پرمختګ پالنه
پرمختګ پالنه یوه سیاسي فلسفه ده چې له ټولنیزو اصلاحاتو ملاتړ کوي. د پرمختګ پر بنسټ دا مفکوره چې د بشري شرایطو د لاښه والي لپاره د ساینس، ټکنالوژۍ، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز جوړښت پیشرفت مهم بولي، پرمختګ پالنه په اروپا کې د روښنايۍ په عصر کې زښته د پام وړ وګرځېده، ځکه باور دا و چې اروپا کولای شي د ټولنې د بنسټ په توګه د تجربوي پوهې او علم له لارې له بې تمدنه شرایطو څخه متمدن ژوند ته مدنیتي پرمختګ ولري. د روښنايي مخکښانو باور درلود چې دا پرمختګ په نړیواله کچه په ټولو ټولنو کې د عملي کېدو وړ دی او ښايي چې دا مفکورې له اروپا څخه ټولې نړۍ ته پراختیا ومومي. [۱][۲]
د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پرمختګ پالنې مفهوم د سترو ټولنیزو بدلونونو څخه چې د صنعتي کېدو او د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د دویم صنعتي انقلاب له امله رامنځته شوي وو، سرچینه اخیسته. پرمختګ پال پدې اند و چې د سترې اقتصادي ناانډولۍ، د ډېر لږ تنظیمېدونکو انحصاري شرکتونو او د کارګرانو او اقتصادي نخبګانو تر منځ د شدیدې او ځینې مهال تاوجنې شخړې له کبله د پرمختګ مخه ډب شوې ده، او استدلال يې کاوه چې د دې ستونزو د هواري لپاره اقداماتو ته اړتیا شته. [۳]
د وخت په تېرېدو سره د پرمختګ پالنې مانا بدله شوې او بېلابېل اندونه موجود دي. د ۲۰مې پېړۍ د لومړي سر پرمختګ پالنه کې د انسانانو د نژاد د لاښه کولو او الکولي څښاک د بندولو خوځښت ملاتړ شامل و، چې په دواړو قضیو کې د عامې روغتیا خبره کېده او دا کار د پرمختګ پالنې اړوند نوښتونو کې ګڼل کېده. په ۲۱مه پېړۍ کې، پرمختګ پال خوځښت داسې تعریف لري: "دا هغه ټولنیز یا سیاسي خوځښت دی چې موخه يې د سیاسي بدلون او حکومتی کړنو د ملاتړ له لارې د عامو خلکو د ګټو استازولي دي." په ننني سیاست کې، پرمختګ پالنه په عمومي توګه د کيڼ-لیبرالیزم سنت برخه بلل کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
تاریخچه
[سمول]له روښنايي پالنې څخه تر صنعتي انقلابه پورې
[سمول]اېمانوېل کانت له بربریت څخه د تمدن په لوري خوځښت پرمختګ بولي. د ۱۸مې پېړۍ فیلسوف او سیاسي عالم مارکوس دې کوندورسېت وړاندوېنه کړې وه چې په سیاسي پرمختګ کې د غلامۍ له منځه تلل، د سواد او پوهې ډېرېدل، د جنسي ناانډولۍ کمېدل، د زندانونو سمون چې هغه وخت يې وضعیت خراب و او د بېوزلۍ کمېدل راځي. [۱۵]
عصریتوب (Modernity) یا عصري کېده (modernization) د هغه پرمختګ د مفکورې کلیدي بڼه وه چې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ کلاسیک لېبرالانو غوښتل په چټک ډول اقتصاد او تولنه عصري کړي تر څو د آزاد بازار او خلکو د آزاد تګ راتګ پر وړاندې دودیز خنډونه لري شي. [۱۶]
