د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت “Anarcho-Capitalism” يا په عاميانه ژبه انکاپ “ancap” يوه ازاده سياسي فلسفه او اقتصادي نظريه ده، چې د خصوصي شتمنۍ د هغو نظامونو په مرسته د بې دولته ټولنو په ګټه د متمرکز دولتونو د له مينځه وړلو هڅه کوي، چې د خصوصي استازوليو، د تيري نه کولو د اصل، ازادو بازارونو او د ځاني مالکيت په اړه د ښي اړخې ازاد فکره ژباړې په واسطه پلي شوي دي، چې ياد مفهوم د ځان د برخې په توګه د خصوصي شتمنۍ د اداره کولو تر بريده پراخوي. د قانون په نه شتون کې د دې اصالت پلويان په پام کې لري، چې ټولنه په ازاد بازار کې د ګډون له لارې په قراردادي ډول د ځان تنظيمولو او متمدن کولو لېوالتيا لري، چې دوی يې د اختياري يا خپلې خوښې ټولنې په توګه بيانوي. د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت نظرياتي ټولنه کې به د خصوصي شتمنۍ نظام لا هم د هغو خصوصي دفاعي استازوليو او يا د بيمې شرکتونو له لورې شته او پلی وي، چې د پېرودونکو له لورې ټاکل شوي دي، چې بازار کې به په سيال ډول فعاليت وکړي او د محکمو او پوليسو ونډې به تر سره کړي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د دې نظريې د پلويانو په وينا بېلابېلو تاريخي انديالانو د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت ته د ورته فلسفو ننګه کړې ده، مګر لومړنی شخص چې ياده اصطلاح يې وکاروله، ۱۹۴۰ ز لسيزه کې موری روتبارډ “Murray Rothbard” و. نوموړي له اتريشي مکتب “Austrian School”، کلاسيک ليبراليزم او د ۱۹ پېړۍ امريکايي فرد پال انارشيستانو او دوه ګوني اصالت پالونکو لاسنډر سپونر او بنجامين توکر عناصر سره يو ځای کړل، که څه هم روتبارډ د ارزښت په اړه د هغوی د کار نظريه او د پانګوالۍ ضد او سوسياليست هغه معيارونه رد کوي، چې له دې اصطلاح څخه يې اخېستي دي. د روتبارډ د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت له مخې رامنځته شوې ټولنه به په دوه اړخيز ډول د هوکړه شوي قانوني کود له مخې فعاليت کوي، چې په عمومي ډول به منل شوی وي او محکمې به يې د پلي کولو ژمن وي. د قوانينو دا قانوني ټولګه (کود) به د تيري د نه کولو له اصولو سره سم تړونونه، خصوصي شتمني، ځاني مالکيت او د ځورونې يا شکنجې قانون پېژني. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ياد اصالت پلويان او ښي اړخي ازادي غوښتونکي د هغه څه بېلابېلې تاريخي مخينې په ګوته کوي، چې د دوی په باور د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت بېلګې دي. لکه: د منځنيو پېړيو د اروپا ازاد ښارونه، د منځنيو پېړيو ايسلينډ، د امريکا لرغونی ختيځ “American Old West” ګايليک ايرلينډ “Gaelic Ireland” له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې سوماليا او د قانون سوداګر، د سمندري ځواک قانون او لرغونی عمومي قانون. [۱۶][۱۷][۱۸][۲۴]

