مارکی دو کندورسه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماري ژان آنتوان نیکلا دوکاریتات یا مارکی دوکندرسه (په فرانسوي ژبه: [maʁi ʒɑ̃ ɑ̃twan nikɔla də kaʁita maʁki də kɔ̃dɔʁsɛ]؛ ۱۷ سپټمبر ۱۷۴۳ – ۲۹ مارچ ۱۷۹۴ زکال) چې د نیکولاس دو کندروسه په نوم پېژندل کېږي، فرانسوي فیلسوف او ریاضي پوه و. د هغه په عقایدو کې له لیبرال اقتصاد، آزادو او مساوي عمومي زده کړو، د اساسي قانون پر بنسټ حکومت او ښځو او ټولو نژادونو ته د اړوندو مساوي حقونو څخه ملاتړ شاملېږي چې د روڼ آندۍ د دورې ارمانونه څرګندوي چې هغه «وروستی شاهد» او د روڼ آندۍ عقل پالنه (Enlightenment rationalism) بولي. نوموړی د فرانسې له انقلابي چارواکو څخه له تېښتې وروسته په بند کې مړ شو. [۱]

کې کندروسه د[سمول]

په ۱۷۷۴ زکال کې کندروسه د تورګوت له خوا د پاریس د ضراب خانې (سکې او مډالونو جوړولو اداره) سرمفتش وټاکل شول. له دغه ځای وروسته کندورسه خپل تمرکز یوازې له ریاضي څخه فلسفي او سیاسي مسائلو ته هم واړوه. په راتلونکو کلونو کې هغه په عامه توګه له بشري حقونو او په ځانګړې توګه د مېرمنو او تورپوستو له حقونو دفاع وکړه (د غلامۍ د یو ضد کس په توګه، هغه په ۱۸۷۰ مه لسیزه کې د تور پوستو د ملګرو په نامه ټولنه (Society of the Friends of the Blacks) کې فعال شو). هغه په متحده ایالاتو کې له نوو رامنځته شوو باورونو ملاتړ وکړ او د فرانسې د بدلون لپاره یې د سیاسي، اداري او اقتصادي اصلاحي پروژو ملاتړ وکړ. [۲]

په ۱۷۷۶ زکال کې، تورګو د عمومي کنټرولر له څوکۍ ګوښه شو؛ له همدې امله کندورسه د ضراب خانې له سر مفتشیت څخه خپله استعفا وړاندې کړه خو استعفا یې رده شوه او تر ۱۷۹۱ زکال پورې یې په دغه څوکۍ خدمت ته دوام ورکړ. کندورسه وروسته د Vie de M. Turgot په نامه (۱۷۸۶ زکال) خپل ژوند لیک ولیکه چې په هغو کې یې له تورګو سره د خپلې لیوالتیا په اړه لیکلي و او د هغه له اقتصادي نظریاتو یې ملاتړ کاوه. کندورسه د لوړو څوکیو لاسته راوړو ته دوام ورکړ: په ۱۷۷۷ زکال کې هغه د علومو اکاډمۍ دایمي منشي شو او په ۱۷۹۳ زکال کې یې د دغې اکاډمۍ تر لغو کېدو پورې خپله چوکۍ وساتله؛ په ۱۷۸۲ زکال کې هغه د فرانسې د اکاډمۍ منشي هم شو.[۳]

د فرانسې انقلاب[سمول]

مرستیالي[سمول]

کندورسه هغه مهال چې د فرانسې انقلاب په ۱۷۸۹ زکال کې فرانسې ته تغیر ورکړ، د جامعې د عقل پالونکې بیارغونې په تمه یې د رهبرۍ رول ولوباوه او له ګڼ شمېر لیبرال اهدافو څخه یې دفاع وکړه. په پایله کې نوموړي په ۱۷۹۱ زکال د پاریس د استازي په توګه قانون جوړونکې جرګې ته لار ومونده او بیا د دغې جرګې منشي شو.

