د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
United Kingdom of
Great Britain and Ireland

 

Life span?
 

بیرغ پوځي نښان
شعار
Dieu et mon droit  (French
"God and my right"
سرود
God Save the King (Queen)
Territory of the United Kingdom of Great Britain and Ireland until 1922
پلازمینه London
ژبه(ی) English³
دولت Constitutional monarchy
Monarch
 - 1801–1820 George III
 - 1820–1830 George IV
 - 1830–1837 William IV
 - 1837–1901 Victoria
 - 1901–1910 Edward VII
 - 1910–1927 (cont.) George V
Prime Minister
 - 1801–1801 William Pitt the Younger
 - 1924–1927 (cont.) Stanley Baldwin
قانون جوړوونکي Parliament
 - Upper house House of Lords
 - Lower house House of Commons
تاریخ
 - Act of Union 1800 1 January 1801
 - Irish independence 6 December 1922
 - UK name changed 12 April 1927 د پای کال ولیکی
مساحت
 - 1801 ۳۱۵٬۰۹۳کیلومتره مربع (۱۲۱٬۶۵۸میل مربع)
وګړي
 - حدود 1801 ۱۶٬۳۴۵٬۶۴۶ 
     نفوس تراکم ۵۱٫۹ /کیلومتره مربع (۱۳۴٫۴ /میل‌مربع)
 -  حدود 1927 ۴۲٬۷۶۹٬۱۹۶ 
     نفوس تراکم ۱۳۵٫۷ /کیلومتره مربع (۳۵۱٫۶ /میل‌مربع)
پيسی Pound sterling
1 The Irish Free State seceded from the United Kingdom in 1922 as a result of the Anglo-Irish Treaty, but this fact was not reflected in the long-form name of United Kingdom until Royal and Parliamentary Titles Act in 1927. The current British state, the United Kingdom of Great Britain and Northern Ireland, is universally accepted to be a direct continuation of the United Kingdom of Great Britain and Ireland, and should not be imagined to be a break from it or a new state formed after it.
² The Royal motto used in Scotland was Nemo Me Impune Lacessit (Latin for "No-one provokes me with impunity").
³ In addition to English (official status established by precedent), Irish, Scottish Gaelic, and Welsh were spoken regionally.

د بریتانیا او آیرلند پاچاهي (په انګلیسي: United Kingdom of Great Britain and Ireland) له ۱۸۰۱ تر ۱۹۲۲م کال پورې د بریتانیا او آیرلنډ متحده ټولواکمني وه. یاد نوم د بریتانیا سره د آیرلنډ د یوځای کیدلو وروسته ورکول شو.

د لویې بریتانیا او ایرلنډ متحده پاچاهي یو خپلواک هېواد و چې د ۱۸۰۱ زکال او ۱۹۲۲ زکال ترمنځ یې شتون درلود. دغه هېواد د ۱۸۰۰زکال د اتحادیې د قانون پر بنسټ رامنځته شو چې د لویې بریتانیا پاچاهي او د ایرلنډ پاچاهي یې د یو متحد هېواد په توګه سره ادغام کړې. په ۱۹۲۲ زکال کې د ایرلنډ د آزاد هېواد بنسټ اېښودل د دې لامل وګرځېدل چې پاتې نورو یې په ۱۹۲۷ زکال کې خپل نوم د لویې بریتانیا او شمالي آیرلنډ متحدې پاچاهۍ ته واړوه. [۱]