د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت له مينارشيزم او انارشيزم دواړو څخه توپير لري. مينارشيزم د شپې ساتونکي دولت پلوي کوي، چې له بريد او پرې د خصوصي شتمنۍ له پلې کولو څخه د وګړو د خوندي کولو تر بريده دی؛ او انارشيزم د پانګوالۍ ضد خوځښت دی، چې پر باور يې پانګوالي له ټولنيزې او اقتصادي برابرۍ سره متناسب نه ده. د ګډ اصالت پلويان د انارشيزم ازادي غوښتونکې سوسياليست اقتصادي نظريې نه مني او استدلال کوي، چې يادې نظريې په طبيعي ډول واک خوښونکې دي يا د تر لاسه کولو په موخه واک خوښونې ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې دوی په دې باور دي، چې تر پانګوالۍ لاندې هيڅ تېری نه شته. د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت د خپل نوم سره سره د ګډوډۍ يا انارشيزم له دود څخه د باندې پاتې کېږي او له پانګوالۍ، ښي اړخي ازاد فکرۍ او ازادۍ غوښتنې سره خورا نږدې تړاو لري. د فکر دوديز انارشيست مکتبونه د پانګوالۍ مخالفت کوي او هغه نه مني او د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت هم په اصطلاح کې يو مخالفت يا تناقض ګڼي. نوموړی ګډ اصالت ته په عمومي ډول د نوي ښي اړخي “New Right” د برخې په توګه کتل کېږي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

فلسفه[سمول]

ليکوال جی مايکل وليور وايي، چې د ۱۹۶۰ز لسيزې پر مهال متحده ايالتونو کې يو فلسفي خوځښت راپورته شو، چې د «لامل، اخلاقي ځانمننې او ازاد بازار پانګوالۍ» لپاره يې مبارزه وکړه. د اوليور له نظره د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت يوه سياسي نظريه ده، چې په منطقي ډول د عينيت يا واقعيت پالنې فلسفي پايلې څاري؛ واقعيت پالنه يو فلسفي نظام دی، چې د روسي الاصله امريکايي ليکوال اين رينډ “Ayn Rand” له لورې رامينځته شو. پروفيسوره ليزا دوګن هم وايي، چې د رينډ د دولت پلوۍ ضد او د ازاد بازار پلوي دريځونه د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت سياست جوړولو هڅه وکړه. [۳۴][۳۵]

د پاټريک شوماکر “Patrik Schumacher” له نظره د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت سياسي نظريه او خپرونه د نيوليبرال «د دولت راټولولو» بنسټيز کول په پام کې نيسي او د تشبثي ازادۍ او «سيالۍ بازار د معقوليت» تر هغې کچې د پراختيا غوښتنه کوي، چې د خصوصي تشبث لپاره په کې د عمل سيمه هر اړخيزه ده او د دولت د عمل لپاره هيڅکله هيڅ ځای نه پرېږدي. [۳۶]

په دولت کې[سمول]

د دولت پر وړاندې د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت مخالفت د هغوی د دولت د ټولو دندو د ساتنې مګر خصوصي کولو په نښه کې منعکس شوی دی. دوی پانګوالۍ او ازاد بازار ته د ازادې او هوسا ټولنې د بنسټ په سترګه ګوري. موری روتبارډ چې د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت اصطلاح د رامنځته کولو امتياز ورکول کېږي، وويل چې د ازاد بازار پانګوالۍ او دولتي پانګوالۍ تر منځ توپير په اصل کې د سوداګرۍ او دولت تر منځ د «سوله ييزې او اختياري تبادلې» او «غولونکي ګډون» تر منځ توپير دی، چې «د ازاد بازار د ړنګولو په موخه له تيري څخه کار اخلي». [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

روتبارډ استدلال وکړ، چې د ساتنې يا دفاع په ګډون ټول دولتي خدمتونه ځکه پوره نه دي، چې دوی د بازار له مخې د بيې لاره چاره يا مېکانيزم نه لري، چې د خپلو خورا لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه د خدمتونو د پېرودونکو د اختياري پرېکړو او هغو پانګه اچونکو له لورې برابر شوی دی، چې د تر ټولو ګټورو تشبثونو په لټه کې دي، چې په کې پانګونه وکړي. له دې سربېره لېنډا او مورېس تانيهېل باور لري، چې په رښتيني ډول ازاد بازار کې د زور هيڅ اجباري ځانتيا (انحصار) نه شي رامينځته کېدلی او بل دا چې د يو دولت اوسېدونکي نه شي کولی د يو وړ خونديتوب يا دفاعي استازولۍ په ګټه دوی له پامه وغورځوي. [۴۳][۴۴]

