هریت مارتینو
| هریت مارتینو | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۲ جون ۱۸۰۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸] |
| مړینه | 27 جون 1876 (74 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۹][۷][۸] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | خبريال ، تاریخ پوه ، ژباړن/ه ، فیلسوف ، ليکوال [۱۰][۱۱] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۲][۱۳]، فرانسوي ژبه [۱۳] |
| د کړنې څانګه | وټپوهنه |
| سمول |
|
هریت مارتینو (/ˈmɑːrtɪnˌoʊ/؛ ۱۸۰۲ جون ۱۲مه – ۱۸۷۶ جون ۲۷مه) یوه انګرېزه ټولنیزه تیوریسته وه، چې ډېری وخت لومړۍ ښځینه ټولنپوهه بلل شوې ده. هغې د ټولنپوهنې، ټولپالنې یا هولیسټیک (holistic)، مذهبي او ښځینه زاویې څخه لیکل کړي، د اوګوسټ کونټ اثار یې ژباړلي، او په هغه وخت کې یې د یوې ښځینه لیکوالې په توګه د خپل ملاتړ لپاره کافي ګټه وټه کړې ده. ځوانې شهزادګۍ ویکتوریا ته د هغې اثارو خوند ورکړ او نوموړې یې په ۱۸۳۸ کال کې د خپل تاج اېښودنې مراسمو ته وروبلله. مارتینو مشوره ورکړه چې "د [ټولنې] پر ټولو اړخونو د کلیدي سیاسي، مذهبي، او ټولنیزو بنسټونو په شمول تمرکز وکړي". هغې د نارینه وو تر سرپرستۍ لاندې ښځو د وضعیت په اړه بشپړ تحلیل عملي کړ. ناول لیکونکې مارګریټ اولیفنټ نوموړې "د زیږون له وخته استاذه او سیاستواله وبلله ... چې د خپل نسل د بل هر نارینه یا ښځینه په پرتله لږ د خپل جنسیت تر اغېزې لاندې راغلې وه."[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
لومړنی ژوند
[سمول]هریت مارتینو د انګلستان په نوریچ ښار کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلار یې توماس د ټوکر جوړوونکی و او نوموړې یې د اتو ماشومانو له ډلې شپږمه وه. نوموړی یو کلک یونېټاري یا مسیحي توحیدپال و او له ۱۷۹۷ کال راوروسته په نوریچ کې د اوکټاګون کوچنۍ کلیسا یا عبادتځي (Octagon Chapel) د پادري مرستیال (deacon) و. د هریت مور د بورې د یوه چاڼوونکي او سوداګر لور وه.[۱۸]
د مارتینو کورنۍ د فرانسوي هوګنوټانو (Huguenot) له نسل څخه وه او یونېټاري یا وحدتپال نظریات یې لرل. د هغې یو تره جراح فیلیپ میډوز مارتینو (۱۷۵۲-۱۸۲۹) و، چې هغې به په بریکونډیل لاج کې د نوموړي نږدې جایداد ته له ورتګه خوند اخیست. بل تره یې سوداګر او مرستندوی پیټر فنچ مارتینو و. مارتینو له خپل ورور جیمز سره نږدې وه، چې بیا د انګلیسي مخالف فکره مسیحي دود یو فیلسوف او پادری شو. د لیکوالې ډیانا پوسټلیتویټ په وینا، د هغې له مور سره د هریت اړیکه سړه او بې مینې وه، کوم چې د هغې په وروستیو لیکنو کې څرګندو شوو نظرونو کې یې رول لوبولی. مارتینو وایي چې مور یې نوموړې یوې دایې ته پرې اېښې وه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
په ځوانۍ کې د مارتینو د خوند او بوی حس په کمېدو شو. د اورېدو حس یې هم ورو ورو کم شو او د ترومپېټ غوږۍ کارولو ته اړه شوه. دا د هغې په ژوند کې د ګڼو روغتیايي ستونزو پیل و. په ۱۸۲۱ کال کې هغې د وحدتپالې (Unitarian) ریپوزېټوري میاشتنۍ نشریې (Monthly Repository) ته په مستعار نوم لیکل پیل کړل او په ۱۸۲۳ کال کې یې "عبادتي تمرینونه او خطبې، دعاګانې او حمدونه" خپاره کړل.