د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، په لویدیځه نړۍ کې یوه سیاسي مفکوره ډېره مشهوره شوه چې ویل یې پرمختګ د د شتمتن او بېوزلي تر منځ د سترې اقتصادي ناانډولۍ، د ډېر لږ تنظیمېدونکو کپيټالیسټي انحصاري شرکتونو او د کارګرانو او کپيټلېسټانو تر منځ د شدیدې او ډېری مهال تاوجنې شخړې له کبله د پرمختګ مخه ډب شوې ده، نو د دې ستونزو د هواري لپاره اقداماتو ته اړتیا شته. پرمختګ پالنې پر ګڼو سیاسي خوځښتونو اغېز درلود. ټولنیز لیبرالیزم د برطانوي لیبرال فیلسوف جان سټوراټ مېل د خلکو د مفهوم څخه "پرمختګ پال موجودات" يې بلل، اغېزمن و. برطانوي لومړي وزیر بېنجامین ډیزرائیلي د یوه ولس محافظه کارۍ (Toryism) تر نامه لاندې پرمختګ پاله محافظه کاري رامنځته کړه. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په فرانسه کې، د ټولنیز انقلاب او د دولت له مداخلې پرته مرکزي-ښي ټولنیزې-محافظه کارۍ تر منځ تشه د راډېکالیزم په راپورته کېدو سره چې فکر يې کاوه ټولنیز پرمختګ ملا-ضد، انسانیت او جمهوریت پالنې ته اړتیا لري، ډکه شوه. د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې په ډېری فرانسوي او روماني ژبو هېوادونو کې په ځانګړې توګه د ملاپالنې او اخوندګرايۍ ضد خوځښتونو اغېز پر مرکزي-کیڼ اړخو جوت و. په امپراطوري جرمني کې، صدراعظم اوتو وان بیسمارک د پلارسالارۍ محافظه کارو انګېزو له مخې پرمختګ پال ټولنیز رفاهي اقدامات وکړل تر څو کارګرانه له د هغه وخت له سوسیالیسټو خوځښتونو څخه لرې وساتې او هم د صنعتي انقلاب له خوندیتوب سره له انساني لارو مرسته وکړي. [۲۱]
په ۱۸۹۱م کال کې، د رومن کاتولیک کلیسا پاپ دیارلسم لیو یو لیک Rerum novarum خپور کړ او په هغې کې يې د کارګرانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه وغندله او له کارګري اتحادیو او حکومتونو څخه يې وغوښتل چې د مالکیت د حق په پام کې نیولو او د سوسیالیزم په غندلو سره د ټولنیز عدالت په نفعه سوداګریزې چارې تنظیم کړي. د پروتستان عیسویانو پرمختګ پال فکر په شمالي امریکا کې د ټولنیز مرام (Social Gospel) غږ وکړ چې پام يې د اقتصادي استثمار او بېوزلۍ پر ننګولو ورټول و او همدا و چې د ۱۹۸۰مو کلونو په نیمايي کې دا فکر د امریکا متحده ایالتونو په ډېری پروتستان دیني مدرسو کې مروج و. [۲۲]
معاصره اصلي سیاسي فلسفه
[سمول]په امریکا کې پرمختګ پال فکر د مشروطیت سیاسي فلسفې پر ضد د فکري بغاوت په توګه چې د جان لاک او د امریکا جمهوریت د بنسټګرو لخوا بیان شو، پیل او له مخې يې د دولت اقتدار په عادلانه واکونو کې د محدودیتونو په رعایت پورې تړاو لري. هغه څه چې په ۱۸۹۰مو کلونو کې د ټولنیز خوځښت په توګه پیل شول، وروسته په مشهور سیاسي خوځښت بدل شول چې پرمختګ پاله دوران يې باله. د ۱۹۱۲م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د امریکا درې واړو ولسمشریزو نوماندانو وویل چې پرمختګ پال دي. بداسې حال کې د پرمختګ پالنې اصطلاح د فشار د بېلابېلو سیاسي ډلو استازولي کوي چې تل سره یولاس نه دي. پرمختګ پال د ټولنیز ډاوینیزم نظریه ردوي او په دې باور دي چې ټولنیزې ستونزې لکه طبقاتي جګړه، حرص، بېوزلي، توکم پالنه او تاوتریخوالی، د ښه تعلیم، خوندي چاپېریال او اغېزمن کارځاي په برابرولو سره حل هوارېدلی شي. پرمختګ پال عموماً په ښارونو کې اوسېږي ځکه هلته يې کالجونه/پوهنتونونه لوستي او پدې اند دي چې حکومت د بدلون یوه وسیله کېدلای شي. د جهوري غوښتونکو او وروسته د پرمختګ پالو ګوند ولسشمر تیودور روزولت په ډاګه کړه: "هغه تل پدې باور لري چې ځیرکه پرمختګ پالنه او ځیرکه محافظه کاري سره څنګ په څنګ روان دي".[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
