معماري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

معماري (په لاتیني: architectura، له یوناني کلمې: ἀρχιτέκτων arkhitekton  "یعني معمار یا طراح"، او له ἀρχι "یعني مشر یا سردار" او τέκτων "یعني خالق یا جوړوونکی" څخه اخیستل شوی) د ودانیو یا نورو جوړښتونو د پلانولو، ډیزاین او جوړولو پروسې او محصول دواړو ته ویل کېږي. د معمارۍ اثار او کارونه د ودانیو په مادي بڼه کې، ډېری وختونه د کلتوري سمبولونو او هنري کارونو په توګه پېژندل کېږي. تاریخي تمدنونه اکثرا د معمارۍ په برخه کې د دوی له ژوندي پاتې لاسته راوړنو سره پېژندل شوي دي.[۱][۲]

دا ډول کارونه، چې تر تاریخ وړاندې دوره کې پیل شوي، په ټولو اوو لویو وچو کې د تمدنونو لپاره د کلتور د څرګندولو لپاره کارول شوي. له همدې کبله، معمارۍ د هنر یوه بڼه ګڼل کېږي. د معمارۍ په اړه متنونه له لرغونو وختونو راهیسې لیکل شوي. د معمارۍ د تیورۍ په اړه ترټولو پخوانی ژوندی پاتې متن په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې د روم د معمار ویټروویوس (Vitruvius) له خوا د ډي آرکیټیکټورا (De architectura) مقاله ده، چې له مخې یې یوه ښه ودانۍ د فرمیتاس (firmitas)، یوټیلیټاس (utilitas) او وینوستاس venustas  (دوام، ګټورتیا او ښکلا) انځوروي. څو پېړۍ وروسته، لیون بټیستا البرتي (Leon Battista Alberti) خپلو نظرونو ته لا ډېره پراختیا ورکړه او ښکلا یې د ودانیو د عیني کیفیت په توګه یاده کړه چې باید د هغو په بېلابېلو برخو کې وموندل شي. جیورجیو واساري (Giorgio Vasari) د غوره انځورګرانو، مجسمو جوړونکو او معمارانو پر ژوند لیکل کړي او په ۱۶مه پېړۍ کې د لویدیځ هنرونو کې د سټایل مفکوره یې وړاندې کړه. په ۱۹مه پېړۍ کې بیا لویس سلیوان (Louis Sullivan) څرګنده کړه، چې "فورم یا بڼه د فعالیت یا کړنچارې تابع ده". "فعالیت یا کړنچاره" د کلاسیکې "ګټورتیا" کلمې ځای ونیوه او داسې وګڼل شوه چې نه یوازې عملي بلکې جمالیاتي یا د ښکلا اړوند، رواني او کلتوري اړخونه هم پکې شامل دي. د پایدارې معمارۍ مفکوره بیا د ۲۰مې پېړۍ په وروستیو کې وړاندې شوه.[۳]

معماري د کلیوالي، شفاهي او ځایي یا بومي معمارۍ په توګه پیل شوه چې له ازمویښت او تېروتنې څخه یې بریالۍ بیاجوړونې ته وده ومونده. د لرغونو ښاري معماریو بوختیا د هغو مذهبي جوړښتونو او ودانیو پر جوړولو وه، چې د واکمنانو د سیاسي ځواک د سمبول کار ترې اخیستل کېده او دا چاره تر هغه وخته روانه وه چې یوناني او رومي معمارۍ بالاخره مدني فضایلو ته پام واړاوه. د هند او چین معماریو په ټوله آسیا کې پر بڼو اغېزې وښندلې او په ځانګړي توګه د بودا معمارۍ بیا بېلابېل ځایي طعمونه اخیستي دي. د اروپا د منځنیو پېړیو په دوران کې، رومنسک (Romanesque) او ګوتیک (Gothic) کلیساوو او خانقاوو پان-اروپایي سټایلونه راڅرګند شول، په داسې حال کې چې رینسانس بیا کلاسیک ډولونه خوښول چې د مشهورو معمارانو له خوا به په نامه جوړېدل. وروسته د معمارانو او انجنیرانو رولونه سره جلا شول. عصري معمارۍ بیا له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د avant-garde غورځنګ په توګه پیل شوې چې هڅه پکې دا وه څو یو بشپړ نوی داسې سټایل رامنځته کړي چې تر جګړې وروسته د نوي ټولنیز او اقتصادي نظم لپاره مناسب وي او د منځنۍ ​​​​او کاري طبقې د اړتیاو پر پوره کولو تمرکز ولري. په دې کې بیا ټینګار پر عصري تخنیکونو، موادو، او ساده هندسي شکلونو باندې و، چې د لوړو پوړونو لپاره یې لاره هواره کړه. ډېری معماران له ماډرنیزم څخه، چې دوی یې د تاریخي او جمالیاتي ضد نظریاتو په توګه پېژني، ناخوښ او نهیلي شول او وروسته بیا پوسټ ماډرن او معاصرې معمارۍ وده وکړه.