په ۱۸۲۹ کال کې یې د کورنۍ د ټوکرو سوداګرۍ ماتې وخوړه. مارتینو، چې هغه مهال ۲۷ کلنه وه، د ښځینهوو دودیز رولونه او ښځه والی یې څنګ ته کېښود او راووتله چې د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره ګټه وټه وکړي. نوموړې د ستنې د کار ترڅنګ، پر ریپوزېټوري میاشتنۍ نشریې د خپلو مقالو پلورل پیل کړل. هغې له یونېټارین یا وحدتپالې ټولنې د دریو مقالو د جایزو په ګډون ځینې جایزې او ستاینې وګټلې. له دغې نشریې سره د هغې منظم کار، له هغې سره د باور وړ او مشهورې آزادې لیکوالې په توګه مطرح کېدو کې مرسته وکړه.[۲۳]
مېرمن مارتینو په خپله بیوګرافۍ یا ژوندلیک اثر کې د یوې لیکوالې په توګه د خپلې بریا او د خپل پلار د کاروبار د ناکامۍ کیسه کړې، کومه ناکامي چې هغې "دوی ته د ورپېښې شوې ترټولو غوره پېښې" په توګه بیان کړې ده. دا یې روښانه کړې چې هغې بیا څه ډول وکړای شول چې "د سبزیجاتو خوړلو پرځای واقعا ژوند وکړي". د هغې کیسه د نوموړې په ژوند کې د هغې د مالي مسؤولیت پر تجربې تمرکز لري او " ترکیبي ادبي او اقتصادي روایتونه" یې لیکلي دي.[۲۴][۲۵]
د هغې لومړی ورسپارل شوی کتاب "د سیاسي اقتصاد انځورونه" یوه تخیلي لارښوونه وه، چې موخه یې له عامو خلکو سره د آدم سمیټ د نظرونو په پوهېدو کې مرسته کول وو. انځورونه اثر یې د ۱۸۳۲ کال په فبروري کې یوازې د ۱۵۰۰ نسخو په شمېر خپور شو، ځکه خپروونکي فکر کاوه چې دا به ښه ونه پلورل شي. خو دا اثر یې په چټکۍ سره خورا بریالي ثابت شو، او د چارلس ډیکنز تر اثارو یې پلور لوړ شو. انځورونه د هغې لومړی اثر و، چې پراخه ستاینه یې وشوه، او د دغه اثر بریالیتوب په سراسر برتانوي امپراتورۍ کې د آدم سمیټ او نورو پوهانو د آزاد بازار د نظریاتو په خپرولو کې مرسته وکړه. مارتینو بیا هوکړه وکړه چې د دوو کلونو لپاره د ورته میاشتنیو کیسو یوه لړۍ پیل کړي. په دې لړۍ کې بیا له نوموړې سره د هغې د ورور جیمز د ګډ کار له امله دا کار نور هم ګړندی شو.[۲۶]
لندن او متحده ایالات
[سمول]د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې ډېری ټولنیز بنسټونه او نورمونه په شدت سره د جنسیت او یا هم د هغه څه د درک او پوهې پربنسټ سمبالېدل، چې د ښځو په پرتله د نارینه وو لپاره ډېر مناسب وو. لیکنې هم له دې چارې مستثنا نه وې. د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو په اړه غیرداستاني یا غیرتخیلي اثار د نارینه وو تر ولکې لاندې وو، حال دا چې محدودې ساحې لکه د مینې کیسې او داستانونه، او د کورني ژوند اړوند موضوعګانې د ښځینه لیکوالانو لپاره مناسبې ګڼل کېدې. په ادبي نړۍ کې له دغه پر جنډر ولاړو توقعاتو سره سره، مارتینو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل نظریات په زغرده بیان کړل.[۲۷]