ولسمشر وودرو ویلسن په ډموکراټیک ګوند کې دننه د امریکا د پرمختګ پال خوځښت غړی و. د پرمختګ پالو دریځونو د وخت په تېرېدو سره تکامل موندلی دی. امپریالیزم، په ځانګړې توګه په امریکا کې، د ۱۹مې پېړۍ په پای او د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې په پرمختګ پالنه کې دننه یوه جنجالي مسله وه، ځکع پرمختګ پالو د امریکايي امپریالیزم ملاتړ کاوه خو نور خوځښتونه يې بیا مخالف و. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د غبرګون مهال، ولسمشر وودرو ویلسن یوه څوارلس ماده يي اعلامیه خپره کړه جط په هغې کې د ملي خودارادیت مفهوم ځای پر ځای شوی او امپریالیسټي سیالي او استعماري بې عدالتۍ پکې غندل شوې وې. په نړۍ کې هغه سیمو د دې امپریالیزم ضد څرګندونو ملاتړ وکړ چې د امپریال حاکمیت پر وړاندې یې مقاومت کاوه. [۲۷][۲۸]
د اقتصادي کنیسینیزم (۱۹۳۰-۱۹۷۰م کلونه) د منلو د دورې په بهیر کې، ډېری هېوادونو په ستره کچه په اقتصاد کې د دولتونو مداخله ومنله. په ۱۹۷۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو کې د نیولیبرالیزم او د دولت د مداخلې د پالیسیو پر وړاندې د ننګونو په رابرسېره کېدو سره، منځنیو-کین اړخو پرمختګ پالو خوځښتونو په غبرګون کې درېیمه لاره ونیوله او د بازار اقتصاد (آزاد بازار) په ستر نقش یې ټینګار وکړ. سوسیال ډموکراټانو د دریېمې لارې د تېرېدو څخه سوسیال ډموکراټانو د سوسیال-ډموکراټیک خوځښت لپاره غږ پورته کړ. د برطانیې محافظه کار ګوند کې وتلیو پرمختګ پاله محافظه کارو عناصرو پر نیولیبرالیزم نیوکه کړې ده. [۲۹][۳۰][۳۱]
په ۲۱مه پېړۍ کې، پرمختګ پالو د هغو عامه پالیسیو پلوي وګړه چې د اقتصادي نااڼدولۍ او سیسټماټیک تبعیض لکه بنسټي توکم پالنې ضرري اغېزې راکمې یا بهترې کړې. [۳۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Progressivism in English". Oxford English Dictionary. خوندي شوی له the original on 21 March 2019. بياځلي په 2 May 2017.
- ↑ Harold Mah. Enlightenment Phantasies: Cultural Identity in France and Germany, 1750–1914. Cornell University. (2003). p. 157.
- ↑ Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 2. ISBN 9780195311068.
- ↑ "Prohibition: A Case Study of Progressive Reform". Library of Congress. بياځلي په 2017-10-04.
- ↑ Leonard, Thomas (2005). "Retrospectives: Eugenics and Economics in the Progressive Era" (PDF). Journal of Economic Perspectives. 19 (4): 207–224. doi:10.1257/089533005775196642. له اصلي څخه خوندي شوی په 20 اگسټ 2017. بياځلي په 22 اکتوبر 2017.
{{cite journal}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) - ↑ Roll-Hansen, Nils (1989). "Geneticists and the Eugenics Movement in Scandinavia". The British Journal for the History of Science. 22 (3): 335–346. doi:10.1017/S0007087400026194. JSTOR 4026900. PMID 11621984.