بریتانیا د اروپايي ائتلاف په مالي ملاتړ سره چې د ناپلیوني جګړو پر مهال د فرانسې د ماتې لامل وګرځېد؛ پیاوړی سمندریز سلطنتي ځواک رامنځته کړ چې د بریتانیا سترواکۍ ته یې دا وړتیا ورکړه څو په راتلونکې پېړۍ کې په لوی نړیوال ځواک واوړي. بریتانیا د نږدې یوې پېړۍ لپاره په واټرلو جګړه کې د ناپلیون له وروستۍ ماتې وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل پورې تر ډېره پورې له لویو ځواکمنو هېوادونو سره د سولې په حالت کې وه، یوازې د پام وړ هغې استثنا پرته چې د کریمه په جګړه کې یې د شوروي اتحاد پر وړاندې ونډه واخیسته خو په دغه جګړه کې یې له شوروي سره دښمني محدوده وه. له دې سره بریتانیا په افریقا او آسیا کې په پراخو پوځي تهاجمي عملیاتو لکه له چینګ لړۍ سره د تریاکو په جګړه کې د خپل مالکیت او ځمکني نفوذ د زیاتوالي په موخه ونډه لرله. د نوولسمې پېړۍ د دویمې نیمايي په لومړیو کې د دغې سترواکۍ دولت په پراخه کچه په خپلو مستعمراتو کې سیمه ئیزو انتخابي حکومتونو ته په حکومتولۍ کې خپلواکي ورکړه ځکه په دغو سیمو کې سپین پوستي استوګن د شمېر او یا هم له سیاسي اړخه واکمن و او له همدې امله کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ، نیوفونډلنډ او سویلي افریقا په خپله حکومت کوونکو قلمرونو واوښتل. په داسې حال کې چې دغه قلمرونه د بریتانیا د سترواکۍ د برخې په توګه پاتې شول خو په په عمل کې یې د هماغه قلمرونو دولتونو ته اجازه ورکړه څو خپلې داخلي چارې د لندن له مداخلې پرته چې لندن تر ډېره یوازې د خارجي سیاست مسئولیت یې پر غاړه درلود مخته یوسي. [۲]

چټک صنعتي کېدل چې د دغه هېواد له جوړېدو څخه په وړاندې لسیزه کې رامنځته شول د نوولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې یې دوام وموند. د آیرلنډ لویه قحطي چې د اداري ناکاره توب له امله یې د نوولسمې پېړۍ په نیمايي کې لا زور واخیست په زیاته کچه د وګړو د له منځه تلو لامل وګرځېده او له امله یې د ایرلنډ د ځمکو د اصلاحاتو په موخه غوښتنې لا زیاتې شوې. نوولسمه پېړۍ چې د اقتصاد د چټک نوي کېدو، او همدارنګه د صنعت، سوداګرۍ او مالیاتو د ودې پېړۍ وه بریتانیا تر ډېره بریده په کې په نړیوال اقتصاد واک درلود. د بریتانیا اصلي سیمو او متحده ایالاتو ته کډوالي تر ټولو ستونزمنه چاره وه. د بریتانیا سترواکۍ د افریقا او سویلي آسیا تر ډېرو برخو پراختیا ومونده. استعماري دفتر او د هند دفتر په داسې حال کې په ډېرو لږو مدیریت کوونکو سره په سیمه ئیزه توګه د سترواکۍ واحدونه تنظیم کول چې دیموکراتیکو بنسټونو په ودې پیل وکړ. بریتانوی هند چې له هېواده بهر د بریتانیا تر ټولو مهمه شتمنۍ وه په ۱۸۷۵ زکال کې د یو لنډ مهالي بغاوت شاهد و. په بهرني سیاست کې مرکزي پالیسي د آزادې سوداګرۍ پر بنسټ وه چې اجازه یې ورکوله بریتانوي او ایرلنډي سوداګر او پانګوال په نورو خپلواکو هېوادونو لکه سویلي امریکا کې په آزاده توګه چارې ترسره کړي.

