آزادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

آزادي په عمومي توګه د هر هغه څه ترسره کولو وړتیا ده، چې د یو چا خوښ وي، یا آزادي هغه حق یا معافیت دی، چې د جواز یا اجازې (امتیاز لرلو) یا مرستې په وسیله یو شخص د ټاکل شوي کار ترسره کولو لپاره ترې برخمن کېږي، دا اجازه یا امتیاز د آزادي کلمې مترادف دی. په عصري یا نوي سیاست کې، منفي آزادي هغه حالت ته ویل کېږي، چې په ټولنه کې د کنټرول یا ظالمانه محدودیتونو څخه د ازاد حالت په توګه د واکمن نظام په وسیله د یو چا د ژوند، چلند یاسیاسي لیدلورو کې موجود دي. حال دا چې مثبته آزادي په داسې چاپیریال کې د عمل کولو لپاره د ځواک او سرچینو ملکیت په توګه پیژندل کیږي، ترڅو هغه نابرابرۍ له منځه یوسي چې موږ سره وېشي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په فلسفه کې، د منفي آزادي او مثبتې آزادي ترمنځ دا توپیرونه د علتي اړیکو په هکله توپیرونو ته اړتیا لري، چېازاده اراده له جبر څخه جلا کوي. [۶]

په الهیاتوکې آزادي د «ګناه، معنوي غلامۍ یا دنیوي اړیکو» له اغېزو څخه خلاصېدل دي. ځینې ​​وختونه آزادي په لومړۍ درجه کې د آزادي کلمۍ په کارولو سره د هغه څه ترسره کولو وړتیا ته وایي، چې د یو چا د خوښې وړ وي او د ترسره کولو واک یې لري، کنه په منحصره توګه د آزادي کلیمې کارول د خپل سري محدودیتونو د نشتوالي په معنی ده، چې د ټولو ښکېلو وګړو د حقونو په پام کې نیولو سره توپیر کېږي.په دې معنا چې د آزادي اعمال او عملي کېدل د وړتیا تابعاو د نورو د حقونوپه وسیله محدود دي. له همدې املهآزادي د بل کس د آزادي له محدودولو او سلب کولو پرته د قانون تر حاکمیت لاندې لهآزادي څخه مسئولانه ګټه اخیستنې ته اړتیا لري. آزادي له دې امله ډېره پراخه ده، چېدمحدودیت په پوره توګه نشتوالی یا د یو چا د غوښتنو د پوره کولو په برخه کېنامحدوده وړتیاوې څرګندوي. د بېلګې په توګه یو شخص کولای شي د قتل اختیارولري؛ خو د قتل آزادي نه لري، ځکه چې وروستی مثال یې نور وګړي له خپل حق یعنې هغوی ته د زیان نه رسېدو څخه محروموي. آزادي د یو ډولسزا او مجازاتو په توګه سلب او اخیستل کیدای شي. په ډېریو هیوادونو کې خلک په جرمي کړنو د محکوم کېدو له امله له خپلې آزادي څخه محرومېدلای شي.[۷][۸]

د «آزادي» کلیمه تر ډېره په یو شمېر شعارونو کې، لکه: «ژوند، آزادي او د خوښۍ په لټه» یا «آزادي، برابري او ورورولي» کارول کیږي.[۹][۱۰]

د آزادي کلیمه دlibertasلاتیني کلیمې څخه رامنځته شوې، چې د لیبرتاس په نامه د خدای له نوم نهاخیستل شوې اوله ډېرو لرغونو شخصیتونو سره ډېری وخت د لرغوني رومي خدای (Liber) د مفهوم انځورولو لپاره کارول کیږي.

فلسفه او میتافزیک[سمول]

فیلسوفانو له پخوا وختونو راهیسې د آزادي پوښتنې ته ډېر پام کړی دی. د روم سترواک مارکوس اورلیوس (۱۸۰ ـ ۱۲۱ ز کال) یې په اړه لیکي:

هغه پالیسي ده، چې د ټولو لپاره په کې یو شان قانون موجود وي، هغه پالیسي ده، چې د مساوي حقونو او پهمساوي اندازه د بیان آزادي په پام کې نیولو سره اداره کېږي او د یو شاهي حکومت هغه نظریه ده، چې تر ټولوډېرد واکمنانو خپلواکۍ ته درناوی کوي.[۱۱]

د توماس هابز (۱۵۸۸ ـ ۱۶۷۹ ز کال) متناسبې وینا پر بنسټ:

ازاد انسان هغه دی، چې په هغو کارونو کې چې په قوت او هوښیارۍ سره یې ترسره کولای شي، د هغه څه په ترسره کولو کې خنډ نه وي چې اراده یې لري. لویاتان کتاب، دویمه برخه

جان لاک (۱۶۳۲ ـ ۱۷۰۴ ز کال) د آزادي دا تعریف رد کړ. حال دا چې په ځانګړې توګه توماس هابزته اشاره نه کوي او په ​​فلم جوړونکي سر رابرټ باندې برید کوي، چې دې ته ورته تعریف یې درلود، د لاک په وینا:

د طبیعت په برخهکې آزادي په ځمکه کې د هر ډول غوره ځواک څخه خلاصېدل دي. خلک د نورو د ارادې یا قانون جوړونې واک نه لري، بلکې د خپلې واکمنۍ لپاره یوازې د طبیعت قانون لري. په سیاسي ټولنه کېآزادي یعنې دا چې د قانون جوړونې د بل هیڅ ځواک لاندې نه وي؛ پرته له هغه ځواک څخه چې په توافق او همغږۍ سره په مشترک المنافع هېوادونو کې رامنځته شوی وي. خلک له هر ډول ارادې یا د قانوني محدودیت له تسلط څخه ازاد دي، پرته له هغې ارادې یا محدودیت څخه چې د دوی د قانون جوړونې اړوند ځواک په وسیله د اعتماد له مخې وضع شوي وي. له همدې امله آزادي هغه څه نه ده، چې د سر رابرت په نامه فلم جوړوونکی یې تعریفوي:«د هرچا لپاره آزادي، چې هرڅه یې خوښېږي هغهوکړي، څنګه چې غواړي هسې ژوند وکړي او هیڅ ډول قانون پورې تړلی نه وي.» آزادي هم د طبیعت په برخه کې او هم په سیاسي ټولنه کې د قوانینو په وسیله محدوده شوې ده. د طبیعت آزادي دا ده، چې د طبیعت له قانونه پرته د بل هیڅ ډول محدودیت لاندې نه وي. د حکومت تر واک لاندې د خلکو آزادي باید د هیڅ ډول محدودیت لاندې نه وي، پرته له دې چې د هغو قوانینو تر محدودیت لاندې وي، چې د ژوند کولو لپاره مشترک وي او په ټولنه کې د موجوده قانون جوړوونکي ځواک په وسیله رامنځته شوي دي. وګړي د دې حق یا ازادی لري، چېپه ټولو هغو مواردو کې له خپلې خوښې پیروي وکړي، چې قانون منع کړي نه وي اود نورو د غیرمستقیمو، ناڅرګندو، نامعلومو او خپلسرو غوښتنو تابع نه وي.[۱۲]

جان ستوارتمېل (۱۸۰۶ ـ ۱۸۷۳ ز کال)  لومړنی کس و، چې د آزادي په هکله خپل اثر کې یې د عمل د آزادي په توګه او آزادي د جبر د نشتوالي په توګه د آزادي ترمنځ توپیر تشخیص کړ.[۱۳]

ازایا برلین د آزادي دوه نظریې کتاب کې په رسمي توګه د دوه لیدلورو ترمنځ توپیرونه د آزادي د دوو مخالفو مفکورو ترمنځ توپیر په توګه بیان کړ: مثبتهآزادي او منفي آزادي. دویم مفهوم یې هغه منفي حالت مشخصوي، چې په هغه کې یو فرد د ظلم او د واک له خپل سري کار څخه ساتل کېږي، حال دا چې لومړنی مفهوم هغې آزادي ته اشاره کوي چې پر ځان د حاکمیت او د داخلي مجبوریتونو لکه ضعف او ويرې نه رامنځته شوې وي. [۱۴]

سیاست[سمول]

تاریخچه[سمول]

د سیاسي آزادي عصري نظریه د آزادي او غلامۍ اړوند یوناني نظریونه اخیستل شوې ده. د یونانیانو لپاره ازاد اوسېدل د دې په معنی نه و، چې استاد ولري، بلکې له استاد لرلو نه خپلواک اوسېدو په معنی وه (څنګه چې غواړي هسې ژوند کول)، دا د آزادي اصلي یوناني مفهوم و، لکه څنګه چې ارسطو وایي، د ډیموکراسۍ له مفهوم سره نېږدې تړاو لري:[۱۵][۱۶][۱۷]

