توماس جفرسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

توماس جفرسون د ۱۷۴۳ ز کال د اپریل په ۱۳مه د ویرجینیا ایالت په شیدوېل سیمه کې زیږېدلی دی. هغه د امریکا د بنسټګرانو له ډلې و او د امریکايي ولسمشرانو په ډله کې قوي متفکر ګڼل کېږي. توماس جفرسون له ۱۸۰۱ ز کال وروسته د دوو پرله پسې دورو لپاره د امریکا ولسمشر پاتې شوی دی. نوموړی د ۱۸۲۶ ز کال د جولای په څلورمه، د خپلواکۍ د اعلامیې له لیکلو پوره پنځوس کاله وروسته، د ویرجینیا ایالت په مانتیچلو ښار کې د ۸۳ کلونو په عمر ومړ. هغه یو روشنفکره ولسمشر و او د روشنګرۍ پلوی و.

هغه بزګر و. باوري و، چې بزګرۍ او په کلیو کې کارونو ته باید ارزښت ورکړل شي. هغه دا کار د جمهوریت لپاره یوه مفکوره یا آیډیا ګڼله. ده به ویل، تر ښارونو په کلیو کې پانګونه ښه ده. د ښارونو پانګونه یې یوازې د څو کسانو پرمختګ باله. هغه همدا راز له یوجیمز مادیسون سره یو ځای د ډیموکرات جمهوري غوښتونکي ګوند بنسټ کېښود، چې د ۲۵ کلونو لپاره یې د امریکا پر حکومت راج وچلاوه. هغه همدا راز د ویرجینیا ایالت حاکم او دویم کس دی چې په امریکا کې د ولسمشر مرستیال پاتې شوی و.

هغه له دینه د سیاست د بېلوالي پلوی و او د ادیانو او مذهبونو د خپلواکۍ قانون یې لیکلی دی. جفرسون همدا راز لرغونپوه او ښه لیکوال و. نوموړي په ۱۸۱۹ ز کال کې د ویرجینیا د پوهنتون بنسټ کېښود.

جفرسون د ویرجینیا له مشهورو خلکو سره لوی شوی دی. دی د خپلې کورنۍ له اتو اولادونو درېیم اولاد دی. مور یې رندولف نومېده. پلاری یې پیتر جفرسون نومېده چې په ویرجینیا کې بزګر او د بزګرۍ څارنوال او څارونکی و. کله چې قومندان ویلیام رندولف په ۱۷۴۵ ز کال کې ومړ، نو د توماس پلار د هغه د ملکیتونو او ځمکو د ساتنې مسوولیت واخیست. ده به د تاکاهو له کروندو ساتنه کوله او د ویلیم ټول ملکیتونه د ده په ولکه کې وو. ویلیم یو کوچنی زوی هم درلود او پیتر یې ساتنه کوله. په همدغه کال کې د توماس کورنۍ تاکاهو ته کډه وکړه. پوره ۷۷ کاله هلته و اوسېدل او وروسته له دې ځایه خپل پلرني ټوټابي البه مارله ته را وګرځېدل.

توماس په ۱۷۵۲ ز کال کې یو سیمه ییز ښوونځي ته لاړ. دغه ښوونځی د ویلیم داګلاس له لوري اداره کېده. په نهه کلنۍ کې یې د فرانسوي، لاتینې او یوناني ژبې پر زده کړه پیل وکړ. په ۱۷۵۷ ز کال چې توماس ۱۴ کلن و، پلار یې ومړ. ده ته پراخه ځمکه او لسګونه غلامان په میراث پاتې شول. له دې وروسته یې هلته کور جوړ کړ او بیا دغه ودانۍ او د ده کور په مانتیسلو مشهور شول.

په ۱۷۵۸ او ۱۷۶۰ ز کلونو کې چې د توماس پلار ومړ، د هغه وخت د مشهور وزیر جیمز مایوري (James Maury) په ښوونځي کې یې زده کړې پيل کړې. دا ښوونځی د ویرجینیا په ګوردون اسویل کې و. دی د مایوري له کورنۍ سره معرفي شو او هلته یې مهمې او پراخې کلاسیکې زده کړې وکړې.