- ↑ Freeden, Michael (2005). Liberal Languages: Ideological Imaginations and Twentieth-Century Progressive Thought. Princeton: Princeton University Press. pp. 144–165. ISBN 978-0691116778.
- ↑ James H. Timberlake, Prohibition and the Progressive Movement, 1900–1920 (1970)
- ↑ Joseph M. Hoeffel, ed. (2014). Fighting for the Progressive Center in the Age of Trump. ABC-CLIO. p. 56.
Modern American progressive thought combines social liberalism, including its government spending programs and mix of private enterprise and government regulation, with liberal cultural causes including voting rights for minorities, ...
- ↑ Helen Hardacre; Timothy S. George; Keigo Komamura; Franziska Seraphim, eds. (2021). Japanese Constitutional Revisionism and Civic Activism. Rowman & Littlefield. p. 136, 162.
- ↑ Great Courses, ed. (2014). The Modern Political Tradition: Episode 17: Progressivism and New Liberalism. Great Courses.
- ↑ Klaus P. Fischer, ed. (2007). America in White, Black, and Gray: A History of the Stormy 1960s. Bloomsbury Publishing USA. p. 39.
- ↑ Muzammil Quraishi, ed. (2020). Towards a Malaysian Criminology: Conflict, Censure and Compromise. Springer Nature. p. 83. ISBN 9781137491015.
The urgent need for a meaningful theoretical perspective and research agenda is driven by an observation that both left liberalism (progressivism) and right liberalism (neoliberalism) have neutralised traditional conservative socialist ....
- ↑ "Progressivism". The Cambridge English Dictionary. 24 June 2020. Retrieved 3 May 2020.
- ↑ Nisbet, Robert (1980). History of the Idea of Progress. New York: Basic Books. ch 5
- ↑ Joyce Appleby; Lynn Hunt & Margaret Jacob (1995). Telling the Truth about History. p. 78. ISBN 9780393078916.
- ↑ Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 2. ISBN 9780195311068.
- ↑ Alan Ryan. The Making of Modern Liberalism. p. 25.
- ↑ Patrick Dunleavy, Paul Joseph Kelly, Michael Moran. British Political Science: Fifty Years of Political Studies. Oxford, England, UK; Malden, Massachusetts: Wiley-Blackwell, 2000. pp. 107–08.
- ↑ Robert Blake. Disraeli. Second Edition. London, England, UK: Eyre & Spottiswoode (Publishers) Ltd, 1967. p. 524.
- ↑ Union Contributions to Labor Welfare Policy and Practice: Past, Present, and Future. Routledge, 16, 2013. p. 172.
- ↑ Charles Howard Hopkins, The Rise of the Social Gospel in American Protestantism, 1865–1915 (1940).
- ↑ Waluchow, Wil (17 August 2018). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
- ↑ Watson, Bradley (2020). Progressivism : the strange history of a radical idea. Notre Dame, Indiana: University of Notre Dame Press. p. 11. ISBN 978-0268106973.
- ↑ "The Progressive Era (1890–1920)". The Eleanor Roosevelt Papers Project. Archived 20 January 2020 at the Wayback Machine.. Retrieved 31 September 2014.
- ↑ Jonathan Lurie. William Howard Taft: The Travails of a Progressive Conservative. New York, New York: Cambridge University Press, 2012. p. 196.
- ↑ Nugent, Walter (2010). Progressivism: A Very Short Introduction. Oxford University Press. p. 33. ISBN 9780195311068.
- ↑ Reconsidering Woodrow Wilson: Progressivism, Internationalism, War, and Peace. p. 309.
- ↑ Jane Lewis, Rebecca Surender. Welfare State Change: Towards a Third Way?. Oxford University Press, 2004. pp. 3–4, 16.
- ↑ After the Third Way: The Future of Social Democracy in Europe. I. B. Taurus, 2012. p. 47.
- ↑ Hugh Bochel. The Conservative Party and Social Policy. The Policy Press, 2011. p. 108.
- ↑ Henning Meyer, Jonathan Rutherford. The Future of European Social Democracy: Building the Good Society. Palgrave Macmillan, 2012. p. 108.