روتبارډ د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت اصطلاح له ګډوډۍ يا انارشيزم (چې د خصوصي شتمني مخالفت کوي) او فرد پالونکي انارشيزم څخه د خپلې فلسفې د بېلولو په موخه وکاروله. ځيني نور هغه اصطلاحات چې ځيني وختونه د يادې فلسفې د پلويانو له لورې کارول کېږي، په لاندې ډول دي: [۴۵][۴۶]

  • فرد پال يا “Individualist”[۴۷][۴۸]
  • ګډوډي يا “Anarchism”
  • طبيعي ترتيب يا “Natural order”[۴۹]
  • منظمه ګډوډي يا “Ordered anarchy”[۵۰]
  • د خصوصي قانون ټولنه يا “Private-law society”[۵۰]
  • د خصوصي شتمني ګډوډي يا “Private-property anarchy”[۵۰]
  • بنسټپاله پانګوالي يا “Radical capitalism” [۵۰]

د ليبرټي پوهنتون “Liberty University” ماويريک ايدوارډس “Maverick Edwards” د ګډوډۍ او پانګوالۍ ګډ اصالت د يوې سياسي، ټولنيزې او اقتصادي نظريې په توګه بيانوي، چې بازارونه د مرکزي «واکمن پلاوي» په توګه ځای په ځای کوي او حکومت په کې نور خپلو اوسېدونکو ته حقونه نه ورکوي. [۵۱]

د نه تېري اصل[سمول]

ليکوال سټانيسلاو وجتووېکز وايي، چې که څه هم د ګډوډۍ او پانګوالۍ د ګډ اصالت پلويان د متمرکزو دولتونو پر ضد دي، مګر دوی په دې نظر دي، چې ټول خلک به په طبيعي ډول د نه تيري د اصل پر بنسټ ځانګړې اخلاقي نظريه شريکه او پرې هوکړه ولري. په داسې حال کې چې د فرېدمېن “Friedmanian” د ګډوډۍ - پانګوالۍ فارمول جوړونه د تاوتريخوالي د شتون پر وړاندې پياوړې ده او په حقيقت کې انګيري چې يو څه تاوتريخوالی ښايي پېښ شي، مګر د ګډوډۍ او پانګوالۍ هغه اصالت چې روتبارډ او نورو جوړ کړی دی، ځيني وختونه د د مرکزي ازادي فکرۍ د تيري نه کونکي حقيقت پر وړاندې په پياوړي ډول د نه تيري اصل په پام کې نيسي. [۵۲][۵۳]

د ازاد فکره سياسي نظريې بنسټيز حقيقت په دې نظر دی، چې هر شخص د ځان مالک دی او پر خپل بدن باندې بشپړ قانوني واک لري. په پای کې ياد نظر په دې معنا دی، چې بل هيڅوک ښايي په عادلانه ډول د يو بل شخص پر وړاندې بريد يا تېری ونه کړي. دا نظريه وروسته د دې پلوي کوي، چې هر شخص په عادلانه ډول د هر هغه څه مالک ګرځي، چې وار له مخه هغه پردۍ سرچينې وې، چې نوموړی ورسره خپل کار ځانګړی (اختصاص) کوي يا ګډوي. له دې دوه ګونو حقيقتونو يانې د ځان مالکيت او کور جوړونه په ازاد بازار ټولنه کې د شتمنۍ حقونو د سرليکونو د بشپړ نظام يا سيستم لپاره د عادلانه ثابتولو بنسټ جوړوي. دا نظام د خپل شخص پر وړاندې د هر سړي حق، د بسپنې حق، د وصيت حق (او په ورته وخت کې د وصيت يا ميراث تر لاسه کولو حق) او د شتمنۍ سرليکونو د تړونيز بدلون حق رامينځته کوي. [۵۴]

