ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند
ډیموکراتیک-جمهوریت غوښتونکی ګوند چې د جفرسني جمهوريت غوښتونکي ګوند په نوم هم يادېږي او په هغه مهال د جمهوريت غوښتونکي ګوند او ځینې وخت په نورو نومونو پېژندل کېده، یو امریکایی سیاسي ګوند ؤ چې د ۱۷۹۰ کلونو په لومړیو کې د توماس جفرسن او جیمز مډیسن له خوا تاسیس شو او د جمهوریت پالنې، د ځمکنیز برابرپالنې، سیاسي برابرۍ او پراخ پالنې څخه یې ملاټر کاوه. یاد ګوند د ۱۸۰۰ کال ټاکنو وروسته د مخالف فدرال پاله ګوند په ړنګېدو سره په زیاتېدونکې توګه مسلط شو. ډیموکرات-جمهوريت غوښتونکی ګوند وروسته د ۱۸۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په جریان کې ووېشل شو. د ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکو اکثریت ډله په نهایت کې د عصري ډیموکرات ګوند سره یوځای شوه، په داسې حال کې چې اقلیت ډله په نهایت کې د ویګ ګوند مهمه برخه جوړه کړه. [۱][۲]
ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند په کانګرس کې د یوې ډلې په توګه رامنځته شو چې د الکساندر هملټون د متمرکزه سیاستونو سره یې مخالفت وکړ، په دې وخت کې الکساندر د ولسمشر جورج واشنګتن تر مشرۍ لاندې د خزانې د وزیر په توګه خدمت کاوه. د واشنګټن د دوهمې دورې په ترڅ کې ډیموکرات جمهوریت غوښتونکي او مخالف فدرال پاله ګوند هر یو تر یوه حده د جې تړون (Jay Treaty) پر سر د بحث په پایله کې نور هم یو موټی شول. که څه هم هغه د ۱۷۹۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د فدرال پال جان آډمز له لوري ماتې وخوړه، جفرسن او د هغه ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکي متحدین د ۱۸۰۰ کال ټاکنو وروسته واک ته ورسېدل. جیفرسن د ولسمشر ټوګه په ملي پور او د دولتي لګښتونو په کمولو باندې څارنه وکړ او د فرانسې سره یې د لوزیانا پیرود بشپړ کړ.
مډیسن په ۱۸۰۹ کال کې د ولسمشر جفرسن ځایناستی شو او د برېتانیې سره د ۱۸۱۲ کال په بې پایله جګړه کې د هېواد مشر ؤ. له جګړې وروسته، مډیسن او د هغه د کانګرس متحدینو د متحده ایالاتو دوهم بانک رامنځته کړ او لوړې تعرفې یې پلي کړې، چې د ایالتونو په حقونو باندې د ګوند د پخواني ټینګار څخه د لېرې کېدو او د متحده ایالاتو د اساسي قانون دقیق جوړښت ښکارندوی ؤ. فدرال پالانو د ۱۸۱۵ کال وروسته سقوط وکړ او د ښو احساساتو دوران په نوم دوره پیل شوه. ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکي د یوه اغېزمن اپوزیسیون نشتوالي له امله د ۱۸۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو وروسته په ډلو ووېشل شول؛ یوې ډلې د ولسمشر جان کوینسي آډمز ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې بلې ډلې د جنرال اندریو جکسن ملاتړ وکړ. د جکسن ډله په پای کې د ډیموکرات ګوند سره یوځای شوه، په داسې حال کې چې د آډمز ملاتړي د ملي جمهوريت غوښتونکي ګوند په نوم مشهور شول، چې دا ګوند وروسته د وېګ ګوند سره یوځای شو.
ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکي د جمهوريت پالنې اصولو ته زیات ژمن وو، چې دوی وېره درلوده چې د فدرال پالو د اشرافي فرضي تمایلاتو سره به وګواښل شي. دې ګوند د ۱۷۹۰ کال لسیزې په اوږدو کې د ملي بانک په ګډون د فدرالي پروګرامونو سخت مخالفت وکړ. مډیسن او د ګوند زیات شمېر نورو مشران د ۱۸۱۲ کال جګړې وروسته د ملي بانک او په فدرالي بودېجې سره د بېخبنايي پروژو اړتیا ومنله. ګوند په بهرنیو چارو کې د لوېدیځ پراخوالي څخه ملاتړ وکړ او تمایل یې درلود چې د برېتانیې په پرتله فرانسه غوره وبولي، په داسې حال کې چې د ناپلیون واک ته رسېدو وروسته د فرانسې پلوه ګوند دریځ کمزوری شو. ډیموکرات- جمهوريت غوښتونکي په سویلي او لوېدیځ پولو کې ډېر پیاوړي او په نیو انګلڼد کې کمزوري وو.