کندورسه هېڅ سیاسي ګوند ته تړلی نه و، خو د ژیروندینانو ترمنځ یې ګڼ شمېر ملګري لرل. هغه د ملي کنوانسیون پر مهال د هغوی له ډلبندیو څخه په ناخوښۍ له دوی ځان لرې کړ.

د ۱۷۹۲ زکال په اپرېل میاشت کې کندورسه د روزنیز نظام د اصلاح طرحه وړاندې کړه؛ د دغې طرحې له مخې؛ هغه د سلسله مراتبو داسې یو سیستم وړاندې کړ چې د روڼ آندۍ د ساتونکو په توګه د کارپوهانو تر نظر لاندې وي او له واک  څخه جلا د عامه آزادیو تضمین کوونکي و اوسي. د دغې طرحې آزادۍ له جمهوري غوښتونکو او مساوات غوښتونکو فضیلتونو سره په ټکر کې وبلل شوې، د وګړو ښوونه او روزنه بېرته اشرافو علماوو ته پرېښودل شوه او د کندورسه وړاندیز د جرګې له خوا د منلو وړ و نه ګرځېد. څو کاله وروسته، په ۱۷۹۵ زکال کې هغه مهال چې تریمدوریان واک ته ورسېدل، ملي کنوانسیون د کندورسه د وړاندیز پر بنسټ روزنېزه طرحه تصویب کړه.[۴]

هغه د نوي دولت لپاره د ښځو د رایو ورکولو له حق څخه ملاتړ وکړ؛ په ۱۷۸۹ زکال کې یې په دې اړه de la Société de مجلې ته لیکنه وکړه. همدارنګه یې په ۱۷۹۰ زکال کې یې د ښځو لپاره د تابعیتي حقونو اړوند (De l'admission des femmes au droit de cite) مقاله خپره کړه.[۵]

د ۱۷۹۲ زکال په ډسمبر میاشت کې نوموړی د شپاړسم لویي د محاکمې پر مهال په داسې حال کې چې د هغه له محاکمې یې ملاتړ کاوه خو هغه ته یې د اعدام له جزا ورکولو سره مخالفت وکړ او په عمومي کنوانسیون کې یې د پاچا د اعدام په مخالفت کې خبرې وکړې – هغه وړاندیز وکړ چې پاچا دې د غلام په توګه په ګالي بېړیو کې د اجباري کار په موخه تبعید کړي.[۶]

کندروسه د اساسي قانون د کمېټې غړی او همدارنګه د جیروندین اساسي قانون د پروژې (Girondin constitutional project) اصلي لیکونکی و. دغه اساسي قانون هېڅکله رایو ته وړاندې نشو. هغه مهال چې مونتاناردانو د کنوانسیون واګې ترلاسه کړې، د فرانسې د ۱۷۹۳ زکال اساسي قانون یې ولیکه. کندورسه په دغه کار کلکه نیوکه وکړه او په پایله کې یې هغه خاین وباله. له همدې امله د ۱۷۹۳ زکال د اکټوبر په ۳ مه د هغه د نیولو حکم صادر شو.[۷]

نیول او مړینه[سمول]

له یاد حکم سره کندورسه اړ شو ځان پټ کړي. له همدې امله د پاریس په Vernet,، Rue Servandoni کې د ممي په کور کې د پنځو (یا اتو) میاشتو لپاره پټ شو. په همدغه ځای کې نوموړي خپل اثر Esquisse d'un tableau historique des progrès de l'esprit humain (د انسان د روح له ودې څخه د تاریخي انځور طرح) ولیکه چې له مړینې وروسته یې په ۱۷۹۵ زکال کې خپور شو، هغه چې د روڼ آندۍ او تاریخي تفکر یو له اصلي متونو شمېرل کېږي. په دغه کتاب کې د تمدن تاریخ د علومو د پرمختګ له مخې بلل کېږي چې د علمي پراختیا، بشري حقونو د پراختیا او او عدالت ترمنځ اړیکه څرګندوي؛ همدارنګه د راتلونکې عقلاني ټولنې ځانګړنې چې په بشپړ ډول د علمي پوهې له مخې رامنځته کېږي، انځور کوي.[۸]