د ځان مالکيت له اصل څخه د روتبارډ ملاتړ له هغه څه څخه سرچينه اخلي، چې د نوموړي په بارو د نورو ټولو ونجونو تېرايستل ګڼي؛ يانې دا چې يا د خلکو يوه ډله د بلې ډلې مالکيت درلودلی شي او يا دا چې هيڅ يو شخص پر خپل ځان باندې بشپړ مالکيت نه شي درلودلی. روتبارډ له دې دواړو حالتونو څخه د دې له امله مخ ګرځوي، چې دوی په طبيعي يا نړيوالو اخلاقو او د بېلګې په ډول يوازې هغه طبيعي قانون کې اغېز نه شي درلودلی، چې ټول خلک اداره کولی شي او په وخت او ځای پوړې تړاو نه لري. يوازينی ونج يا بديل چې د روتبارډ پر وړاندې پاتې کېږي، د ځان مالکيت دی، چې د نوموړي په باور هم منلی حقيقت دی او هم طبيعي يا نړيوال دی. [۵۵]

سرچينې[سمول]

  1. "ancap", Wiktionary (په انګلیسي ژبه کي), 2022-02-09, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "ANCAP | Definition of ANCAP by Oxford Dictionary on Lexico.com also meaning of ANCAP". Lexico Dictionaries | English (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Morriss, Andrew P. (2008-08-15). "Anarcho-Capitalism". Libertarianism.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۲. Although most anarchists oppose all large institutions, public or private, anarcho-capitalists oppose the state, but not private actors with significant market power. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Geloso, Vincent; Leeson, Peter T. (2020). "Are Anarcho-Capitalists Insane? Medieval Icelandic Conflict Institutions in Comparative Perspective". Revue d'économie politique (په انګلیسي ژبه کي). 130 (6): 957–974. doi:10.3917/redp.306.0115. ISSN 0373-2630. S2CID 235008718 Check |s2cid= value (مساعدة). Anarcho-capitalism is a variety of libertarianism according to which all government institutions can and should be replaced by private ones. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Morriss, Andrew (2008). "Anarcho-Capitalism". The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, California: SAGE; Cato Institute. 13–14. DOI:10.4135/9781412965811.n8. ISBN 978-1-4129-6580-4. OCLC 750831024. 
  6. Stringham, Edward (2007). Anarchy and the law: the political economy of choice. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412805797. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Marshall, Peter. "The New Right and Anarcho-capitalism". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Murphy, Ryan H. (2019). Markets against Modernity: Ecological Irrationality, Public and Private. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1498591188. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hatlestad, Luc (19 August 2018). "Is Anarchy the Solution to Our Political Problems?". 5280 Denver's Mile High Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hoppe, Hans-Hermann (31 December 2001). "Anarcho-Capitalism: An Annotated Bibliography". Lew Rockwell.com. Retrieved 5 July 2020.
  11. Leeson, Robert (2017). Hayek: A Collaborative Biography, Part IX: The Divine Right of the 'Free' Market. Springer. د کتاب پاڼې 180. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-60708-5. To the original 'anarchocapitalist' (Rothbard coined the term) [...]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Miller, David; et al., المحررون (1987). Blackwell Encyclopaedia of Political Thought. Hoboken: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 290. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-631-17944-3. A student and disciple of the Austrian economist Ludwig von Mises, Rothbard combined the laissez-faire economics of his teacher with the absolutist views of human rights and rejection of the state he had absorbed from studying the individualist American anarchists of the 19th century such as Lysander Spooner and Benjamin Tucker. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Bottomore, Tom (1991). "Anarchism". A Dictionary of Marxist Thought. Oxford: Blackwell Reference. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-63118082-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Outhwaite, William (2003). "Anarchism". The Blackwell Dictionary of Modern Social Thought. Hoboken: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 13. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780631221647. Their successors today, such as Murray Rothbard, having abandoned the labor theory of value, describe themselves as anarcho-capitalists. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rothbard, Murray (1978). "12 The Public Sector, III: Police, Law, and the Courts". For a New Liberty. Auburn: Mises Institute. د کتاب پاڼې 282. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781610164481. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ryan (2020-04-11). "The Republic of Cospaia: An Anarchist Renaissance City". Mises Institute (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Morriss, Andrew P. (2008-08-15). "Anarcho-Capitalism". Libertarianism.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۲۲. Although most anarchists oppose all large institutions, public or private, anarcho-capitalists oppose the state, but not private actors with significant market power. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Morriss, Andrew (2008). "Anarcho-Capitalism". The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, California: SAGE; Cato Institute. 13–14. DOI:10.4135/9781412965811.n8. ISBN 978-1-4129-6580-4. OCLC 750831024. 
  19. Long, Roderick T. (6 June 2002). "Privatization, Viking Style: Model or Misfortune? (The Vikings Were Libertarians)". LewRockwell.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
  21. Long, Roderick T.; Machan, Tibor R., المحررون (2008). Anarchism/Minarchism: Is a Government Part of a Free Country?. Ashgate. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7546-6066-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Marshall, Peter (1992). Demanding the Impossible: A History of Anarchism. London: HarperCollins. pp. 564–565. کينډۍ:ISBN. "Anarcho-capitalists are against the State simply because they are capitalists first and foremost. [...] They are not concerned with the social consequences of capitalism for the weak, powerless and ignorant. [...] As such, anarcho-capitalism overlooks the egalitarian implications of traditional individualist anarchists like Spooner and Tucker. In fact, few anarchists would accept the 'anarcho-capitalists' into the anarchist camp since they do not share a concern for economic equality and social justice. Their self-interested, calculating market men would be incapable of practising voluntary cooperation and mutual aid. Anarcho-capitalists, even if they do reject the state, might therefore best be called right-wing libertarians rather than anarchists."
  23. Meltzer, Albert (2000). Anarchism: Arguments for and Against. London: AK Press. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-873176-57-3. The philosophy of 'anarcho-capitalism' dreamed up by the 'libertarian' New Right, has nothing to do with Anarchism as known by the Anarchist movement proper. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Newman, Saul (2010). The Politics of Postanarchism. Edinburgh University Press. p. 43. "It is important to distinguish between anarchism and certain strands of right-wing libertarianism which at times go by the same name (for example, Rothbard's anarcho-capitalism)." کينډۍ:ISBN.
  25. Pele, Antonio; Riley, Stephen (2 February 2021). "For a Right to Health Beyond Biopolitics: The Politics of Pandemic and the 'Politics of Life'". Law, Culture and the Humanities. SAGE Publications. doi:10.1177/1743872120978201. ISSN 1743-8721. In his Cours on The Birth of Biopolitics, Foucault has exclusively dedicated his lectures on (neo)liberalism (e.g. German ordoliberalism and the American ‘anarcho-capitalism’), offering his apologies for not having examined thoroughly this idea of biopolitics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. White, Richard; Williams, Colin (2014). "Anarchist Economic Practices in a 'Capitalist' Society: Some Implications for Organisation and the Future of Work" Archived 2021-11-15 at the Wayback Machine.. Ephermera: Theory and Politics in Organization. 14 (4): 947–971. کينډۍ:Ssrn.
  27. Marshall, Peter H. (2010). Demanding the impossible : a history of anarchism : be realistic! Demand the impossible!. Oakland, CA: PM Press. د کتاب پاڼي 564–565. OCLC 611612065. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60486-268-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Rothbard, Murray (25 February 1972). "Exclusive Interview With Murray Rothbard". The New Banner: A Fortnightly Libertarian Journal. Retrieved 13 September 2020.