په ۱۶ کلنۍ کې د ویلیام اند ماري په پوهنتون کې داخل شو. هلته یې د جورج وایټ تر نظر لاندې د حقوقو زده کړې ته مخه کړه. همدلته لوړو علمي افتخاراتو ته ورسېد او له دغه ځایه فارغ شو. وروسته یې د فلسفې په پوهنځي کې د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه. دلته یې د خپل استاد ویلیام سمال تر نظر لاندې د ریاضیاتو، میتافیزیک او فلسفې زده کړې ته مخه کړه. ویلیم سمال، توماس وهڅاوه چې د برېټانوي لیکوالانو لکه، جان لاک، فرانسس بیکن او ایزاک نیوټن لیکنې ولولي. دغه درې کسه، جان لاک، فرانسس بیکن او ایزاک نیوتن د توماس لپاره مهم کسان وو. ده به ویل، دا درې هغه تر ټولو ستر انسانان دي چې تر ننه نړۍ ته راغلي دي. توماس د لیکلو او لوستلو ترڅنګ، د ویلیون غږولو ته هم مخه کړه.

د ۱۷۶۵ ز کال په اکټوبر کې د توماس ۲۵ کلنه خور مړه شوه. د هغې مرګ توماس ته خورا سخت و، نو له همدې امله د څه مودې لپاره ګوښه ناستی شو. د توماس خور له ده سره فکري ورته والی درلود او په ډېرو مواردو کې به یې له یو بل سره مشورې کولې. توماس هر کال له ډېرو قضايي دوسیو سره سروکار درلود. په همدې لړ کې له یوې کونډې سره معرفي شو. هغه ویلز سکلتون نومېده. دوی دواړو په ۱۷۷۲ ز کال کې واده وکړ. توماس دغه مېرمن له ځان سره مانتیسلو ته بوتله. دا نو یوه لرې پرته او غرنۍ سیمه وه. په همدې غرنۍ سیمه کې یوه نیمه کاره جونګړه وه او توماس له سکلټون سره ګډ ژوند پکې پيل کړ.

په مذهبي او فکري لحاظ توماس جفرسون مسحیت ته درناوی نه درلود. ده به ویل چې په مسحیت کې ډېری شیان غیر منطقي او غیر عقلاني دي. ده به ویل، د عیسی په اصلي پیغام کې د پولیسو او نورو کسانو له لوري لاسوهنه شوې ده. توماس جفرسون څو څو ځله د خپلې واکمنۍ پر مهال په دیني مسایلو کې له ښکېلتیا ډډه وکړه، خو پر ځای یې معنوي ارزښتونه او اخلاق مهم بلل. ده به ویل، عیسی یو لارښود و، خو پیغام کې یې ګوتې وهل شوې دي. د ده په خبره، د عیسی ستره موخه دا وه، چې د بشریت په اخلاقي روزنه کې برخه واخلي او موخه یې د انسانانو ښېګڼه وه، خو پلویانو او کشیشانو د ده په پیغام کې لاس وهلی دی او په ناسمه توګه یې نورو انسانانو ته وړاندې کوي. ده د انجیل د هغو برخو د لوستو او پر هغو د عمل سپارښتنه کوله، چې په هغه کې د انسانانو اخلاقي روزنه مهمه بلل شوې ده. ده به ویل چې دی اصلي مسیحي دی، ځکه د عیسی ع سلام رښتیني پیغام ته درناوی لري او د هغو شیانو ضد دی، چې د عیسی ملاتړو ورپسې تړلي دي.

توماس جفرسون تر ولسمشرۍ مخکې مهم امریکایي ډيپلومات و. دی د امریکا په تاریخ کې دویم مرستیال ولسمشر، لومړنی د بهرنیو چارو وزیر او درېیم ولسمشر دی. توماس جفرسون د امریکا د استقلال اخیستونکو په ډله کې ځانګړی ځای لري. نوموړی ښه لیکوال و، خو هېڅ وخت ښه ویناوال نه و. له همدې امله دی د کنګرې چوپ غړی بلل کېده. له همدې امله ده دا غوره ګڼله چې خپل پیغام د خبرو پر ځای د قلم له لارې ولېږدوي. ده به د ژبې پر ځای له قلم ګټه اخیسته او خپل باورونه یې له خلکو سره شریکول. د کنګرې دغه چوپ غړي په ۳۳ کلنۍ کې د امریکا د استقلال اعلامیې خاکه ولیکله. وروسته یې هڅه دا وه، چې خپل نظریات پر حقیقت بدل کړي.

تر ولسمشرۍ مخکې مرکزي حکومت ته د جفرسون وفاداري او د مرکزي حکومت د قوت لپاره د هغه کارونه د دې سبب شول، چې د جورج واشنګټن پام یې ځان ته واړاوه او هغه یې د بهرنیو چارو وزیر وګوماره. په ۱۷۹۳ ز کال کې یې یو ځل له دې دندې استعفا ورکړه، خو بېرته په ۱۹۹۶ ز کال کې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګومارل شو. هغه د سفارت دنده هم پر مخ وړې ده.