بریتانیا د ۲۰ مې پېړۍ تر لومړیو پورې تر هغه مهاله بې پلوه پاتې شوه کله یې چې د جرمني د سترواکۍ مخ پر ودې سمندریز ځواک د بریتانیا د سترواکۍ پر وړاندې د یو پیاوړي ګواښ په توګه ولید. د دغې چارې په غبرګون کې لندن له جاپان، فرانسې او روسیې سره په همکارۍ پیل وکړ او متحده ایالاتو ته یې ځان نږدې کړ. په داسې حال کې چې په رسمي توګه له هېڅ یو دغو سره متحد نه و، خو تر ۱۹۱۴ زکال پورې بریتانوۍ پالیسۍ دې ته ژمنې وې په فرانسه باندې د جرمني د برید په صورت کې به د جرمني پر وړاندې د جګړې اعلان کوي. دغې موضوع هغه مهال عملي بڼه ومونده کله چې د ۱۹۱۴ زکال په اګست میاشت کې جرمني د بلجیم له لارې په فرانسه برید وکړ هغه هېواد چې بې پلویتوب یې د لندن له خوا تضمین شوی و. لومړۍ نړیوالې جګړې بالاخره د متفقینو؛ له دې ډلې د بریتانیا د سترواکۍ، فرانسې، روسیې، ایټالیا او د متحده ایالاتو ځواکونه د جرمني، اطریش –هنګري او عثماني سترواکۍ پر وړاندې ودرول. دغه جګړه تر هغه مهال پورې د بشریت په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه وه او د ۱۹۱۸ زکال په نومبر میاشت کې د متفقینو په بریا پای ته ورسېده خو د بریتانیا انساني قوې، توکو او خزانې ته یې دروند زیان واړوه.

له خپلواکې حکومتولۍ سره د ایرلنډ مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا له لومړۍ نړیوالې جګړې ډېر ژر وروسته د ایرلنډ د خپلواکۍ جګړه راوپاروله او د دې لامل وګرځېده څو په ۱۹۲۲ زکال کې بریتانیا د ایرلنډ آزاد دولت په رسمیت وپېژني. په داسې حال کې چې دغه ازاد دولت په ښکاره ډول تر سلطنتي ولکې لاندې و نه د یو خپلواک دولت په توګه خو د یو بل حکومت په توګه نور د بریتانیا برخه نه ګڼل کېده او په ویسټ منیسټر کې یې هم څوکۍ نه لرله. شمال ختیځ شپږ ښارګوټي چې له ۱۹۲۰ زکال راهیسې د یو ډېر محدود ډول داخلي حکومت له خوا اداره کېدل له ځنډ پرته له دغه آزاد دولت څخه جلا شول او د خپلې حکومتولې د همدغه محدود شکل لاندې په اتحادیه کې پاتې شول. دغو بدلونونو ته په پام د بریتانیا دولت د ۱۹۲۷ زکال د اپرېل په ۱۲ مه د سلطنتي او پارلماني عناوینو د قانون له مخې خپل نوم د لویې بریتانیا او شمالي آیرلنډ متحدې پاچاهۍ ته واړوه. معاصره بریتانیا د هماغه مهال دولت دی چې د ایرلنډ له جلا توب وروسته پاتې شوې، د دې پر خلاف چې پر ځای یې په بشپړه توګه نوی دولت رامنځته شوی وي. [۳]

د ایرلنډ خپلواکي[سمول]