د کلونو په اوږدو کې، د معمارۍ ساختماني ساحه پراخه شوې او ان د کښتیو له ډیزاین څخه تر داخلي ډیکور یا سینګار پورې هرڅه پکې شامل شوي.

تعریفونه[سمول]

معماري لاندې معناوې لرلی شي:

  • یوه عمومي اصطلاح چې د ودانیو او نورو فزیکي جوړښتونو د تشرېح لپاره کارول کېږي.[۴]
  • د ودانیو او (ځینې) غیر ودانیزو جوړښتونو د ډیزاین هنر او علم.[۴]
  • د ودانیو او نورو فزیکي جوړښتونو د جوړولو طریقه او د ډیزاین سټایل.[۴]
  • رایوځای یا منسجمه بڼه یا جوړښت.[۵]
  • د هنر، ساینس، ټیکنالوژۍ او انسانیت پوهه[۴]
  • د معمار د ډیزاین فعالیت یا کار، له لویې کچې (ښاري ډیزاین، د منظرو معمارۍ) نیولې تر کوچنۍ کچې (جوړښتي تفصیلات او فرنیچر یا د کور سامان) پورې. د معمار کار، چې پکې معماري د ودانیو د ډیزاین او جوړولو، یا جوړ شوي چاپیریال په اړه د مسلکي خدماتو وړاندې کولو معنا لري.[۶]

د معمارۍ تیوري[سمول]

د معمارۍ فلسفه د هنر د فلسفې یوه څانګه ده چې د معمارۍ له جمالیاتي  ارزښت، د هغې له معنا پوهنې او د کلتور له پراختیا سره له اړیکو څخه یې بحث کوي. له افلاطون څخه نیولې تر میشل فوکو، ګیلس ډیلیوز، رابرټ وینټوري او لوډویګ ویتګینسټین پورې ډېری فیلسوفانو او تیوریسنانو د معمارۍ ماهیت ته توجه کړې او دا چې آیا معماري له ودانولو یا جوړولو سره توپیر لري کنه.[۷]

تاریخچه[سمول]

ریښه او ځایي یا بومي معمارۍ[سمول]

ودانول لومړی د اړتیاوو (سرپناه، امنیت، عبادت او داسې نورو) او وسیلو (د ودانیزو توکو موجودیت او د خدمت کولو مهارتونو) تر منځ له  متحرکاتو څخه راڅرګند شوي. کله چې انساني کلتور وده وکړه او پوهه د شفاهي دودونو او تمرینونو له لارې د رسمي کېدو په لوري ولاړه، ودانول او ودانۍ جوړول پر یوه کسب یا هنر بدل شو، او "معماري" هغه نوم دی چې د همدغه کسب یا هنر خورا رسمي او معتبرو نسخو ته ورکړل شوی دی. په پراخه کچه انګېرنه دا ده، چې د معمارۍ بریالیتوب د ازمویښت او تېروتنې د پروسې محصول و، هغه هم په تدریجي توګه له لږ ازمویښت او ډېر تکرار یا بیاجوړولو سره، ځکه د دغې پروسې پایلې په زیاتیدونکې توګه د اطمینان وړ ثابتې شوې. هغه څه چې ځایي یا بومي معماري (vernacular architecture) بلل کېږي، لا هم د نړۍ په ډېری برخو کې ترسره کېږي.

