېزې لاندې راوستل شي او سزاورکړل شي. [۱۰]

د سړې جګړې ليبرالانو د کارکوونکو د اتحاديو، د مدني حقونو د خوځښت (Civil Rights Movement) پر وړاندې د مبارزې (War on Poverty) ملاتړ وکړ او په ورته وخت کې يې د هغه څه مخالفت وکړ، چې دوی له هېواده د باندې کمونيستي ټولواکي ګڼله. په دې ډول، دوی د شوروي کمونيزم او د کمونيزم د نورو بڼو د مخنيوي د هڅو ملاتړ وکړ. [۱۱]

ولسمشر هري ترومن (Harry Truman) د شوروي پراختيا د مخنيوي په موخه د ترومن اصول (Truman Doctrine) جوړ کړل. نوموړي همدا راز له Joseph McCarthy څخه چې «د کرملين تر ټولو ستره شتمني ده» وغوښتل، چې، د متحده ايالتونو دوه ډله یيز باندينی سياست ووېشي. Liberal anti-communists لکه Edward Shils او Daniel Moynihan د McCarthyism څخه کرکه لرله. لکه څرنګه چې Moynihan څرګنده کړه: «McCarthy پر وړاندې غبرګون د کمونيزم خلاف عصري بڼه خپله کړه، چې د کمونيزم له لوري پر لويديځ امنيت او ارزښتونو باندې تپل شوی هر رښتينی ګواښ يې بې ځايه ګڼلی دی». [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite encyclopaedia
  2. "Allied powers". Encyclopædia Britannica. 
  3. Harvey A. Levenstein, Communism, anti-communism, and the CIO (1981).
  4. Markku Ruotsila, British and American Anti-communism Before the Cold War (2001).
  5. Paul Corthorn and Jonathan Davis (2007). British Labour Party and the Wider World: Domestic Politics, Internationalism and Foreign Policy. I.B. Tauris. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780857711113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Von Mises, Ludwig (1949). Human Action.
  7. Potichnyj, Peter J.; Zacek, Jane Shapiro (1983). Politics and Participation under Communist Rule.
  8. Hayek, Friedrich (1944). The Road to Serfdom. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-32061-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bellamy, Richard (2003). The Cambridge History of Twentieth-Century Political Thought. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 60. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-56354-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Powers, Richard Gid (1998). Not without honor : the history of American anticommunism. New Haven: Yale University Press. د کتاب پاڼي 12–17, 141–142, 214. OCLC 39245533. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-300-07470-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Müller, Jan-Werner. "What Cold War Liberalism Can Teach Us Today". The New York Review of Books (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "President Harry S. Truman Responds to Senator Joseph R. McCarthy's Accusations of Disloyalty". historymatters.gmu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Moynihan, Daniel Patrick (1998). Secrecy: The American Experience. Yale University Press. د کتاب پاڼي 15–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-08079-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Conference Report: "Western integration, German unification and the Cold War – The Adenauer Era in perspective | Wilson Center". www.wilsoncenter.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)