  29. Vincent, Andrew (2009). Modern Political Ideologies (الطبعة 3rd). Hoboken: John Wiley & Sons. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-1105-1. Whom to include under the rubric of the New Right remains puzzling. It is usually seen as an amalgam of traditional liberal conservatism, Austrian liberal economic theory (Ludwing von Mises and Hayek), extreme libertarianism (anarcho-capitalism), and crude populism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Duggan, Lisa (22 May 2019). "Ayn Rand and the Cruel Heart of Neoliberalism". Dissent Magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. J Michael Oliver (2013). The New Libertarianism: Anarcho-Capitalism. د کتاب پاڼي 11–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1491068625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Patrik Schumacher (2016). "The Stages of Capitalism and the Styles of Architecture". ASA web-magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Rothbard, Murray N., A Future of Peace and Capitalism Archived 2008-10-16 at the Wayback Machine.; Murray N. Rothbard, Left and Right: The Prospects for Liberty.
  34. Patrik Schumacher (2016). "The Stages of Capitalism and the Styles of Architecture". ASA web-magazine. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Kinna, Ruth, ed. (2012). The Bloomsbury Companion to Anarchism. New York: Bloomsbury Publishing USA. pp. 330–331. کينډۍ:ISBN.
  36. David Friedman (27 November 2012). David Friedman on How to Privatize Everything (YouTube). ReasonTV. مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  37. Roberta Modugno Crocetta, Murray Rothbard's anarcho-capitalism in the contemporary debate. A critical defense Archived 2012-11-10 at the Wayback Machine., Ludwig Von Mises Institute.
  38. Michael Oliver, "Exclusive Interview With Murray Rothbard", originally published in The New Banner: A Fortnightly Libertarian Journal, 25 February 1972. For an earlier published use of anarcho-capitalism by Rothbard, see his "Know Your Rights" WIN: Peace and Freedom through Nonviolent Action, Volume 7, No. 4, 1 March 1971, 6–10.
  39. Rothbard, Murray (1977). Power and Market (الطبعة 2nd). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) published in Rothbard, Murray (2009). Man, Economy, and State with Power and Market (الطبعة 2nd). Mises Institute. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-933550-27-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Linda and Morris Tannehill. The Market for Liberty Archived 2014-10-03 at the Wayback Machine., p. 81.
  41. "Libertarianism" (2007). In Encyclopædia Britannica. Retrieved 30 July 2007.
  42. Murray Rothbard (2000). "Egalitarianism as A Revolt Against Nature And Other Essays: and other essays". Ludwig von Mises Institute, 2000. p. 207.
  43. Avrich, Paul (1996). Anarchist Voices: An Oral History of Anarchism in America (abridged paperback ed.). Princeton: Princeton University Press. p. 282. کينډۍ:ISBN. "Although there are many honorable exceptions who still embrace the 'socialist' label, most people who call themselves individualist anarchists today are followers of Murray Rothbard's Austrian economics and have abandoned the labor theory of value."
  44. Carson, Kevin (2006). Studies in Mutualist Political Economy. "Preface". Archived 15 April 2011 at the Wayback Machine. Charleston: BookSurge Publishing. کينډۍ:ISBN. "Murray N. Rothbard (1926–1995), American economist, historian, and individualist anarchist."
  45. Hoppe, Hans-Hermann (31 December 2001). "Anarcho-Capitalism: An Annotated Bibliography". Lew Rockwell.com. Retrieved 5 July 2020.
  46. ۵۰٫۰ ۵۰٫۱ ۵۰٫۲ ۵۰٫۳ Hoppe, Hans-Hermann (31 December 2001). "Anarcho-Capitalism: An Annotated Bibliography". Lew Rockwell.com. Retrieved 5 July 2020.
  47. Edwards, Maverick (9 January 2021). "The Failure of Imagination: A Theoretical and Pragmatic Analysis of Utopianism as an Orientation for Human Life". Liberty University Journal of Statesmanship & Public Policy. 1 (2). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Stanisław Wójtowicz (2017). "Anarcho-capitalism, or can we do away with the state". Nauka (4). ISSN 1231-8515. The last problem is especially vexing, since anarcho-capitalists seem to be caught up in a contradiction here. On one hand, they are proponents of a specific moral theory (based on non-aggression principle), on the other hand, they do not allow for any central, monopolistic agency to impose that moral theory on society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Friedman, David D. (1989) "Chapter 41: Problems". The Machinery of Freedom: Guide to a Radical Capitalism (2nd ed.). La Salle: Open Court Press. کينډۍ:ISBN.
  50. Rothbard, Murray (Spring 1982). "Law, Property Rights, and Air Pollution". Cato Journal. 2 (1): 55–99.
  51. Rothbard, Murray (1982). The Ethics of Liberty Archived 2014-11-09 at the Wayback Machine.. Atlantic Highlands: Humanities Press. p. 162. کينډۍ:ISBN.