لرغونې معمارۍ[سمول]

په ډېرو پخوانیو او لرغونو تمدنونو کې، لکه د مصر او بین النهرین په څېر تمدونونو کې، معمارۍ او ښاريزم یا ښارجوړونه له خدایي حکم او مافوق الطبيعت سره د دوامدارې ښکېلتیا منعکسوونکې دي، او ډېری لرغونو کلتورونو د واکمن د سیاسي قدرت، واکمن پاړکي، یا هم خپله د دولت د نمایشي ښودنې لپاره په معماریو کې یادګارونه جوړ کړي.

د یوناني او رومي تمدنونو په څېر د کلاسیکو تمدنونو معماري او ښاريزم، د مذهبي یا تجربوي آیډیالونو پر ځای له مدني هغو څخه راڅرګنده شوه او د ودانیو نوي ډولونه پکې رامنځته شول. د معمارۍ "سټایل" د کلاسیکو فرمانونو په بڼه وده کړې. رومي معماري د یوناني معمارۍ تر اغېزې لاندې راغلې ځکه هغوی ډېری یوناني عناصر په خپلو ودانیزو چارو کې شامل کړل.

اسلامي معماري[سمول]

اسلامي معماري په اوومه پېړۍ کې پیل شوه، چې پکې د لرغوني منځني ختیځ او بیزانس امپراتورۍ د معمارۍ بڼې شاملې وې، مګر د ټولنې له مذهبي او ټولنیزو اړتیاوو سره سمو ځانګړتیاو هم پکې وده وکړه. بېلګې یې په منځني ختیځ، ترکیه، شمالي افریقا، د هند نیمه وچه او د اروپا په ځینو برخو کې لکه هسپانیا، البانیا او بالکان دولتونو کې د عثماني امپراتورۍ د پراختیا له کبله موندل کېدای شي.

اوسنۍ معماري[سمول]

له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې، کله چې د ودانیو پېچلتیا (د ودانیزو سیسټمونو، خدماتو، انرژۍ او ټیکنالوژیو له پلوه) زیاته شوه، د معمارۍ ساحه هم د هرې پروژې د ډول، تخنیکي مهارتونو یا د پروژې د ترسره کولو د مېتودونو لپاره له اړوندو تخصصونو سره پراخه او څو اړخیزه شوه. پر دې سربېره، د "پروژې" معماري چې پکې دا ډاډ ترلاسه کېږي چې پروژې اړین معیارونه پوره کړي او د مسؤولیت له اړوندو مسایلو سره سروکار لري، د "ډیزاین" له معمارۍ څخه ډېر جلاوالی موندلی دی. د هرې لویې ودانۍ لپاره د ډیزاین مقدماتي پروسې په زیاتیدونکې توګه پېچلې شوې دي او د پایښت، دوام، کیفیت، پیسو او له محلي قوانینو سره تطابق په څېر مسایلو لومړنیو څېړنو ته اړتیا لري. یو لوی جوړښت نور د یوه کس ډیزاین نه شي کېدای، بلکې باید د ډېرو کسانو کار وي. ماډرنیزم او پوسټ ماډرنیزم د معمارۍ د مسلک د ځینو غړو له لوري تر نیوکو لاندې دي، په ځانګړې توګه هغوی چې ګومان کوي بریالۍ معماري د انفرادیانو یا فردپالو یو شخصي، فلسفي یا جمالیاتي کسب نه دی؛ بلکې باید د خلکو ورځنۍ اړتیاوې پکې په پام کې ونیول شي او د ژوند کولو وړ چاپېریال رامنځته کولو لپاره ټیکنالوژي پکې وکارول شي، او هم د ډیزاین پروسه پکې د چلند، چاپېریال او ټولنیزو علومو د څېړنو پرمټ وشي.[۸]

سرچینۍ[سمول]

  1. . architecture. Encyclopedia Britannica.
  2. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  3. "7 Things I Learned About "Home" from Talking to Architects on Every Continent". Apartment Therapy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ Shorter Oxford English Dictionary (1993), Oxford, کينډۍ:ISBN
  5. Merriam–Webster's Dictionary of English Usage, کينډۍ:ISBN or کينډۍ:ISBN
  6. "Gov.ns.ca". Gov.ns.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  8. "Introduction to Greek architecture". Khan Academy (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)