« دا د آزادي یو اصل دی، چې ټول ډیموکراتان په دې ټینګار کوي، چې ددولت یو اصل یې دی. بل اصل یې دا دی، چې انسان باید داسې ژوند وکړي، چې خپله یې خوښېږي. دوی وایي دا د یو ازاد انسان ځانګړنه ده، ځکه چې له بل پلوه داسې ژوند کول لکه څنګه چې د انسان نه خوښېږي، هغه بیخي د غلامۍ په څېر وي. دا د ډیموکراسۍ دویمه ځانګړنه ده، چې لکه څنګه چې دا ادعا مطرح شوې، انسانان د امکان په صورت کې د هیچا په وسیله نه اداره کېږي، یا که ناشوني وي نو په وار سره باید حاکم شي او په انسانانو حکومت کېږي، له همدې امله د برابرۍ پر بنسټ اړوند آزادي په برخه کې مرسته کوي».[۱۸]

دا یوازې دازادو نارینه وو په هکله سم و. د بېلګې په توګه: په اتن ښار کې ښځو نشو کولای، چې رایه ورکړي، یا کومه دنده ولري او دغه راز له قانوني او ټولنیز پلوه د نارینه وو له یو قوم سره به تړلې وې. [۱۹]

د فارس سترواکۍ خلک له یو څه اندازې آزادي څخه برخمن وو. د ټولو مذهبونو او توکمونو اتباعو ته یو شان حقوق ورکړل شوي و او له مساوي دیني آزادي څخه برخمن و، ښځې هم د نارینه په څېر ورته حقونو څخه برخمنې وي او غلامي ختمه شوه (۵۵۰ م.ز کال).  د فارس د پاچاهانو ټولې ماڼۍ په داسې وخت کې د تنخواه اخیستونکو کارګرانو په وسیله جوړې شوې وې، چې تر ډېره به غلامانو دا ډول کارونه ترسره کول.[۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. The Merriam-Webster Dictionary, 2005, Merriam-Webster, Inc., کينډۍ:ISBN.
  2. "liberty | Definition of liberty in English by Lexico Dictionaries". Lexico Dictionaries | English. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "liberty". Oxford English Dictionary. Freedom from arbitrary, despotic, or autocratic control; independence, esp. from a foreign power, monarchy, or dictatorship. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Oxford English Dictionary, liberty: "Chiefly in plural. Each of those social and political freedoms which are considered to be the entitlement of all members of a community; a civil liberty."
  5. Charles Taylor, “What’s Wrong With Negative Liberty,” in Philosophy and the Human Sciences: Philosophical Papers, vol. 2 (Cambridge: Cambridge University Press, 1985), 211–229.
  6. Oxford English Dictionary, liberty: "The fact of not being controlled by or subject to fate; freedom of will."
  7. Oxford English Dictionary, liberty: "Freedom from the bondage or dominating influence of sin, spiritual servitude, worldly ties."
  8. Mill, J. S. (1869), "Chapter I: Introductory", On Liberty.
  9. The Declaration of Independence, The World Almanac, 2016, کينډۍ:ISBN.
  10. "Liberty, Equality, Fraternity – France in the United States / Embassy of France in Washington, DC". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Marcus Aurelius, "Meditations", Book I, Wordsworth Classics of World Literature, کينډۍ:ISBN
  12. Two Treatises on Government: A Translation into Modern English, ISR, 2009, p. 76
  13. Westbrooks, Logan Hart (2008) "Personal Freedom" p. 134 In Owens, William (compiler) (2008) Freedom: Keys to Freedom from Twenty-one National Leaders Main Street Publications, Memphis, Tennessee, pp. 3–38, کينډۍ:ISBN
  14. Metaphilosoph: Motives for Philosophizing Debunking and Wittgenstein's Philosophical Investigations. Kelly Dean Jolley. pp. 262–270کينډۍ:ISBN?
  15. Rodriguez, Junius P. (2007) The Historical Encyclopedia of World Slavery: A–K; Vol. II, L–Z, کينډۍ:Page?
  16. Mogens Herman Hansen, 2010, Democratic Freedom and the Concept of Freedom in Plato and Aristotle
  17. Baldissone, Riccardo (2018). Farewell to Freedom: A Western Genealogy of Liberty. doi:10.16997/book15. S2CID 158916040. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1911534600. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Aristotle, Politics 6.2
  19. Mikalson, Jon (2009). Ancient Greek Religion (الطبعة 2nd). Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 129. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-8177-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Arthur Henry Robertson, John Graham Merrills (1996). Human Rights in the World: An Introduction to the Study of the International Protection of Human Rights. Manchester University Press. کينډۍ:ISBN.کينډۍ:Page?