په رپوزیټوري (Repository) میاشتنۍ نشریه کې د مارتینو پرله پسې خپرونو نوموړې د دغې نشریې له اېډېټر ویلیم جانسن فاکس سره اشنا کړه (ویلیم داروین فاکس مطلب نه دی، د ابهام له منځه وړلو لپاره یې وګورئ). نوموړې د لومړي ځل لپاره د ۱۸۳۰ کال په شاوخوا کې لندن ته راغله او هلته د فاکس د مشهورو مفکرانو په ټولنیزه حلقه کې شامله شوه، چې له لارې یې نوموړې د چارلس داروین له مشر ورور اراسموس الوی داروین سره هم معرفي شوه.[۲۸]
اقتصاد او ټولنیز علوم
[سمول]هریت مارتینو په خپل "د سیاسي اقتصاد انځورونه" اثر کې سیاسي اقتصادي تیورۍ وړاندې کړې دي. هغې ته د یوې داسې مخکښې په سترګه کتل کېږي، چې خیالي افسانې او اقتصاد په داسې یوه دوره کې سره یوځای کوي چې "افسانو پر احساساتي یا عاطفي پوهې د واکمنۍ او اقتدار ادعا لرله، او اقتصاد بیا پر تجربي پوهه د واکمنۍ ادعا کوله". پردې سربېره، مارتینو د ښځو لپاره د اقتصاد نړۍ ته د ننوتلو دروازه پرانیستله. د بېلګې په توګه، ډالي لانا وایي چې "مارتینو په سیاسي اقتصاد کې د کورني اقتصاد د موضوع له مطرح کولو سره ښځو ته په اقتصادي تیورۍ او عمل دواړو کې ډېر مرکزي ځای ورکړی. په دغه سیاق کې، مېرمنې –د انځورونو اثر د لوستونکو او په داستانونو کې د کرکټرونو په توګه– نه یوازې دا چې د لویې پیمانې اقتصاد برخه ده، بلکې (د دوی د ګډون له امله) د سیاسي اقتصاد د اصولو زده کړې ته هم هڅېږي."[۲۹][۳۰]
مېرمن مارتینو د ۱۸۳۱ کال په لومړیو کې د "سیاسي اقتصاد" په اړه لیکل وکړل (لکه څنګه چې هغه مهال د اقتصاد ډګر پېژندل شوی و). د هغې موخه دا وه چې د لیسه فېر (laissez faire) پانګوالیزم اصول مشهور او روښانه کړي، که څه هم هغې د اصلي تیورۍ وړاندې کولو ادعا نه کوله.
په "امریکا کې د ټولنې" په اړه د مارتینو نظریات، چې په ۱۸۳۷ کال کې خپور شو، د هغې د ټولنپوهنې د مېتودونو اصلي بېلګې دي. په دې برخه کې یې نظریات د هغې د ۱۸۳۸ کال په کتاب "څه ډول اخلاق او اداب مراعات کړو" اثر کې بیان شوي دي. هغې باور درلود چې ځینې خورا عمومي ټولنیز قوانین د هرې ټولنې پر ژوندانه اغېزه کوي، چې د پرمختګ اصول، د انسان د فکري هڅو د ترټولو پرمختللي محصول په توګه د ساینس راڅرګندېدل، او د نفوس د بدلونونو او طبیعي فزیکي چاپېریال اهمیت پکې د یادولو وړ دي.
