لایوش کشوت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لایوش کشوت
(مجارستانی: Kossuth Lajos د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لایوش کشوت

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ سپټمبر ۱۸۰۲[۱]
مړینه 20 مارچ 1894 (92 کاله)[۲][۱][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هنګري  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده خبريال
سياستوال[۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هنګري ژبه  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هنګري ژبه[۸]
انگليسي
آلماني ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لایوش کشوت

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لایوش کشوت دی ادوارد ات کشوتوپالوا (Lajos Kossuth de Udvard et Kossuthfalva، ۱۹ سپټمبر ۱۸۰۲ – ۲۰ مارچ ۱۸۹۴ زکال) هنګري اشراف، وکیل، سیاستوال، دولتي چارواکی او د ۱۸۴۸ – ۴۹ زکال د انقلاب پر مهال د هنګري د پاچهۍ ګورنر جنرال و.

کشوت په سیاسي بحثونو او عمومي غونډو کې د وینا کولو په برخه کې د خپل استعداد له امله له یوې اشرافي بې وزلې کورنۍ څخه د هنګري د پاچهۍ د نایب السلطنت ځایګي ته ورسېد. هماغه ډول چې معاصر با نفوذه امریکايي خبریال هوراس ګریلي د کشوت په اړه وايي: «د ژوندیو یا مړو ویناوالو، وطن پرستانو، دولتمردانو او تبعید شوو مخکښانو ترمنځ د هغه سیال شتون نه درلود».[۹][۱۰]

د کشوت پیاوړو انګلیسي او امریکايي ویناوو په دومره کچه په مشهور معاصر امریکايي ویناوال ډانیال ویبسټر اغېز وکړ چې هغه د کشوت د ژوند په اړه کتاب ولیکه. هغه د خپل ژوند پر مهال په لویه بریتانیا او متحده ایالاتو کې؛ په اروپا کې د آزادۍ او دیموکراسۍ لپاره د مبارز په توګه وستایل شو. د کشوت برونزي نیمايي مجسمه د متحده ایالاتو په کانګرس ماڼۍ کې په دغه یادښت سره شتون لري: د هنګري د دیموکراسۍ پلار، د هنګري دولتي چارواکی، د آزادۍ مبارز، ۱۸۴۸ – ۱۸۴۹ زکلونه.[۱۱]

په ملي سیاستونو کې د کشوت داخل کېدل[سمول]

وروسته له هغه چې کشوت د کونتیس سازپاري له خوا په ښاري شورا کې د هغې د استازیتوب له دندې عزل شو، ډېر ژر په ملي شورا کې د کنټ هونیادي مرستیال وټاکل شو. یاد پارلمان د ۱۸۲۵ – ۱۸۲۷ او ۱۸۳۲ – ۱۸۳۶ زکلونو پر مهال د هغه مهال د هنګري په پلازمېنه پرسبورګ (پوسوني، اوسني براتیسلاو) کې جوړ شوی و.

له دې امله چې یوازې د لوړې طبقې اشرافو کولای شو، د مشرانو په جرګه (House of Magnates؛ چې د بریتانیا د مشرانو جرګې ته ورته وه) کې رایه ورکړي؛ کشوت هم په بحثونو کې چندان ونډه نه اخیسته. هغه مهال په هنګري کې د ملي هویت موندلو په موخه د ویسیلنای (Wesselényi) او Széchenyis په څېر یو شمېر رهبرانو له خوا مبارزه پیل شوه. دغه مبارزه تر یوه بریده د اتریش د کمزوري دولت پر وړاندې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو په موخه وه. د هونیادي پر وړاندې د کشوت دنده د غذايي رژیم اړوند اقداماتو په اړه د لیکلي راپور ورکول و، ځکه د اطریش دولت د وګړیزو مخالفتونو له وېرې خپرېدونکي راپورونه منع کړي و.

د کشوت د لیکونو لوړ کیفیت د دې لامل وګرځېد څو د هغه لیکنې د نورو لیبرال مشرانو تر لاسه هم ورسېږي. د مخاطبینو غوښتنې هغه د پارلمان د سازمان یافته مجلې (Országgyűlési tudósítások) اېډېټ کولو ته سوق کړ، په همدې سره د هغه نوم او نفوذ پراختیا ومونده. د رسمي سانسور له امله د لیتوګرافي چاپ پر بنسټ نشریې بندې شوې. د دولت له خوا د پوسټ له لوري د خطي نسخو وېش هم ممنوع و، خو له دې سره په لاسي ډول د هغو وېش دوام درلود.

په ۱۸۳۶ زکال کې ملي شورا منحل شوه. کشوت خپل راپور ورکولو ته (د لیک په بڼه) دوام ورکړ او د ښاري شوراګانو راپورونه به یې تر پوښښ لاندې راوړل. دغو نوو تبلیغاتو دغو شوراګانو ته ملي سیاسي شهرت ورکړ. له دې وړاندې هغوی د یوبل د کړنو اړوند ډېر لږ پوهېدل. هغه د لیبرالانو او اصلاح غوښتونکو ویناوو ته د ادبي ښکلاوو په ورکولو سره د خپلو خبرپاڼو اغېز لا پسې زیات کاوه. د هغه د پارلماني نشریې له بندېدو وروسته کشوت په لوړ غږ باندې په هنګري او په ټوله هابسبورګ سترواکۍ کې په قانوني توګه د مطبوعاتو او د بیان د ازادۍ غوښتنه وکړه. دولت هڅه وکړه د هغه لیکنې وځپي او له منځه یې یوسي خو له دې امله چې نورو لارو چارو کار ورنکړ نوموړی یې له څو نورو کسانو سره د لوی خیانت په تور تورن کړ.

