د لېبرالې ډیموکراسۍ نوم او ریښه د اروپا اتلسمې پېړۍ ته رسېږي چې دا پېړۍ د روښانوالي په دوره هم مشهوره ده. هغه مهال نږدې غوڅ اکثریت اروپايي هېوادونه پادشاهي وو او سیاسي واک د پادشاه یا اشرافو په اختیار کې و. له لرغوني دوران را وروسته د ډیموکراسۍ امکان ته په جدي ډول د یوې سیاسي تیورۍ په توګه پام نه و شوی او عمومي باور دا و چې ډیموکراسۍ ښايي د خلکو د ذهني بدلونونو له امله د پالیسیو په برخه کې بېثباته وي. پر دې سربېره باور دا و چې ډیموکراسي د انسان د طبیعت پر خلاف ده، ځکه چې انسانان ذاتاً شریر او تاوتریخجن دي او د خپلو ناوړه انګېزو د مهار لپاره یوه پیاوړي رهبر ته اړتیا لري. ډېری اروپايي پادشاهان په دې باور وو چې دوی ته واک د خدای لهخوا ورکړل شوی دی او که څوک یې د واک چلولو حق تر پوښتنې لاندې راولي، کفر یې کړی دی.
دغه لیدلوري په لومړیو کې د روښانوالي د روڼاندو یوې کوچنۍ ډلې وننګول، دوی په دې باور وو چې انساني چارې باید د عقل او همدا راز د ازادۍ او برابرۍ د اصولو پر بنسټ اداره شي. دوی استدلال کاوه چې ټول خلک برابر پیدا شوي دي او له همدې امله داسې نهشي کېدای چې سیاسي اقتدار دې له خدای سره د فرضي اړیکې یا هرې هغې ځانګړنې پر بنسټ توجیه شي چې یوه کس ته پر نورو برتري ورکوي. دوی استدلال وکړ چې حکومتونه د خلکو د خدمت لپاره دي – نه برعکس – او قوانین باید پر هغو خلکو پلي شي چې حکومت کوي (او دا هغه مفهوم دی چې د قانون د حاکمیت په نامه پېژندل کېږي).
که څه هم لېبراله ډیموکراسي په لومړیو کې د روښانوالې دورې لېبرالانو مطرح کړه، خو د ډیموکراسۍ او لېبرالېزم تر منځ اړیکه له لومړیو څخه اختلافي یا لانجمنه وه او په شلمه پېړۍ کې پر ستونزه بدله شوه. جاسپر ډومن په خپل کتاب «په یوه لېبرال ډیموکراټیک دولت کې ازادي او برابري» (Freedom and Equality in a Liberal Democratic State) کې ویلي دي چې ازادي او برابري د یوې لېبرالۍ ډیموکراسۍ لپاره اړین دي. فرانسېس فوکویاما په خپل کتاب «د تاریخ پای او وروستی انسان» (The End of History and the Last Man) کې ویلي دي چې د فرانسې تر انقلاب را وروسته لېبرالې ډیموکراسۍ بیا بیا ثابته کړې ده چې (له اخلاقي، سیاسي او اقتصادي پلوه) تر بل هر سیستم غوره نظام دی او ویلي یې دي چې ډیموکراسي به په اوږد مهال کې لا ډېره شي، که څه هم ښايي له لنډمهالو ماتو سره مل وي. د «فریډم هوز» څېړنیزه مؤسسه دا مهال لېبراله ډیموکراسي د یوې داسې انتخاباتي ډیموکراسۍ په توګه تعریفوي چې مدني ازادۍ هم خوندي کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱]
ګڼ سازمانونه او د سیاسي علومو پوهان د ازادو او غیر ازادو دولتونو داسې فهرستونه وړاندې کوي چې هم د اوس مهال او هم د څو پېړیو وړاندې مهال اړوند دي. په دې ډله کې تر ټولو پېژندل شوي یې ښايي د پولیټي ډېټا مجموعه او هغه مجموعه وي چې «فریډم هوز» او «لري ډایمنډ» وړاندې کړې ده.[۱۲]
د ګڼو روڼاندو او د فریډم هوز په څېر سازمانونو تر منځ هوکړه موجوده ده چې (تر پولنډ او هنګري پرته) د اروپايي اتحادیې هېوادونه انګلستان، ناروې، ایسلنډ، سویزرلنډ، جاپان، ارجنټاین، برازیل، چیلي، سوېلي کوریا، تایوان، محتد ایالتونه، هند، کاناډا، اروګویه، کاسټا ریکا، اسرائیل، سوېلي افریقا، استرالیا او نیوزلنډ لېبرالې ډيموکراسۍ دي او هند دا مهال د نړۍ د ډیموکراسیو تر منځ تر ټولو ډېر نفوس لري.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
لېبرالې ډیموکراسۍ د ډیموکراټیک شاتګ له ګواښ سره مخ دي او دغه کار د متحدو ایالتونو، پولنډ او هنګري په ګډون په ګڼو هېوادونو کې یا د واقع کېدو په حال کې دی او یا واقع شوی دی.[۲۰]
فریډم هوز سازمان په افریقا او پخواني شوروي اتحاد کې ډېری رسمي ډیموکراټیک دولتونه په عمل کې غیر ډیموکراټیک دولتونه ګڼي، معمولاً یې دلیل دا دی چې دولت دا مهال د ټاکنو پر پایلو ډېر اغېز لري. له دې ډلې ډېری هېوادونه له پام وړ لوړو ژورو سره مخ دي.
د یو-ګوندي او دیکتاتوري حکومتونو په څېر د غیر ډیموکراټیک حکومت رسمي ډولونه تر ډېره په ختیځه اسیا، منځني ختیځ او شمالي افریقا کې دود دي.
په وروستیو کې د «فریډم هوز» د ۲۰۱۹ کال راپور څرګندوي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې «سیاسي حقونه او مدني ازادۍ» کمې شوې دي او همدا راز د لېبرالې ډیموکراسۍ لرونکو هېوادونو د شمېر کمښت ته یې اشاره کړې ده.[۲۱]
↑Harpin, Russell (1999). Liberalism, Constitutionalism, and Democracy. Oxford.
↑Anna Lührmann, Seraphine F. Maerz, Sandra Grahn, Nazifa Alizada, Lisa Gastaldi, Sebastian Hellmeier, Garry Hindle and Staffan I. Lindberg. 2020. Autocratization Surges – Resistance Grows. Democracy Report 2020. Varieties of Democracy Institute (V-Dem). Archived 2021-12-18 at the Wayback Machine.
↑Sociology: Understanding and Changing the Social World. 2010.
↑Mulgan, Richard; Peter Aimer (2004). "chapter 1". Politics in New Zealand (3rded.). Auckland University Press. p.17. ISBN1869403185. خوندي شوی له اصلي څخه په 22 September 2020. ترلاسهکېدو نېټه 2009-06-26.
↑Elliott, Michael (18 June 2006). "India Awakens". Time. خوندي شوی له the original on 15 June 2007. ترلاسهکېدو نېټه 16 June 2007.
↑Anna Lührmann, Seraphine F. Maerz, Sandra Grahn, Nazifa Alizada, Lisa Gastaldi, Sebastian Hellmeier, Garry Hindle and Staffan I. Lindberg. 2020. Autocratization Surges – Resistance Grows. Democracy Report 2020. Varieties of Democracy Institute (V-Dem). Archived 2021-12-18 at the Wayback Machine.