اوګوسټ کونټ د ټولنپوهنې (sociology) نوم اختراع کړ او په ۱۸۳۹ کال کې یې د مثبتې فلسفې د دورې (Cours de Philosophie Positive) تر سرلیک لاندې یوه اوږده شرحه پرې خپره کړه. مارتینو یې یوه لنډه ژباړه وکړه چې په ۱۸۵۳ کال کې په دوو ټوکونو کې "د اوګوسټ کونټ مثبته فلسفه" په نوم خپره شوه (د هریت مارتینو له لوري یې ازاده ژباړه او لنډون شوی و). دا یوه پاموړ لاسته راوړنه او یوه بریا وه. کونټ د خپلو ټوکونو پر ځای د هغې ژباړلي ټوکونه خپلو شاګردانو ته وړاندیز کړل. ځینې لیکوالان مارتینو لومړنۍ ښځینه ټولنپوهه ګڼي. د انګلیسي ژبې نړۍ ته د هغې له لوري د کونټ ورپېژندل او د هغې په اصلي لیکنو کې د ټولنپوهنې د لیدلوري د عناصرو شتون، د یوې ټولنپوهې په توګه هغې ته لا ډېر اعتبار ورکړی دی.[۳۱]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12032222d — خپرېدونېټه: ۲۶ جون ۲۰۲۰ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6nz8904 — سکالو پېژند: Harriet Martineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ سکالو پېژند: Harriet Martineau — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Martineau,_Harriet — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p20148.htm#i201476 — سکالو پېژند: Harriet Martineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3537 — سکالو پېژند: Harriet Martineau — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/martineau-harriet — سکالو پېژند: Harriet Martineau — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/105558 — سکالو پېژند: Harriet (1802-1876) Martineau
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/105558 — سکالو پېژند: Harriet (1802-1876) Martineau — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپروونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/4929905 — سکالو پېژند: Harriet Martineau
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118578375 — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12032222d — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/171420515
- ↑ Michael R. Hill (2002) Harriet Martineau: Theoretical and Methodological Perspectives. Routledge. ISBN 0-415-94528-3
- ↑ Postlethwaite, Diana (Spring 1989). "Mothering and Mesmerism in the Life of Harriet Martineau". Signs. 14 (3). University of Chicago Press: 583–609. doi:10.1086/494525. JSTOR 3174403. S2CID 143910920.
- ↑ Martineau, Harriet (1877). Harriet Martineau's Autobiography. Vol. 3. Cambridge University Press. pp. 79–80. ISBN 9781108022583. ترلاسهکېدو نېټه 10 February 2013.
How delighted the Princess Victoria was with my 'Series'
- ↑ Wilson, Christopher (6 March 2011). "The benefits of a feminist in the family". The Telegraph. ترلاسهکېدو نېټه 10 February 2013.
- ↑ "Harriet Martineau". Spartacus Educational. ترلاسهکېدو نېټه 7 August 2019.
- ↑ Martineau, Harriet (2007). Peterson, Linda H. (ed.). Autobiography. Broadview Press. p. 49. ISBN 9781551115559. ترلاسهکېدو نېټه 29 September 2013.
- ↑ O'Malley, I. "Florence Nightingale, 1820-1856 : a study of her life down to the end of the Crimean war". ترلاسهکېدو نېټه 10 September 2019.
Hilary was at a school kept by Miss Rachael Martineau, sister of Harriet.
- ↑ Cromwell, J. (15 March 2013). Florence Nightingale - Feminist. McFarland, 25 Feb 2013. p. 37. ISBN 9780786470921. ترلاسهکېدو نېټه 10 September 2019.
....Unitarian Academy....
- ↑ Ronalds, B.F. (February 2018). "Peter Finch Martineau and his Son". The Martineau Society Newsletter. 41: 10–19.
- ↑ "Harriet Martineau at The Armitt Museum and Library Cumbria". ARMITT MUSEUM & LIBRARY. ترلاسهکېدو نېټه 7 August 2019.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ Harriet Martineau from her "Autobiography", The Norton Anthology of English Literature Eighth Edition Volume E: The Victorian Age, ed. Stephen Greenblatt. New York: Norton, 2006, pp. 1589–1592.
- ↑ Dalley, Lana L. "On Martineau's Illustrations of Political Economy, 1832–34". BRANCH: Britain, Representation. ترلاسهکېدو نېټه 30 November 2015.
- ↑ Full text at The Online Library of Liberty
- ↑ Logan, Deborah Anne (2002). The Hour and the Woman: Harriet Martineau's Somewhat Remarkable Life. Dekalb, Illinois: Northern Illinois University Press. ISBN 0-87580-297-4.
- ↑ "Harriet Martineau (1802-76) – Martineau Society". ترلاسهکېدو نېټه 7 August 2019.
- ↑ Poovey, Mary (1995). Making a Social Body: British Cultural Formation 1830–1864. Chicago: University of Chicago Press. pp. 132–33.
- ↑ Dalley, Lana L. "On Martineau's Illustrations of Political Economy, 1832–34". BRANCH: Britain, Representation. ترلاسهکېدو نېټه 30 November 2015.
- ↑ Anthony Giddens; Simon Griffiths (2006). Sociology. Polity. p. 20.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1876ز مړينې
- 27 جون مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