په بودا بندخونه کې محاکمې ته له یوکال انتظار وروسته په څلور کلونو بند محکوم شو. کشوت او ملګری یې کنت میکلوس ویسیلنای په جلا جلا خونو کې بندیان شول. د کنت ویسیلنای خونې آن یوه پنجره هم نه لرله او هغه د تیارې له امله په سترګو ړوند شو. له دې سره د کشوت خونی یوه کوچنۍ کړکۍ لرله او له سیاست څخه د یوې ځوانې باخبرې نجلۍ په مرسته چې ترزا مسزلني (Theresa Meszlényi) نومیده له سیاسي پېښو باخبره و. مسزلني د بند قوماندان ته دروغ ویلي و چې هغه او کشوت نامزدان دي.

په حقیقت کې کشوت له بندي کېدو وړاندې له مسزلني سره نه پېژندل، خو هغې ته یې د ملاقات اجازه ورکړه. هغې ورته کتاب ورکړ. د بند سختو شرایطو د هغه روغتیا زیانمنه کړه خو هغه خپل ډېر وخت په مطالعه تېر کاوه. هغه خپله سیاسي پوهه زیاته کړه، انګلیسي یې زده کړه او د بایبل د کینګ جیمز د نسخې او شکسپیر په اړه به یې تل په ډېر ځانګړي ډول خبرې کولې. په داسې حال کې چې ویسلیناي له رواني پلوه مات شوی و، خو کشوت د ترزیا په مکرر ملاتړ په ډېر ښه وضعیت کې له بند څخه راخوشی شو. د هغه نیونې سترجنجالونه را پارولي و. ملي شورا چې په ۱۸۳۹ زکال کې بېرته جوړه شوه د سیاسي بندیانو د خوشي کولو غوښتنه یې وکړه او همدارنګه یې د هر ډول دولتي تدابیرو له تصویب ډډه وکړه. د اتریش لومړی وزیر مترنیخ چې د اوږد مهال راهیسې سخت سری و خو په ۱۸۴۰ زکال کې د جګړې ګواښ هغه تسلیمۍ ته مجبور کړ.

په دولت کې دنده[سمول]

د مالیې وزیر[سمول]

د ۱۸۴۸ زکال د مارچ په درېیمه په پاریس کې د انقلاب له خبر رارسېدو لږ وروسته هغه په یوه خپله پیاوړې وینا کې په هنګري کې د پارلماني حکومت او نور اطریش کې د مشروطه حکومت غوښتنه وکړه.

کشوت ډېر ژر د اروپا د انقلاب رهبر شو. د هغه ویناوې په لوړ غږ د وین په واټونو کې هغه ډلې وګړو ته چې مترنیخ یې را نسکور کړی و (۱۳ مارچ) لوستل کېدلې. هغه مهال چې د ملي شورا یو غړی د سترواک فردیناند د رضایت د ترلاسه کولو په موخه د هغه په غوښتنه له وین لیدنه وکړه؛ کشوت په ځانګړې توګه وستایل شو. [۱۲]

په داسې حال چې د وین د وګړو ټولګو کشوت د خپل اتل په توګه لمانځه (او په پرس ورګ کې د ملي شورا یو پلاوی بودا ته لاړ او د اتریش د انقلاب خبرونه یې ولېږل) په بودا کې د مارچ په ۱۵ مه انقلاب وشو. کشوت له ځنډ پرته خپل کور ته لاړ. د ۱۸۴۸ زکال د مارچ په ۱۷ مه سترواک هوکړه وکړه چې لایوش باتیاني د هنګري لومړنی حکومت جوړ کړي، نور نو دغه حکومت پاچا ته مسئول نه و بلکې د دغه رژیم ټاکل شوو غړو ته ځواب ویونکی و. د ۱۸۴۸ زکال د مارچ په ۲۳ مه لومړي وزیر باتیاني ملي شورا ته خپله اداره ور معرفي وکړه او په دغه نوي حکومت کې کشوت د مالیې د وزیر په توګه وټاکل شو.

هغه داخلي سرچینو ته په پراختیا ورکولو پیل وکړ؛ هغه بیاځلي د هنګري سکې ضرب کړې او د خلکو د ځان پېژندنې په موخه یې له هرې لارې چارې کار واخیست. په ځانګړې توګه د هنګري په نويو بانک نوټونو کې د کشوت نوم ځانګړی ځای درلود؛ چې په راتلونکي کې یې د «کشوت یاددښتونو» ته د ارجاع څرګندويي کوله. د جولای په ۱۱ مه د وینا پر مهال هغه غوښتنه وکړه چې ملت باید له ځانه د دفاع په موخه وسله وال شي او د دغې چارې لپاره یې د ۲۰۰۰۰۰ کسانو غوښتنه وکړه.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11941153s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. پیوستون : 118565702  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  3. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mw2kc3 — subject named as: Lajos Kossuth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/9528 — subject named as: Lajos Kossuth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kossuth-lajos-ludwig-von — subject named as: Lajos (Ludwig von) Kossuth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Lajos_Kossuth — subject named as: Lajos Kossuth — سرليک: Store norske leksikon
  7. پیوستون : 118565702  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11941153s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. "Hungarian President Louis Kossuth Concerning the Centralization of Power". Captainjamesdavis.net. 27 February 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Kossuth County EDC". Kossuth-edc.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Daniel Webster: Sketch of the life of Louis Kossuth, governor of Hungary: Together with the declaration of Hungarian independence; Kossuth's address to the people of the United States; all his great speeches in England; and the letter of Daniel Webster to Chevalier Hulsemann (1851)
  12. Peter F. Sugar, Péter Hanák, Tibor Frank: A History of Hungary (Indiana University Press, 1 January 1994) -PAGE: 213