امریکایان جفرسون ته د یوه ځیرک ولسمشر په سترګه ګوري. ده د امریکا لپاره مهم قوانین تصویب کړل او په بنسټیزه توګه یې په دغه هېواد کې د انساني حقوقو د ازادۍ لپاره کار وکړ. جفرسون د مذهب ازادي، له دین د حکومت جلاوالی او دې ته ورته مهم قوانین تصویب کړي دي. هغه چې کله مړ کېده، نو وصیت یې وکړ چې د ده د مقبرې پر ډبره دا جمله ولیکي ((د مذهب د ازادۍ او همدا راز له مذهبه د حکومت د جلاوالي او د ویرجینیا پوهنتون بنسټګر)).

کله چې جفرسون واک ته ورسېد، نو جګړې ختمې شوې وې او د فرانسې بحران پای ته رسېدلی و. توماس جفرسون د سمندري ځواک او پوځ لګښتونه راکم کړل. بودیجه یې راکمه کړه. پر ځینو توکو یې مالیات بند کړل او بریالی شو چې د امریکا پورونه راکم کړي.

ده هڅه وکړه چې د سمندري غلو د ځپلو لپاره د لوړپوړو پوځي افسرانو او قوي پوځيانو یوه ډله وګوماري او دوی ته یې دنده ورکړه، چې سمندري غله له منځه یوسي. دغه غله د مدیترانې په سمندرګي کې د امریکايي بېړیو په لوټ او ځورونه لګیا وو.

هغه د امریکا د خاورې پراختیا او جغرافيايي وسعت لپاره هم کار وکړ. هغه چې څنګه فرصت پیدا کړ، نو د ناپيلیون تر مشرۍ لاندې فرانسه یې دې ته قانع کړه، چې د لوییزیانا ځمکې پر امریکا وپلوري.

د جفرسون دویمه دوره حکومت له سختیو سره مخ و. په دې موده کې نوموړي یوازې دا هڅه کوله چې امریکا په ناپيلیوني جګړو کې له ښکېلتیا وژغوري. ده غوښتل چې امریکا بې طرفه وي او په دې توګه خپلې ودې ته ادامه ورکړي. خو هم برېټانیا او هم فرانسه د امریکايي سوداګرو د بې طرفۍ مخالف وو. په دې برخه کې د جفرسون حللارو هم مثبته پایله نه لرله.

جفرسون ته په امریکا کې د خلکو ولسمشر وايي. یو لامل یې دا دی، چې ده له خلکو سره له نږدې ناسته ولاړه لرله. بل یې دا دی چې د خلکو په مستقیمه رایه واک ته رسېدلی و. ده هڅه کوله چې تر اشرافو او لویو خلکو مخکې له عامو وګړو سره ناسته ولاړه ولري. ډېری داسې موارد یې د خپل حکومت پر مهال عملي کړل، چې په هغه کې د اشرافو زیان و، خو د امریکايي خلکو په ګټه وو. دی چې کله په سپینه ماڼۍ کې واک ته ورسېد، نو هلته یې ډېری شاهي او مجلل دودونه له منځه یوړل. شاهانه خواړه چې د جورج واشنګټن د واکمنۍ پرمهال دود شوي وو، بیا جان ادامز دا دود پاله، خو جفرسون ختم کړ. ده به ویل، ولسمشر د خلکو یو عادي استازی دی، نو د نورو وګړو په څېر باید له تجمل او نمایش پرته عادي ژوند وکړي. له دې وروسته په سپینه ماڼۍ کې عادي خواړه پخېدل او د هر چا چې هر ځای زړه وای، ډوډۍ یې خوړله.

جان ادامز له جفرسون وغوښتل چې د استقلال اعلامیه ولیکي. ځکه ادامز ته د جفرسون د لیکلو سبک معلوم و. هغه یې ډېر خوښ و. هغه دا مهال ۳۳ کلن و. په اوولسو ورځو کې یې د متن لیکل بشپړ کړل.

امریکا د هغو لومړنیو هېوادونو له ډلې وه، چې خپلواکي یې اخیسته. نو له همدې امله د ازادۍ د اعلامیې لیکل مهم وو. بیا وروسته د نږدې ۲۰۰ کلونو لپاره د ازادۍ دا اعلامیه د ډېرو ازادي غوښتونکو هېوادونو لپاره د لارې مشعل شوه. www.maseerdaily.af ترتیب: شفیق الله امیرزی