په ۱۹۱۶زکال کې د سپېڅلي اختر پاڅون د جرمني له خوا د ورکړل شویو وسلو له امله په ډېر بد ډول ترتیب شوی و. د بریتانیا پوځ له یوې اونۍ نښتې وروسته هغه وځپه، خو د ملت پالو افکارو لرونکو ۱۵ رهبرانو اعدام په چټک ډول د هغو لوری تبدیل کړ. د همدغې شپې په اوږدو کې له داخلي حاکمیت څخه هاخوا د ایرلنډ خپلواکۍ پلوی خوځښت هم پر لار و. کابینې پرېکړه وکړه چې د ۱۹۱۴زکال قانون باید اجرايي شي او په دوبلین کې دولت رامنځته شي. د اولستر په بسیج کېدو سره خبرې اترې په ټپه ودرېدې. لندن د دویم ځل لپاره هڅه وکړه څو په ۱۹۱۷ زکال بیاځلي داخلي واکمني رامنځته کړي او د ایرلنډي کنوانسیون د رابللو غوښتنه یې وکړه. لومړي وزیر لوید جورج د ۱۹۱۸ زکال په اپرېل میاشت کې د یو دوه ګوني سیاست په لټه کې شو او هڅه یې کوله چې د اجباري خدمت په پراختیا سره داخلي قانون ایرلنډ ته اړوند کړي. ایرلنډي ملت پالو اجباري خدمت رد کړ او د اجباري عسکرۍ ضد لاریونونو په ښکاره توګه له بشپړې خپلواکۍ څخه د هغوی د ملاتړ څرګندويي کوله. د ایرلنډ پخوانۍ ګوند وپاشل شو او د  شین فین (Sinn Féin) په نامه نوی سیاسي ځواک چې خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې یې له زور څخه د کار اخیستو غوښتنه لره رامنځته او ایرلنډي ملت پاله یې سره یو موټی کړل. شین فین د ۱۹۱۸ زکال عمومي ټاکنې وګټلې، له بریا وروسته یې د خپل ممتنع سیاست له مخې خپل منتخب استازي د وسټ منیسټر پارلمان ته وه نه لېږل او پر ځای یې په دوبلین کې د ډایل ایرین په نامه د جلا غوښتونکي پارلمان د جوړولو پرېکړه وکړه. د بریتانیا دولت هڅه وکړه څو دغه پارلمان وځپي خو له امله یې د ایرلنډ د خپلواکۍ جګړه پیل شوه. د لندن حل لار موندنکې هڅه د ایرلنډ د دوه پارلمانونو جوړېدل و څو د څلورم داخلي قانون د لایحې لپاره لار برابره کړي؛ هغه قانون چې په ۱۹۲۰ زکال کې د ایرلنډ د دولت د قانون په توګه تصویب شو؛ همدارنګه یې هڅه وکړه څو شین فین او ایرلنډ جمهوری غوښتونکی پوځ (۱۹۱۹-۱۹۲۲ زکال) وځپي چې دغه مهال یې د ډایل ایرین تر څار لاندې فعالیت درلود. د ۱۹۲۱ زکال په نیمايي کې د بریتانیا دولت او شین فین په اوربند هوکړې ته ورسېدل چې پایله یې د انګلنډ او ایرلنډ هوکړه وه. د ۱۹۲۲ زکال د ډسمبر په ۶ مه ایرلنډ د ایرلنډ د آزاد دولت په نامه نوی قلمرو ځانته وټاکه. هماغه ډول چې تمه کېدله شمالي ایرلنډ (په اولستر کې شپږ ښارګوټو) له ځنډ پرته د انګلیس او ایرلنډ د هوکړې پر بنسټ له نوي دولت څخه د جلا کېدو له حق ګټنه وکړه. دغه هوکړه په ایرلنډي ملت پالنه کې د درز رامنځته کېدو لامل وګرځېده او د ایرلنډ د داخلي جګړې لامل وګرځېده. د الستر له ډېرې برخې سره د بریتانیا اتحادیې په ۱۹۲۷ زکال کې خپل نوم د بریتانیا او شمالي ایرلنډ متحدې پاچاهۍ ته واړوه او تر اوسه هم په دې نوم پېژندل کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "Act of Union | United Kingdom [1801]". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۱ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ferguson, Niall (2004). Empire, The rise and demise of the British world order and the lessons for global power. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-02328-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. House of Commons Foreign Affairs Committee (1 May 2013). "Foreign policy considerations for the UK and Scotland in the event of Scotland becoming an independent country" (PDF). London: The Stationery Office. د کتاب پاڼې Ev 106. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

تاریخ[سمول]