د ۱۷۹۴ زکال د مارچ په ۲۵ مه کندورسه په دې پوی شوی و چې نور خوندي نه دی، له همدې امله یې خپل پټن ځای پرېښود او هڅه یې وکړه، له پاریس څخه وتښتي. هغه د پټېدو په موخه د ژان باپتیست سوارد په نامه د خپل ملګري کور ته چې په ۱۷۷۲ زکال کې یې ورسره ژوند کړی و لاړ؛ خو هغه له دې امله په خپل کور کې ځای ورنکړ چې فکر یې کاوه د دغې سیمې کوم څوک به ورسره خیانت وکړي. دوه ورځې وروسته هغه په کلامارت (Clamart) کې ونیول شو او په بورګ – لا – رن (Bourg-la-Reine) کمون کې (چې د انقلاب پر مهال د "Queen's Borough"  پر ځای د Bourg-l'Égalité «د مساوات ځای» په نوم پېژندل کېده) بندي شو. چېرې چې دوه ورځې وروسته د هغه مړی په هماغه خونه کې چې بندي و وموندل شو. تر ټولو معلوم نظر دا دی چې ملګري یې پیر ژان جوج کابانیس ورته زهر ورکړي و او له هغو یې استفاده کړې. له دې سره یو شمېر تاریخ لیکونکي په دې باور دي، چې کېدای شي هغه وژل شوی وي (له دې امله چې هغه ډېر د درناوي وړ او د ټولو په زړه کې یې ځای درلود، نو کېدای شي د اعدام کولو پر ځای یې وژلی وي) ژان پیر برانکورت (په خپل اثر L'élite, la mort et la revolution) کې ادعا کوي چې کندورسه د تریاکو او تاتوره (Datura stramonium)  په ترکیب سره وژل شوی.[۹]

کندروسه په نمایشي ډول په ۱۹۸۹ زکال کې د فرانسې د انقلاب د ۲۰۰ مې کلیزې او په روڼ آندۍ کې د مرکزي شخصیت لرلو په ویاړ خاورو ته وسپارل شو. د هغه تابوت خالي و، ځکه د هغه له جسد څخه چې د بورګ – لا – رن په کمون کې خښ شوی و، تر ۱۹ مې پېړۍ پورې څه شی نه و پاتې شوي.

سرچينې[سمول]

  1. Viera de Miguel, Manuel (2016). "1.3.2 Capitalismo y explotación colonial" [1.3.2 Capitalism and colonial exploitation]. El imaginario visual de la nación española a través de las grandes exposiciones universales del siglo XIX: "postales", fotografías, reconstrucciones [The visual imaginary of the Spanish nation through the great universal exhibitions of the 19th century: "postcards", photographs, reconstructions] (PDF) (په هسپانوي ژبه کي). Madrid: Complutense University of Madrid. د کتاب پاڼې 130. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۲۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mary Efrosini Gregory (2010). Freedom in French Enlightenment Thought. Peter Lang. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1433109393. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Daston, Lorraine (1995). Classical Probability in the Enlightenment. Princeton UP. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691006444. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. A Critical Dictionary of the French Revolution (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. 1989. د کتاب پاڼې 207. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0674177284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Robert William Dimand; Nyland, Chris (2003). The Status of Women in Classical Economic Thought. Edward Elgar. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1781956854. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Robert William Dimand; Nyland, Chris (2003). The Status of Women in Classical Economic Thought. Edward Elgar. د کتاب پاڼې 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1781956854. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. William E. Burns (2003). Science in the Enlightenment: An Encyclopedia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 63. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1576078860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Loptson, Peter (1998). Readings on Human Nature. Broadview Press. د کتاب پاڼي 125–128. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1551111568. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Salmon, J.H.M (1977). "Turgot and Condorcet. Progress, Reform and Revolution". History Today. 27: 288 – عبر Florida International University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)