تاریخچه
[سمول]رامنځته کېدل، ۱۷۸۹ - ۱۷۹۶
[سمول]د ۱۷۸۸ – ۱۷۸۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې، چې په ۱۷۸۸ کال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون له تصویب وروسته دا ډول لومړنۍ ټاکنې وې، جورج واشنګټن د ټاکنیز پلاوي د هر غړي رایې ترلاسه کړې. د هغه متفق الرایه بریا تر یوه حده دا حقیقت منعکس کوي چې د ۱۷۸۹ کال څخه وړاندې په متحده ایالاتو کې په ملي کچه هېڅ رسمي سیاسي ګوند نه ؤ رامنځته شوی، که څه هم هېواد په پراخه کچه د فدرال پالو چې د اساسي قانون د تصویب ملاتړ یې کاوه او د فدرال پالو ضد ترمنځ چې د تصویب مخالفت یې کاوه، وېشل شوی ؤ. واشنګټن توماس جفرسن د بهرنیو چارو وزیر او الکساندر هملټون د خزانې وزیر وټاکه، همدارنګه هغه په کانګرس کې په جیمز مډیسن باندې د مهم سلاکار او متحد په توګه تکیه وکړه. [۳][۴][۵]
هملټون یو پراخ اقتصادي پروګرام پلی کړ، د متحده ایالاتو لومړی بانک یې رامنځته کړ او کانګرس یې قانع کړ چې د ایالتي حکومتونو پورونه په غاړه واخلي. هملټون خپل پروګرامونه په دې باور پرمخ بوتلل چې یو سوکاله او باثباته هېواد رامنځته کړي. د هغه تګلارې د یوه اپوزیسیون لامل شوې، چې په عمده توګه په سویلي متحده ایالاتو کې متمرکز ؤ، چې د هملټون په انګلېس پالنه باندې یې اعتراض وکړ او هغه یې د آشنا بډایه شمالي سوداګرو او محتکرینو په زیات ملاتړ تورن کړ. مډیسن په کانګرس کې د اپوزیسیون د مشر په توګه راڅرګند شو پداسې حال کې چې جفرسن په همیلټون باندې له علني نیوکې څخه ډډه کړه پداسې حال کې چې دواړو د واشنګټن په کابینه کې خدمت کاوه، خو د پردې تر شا یې کار کاوه ترڅو د هملټون پروګرامونه ناکام کړي. جفرسن او مډیسن ملي ورځپاڼه رامنځته کړه، هغه ورځپاڼه چې د فدرال پالو او د فدرال ناپالو ترمنځ یې ملي سیاست د جګړې په توګه نه، بلکې د اشرافو او جمهوريت غوښتونکو ترمنځ د مناظرې په توګه طرح کړ. واشنګتن د ۱۷۹۲ کال په ټاکنو کې عملاً د ولسمشرۍ لپاره پرته له مخالف نوماند شو، خو جفرسن او مډیسن د ولسمشر مرستیال جان اډمز د ګوښه کولو لپاره د نیویارک د والي جورج کلنټون د ناکامې هڅې څخه ملاتړ وکړ. [۶][۷][۸]
د دواړو خواوو سیاسي مشرانو نالېواله وو چې خپلې اړوندې ډلې سیاسي ګوندونه کړي، خو د ۱۷۹۳ کال په پای کې په کانګرس کې د رایې ورکولو جلا او ثابت ائتلافونه راڅرګند شول. په پای کې د جفرسن پلویان د جمهوريت غوښتونکو (یا ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکي) او د هملټون پلویان د فدرال پالو په نوم وپېژندل شول. پیژندل شوي. پداسې حال کې چې اقتصادي سیاستونه د ګوندونو د مخ پر ودې تفرقې اصلي هڅونکي عاملونه وو، بهرني سیاستونه هم په یوه عامل بدل شول ځکه چې د هملټون پلویانو د فرانسې انقلاب ته زیان ورساوه او د جفرسن متحدینو یې ملاتړ ته دوام ورکړ. وروسته له هغه چې برېتانیه د فرانسې انقلابي جګړو ته ننوته، په ۱۷۹۳ کال کې د هملټون د اقتصادي سیاستونو په مخالفت او د فرانسې په ملاتړ څو ډیموکراټ-جمهوريت غوښتونکې ټولنې جوړې شوې. ګوندي تاوتریخوالي د ویسکي بغاوت (Whiskey Rebellion) او د واشنګټن له لوري د ډیموکرات - جمهوريت غوښتونکو ټولنو د راتلونکو غندنو په پایله کې زیات شول، دا ټولنې د سیمه ایزو سیاسي ټولنو یوه ډله وه چې د ولسواکۍ پلوي یې کوله او عموماً د ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکي ګوند ملاتړ یې کاوه. د جې تړون (Jay Treaty) تصويب ګوندي جګړې ته نوره هم لمن ووهله، چې په پایله کې يې د فدرال پالو او ډيموکرات-جمهوريت غوښتونکو ترمنځ اختلافونه سخت کړل. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د ۱۷۹۵ – ۱۷۹۶ کال پورې د فدرال، ایالتي او ځایي ټاکنیز کمپاینونه اصلاً د دوو ملي ګوندونو ترمنځ په لاره اچول کېدل که څه هم ځایي مسائلو په ټاکنو باندې اغېزه کوله او ګوندي اړیکې په بدلون کې وې. همدا چې واشنګټن د دریمې دورې څخه ډډه وکړه، د ۱۷۹۶ کال ولسمشریزې ټاکنې لومړنۍ اختلافي ټاکنې شوې. جفرسن په ۱۷۹۳ کال کې د واشنګټن له کابینې څخه تقاعد شو او د ډیموکرات - جمهوريت غوښتونکو مشري یې میډرسن لاسنو ته پرېښوده. له دې سره سره د کانګرس د ډیموکرات – جمهوريت غوښتونکو د نوماندولو جرګې د ګوند له پلوه جفرسن د ولسمشرۍ نوماند غوره کړ ځکه چې هغه د ګوند ترټولو پیاوړی نوماند ؤ؛ جرګې د نیویارک څخه سناتور آیرن بورن د جفرسن همکار غوره کړ. په ورته وخت کې د فدرال مشرانو نارسمي جرګې جان آډمز او توماس پینکني نوماند کړل. که څه هم نوماندان پخپله تر ډېره حده له مبارزې څخه بهر شول، د نوماندانو پلویانو یوه فعاله مبارزه ترسره کړه؛ فدرال پالو په جفرسن باندې د فرانسه پاله او ملحد په نوم برید وکړ، پداسې حال کې چې د ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکو آډمز په انګلېس پالنې او سلطنت پالنې تورن کړ. په نهایت کې آډمز په کم توپیر سره ولسمشري خپله کړه او ۷۱ ټاکنیزې رایې یې راټولې کړې او جفرسن ۶۸ ټاکنیزې رایې وګټې چې د ولسمشر مرستیال شو. [۱۴][۱۵][۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Olsen, Henry (Summer 2010). "Populism, American Style". National Affairs. نه اخيستل شوی 30 May 2021.
Amid the passion and the anger, Jefferson and Madison's Republican Party — the forerunner of today's Democrats — won the day; the coalition they built then proceeded to win every national election until 1824... The elections of 1828 and 1832 saw the ruling Republicans break into two factions: The minority faction — headed by incumbent president John Quincy Adams — became the National Republicans (and then the Whigs); it drew its support from the mercantile regions of the country, mainly New England and the large cities of the South. Members of the majority faction, meanwhile, renamed themselves the Democrats under the leadership of Andrew Jackson.
- ↑ Cobb, Jelani (8 March 2021). "What is Happening to the Republicans?". The New Yorker. نه اخيستل شوی 27 January 2022.
In the uproar that ensued, the Party split, with each side laying claim to a portion of its name: the smaller faction, led by Adams, became the short-lived National Republicans; the larger, led by Jackson, became the Democratic Party.
- ↑ Knott, Stephen (October 4, 2016). "George Washington: Campaigns and Elections". Charlottesville, Virginia: Miller Center of Public Affairs, University of Virginia. Archived from the original on July 28, 2017. نه اخيستل شوی July 14, 2017.
- ↑ (Ferling 2009), pp. 282–284
- ↑ (Ferling 2009), pp. 292–293
- ↑ (Ferling 2009), pp. 293–298
- ↑ (Bordewich 2016), pp. 244–252
- ↑ (Wood 2009), pp. 150–151
- ↑ See The Aurora General Advertiser (Philadelphia), April. 30, 1795, p. 3; New Hampshire Gazette (Portsmouth), October 15, 1796, p. 3; Claypoole's American Daily Advertiser (Philadelphia), October 10, 1797, p. 3; Columbian Centinel (Boston), September 15, 1798, p. 2; Alexandria (VA) Times, October 8, 1798, p. 2; Daily Advertiser (New York), September 22, 1800, p. 2 & November 25, 1800, p. 2; The Oracle of Dauphin (Harrisburg), October 6, 1800, p. 3; Federal Gazette (Baltimore), October 23, 1800, p. 3; The Spectator (New York), October 25, 1800, p. 3; Poulson's American Daily Advertiser (Philadelphia), November 19, 1800, p. 3; Windham (CT) Herald, November 20, 1800, p. 2; City Gazette (Charleston), November 22, 1800, p. 2; The American Mercury (Hartford), November 27, 1800, p. 3; and Constitutional Telegraphe (Boston), November 29, 1800, p. 3. After 1802, some local organizations slowly began merging "Democratic" into their own name and became known as the "Democratic Republicans". Examples include 1802, 1803, 1804, 1804, 1805, 1806, 1807, 1808, 1809.
- ↑ (Ferling 2009), pp. 299–302, 309–311
- ↑ (Wood 2009), pp. 161–162
- ↑ (Ferling 2009), pp. 323–328, 338–344
- ↑ (Ferling 2009), pp. 323–328, 338–344
- ↑ (Ferling 2003), pp. 397–400
- ↑ (McDonald 1974), pp. 178–181
- ↑ Taylor, C. James (October 4, 2016). "John Adams: Campaigns and Elections". Charlottesville, Virginia: Miller Center of Public Affairs, University of Virginia. نه اخيستل شوی August 3, 2017.